مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز هم ښه ساده ګل وخته

سيد حسين پاچا

د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز :
د سيمې بدلېدونکی جيو-پوليټيک وضعيت او دوه نوي بلاکونه

مرحوم قاضي حسين احمد به ويل چې ((موږ د اسلام بيرغ پر کرېملين رپول غواړو))، خو د روسانو له غبرګون ښوولو روسته به يې ويل چې نه ((موږ يې په مرکزي اسيا کې ودرول غواړو))، بيا يې ويل چې ((نه، پر آمو سيند يې غواړو)) او بالآخره يې وويل چې ((نه، د کابل پر تخت يې رپول غواړو))، د بيرغ رپول ورته دومره مهم وو، خو د خپل انګرېزي قانون بدلون نه. نوموړي ته دا خبرې هم بل چا غوږ کې اېښې وې. د نوموړي دا نظريه د پاکستان وافغانستان تر پولو منحصره نه، بلکې د مرکزي اسيا له پولو هم اووښته او د روسيې پلازمينې مسکو د کريملين ماڼۍ سر ته رسېده. هېښنده لا دا چې په خوا کې نوي ډهلی ورسره نژدې وو مخ نه وراړولو

د طالبانو نظريه يوازې د افغانستان تر پولو منحصره ده. دا د طالبانو نه، بلکې د پاکستان ابتکار دی چې په ډېر مهارت سره يې وکولی شول چې سيمه ييز قوتونه دېته قانع او اړ کړي چې د امريکا د شتون لپاره نوی ائتلاف جوړ کړي

د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز :
[[د افغان حکومت ناسمه تګلاره د دغه روان وضعيت تر شا يو لامل خپله د افغان حکومت ناسمه تګلاره وه چې له يوې خوا يې د سيمه ييزو سيالو هېوادونو ترمينځ انډول ونه شو ساتلای او له بلې خوا يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په پيلولو کې هم کوم ابتکار په لاس وانه خېست.

د طالبانو فعاله ډيپلوماسي : د طالبانو فعاله ډيپلوماسي چې چين، روسيې او ايران په څېر هېوادونو ته يې په دې قناعت ورکړ چې د طالبانو نظريه يوازې د افغانستان تر پولو منحصره ده. دغه راز د داعش پر ضد دوی د افغان حکومت پر پرتله غوره ائتلاف کېدای شي.]]

د طالب پورې اړوند :
يو طالب له يوې کليوالې جينۍ سره يارانه اچولې وه او د هغه پر سپينو جامو او سپينې لنګوټۍ تېر وتلې وه چې دی داسې پاک وستره ګرځي، نو ختمي به يې ژوند ښه وي. زما ژوند به هم ورسره ارام وهوسا وي، خو کله چې واده شوه او کور ته يې راوسته، ګوري چې مور يې له بېوسۍ او غريبۍ نه لنګ وهلی وو او په پر تن جامې يې خرابې وې، نو طالب ته يې مخ کړ :

په شمله ګۍ دې شوم غلطه
چې کور ته دې راغلم مور دې لنګ وهلی وو نه

هسې د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو د مرکز د دې خبرې پورې يوه د هجرت و جهاد د پير يوه خاطره را پر ياده شوه. ميرولي خان د چپليار اوسېدونکی د مرحوم مولوي محمد يونس خالص په هجرتي چاپيريال کې ډرېور وو او د هغه جيپ به يې چلولو. اوس دلته په برتانيا کې اوسيږي. يوه ورځ دلته د يو حاجي صاحب د مېلمستيا په بلنه کې کسه کوله.

د هډې کلي شا ته د للمې مشهور کلی دی د چپليار اخر سر دی. يو کس لاندې د جلال اباد په مال منډي کې چې هغه وخت په رېګ شامد خان کې وه له يوه چا په ډېر صفت غوا اخېستې وه چې دا غوا په وخت نيمن شيدې کوي. رښتيا هم غوا ښه غټه غولانځه درلوده چې له څو ورځو راهيسې يې لوشلې نه وه، خو ده ته يې ويلي وو چې موږ سهار نه ده لوشلې، خو چې څنګه کور ته لاړې سملاسي به يې لوشې.

هغه چې څنګه غوا راوړله، نو مېرمن ((ښځې)) ته يې وويل چې ((هله! شاباس چې غوا ولوشه چې له سهار راهيسې نه ده لوشل شوې)). ښځې غوا ولوشله او ښې شيدې يې وکړې او ترې خوشاله وه.

د وخت په تېرېدو سره غوا ورځ تر بلې ډنګريږي او وچو بوسو ته دقسم لپاره خوله نه وروړي، ځکه چې دا خو لاندې له پخواني څښتن سره په شنو وښو روږدې وه او هلته به يې ورته سبا وبېګاه وچ سپېره بوڅ اچول او هغې به نه خوړل. غوا شيدې هم لږې کړې، لږې لا څه ان چې له ولاړېدو ووته او هر سهار به يې پر اړمونو جيګوله او بهر ايستله او هلته يې هم اخور ته د درېدو توان نه درلوده.

سړی ډېر خپه وو چې پر غوا مې ډېرې روپۍ ورکړې او اوس له شېدو څخه څه ان چې له خوراکه هم لوېدلې او هېڅ بوس نه خوري چې راته مړه نه شي، نو په کلي کې به هلته يو تجربه کار سړی وو، ورته يې ويلي وو :

دا غوا خو په شنو وښو اموخته ((روږدې)) وه او تا دلته ورته وچ بوس ورسر کړي دي او هغه هم کله وي او کله نه، ځکه چې دوی به کله ناکله له بل ځايه ورته بوڅ پر پيسو اخېستل او راوړل. که کال به اباد وو او رود کې به اوبه وې، خو للمې ته به هم رارسېدې او دوی به هم خپله زمکه کرله. د وچکالۍ په صورت کې به فصلونه وچ شول او له تندې نه به وسوځېدل.

ورته يې ويلي وو چې ولاړ شه او لاندې په ښار له پلاني دوکانداره غټې شنې سترګې ((عينکې)) واخله. کله چې غوا ته بوس اچوې، نو د غوا سترګو ته يې واچوه، نو هغه به داسې وانګيري چې ګواکې شنه ګياه ده او پر خوراک به راشي. هماغه وو چې د هغه له وينا سره لاندې ښار ته راغلی وو او د غوا لپاره يې غټې شنې سترګۍ اخېستې وې او راوړې وې او وراچولې وې. کله چې هماغه وچ بوس يې ورته په اخور کې واچول، غوا له درنګ پرته په منډه راپورته او د بوسو پر خوړلو سر شوه او په لږ وخت کې يې هماغه وچ بوس ټک وهل او ډکې ((خلسکی)) يې په اخور کې پرې نه ښووه چې بيا د کور والا ((څښتن)) ورسره تنګ شو او وچ بوس يې ورته نه شو رسولی. غوا بيرته په غوښه راغله او ډنګري يې هم ختمه شوه.

تېر ته په کتو ډېرې دغسې اوتې بوتې د نورو په لمسون ويل شوي او موږ جهاديانو هم داسې انګېرله چې د غرب په ملاتړ او خپلې بېساري سره بلهارۍ سره به د اسلام شين بيرغ پر کريملين رپوو، خو د وخت په تېرېدو سره نه يوازې چې هلته کريملين ته ونه رسېدو او نه مرکزي اسيا ته ورواښتو، بلکې تر آمو پورې خپله ټوله خاوره مو هم له داسې خطر سره مخ کړه چې نن راته خلک وايی چې :

* پاکستان چې په کې نه وي هغه سوله ناشونې ده 
* د کشمير د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټينګېدلی
* کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

د ټاکنو په وخت کې هغه دی د شمال و جنوب خبرې راته کېدې او خلک د شته هېواد مشر په شتون کې په زور پر ارګ وراوښتل. انځورونه يې ورته څيرې کړل او ان په فاتحو کې لا ورته سپکاوی کوي.

د شهيد داود خان له وخته تر دې دمه زموږ پښتانه سياستوال او مشران په دې ونه توانېدل چې موږ دې د شمال ټلوالې په پرتله له غرب سره ښې اړيکي ولرو. ان تر دې چې د جهاد له پيله تر دې دمه هغوی له هر چا سره پراخه اړيکي لري او سيمه ييز ونړيوال سپورټ يا ملاتړ او خواخوږي لري، خو موږ له الله تعالی پرته بل خواخوږی نه لرو. دا چې اوس ښاغلی غني په دې توانېدلی چې تر يوې کچې امريکا، ناټو او نوره نړۍ او سيمه ييز هېوادونه او ځواکونه پر دې قانع کړي چې د ترورېزم دغه توره بلا د هېچا په ګټه نه ده. دا چې اوس زموږ د يو مسلمان ګاونډي بېحسابه وبېکتابه پيسې پر حساب شوي او د بل هم همدغسې واخله چې هغه د اتومې ځواک کېدو په هيله دی، خو دا چې اسرائيلو ته د قناعت وړ نه دی، نو هغه خو زموږ ګناه نه ده.

د بي بي سي په مستند فلم Secret Pakistan کې د پاکستان دا ټولې دوه مخې ښې بربنډې شوي. دا خو لا څه ان چې د امريکا لوړ پوړې چارواکې ويلي وو، سره له دې چې موږ پر ايران باور نه کولو، خو کله چې په شمال کې يې د طالبانو د لومړۍ کرښې د ماتولو ځايونه او کودونه راکړل، موږ په اسانۍ سره وکولای شول چې د دوی لومړۍ ليکې پرې ورماتې او له پښو وغورځول. د ايران مشرتابه لوړپوړې چارواکي ويلي وو چې ((طالبان زموږ سرسخته دښمنان دي))، نو له امريکا سره يې د طالب په وهنه او ځپنه کې پوره همکاري کړې وه او بل مسلمان ګاونډي هم همداسې کړې، نو د دومره لاسوندونو سره سره بيا هم طالب خپله د خره لکۍ ټينګه کړې او د امريکا وتو ته شله دي. ولې زموږ ګاونډيان خپل نظامي قوتونه نه لري که څنګه؟ که طالب کوڅه ډب همدېته تيار دی چې کله به د يو موخو او کله به د بل د موخو لپاره جنګيږي؟ درست ده چې حکومت کې به نيمګړتياوې وي، خو طالب هم خپله سرزوري نيولې چې دا سرزوري يې د ځان او هم د ټول افغانستان په ګټه نه ده. دوی له يوې سوړې څو څو ځلې وچيچل شول، خو پند نه اخلي.

دا چې زموږ د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز وايی چې حکومت په دې کې پاتې دی، درست ده، خو موږ يو متل لرو :

چې ابۍ لرئ په کور کې، په صفت به دې واده کا
موږ جهاديانو، طالبانو او ننني داعشيان چې پاکستان لرو، که خير وي په ډېر صفت به مو پر هر چا د خپلو موخو لپاره ورواده کړي. په پيل کې موږ جهاديان هم ((د ازادۍ ننګيالي وو، خو نن هندوان يو)). طالب که ورته نن پرېښته ده سبا ته يې که په ګټه نه ول، نو همداسې به يې بدنام کړي. زموږ يو جهادي مشر هم ورته له ټولو زيات ګران وو، خو بيا يې ورسره هغسې ونه پاللـه. ايراني اخوندانو ته يې ورخطا کړ او هغوی هم ورباندې زمکه سره تبۍ کړه. دی خو د ايډيولوژيک پلوه ورته په تمه وو چې ځه خو ټول د سيد قطب پيروان يو، خو هغوی دې ټکي ته هم ونه کتل او غوښتل يې چې له مشر لالا سره يې د ((مجاهدين خلق)) په معامله کې تبادله کړي. دوی دومره ساده ګان ول يو څوک چې اسلامي ارزښتونه ونه ګوري، نو ايډيولوژي ورته څه ارزښت لري؟
طالبان هم د خلقي بابر بچيان او د مولانا فضل الرحمان ومولانا سميع الحق شاګردان ول، خو تر ننه يو ملا او پوځي پيدا نه شو چې د ملا برادر د روغ رنځور پوښتنه وکړي. يا د خپل د دفاع وزير پوښتنه وکړي، يا د خپل مشرتابه پوښتنه وکړي، يا د خپل سفير پوښتنه وکړي، يا د خپل ماليې چارواکي معتصم اغا پوښتنه وکړي، نو له دغو ټولو ناخوالو سره سره چې بيا هم د پاکستان او ايران په نغوته له مسکو سره يارانه کوي، نو ولې له حکومت سره يې نه کوي؟

نه پوهېږم چې زموږ د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو په مرکز کې به څوک د شاهد په توګه وي يا نه؟ کله چې طالبان ازرې ته راغلل او د احمدزيو جرګه يې راوغوښته. ملا احسان الله او ملا بورجان او داسې نورو ان تر ملا رباني پورې په ښکاره مشرانو ته ويل چې موږ د واک شوقيان نه يو، پلازمينه ((کابل)) چې مو ونيولو، سملاسي لويه جرګه او پخوانی پاچا راغواړو او واک هغه ته سپارو او دا خبره د ښاغلي ډاکټر شيرزمان طايزې په ليکنه کې چې د ۱۹۹۵ کال د اپرېل په خاصه ګڼه کې خپره شوې هم شته. د دوی مرکې له بي بي سي سره شته، خو د کابل له نيولو وروسته يې پر واک باندې منګولې خښې کړې.

“The American CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (S & F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year, they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

ان تر دې چې دوزخي خلقي بابر به د مرحوم پخواني پاچا محمد ظاهرشاه نارې سورې وهلې، خو چې کله طالبانو کابل ونيولو، نو بيا يې پر واک منګولې خښې کړې.

تېر ته په کتو د طالبانو په راتګ او د نجيب الله د حکومت په پرزونه کې يې له هغې پلمې کار واخېست او نن يې چين و روسيه د ايران په سپارښتنه دېته قانع کړي چې ((د طالبانو نظريه د افغانستان تر پولو پورې منحصره ده)). ولې د ضياء په وخت کې به قاضي حسين احمد همدا کړکړې وهلې چې موږ د اسلام بيرغ پر کريملين ماڼۍ رپوو. که سپينه يې سره ووايو قاضي حسين احمد او د کريملين ماڼۍ ته رسېدنه اسمان ته ختل ول، خو نن هغه دی چې ټول يعنې حکومت، نظاميان، څارګرې ادارې، ملايان، سياستوال، لوبغاړي او د رسنيو والا چوپه خوله دي او د روسانو راتګ يې په د ګلانو په اميلونو بدرګه کړ او ((وروڼه)) وبلل او موږ ته به يې ويل چې دهريان دي او کمونيستان ملحدان دي، خو خپل چينايي صيهونيستي کمونستان ورته مسلمانان او پرېښتې وې.

تېر ته په کتو د قاضي حسين احمد کړکړې ((نارې سورې)) او نظريه کټ مټ د طالبانو نننۍ نظريې ته ورته ده چې ((زموږ نظريه د افغانستان تر پولو منحصره ده))، نو بيا ولې تر شهيد شيخ حسن جان پورې کابل ته منډې راوهلې؟ او له دې مخکې به د جهاديانو په وخت کې قاضي حسين احمد او حميدګل کابل ته راخلاص ول او په ارګ يې راته بستره اچولې ده، ان تر دې چې ستمي رباني خو د خپل مشاورت او سترې درستيزوالۍ وړانديز کړی وو او د اردو د

جوړونې غوښتنه يې ترې کړه وه. د څه لپاره يې راته اردو ړڼګه کړه؟ موږ خو کمونيستان ګرموو، خو موږ ټولو جهاديانو ((ستميانو، اخوانيانو او ماويستانو)) تر طالبانو پورې څه وکړل؟

دا چې زموږ د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنيزو مرکز وايی چې :
((د طالبانو فعاله ډيپلوماسي چې چين، روسيې او ايران په څېر هېوادونو ته يې په دې قناعت ورکړ چې د طالبانو نظريه يوازې د افغانستان تر پولو منحصره ده)). دا د پاکستان ابتکار او د پاکستان د زړه خبره ده چې له چين سره د پراخو اړيکو له امله يې او هم يې له ايران سره په پالنه کې چې خپل پوځيان يې د ايران په نغوته د يمن په جنګ کې ښکېل نه کړل او سعودي عربستان يې د ټولو هغو مالي مرستو او دوستۍ سره سره د همدغې موخې لپاره چې تل په سيمه کې يو لوبغاړی وي شا کړه او هم يې موږ ټولې ناروا غوښتنې ومنو 

د افغانستان، هندوستان او ايران د چابهار بندر تړون پر لاسليکولو د پاکستان يو نيوکه همدا ده چې ايران موږ ته ډاډ راکړی وو چې موږ به هند ته لار نه ورکوو او د چابهار بندر تړون به نه لاسليکوو، خو دوی له موږ سره پر خپله ژبه ونه درېدل او موږ ورته د يمن لپاره د پوځونو له استولو ډډه وکړه او خپل سعودي دوست مو خپه کړ. د دوی موخه خو يوازې هند نه، بلکې موږ يو چې د رسد ټولې لارې راباندې بندې او دېته مو مجبور کړي چې د ډيورنډ کرښه ورسره لاسليک کړو. ايا طالب و زموږ د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنيزو مرکز څومره ډاډه دي چې له دې وروسته به هم موږ پر ارام پرېږدي؟ له کله چې پاکستان اتومي شوی، نو دا هيله ورته پيدا شوې چې افغانستان بايد زموږ د خاورې يوه برخه وي. ان تر دې چې د کشمير غوندې خپلواکي هم راته نه راکوي. د طالب پر لاس د ملي - اسلامي ارزښتونو ګټل دا د زمکې واسمان هومره واټن لري.

د افغانستان الحاق ورته د ملي ګټو ارزښت لري، نو د سعودي دوستۍ ته يې ونه کتل. سعودي يې خپه کړ، مبادا که له امريکا سره يې دوه مخي رسوا شي، نو د منډې اخېستو او ملاتړ به يې څوک وي چې ځان د امريکا، ناټو او نورې نړۍ له ګوزاره وساتي. ښکاره خبره ده چې پاکستان غواړي چې امريکا ورته له هند سره د کشمير ستونزه هواره کړي او اوباما ورته څو ځلې وويل چې دا ستاسې خپل کار دی. که هغه نه کيږي، نو د کشمير د مسالې پرته په افغانستان کې سوله نه شي ټيګېدای او پاکستان چې په کې نه وي هغه سوله ناشونې ده او په کابل کې بايد د پاکستان پلوی حکومت وي، کنه د افغانستان په نوم هېواد ځای لري. تاسې ورته ځير شئ چې د حکومت ((پوځ واستخباراتو)) او د سياسي لويو پارټيو ((پيپل ومسلم ليګ)) خبرې کټ مټ هوبهو هماغه حياتي غوښتنې دي چې وخت ناوخت په بېلا بېلو بڼو له بېلا بېلو مخارجو راوځي، خو موخه د ټولو يوه ده. هغوی ټولو اوس د پاکستان د بقا مساله مهمه او حياتي ارزښت لري.

پخوانی مکار ومخيّل ديکتاتور پوځي مشرف په دې پوهېده چې ښاغلي بروسيډل يې دوه مخي راڅپړلې او امريکا په دې پوه شوې چې د ((بوش اداره يې ښه په چالاکۍ تېر ايستلې ده)) او اوباما به ورسره د هر ډالر او روپۍ حسابي کوي، نو له چين سره يې د اقتصادي دهليز خبره راپورته کړه. د دې لپاره يې د نلليکې تېرولو چارې روسيه ته د دوه يا دوه نيم ميليارده ډالرو په ارزښت ورکړې او اصل پروژه له چين سره ۴۶ ميليارده ډالره ده، نو روسان يې په هغه پروژه کې راښکېل کړل د همدغې موخې لپاره چې سبا ته که امريکا پرې څه زور راوړي، نو سيمه ييز ملاتړ به له ځان سره له لري چې نن هغه دی د ډيسېمبر په ۲۷ مه په مسکو کې سره درېواړه کېناستل او د افغانستان د امنيت پر سر او سيمه ييزو ستونزو يې خبرې وکړې. 

هغه نلليکه چې مخکې له بلوچستان او پښتونخوا نه تېرېده هغه يې هم ځانته کړه او د پنجاب خوا ته يې واړوله. ښاغلي ميا افتخار حسين له بي بي سي سره په مرکه کې وويل چې دا به د بلوڅو او پښتنو د معيشت ختمول وي.

تېر ته په کتو دا چې زموږ ګاونديان زموږ په ايله کولو او نفاق اچولو کې ښه تجربه لري، نو د هماغې مخينې پر اساس نن زموږ دواړو ګاونډيو د خپلو د لاسته راوړلو لپاره چې د خاورې، اوبو، کانونو، ځنګلونو او د ستراتيژيک موقعيت ارزښتونه دي، نو اوس دواړو لاس يو کړی او د همدې د لاس ته راوړلو په پار يې سيمه ييز نړيوال قوتونه (چين و روسيه)) هم له ځان سره رايوځای کړې چې د هغوی له ليارې خپلو ناروا غوښتنو او موخو ته مشروعيت وروبښي او طالب احمق خپله د خرتوب لکۍ راټينګه کړې. له دې مخکې پاکستان وايران له ډېر پخوا پر طالبانو کار کړی او د روسانو په ملاتړ يې ورته د اوسېدو او زده کړې ځايونه برابر کړي دي. طالبان يې هم پر څو ډلو ووېشل او هم يې ترې داعش راوزېږولو. د خدای تعالی کمعقل اورکزيان يې راپورته کړل او داعشيان يې کړل او له طالب سره يې ښکر په ښکر کړل او هلته يې د ملا محمد رسول ډله پيدا کړه. ملا دادالله يې هغسې وواژه. ملا منصور هغسې شو. دا څه د ماشومانو خبرې نه دي چې ملا منصور جعلي پاسپورټ جوړ کړی وو، پاکستان دې پر دې د ملا عمر وړانده چړيان تېر باسي چې تر مرګه يې خپل مشر ونه ليده.

که شرعي اړخ ته يې ولاړ شو، نو امام د مقتديانو به په جومات کې حاضر وي. د غايب امام پسې لمونځ نه کيږي، نو سياسي زغامت به کله جايز شي؟ موږ بايد دومره ساده ګان نه شو پاکستان دغه ټوله لوبه داسې جوړه کړې. دا ځل يې بيا د چين و روسيه ښکېلتيا ته داسې شرايط او زمينه سازي وکړه، لکه څنګه يې چې د امريکا د راتګ لپاره د طالب د ځپنې لپاره وکړه. نن يې بيا د هماغه ساده او ناپوه طالب او داعشيانو په وسيله دېته شرايط او حالات برابر کړل چې چين و روسيه سبا د امريکا غوندې د خپلو موخو او ګټو لپاره وکاروي.

زموږ د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنيزو مرکز دې دا سوچ هم وکړي :
د پاکستان ولسمشر ممنون حسن وايي په شمالي وزيرستان کې د پوځ عمليات یې د اويغور مسلمانانو غورځنګ دړې وړې کړی دی
[[پاکستان چين ته ډاډ ورکړی چې د ترکستان د مسلمانانو د غورځنګ نژدې ټول غړي يې وژلي دي، دغه غورځنګ د چين د سنګيانګ په ايالت کې په بغاوت او تاوتريخوالي تورن دی]].

[[د امريکا غږ د اردو څانګې د خبر په اساس، ښاغلي حسين ويلي ((په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه د پاکستاني پوځ عملياتو کې د ترکستان د اسلامي غورځنګ نژدې ټول غړي وژل شوي دي. فکر نکوم چې زموږ په خاوره کې دې د دغه غورځنګ کوم غړی پاتي وي))]].

[[چين په دغه تاوتريخوالي کې مسلمان ايغوريان ګرم بولي اوله پاکستان نه غوښتي چې د ترکستان د اسلامي غورځنګ د ډلې پر ضد اقدام وکړي]].
نو چې د ايغور جنګيالي يې ټول وژلي، نو بيا چين ولې اندېښمن دی؟ همداسې به يې د روسيه لپاره د نلليکې د تړون لپاره ازبک وچيچنيايي جنګيالي هم وژلي وي، نو بيا ولې روسيه اندېښمنه ده؟
که يې بله خوا راواخلو، ښاغلی تدپو وايی چې که پاکستان د حقاني شبکې په تړاو اقدام نه شي کولی، نو مرستې دې پرې بندې شي او ويلي يې دي چې له ۲۰۰۱ ز کال را په دېخوا يې ۳۳ ميليارده ډالره مرسته له امريکا ترلاسه کړې، خو تراوسه يې د حقاني شبکې پر ضد د پام وړ اقدام کړی نه دی.
زما يوه پوښتنه له طالبانو او هم د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو له مرکزه دا ده چې تاسې د دغسې يو حرفتوي واجرتي قاتل هېواد چې مشر يې خپل سيال ته د دې ډاډ ورکوي چې د ايغور جنګيالي يې ټول وژلي دي تاسې په تړاو څه قضاوت کوئ؟

چين چې ۴۶ ميليارده ډالره ورکړي، نو د ايغور ټول جنګيالي يې ورته وژلي او د ممنون حسين په اند يو هم ژوندی پاتې نه دی، نو د امريکا د ميلياردونو ډالرو لپاره ولې د حقاني شبکې په تړاو ناغېړي کوي. ولې يې له حکومت سره خبرو ته نه تياروي؟ په مرګ او وژنه يې زه هم طرفدار نه يم. حقانيان هم بايد فکر وکړي. د روسيه لپاره به يې هم ختمي څه ورته کړي وي او ازبک وچيچنيايي جنيګيالي به يې ورته وژلي وي، نو بيا ولې چين و روسيه دومره د داعش په اړه اندېښمن دي؟ په کار ده چې ښاغلی پوتين او د چين مشر له نواز شريف، ممنون حسين او له نورو لوړ پوړو چارواکو وپوښتي چې د ترکستان د ايغور او د ازبکستان او چيچنيا جنګيالي يې وژلي وي، نو داعشيان له کومه شول؟

يو څوک چې يو ځل مړ شي او يا ووژل شي، نو هغه خو بيا نه راژوندی کيږي، نو دوی درېواړه ولې اندېښنه کوي؟ يوازې د يوې ايجنسۍ اورکزيان به کوم ځای ته شي؟ که هغې ته هم ځير شو، نو تش په نوم يې بټي کوټی مسلم دوست

رامخته کړی او اصلي واک له ورکزيو سره دی نه له افغان طالبانو او داعشيانو سره. ولې دا طالبان وداعشيان په پنجاب کې نه پيدا کيږي؟
حضرت موسی عليه السلام د دريو ورځو لپاره د حضرت خضر ملګرتيا وکړه، خو هارون عليه السلام په قوم يعنې په ټولنه کې وو. ان تر دې چې له خلکو سره د طور غره ته د خبرو لپاره ته، بيا يې هم ورور هارون عليه السلام په قوم کې د لارښوونې لپاره پرېښووه. حال دا چې مشر ملا صاحب د تعيين پر ورځ هم د پردې تر شا وو او چا ته راښکاره نه شو، نو ايا له اسلامي ارزښتونو سره سر خوري؟

له دې دا جوتيږي چې د مشر يا ليډر اوسېدنه په قوم کې څومره مهمه او ارزښتناکه ده چې الله تعالی د حضرت موسی عليه السلام او د حضرت خضر ملګرتيا له دريو ورځو زياته نه کړه او موسی عليه السلم ته يې د خپلو کړو وضاحت ورکړ. د الله تعالی دې ستر اسماني کتاب ته ګوره چې هغه له هرې پېښې سره کليمه word بدلوي.

د بېلګې په توګه چې له کښتۍ نه تخته ((دړه)) وباسي، نو دا خالص ضرر دی، نو نسبت د ضرر ځانته کوي او الله تعالی ته يې نه کوي ((فاردت ان اعيبها ...))، د هلک په پېښه کې چې من وجه ضرر او من وجه خير وو، نو نسبت د ضرر ځان ته چې قتل وو او نسبت د خير الله تعالی ته کوي چې الله تعالی ورته په دې کې خير اېښی وو چې انجام يې خراب نه شي، نو ((فاردنا ان يبدلهما ربهما خيرًا ...))، او د دېوال په پېښه کې چې خالص خير وو، نو نسبت يې الله تعالی ته وکړ ځان ته يې ونه کړ چې ((فاراد ربک أن يبلغا اشدهما ويستخرجا کنزهما ...)).
زه حيران زموږ د سيمه ييز و او ستراتيژيکو څېړنو مرکز ته يم چې موږ په ځلو ځلونو له دغې يوې سوړې وچيچل شو او بيا هم زموږ هيله او اسره د خپل دغه تاريخي او نه پخلا کېدونکي دښمن ته ده چې له خپلو موخو له ترلاسه راوړنو پرته په بل هېڅ شي راسره نه قانع کيږي او بيا هم طالب ته دومره ارزښت ورکوي.

واقعي طالب زما د هېواد بچی دی، د نورو اتباعو په شان د ټولو حقوقو مستحق دی، خو دا چې د استخباراتو په لومه کې ښکېل دی او څه زموږه بېکفايتي ده چې له هغه ځايه يې راخپلولی نه شو، خو دا د طالب مسووليت هم دی چې د بل لاس آله کيږي، نو ولې له خپل همدې حکومت سره يوې سولې او تفاهم ته نه رسيږي چې په پايله کې ټولنه او حکومت دواړه له فساده خلاص شي. دا طالب دنده دا ده چې له حکومت سره سوله وکړي او په شريکه د فساد مخنيوی وکړي چې دا به ورته د نورو د ګټو او موخو لپاره له جنګېدو ښه وي.

زموږ ګاونډيان او نړيوال قوتونه هر څوک تر خپل مطلب او موخو لپاره ياران دی چې وخت راغی هغه دی چې مشرف خپله وايی :
موږ اړ شوو چې په افغانستان کې د خپلو اتلانو په مقابل کې د امریکا ملاتړ وکړو.

له مولوي صاحب عبدالسلام ضعيف سره يې څه وکړل؟
له داسې بې ايمانه خلکو نه ورته له همدې امريکا او له خپل حکومت سره خبرې ورته اولی دي. ولې د نورو له ادرسه او د نورو په خولې له خلکو سره غږيږي؟

پايله :
دا اوس د طالبانو پورې اړه لري چې څنګه له سيمه ييزو استخباراتو او قوتونو نه ځان ساتلی شي؟ د امريکا شتون دې پلمه نه نيسي. چين او روسيه هم مسلمانان نه دي. پرون روسيه دلته د اشغالګر قوت په توګه راغلې وه او د الله تعالی په مرسته او زموږ د بېسارې قربانۍ او د غرب له هر ډول مالي او نظامي مرستو په مرسته مو مات کړل او تېښتې ته اړ شول.
دا بايد په زغرده ووايم چې موږ ټولو جهاديانو او ګاونډيو د امريکا پيسې د جهاد و ملت په نامه لوټلې دي. که الله تعالی، ملت او امريکا موږ ونه بښي، نو فکر نه کوم چې ايمان په سمه تېر کړو. د خلکو د ماليه پيسې دې هېواد ته ورکړل شوې، خو موږ ټولو ورسره خيانت وکړ او دوی هم راسره پکې ښکېل دي. هېڅوک دېته تيار نه دی چې د ماليه پيسې دولت ته ورکړي او خبرې او لاپې شاپې به د جهاد کوي او اسمان به پر غونډارو ولي. موږ خ جهاد واسلام په شرمونو وشرمولو.
د طالب وحکومت او ګاونډيو په شمول زموږ او د ايمان ترمينځ ډېر واټن دی. د نورو له نااعلان شوې او راتپل شوې جګړې نه به ورته دا ښه وي چې پخپلو ملي - اسلامي او اخلاقي مسووليتونو فکر وکړي، نه دا چې نور يې بيا د يوې بلې مبهمې جګړې لپاره په کلونو کلونو وکاروي.
اوس خوښه د طالب، دېته دې هم وګوري چې د يو هېواد مشر خپل چيني سيال ته وايي چې موږ د ايغور جنګيالي له څيلمې وژلي او ګومان نه کوي چې څوک دې ژوندی پاتې وي او د مکار ومخيّل مشرف خبرې ته دې هم وګوري. د

مولوي عبدالسلام ضعيف خبرو ته دې هم وګوري، د جنرال محمود خبرو ته دې هم وګوري. د سرتاج عزيز، مشاهد حسين او شيري رحمان، بوټو، ضياء، بابر، حميدګل او داسې نورو لوړ پوړو چارواکو خبرو ته دې هم وګوري چې د امريکا او نړيوالې ټولنې څپېړې ته چا پر لوی لاس برابر کړل، نو بيا دې دښمنۍ ته لاس واچوي. هماغه خبره ده چې ((پر تا مې وس نه رسيږي مړ به دې پلار کړم)).
موږ ټول بايد په دې قانع شو چې منحيث يو ملت مو هر لوري ته دوکه او فرېب وخوړ، خو اوس هم وخت دی چې څنګه خپلې تېروتنو ته کتنه وکړو او د سمون لوری يې راونيسو.
په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery