مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ناندریو یوه بله غوا لنګیږي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 


یو وخت ډیر کلونه پخوا ، فکر کوم ۱۳۶۱ کال به وو ، د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کي د ناروغ پر بستر پروت وم . د اردو یو ژبه ور افسر هم راسره د درملني پخاطر پښې غزولي وې . کله ناکله به مو ګپ شپ کاوه . یوه ورځ مي د ناروغۍ علت ترې وپوښته . ده ځواب راکړ چي څه درته ووایم ، لکه ایمان چي مو ملایانو را خراب کړ ، صحت مو همداسي دغو ډاکترانو بریاد کړ . هر یو یې هر ځل بیلابیل تشخیصونه کوي او بیلابیل درمل راته اکسیر بولي .

خبره د پروتوکولونو په اړه وه ، هغه سیاسي پروتوکول چي د اکسیر پنامه یې اساسی قانون تر پښتو لاندي کړ او په ځانګړي توګه یې د کورني سیاست ریښې ورستې کړې . کله چي د اولسمشری وروستۍ ټولټاکني په دویم پړاو کي سنګک او « ع » او « غ » سره ښکر په ښکر سوه ، « ع » او پلویانو یې د نارنجي حرکت په بڼه د نظامي پاڅون تهدید و کړ ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جان کیري سمدستي ځان را ورساوه او « غ » ته یې غاښونه سپین کړل . ده په دې بهانه چي ګواکي غواړي غوټه په لاس خلاصه کړي نه په خوله ، نو یې د ګټونکي « غ » لاسونه او پښې په هغه پروتوکول سره و تړلي چي اوملیک یې په باوري اټکل د « ع » د ټیم یوه مشر غړي ، فضل احمد معنوي لیکلی وو او وروسته په انګریزي ژباړل سوی وو .

کله چي نوموړی پروتوکول لا لاسلیک سوی نه وو او متن یې په رسنیو کي لاس پر لاس سو ، ما هغه مهال څو لیکني وکړي او څه چي مي وړاندوینه کړي وه ، له بده مرغه رښتیا ر ووته . د یوې لیکني سرسلیک مي دا وو : « یاره زه اوس هم دا غړکه څیري بولم » ( کولای سئ پدغه لینک کي یې و ګورئ : -http://www.afghangerman.net/upload/Tahlilha_PDF/naozadi_hm_yara_za_ousham_gharikka_ziribolm.pdf ) . د بلي لیکني سرلیک : « اشرف غني یې بیا په مرګ ونیوی . . . . » ( و ګورئ : -http://www.afghangerman.net/upload/Tahlilha_PDF/
naozadi_hm_ashraf_ghani_ye_biya_pa_marg_woniwi.pdf ) . کله چي بیا د جان کیري د سپارښت سره سم پروتوکول لاسلیک او د جنجالونو غوا بلاربه سوه ، تر دي سرلیک لاندي مي یوه لیکنه بریښنایي رسنیو نشر کړه : « خبره چي غړکه سي ، سمه لاره ورکه سي » ( و ګورئ : -http://www.afghanad/Tahlilha_PDF/naozadi_hm_khabera_cheysamalara_wrkagerman.net/uplo_she.pdf ) . د جنجالونو بلاربه غوا اوس هغه ده لنګه ده او لکۍ یې د پیریانو د فتوا سره له مخي هره ورځ د « غ » پر سر د سوټي واری دی .

په لوړو لیکنو کي مي وړاندیزونه دا وه چي اشرف غني دي د جان کیري د سپارښتونو سره سم ډاکترعبدالله ته پوره برخه ورکړي ، خو دا کار دي د ملي مشارکت تر نامه لاندي وي ، نه د یوه تپل سوي پروتوکول د مکلفیت له مخي . ما دا هم ویلي وه ، داچي دوي د نارنجي یا سره حرکت سره د کودتا تهدیدونه

کوي ، هر څه چي یې د توانه پوره وي ، پرې یې ږده همدا اوس یې وکړي . دا خبره که هغه وخت ځاي پر ځای حل سوی وای ، ډیره به ښه وای ، تر دی چي پنځه کلنه دوره په ناندریو تیره او اصلي دندي د یاده وتلي وي .

تیره ورځ مي د افغاني کانالونو د لاري د جمعیت ګوند د اجرائیه رئیس او د بلخ د هرکاره خپلسري والي عطامحمد نور له خولې وارویده چی ده د اشرف غني سره څو ځلي ملاقاتونه درلودل ، دي اوس د بلخ د ولایت څخه لاس اخیستلو ته چمتو دي خو د جمهور رئیس نه یې غوښتنه کړي چي د جمعیت ګوند سره به د هیواد د ټولو دولتي ، اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو چارو په لوړو تصمیمونو کي مشوره کوي او په ټولو ارګانو کي به خپله ونډه ورکوي . ده دا هم وویل چي ډیر ژر به پدې اړه د جمعیت ګوند د لوري د جمهور رئیس سره یو پروتوکول لاسلیک کړي .

ما ددې خبر په ارویدو د ځانه سره وویل چي دادی د چلنجونو او سرخوږیو یوه بله غوا لنګیږي . زما ډیر ښه را یاد دی او د هیڅ هیوادوال به هم هیر نه وي ، کله چي د اولسمشري په وروستیو ټولټاکنو کي ښاغلي ډاکترعبدالله ځان کاندید کړ ، په یوه تلویزیوني مرکه کي یې په ډاګه وویل چي زه د افغانستان د جمعیت ګوند کاندید یم او محترم صلاح الدین رباني زما د کاندیدیدو بشپړ ملاتړ کړیدی .

د جان کیري په سپارښت پروتوکول چي ښاغلي اشرف غني د جمعیت ګوند لخوا د کاندید سوي استازي سره لاسلیک کړ ، ددې خبري مانا داده چي د جمعیت ګوند سره یې لاسلیک کړیدی . ددغه پروتوکول له مخي د ټول هیواد په کچه د چارو نیمه برخه د جمعیت ګوند تر لاسه کړه . داچي نوموړي ګوند بیا د خپلو معاملو له مخي د وحدت ګوند ( محقق ) او د اسلامي ګوند یوه ښاخ ( محمد خان ) ته ددغي نیمي برخي یوه وړه ټوته پلاس ورکړه ، دا د دوی خپل منځي معاملي دي ، دا ځکه هغه بله نیمه برخه چي اشرف غني ته پاته سوه ، هغه هم یوازي دده نه وه او د خپل منځي معاملو سره سم د وحدت ګوند ( دانش ) ، د اسلامي جنبش ګوند ( دوستم ) او د جمعیت ګوند ( ضیآ مسعود ) سره وویشل سوه .

پدې توګه د جمعیت ګوند ددغه پروتوکول له مخي د دواړو خواوو څخه نر غوندي خپله برخه تر لاسه کړه . داچي د ناندریو بله غوا به په کوم مصنوعي متود بلاربه او بیا لنګه سی ، لا تر اوسه پوره مالومه نده . یو شی دلته مخکي له مخکي مالوم دی ، هغه دادی چي بیله ناندریو به بل بچی و نه زیږوي .

پای

۲۱ / ۱۲ / ۲۰۱۶

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery