مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جدی تورماښام اوپه مسکوکې د طالبانونکاح تړل

محمد انور ولید

 
 : د ۱۳۹۵ لمریز کال ـ د مرغومي ۶ مه
 
بېګا شپه په افغانستان کې د تورماښام سره مصا د فه وه . نن چې د ( ۱۳۹۵ ) لمریز کال د جدی له شپږمې سره برابره ده ، په دغه شپه د پخواني شوروي اتحاد د مشربرېژنېف په قومانده له دوشنبې څخه د ( یو لک او شل زره ) هوایي او ځمکني سره پوځ پرمټ د ټولو انساني او نړیوالو نورمونو خلاف د افغانستان پربې د فاع هوایي او ځمکني حریم باندې پوځي تېری وکړ. ټولې پوځي هډې یې په همغه شپه اشغال کړې . ببرک کارمل له دوشنبې څخه د خپلې لېلېنېستي ژبې پرڅو دېکتې شوو الفاظو سره خپله اعلامیه ډوله وینا واوروله . د نورمجحمد تره کي سره نوک او اورۍ ( حفیظ الله امین ) چې روسانو او پرچمیانو به ورته د (سي آی اې ) د جاسوس خطاب کاوه ، هم یې په همدې شپه د دارالامان په قصرکې بمباردمان کړاو داسې یې وواژه لکه څنګه چې ده د (۵ ) زره بېګاه افغانانو د شهاد ت وثیقه وځړوله . پرسبا یې روسانوسمدلاسه د افغانستان پربې دفاع مظلوم ؤلس پسې خپلې سرې لښکرې را وایستلې او په ډله ییزه توګه یې په ټول افغانستان کې قل عام پیل کړ .
 
ډېر بېګناه مسلمان افغانان یې د ( بي ـ 52) د ( زرکیلو یي ) او (دوه زره کیلو یي ) بمونو خوراک کړل . ښارونه ، کلي ، ناحیې او جوماتونه یې ړنګ کړل . د مسلمانانو مقدس آسماني کتاب ( قرآنکریم ) ته یې په هرځای کې سپکاوی وکړ، ویې سوځاوه ، او په کنارابونوکې یې واچاوه . دوی ته د افغانستان خلکو، د افغانستان د خلکو مقدساتو، ژوند ، کلتور، ملي هویت اوخپلواکۍ هېڅ ارزښت نه درلود . بلکې له روسانوسره یوشی مطرح وو، هغه دا چې د افغانانود سر، مال او ناموس په بیه دوی تودواوبوته ځانونه ورسوي . افغانانو ته مرګ ژوبلې ور واړوي . د زندانونو په تورو سلولونوکې یې واچوي . روښان فکره افغانان په ژوند او مرګ خپل ټاټوبي پرېښودو ته اړکړي .
 
همداسې یې وکړل . ځکه روسانو افغانان په خپل کور، کلي ، جومات ، مدرسه ، ښوونځۍ ، پوهنتون او د فترکې شهیدان کړل ، ژوبل یې کړل ، هجرت ته یې مجبورکړل ، په زندانونو کې یې وراسته کړل ، خو اېل یې نه کړل ، نه یې خپله اراده ترې واخیستله او نه یې خپله پوچه له سفسطو ډکه مفکوره پرې ومنله . بلکې خپله له والادي وا ستکه ترشرقي اروپا پورې د پخواني شوروي اتحاد ترټولو ستره امپراتوري (۱۵) ټوټې او دړې وړې شوه . آن تردې چې په اتومي بټۍ چېرنوبل کې یې اورونه بل شول او ټوله بټۍ یې له مینځه ولاړه . د اقتصاد د ملا تیر یې د افغانستان جګړې ورمات کړ . خپل (۵۰) تنه اتومي ساینس پوهان یې له ډېرې مُفلسۍ نه د نړۍ له عالمانو څخه د علم د غلا کولو ترټولو پرسترماهرغله ( ایران) باندې وپلورل ، ترڅو له یوې خوا کچالو خور شوروي خپل مجبوریت ورباندې لیرې کړي او له بل پلوه امریکې ته سرخوږی ور باندې جوړکړي .
 
لس کاله روسا نوپه افغانستان کې د خپلو باروتي فیلانو پرمټ نا انډوله او نا موجهه جګړه وکړه . د ځمکې او هوا له لارې یې پر افغانانو باندې خپلې ذروي ، بیو لوژیکي او کېمیاوي وسلې استعمال کړې . اوس له افغانستانه د د لوې په (۲۸ مه ) د روسانو د سرو لښکرودوتلو(۲۸مه)کلیزه پوره کېدونکې ده ، خو د بشري جنایتکارو (روسانو) کرلي ماینونه اوس هم له افغانانو څخه خپل ژوند اخلي .
 
روسانوپه افغانستان کې په مېلیونونوافغانان شهیدان ، معیوب ، بندیان اوهجرت ته مجبورکړل . ټول افغانستان یې وران ویجاړاو په کنډواله تبدیل کړ. خواوس یې زړه دئ چې یوځل بیا یې د اتومي اورپه تبۍ باندې پاخه کړي . ولې دایې هډوله یاده وتلي ووچې افغانستان د هریرغلګرله پاره د جهنُم د اورپرتوګ دئ ، چې هرچا اغوستی ، هغه خپله پکې لولپه او پوخ شوی دئ . تاسو سکندر ، چنګېز، ګورګین ، انګلیس او روسانو ته وګورۍ چې هغوی څوک وو او څنګه یې ماغزه په ډبرو باندې باد باد شول ؟ د هغوي ټولو پرافغانستان باندې یرغل ددوی وروستۍ لوبې او وروستۍ سلګۍ وې .
 
اوس چې روسان نوي د مرګ له بسترڅخه را پورته شوي ، نو یې د افغانستان د ټولنې یوه داسې قشرته لاس وراوږد کړی چې نه د خپلې ماضي هویت ورمعلوم دئ ، نه خپل تاریخ پېژني ، نه خپله جغرافیه ورمعلومه ده او نه هم عقیده ور باندې لري . دوی اوس هم د بهائي جان عاشقانه سندرې زمزمه کوي . څڼې په شړشموغوړوي ، پخوا ئې په جوماتونوکې غومبرکاوه ، خو اوس په پوځي اردو ګاه وواو کنیسا ګانوکې له اهل کتابو او بې کتابو دواړه سره خپلې نکاح وې تړي . نه پوهېږو چې دوی کوم کتاب او کوم دین ته ژمن دي ؟
 
اې طالبانو ! تاسوخوپه افغانستان کې د آسمان د ملائکو په څېرسپېڅلي وۍ او ټولو افغانانو تاسو ته د عقید ت پېرزوینې وړاندې کولې . پرتاسو څه وشول ، هغه پخوانی تقد س اوسپېڅلتیا مو څه شوه ؟ نفس ، شیطان او زموږ او ستاسې ګاونډیان خوزموږ ټولو ګډ دښمنان وو ، او دي . نو تاسې ولې په (۱۸۰ ) درجو کې دومره ژر انحرافي تغیر وکړچې اوس مو په دې لنډه موده کې څلور ځله خپله قبله بدله کړه ! لومړی خو د خدایتعالی (ج) بنده ګان وۍ ، په کې هېڅ شک نه شته . ځکه د الله ددین او د اعلای کلمه الله له پاره مو جهاد پیل کړ . خپل ډېر ملګري مو له لاسه په کې ور کړل ، آیا د هغوی مظلومانه شهادتونه هم اوس ستاسو سترګو ته درېږي که څه ؟ ستاسې خپل ضمیرونه او وجدانونه که یې لرۍ ـ دا مهال چېرې دي ؟ د کوښ په مرکزکې به نورو جهادي قو ماندانانو له تاسو سره د وسلو او مهماتو مرستې کولې او تاسو به د سرو یرغلګرو روسانو په وړاندې جنګېدلۍ ، بیا مو د سیاسي موقف او تشو وعدو له مخې خپله قبله پنجاب شاهي ته ور واړوله . خو کله چې هغوی هم معامله در باندې وکړه ، نو بیا یې پر امریکایانو باندې لومړی وپلورلۍ ، او بیا یې بېرته د امریکایانو پر ضد په خپله خاوره کې د خپلو خلکو په وړاندې وجنګولۍ . چې ښه یې ورباندې وځپلۍ او ضعیف یې کړي ، بیا مو خپله قبله همدغو امریکایانو ته ورتاوکړه او په قطرکې یې په خپله اردو ګاه کې ځای درکړاو پینځه سوه مېلیونه ډالره بودجه یې درته اعلان اودرکوله او تاسې خپل عیش او نوش ور باندې کاوه .
 
کورونه مو په پاکستان کې وو . خو پردي زامن مو په پردۍ استخباراتي جګړه کې ور باندې وژل . ولې اوس څه وشول چې له مخکینو څخه مو طلاق هم نه دئ اخیستی او اوس له همغه لا دینه سره پرته له عد ت تېرولوڅخه  واده کوي چې پوره (۱۰) کاله د مسلمان افغانستان د مسلمانانو په وړاندې و جنګېد ل؟ شاهدان مو هم همغه څوک درسره بېولي چې څوڅو ځلې یې در باندې معامله وکړه . که نور نه شر مېږۍ ، نو لږ خو له خدایه ، له خپلو شهیدانو او له دې خاورې څخه وشرمېږۍ .
 
تاسو پوهېږۍ چې تاسو څه تاریخي تورداغ پرخپلوټنډو باندې ولګاوه ؟ ولې خدای مو د خدای په قهر ککړ کړه لکه چې ککړ شوۍ . تاسو د همغه ایران په خوله وکړل چې ستاسې د واکمنۍ پرمهال یې خپل (۷۰۰۰۰) پوځ ستاسې د نظام په وړاندې تیارسۍ کړ. تاسې د همغه پاکستان په خوله وکړ ل چې پرون یې د همدغو روسانو په وړاندې وجنګولۍ ، بیا یې له امریکایانو سره ستاسې پرسرمعامله وکړه او ستاسې رژیم یې در ونړاوه ، او اوس یې بېرته همغو روسانو ته د نکاح کولو له پاره بېولي یاست چې همدا اوس له شمالي ټلوالې سره خپلې تودې سترا تیژیکې اړیکې پالي .
 
روسانوتاسو ته وایم !
 
اې روسانو ! پرتاسو باندې ستاسې د باور وخت نورتېرشوی دئ . په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې ستاسې شرمېدلې مفکوره نوره نه چلېږي . تاسې په خپل (۷۰ ) کلن تسخیراو استعماري جبري واک کې منځنۍ آسیا د ځان نه کړه ، او له تاسې څخه یې اوس استفراغ راځي . نو وروسته له دې به څنګه و توا نېږۍ چې منځنۍ آسیا او د هغوی ژیرمې د ځان کړۍ ؟ نه ! هېڅکله نه !
 
له دې وروسته خلک پرتاسو باندې نه غولېږي . که له امریکایانو سره د نړۍ د واک ، او د سیمې د اقتصادي زېرمو پرسردښمني لرۍ ، هغه ستاسې یو خوب دئ چې وینۍ یې . ځکه نور نو سیمه او نړۍ ستاسې سره نه شته . له چین سره مو په سرحدي لانجو کې څه وکړل چې اوس یې د ناټو په وړاندې د خپل د فاعي اوامنیتي کمربند د ځنځير یوه کړۍ ګڼۍ ، تاسو خو د چین سرحدي قواوې او پوځي یو نټونه هم په لایزر شعاعو باندې ذوب کړل . په داسې حال کې چې هندوستان لا وختي ستاسي له دغه امنیتي کمربند څخه خپله (۲۵ ٪ ) ونډه ایستلې ده . نو دداعش په وړاندې د فاع پرطالبانو باندې هم یواحمقانه اوناشونی کاردئ .ځکه د افغانستان ټول ملت ستاسې په وړاندې تل سره یو موټی دئ او وې به .
 
مرګ په تورو ماښامونو باندې
 
مرګ په استعماري پلانونواودامونوباندې 
 
 تل دې وي یو موټی خپلواک ، هوسا او بسیا افغانستان 
 
 ژوندي دې وي زموږ اسلام او ملي یو والی
 
مړه دې وې د افغانستان کورني او بهرني دښمنان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery