مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اوباما بیا د افغانستان جګړې ته تېل واچول

محمد هلال سمور

 

 

اوباما چې دا یې د خپلې ولسمشرۍ وروستۍ شپې او ورځې دي، د افغانستان جګړه له پامه نه ده غورځولې. څه موده مخکې یې نوی ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ور وغوښت او هلته یې د امریکا ځينې پټ رازونه او پټ پلانونه ورته وویل. همدارنګه یې تېره اونۍ په نړیواله کچه اعلان وکړ چې په افغانستان کې طالبان نه شي ماتولی. 

ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې ترشا په خپله د امریکا لاس دی او امریکا هېڅکله نه غواړي چې له افغانستان څخه ووځي. امریکا په دې سیمه کې د خپلې بقا لپاره له هر ډول بهانو او پلمو څخه کار اخلي. د جګړې لپاره یې طالبان بهانه کړي دي او اوس خو دا دي په افغانستان کې د داعش په تجهیز او تمویل هم لګیا دي، چې له طالبانو وروسته به لس پنځلس کاله داعش جنګوي او هڅه به کوي چې دداعش په مرسته منځنی آسیا هم نا امنه کړي. 

په تېرو پنځلسو کلونو کې موږ ولیدل چې طالبان په افغانستان کې جګړه لګیا دي او هر هغه څوک وژني چې له حکومت سره کار کوي، له بهرنیانو سره کار کوي او هم په تېرو پنځلسو کلونو کې یې د عام المنفعه پروژو او زده کړو مخنیوی وکړ. په ځانګړي ډول په پښتنه سیمه کې خو یې پښتنانه نسلونه له علم څخه بې برخې کړل. ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او نور پراختیايي پروګرامونه ودرول. 

موږ چې همدلته د جګړې د هرې شېبې شاهدان یو، وینو چې طالبانو تل هڅه کوله چې د امریکایانو په پرځای په پولیسو حمله وکړي، د بهرنیانو پر ځای ملي اردو ووژني. له موږ څخه هغه صحنې هېرې نه دي چې ټوله شپه د امریکایانو الوتکو د افغانستان په غرورونو کې ګرځېدلې او طالبانو ته یې وسلې رسولې. د افغانستان شمال ته د طالب جنګیالیو رسول له هېچا پټ نه دي. 

د افغانستان ټول خلک په دې ښه پوهېږي او ددې شاهد دی چې امریکایانو یوازې او یوازې هغه طالبان وژني، چې په شعوري ډول هوښيار فکر ورسره وي. په تېر وخت کې یې یوازې هغه طالبان وژل چې امریکایانو ته به یې صدمه رسوله. تاسې ټول وګورئ، هغه طالبان چې پولیس وژني، ملي ارودو وژنی او یا یې د اکمالاتو کاروانونو اورونه اچول، په عامو خلکو لګيدل هغوی د تيرو پنځلسو کلونو راهیسې اوس هم ژوندي دي او لا هم د طالبانو سیمه ییز قوماندانان او مشران دي، مګر هغه طالب چې امریکايي ته یې محض بد کتلي هغوی پخوا وژل شوي. 

اوباما ته وايو چې څنګه به تاسې طالبان مات کړئ، چې په خپله په الوتکو کې اسلحې ورته رسوئ!؟

اوباما تاسې به څنګه طالبانو ته ماتې ورکړئ چې ستا مرستیال وايي: طالبان زموږ دښمنان نه دي؟ٔ!

اوباما تاسې به څنګه طالبان مات کړئ چې د هغوی د انتحاري حملو لپاره په لویو ښارونو کې امکانات برابروئ او حساس معلومات ورکوئ؟

اوبا تاسې به څنګه طالبان مات کړئ چې د طالبانو پر ځای په ملکي خلکو بمبارۍ کوئ او یا هم په لوی لاس ملکي خلک وژنئ؟!

په دې وروستیو کې په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د علماوو نړیواله غونډه کېده چې هغه هم د امریکا په امر وځنډول شوه. امریکا پوهېږي که په افغانستان کې د جګړې ضد فتوا صادره شي ښايي د طالبانو روحیه کمزوری شي. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery