مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه

محمدعارف رسولي

سریزه
 په دې لیکنه کې په خپل هیواد کې و ځینو کمښتونو ته د دې لپاره ګوته نیول کیږي چې که ممکنه وی د زیاتو اړوندو خلکو، شنونکو او لیکوالانو پام ورته راواړو. په دې مسئلو او کمښتونو بحثونه کیږي خو زما په باور پایله لرونکي نه دي او په سیستماتیک شکل نه کیږي، د کومې مدونې پالیسۍ او تګلارې له مخې په بې پرې توګه نه ترسره کیږي.
د دې لیکنې بله موخه داده چې که ممکنه وي د زیاتو کارپوهانو سره په دې هکله یو دیالوګ پیل کړو چې څنګه زیات کادرونه و هڅوو چې د فکري مرکزونو په جوړولو لاسه پورې کړې، سره لاس ورکړي او د منفي مسابقو په ځای رغنده او جوړونکو فکرونو او فعالیتونو ته لاره اواره کړو.
په دې لیکنه کې به د هیواد په اوسنۍ وضع، شته تفکر او ځینو خامیو یې بحث وکړو. په سیاسي، دیني او ټولنیز تفکر کې به د هغو کمښتونو یوه ارزونه وکړو چې موږ پرمختګ، ملي وفاق او د پردو د لاسوهنو مخ نیوي ته نه پریږدي.
دا لیکنه به څو برخې ولري او په مختلقو وختونو کې به له دوستانو سره شریکې شي. هیله لرم چې په دې هکله به دوستان زما هیله درک کړی، که ورته ورسیږي، وخت ومومی او د مهربانۍ له مخې یې ولولي خپل نظر راسره شریک کړي چې څه کولای شو.
په پای کې زه وعده کوم تر څو چې زما وس وي او فکر مې رسیږي د لیکنو دا لړۍ به د کوم چا په ضد او د بل په ګټه نه وي او یوازینی مقصد به یې د یوه رغنده ملي بحث راپارول وي. که کوم څوک او یا کوم وخت یادیږي هغه به د موضوع د روښانتیا لپاره وي نه د چا د ټکولو لپاره.
په هیواد کې اوسنی حالت
 موږ افغانان د پرمختګ، پوره خپلواک کیدو، ملي وحدت او له سیالانو سره د سیال کیدو په برخه کې ستر ستر خنډونه په مخ کې لرو. ځینې بنسټیز لاملونه یې بیوزلي، بیسوادي، تپل شوې اوږدې شخړې، د ثبات نه شتون، د بهرنیانو لاسوهنې او نور دي. دا لاملونه له یو بل سره پیچلې اړیکې او راز راز تړاوونه لري، که یو ټینګ او یا کمزوری شي په بل هم ورته اغیزه کوي.
د دې مهمو ملي ننګونو د شتون او دوام له کبله زموږ په دیني، ټولنیز او سیاسي تفکر کې مهمې تشې او کمښتونه رامنځته شوي دي. که د کومې ټولنې او ملت فکري منځپانګه ټکنۍ شي خپلواک پاته کیدل او پرمختګ یې ستونزمن شي.
ځینې پوهان فکر کوي چې موږ افغانان د خپلو داخلي نیمګرتیاو او کمښتونو، ځينو تاریخي لاملونو او غلیمانو د ګرمو او فکري جګړو او لاس وهنو له کبله نه یو بریالي شوي چې د یوه جوړونکي دیني او سیاسي تفکر چوکاټ رامنځته کړو، ترڅو د خپلو ملي ستونزو مهم او ریښه ییز لاملونه راوسپړو او د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره ګډو پایلو او پریکړو ته ورسیږو. که موږ په خپله خاوره او خپل هیواد کې دا توان و نه مومو، نه د ځان په درد خورو او نه د بل کوم مظلوم ولس او ملت. تل به د نورو احتیاج وو او ورځ تربلې به د غلامۍ کړۍ راباندې تنګیږي.
دلته خبره دا نه ده چې په افغانانو کې هیڅ څوک په دې خبرو نه له پخوا نه پوهیدل او یا به یې او سر نه ورباندې خلاصیږي. بلکه مهمه ستونزه دا ده چې موږ په خپلو زیاتو خلکو کې د ستونزو د ریښه ییزو لاملونو او حل لارو په موندلو کې د یوه نسبي ګډ دریځ په رامنځته کولو کې نه یو بریالي شوي. نو ځکه زموږ خلک په مختلفو لارو ځي او ملي وفاق ته کم رسیږو. که ځینې شخصیتونه او ان ډلې په بنسټیزو ستونزو او ورڅخه د وتو په لارو پوه هم وي خو د نور ملت په قانع او همغږي کولو کې بریالي نه شي زیاته ګټه نه لري ځکه ټاکونکې پایلې هلته لاسته راځي چې ملي پرګنې په یوه واحده ملي اجندا د زړه له کومي راټول شي، هغه غوښتنه په ټولنه کې نهادینه شي او د ننګې لپاره یې خلک خولو تویولو او قربانۍ ته تیار شي. له همدې کبله نن د سیاست په علم کې د ملي وفاق راستلو یا د ملي پرګنو په منځ کې د همغږۍ راوستل یا د (Consensus Building) مسئله خورا مهم ځای او ارزښت لري. ملي وفاق راوستل په حقیقت کې د سیاست د علم یوه غوښنه برخه جوړوي. هغه سیاستوال چې په دې کار کې ښه نه وي د خپل ملت اغیزمنه او موثره مشري نه شي کولای.
ملي وفاق د ټولنې او ملت د ریښتینو غوښتنو او د مهمو ملي اړتیاوو له هر اړخیزې پیژندنې څخه پیل او د هغو په بنا د نوو ملي ارمانونو، ملي لرلید، ګډو موخو او پروګرامونو په رامنځته کولو او پلي کولو سره رامنځته کیږي. که دا پروسه سمه مدریت او رهبري شي، مرسته به وکړي چې د ملت د پرګنو زیاته برخه په یوه ګډ پلتفورم راټول او منظم شي او له ګډو ارمانونو به ننګه وکړي. په دې پروسه کې له خپله تاریخه او په هغو کې د تیروتنو او لاسته راوړنو څخه زده کړه مهم ځای لري.
زما په اند زموږ روڼ اندي او بدلون غوښتونکي تر اوسه پورته ټکي ته کم ځیر شوي، لیکوالان او شنونکي مو پوره په دې نه دي بریالي شوي چې په دې هکله ګټورې علمي پنځونې، د بیلګو او شواهدو په رڼا کې څیړنې او لیکنې وکړي. موږ د نورو ملتونو له کار او تجربو د خپل حالت د ښه کولو لپاره سمه ګټه نه ده اخیستې تر څو د دې ټولو په مرسته یو ګډ علمي او ملي تفکر رامنځته کړو. همدارنګه، دولت هم تر اوسه په دې هکله کومه سمه پالیسي او تګلاره نه ده وړاندې کړې او پلي کول خو یې لا پریږده.
زموږ په ملت او دولت کې د دې ستونزو د راسپړلو لپاره مناسب چاپیریال او بستر، پوره خوندي توب، ثبات، اړینه پوهه او د حقایقو د راسپړلو او ورباندې د پوهیدو لپاره پوره تنده نشته ده. د دې ښکارندو د ودې لپاره یوه خوځنده فرهنګ، نوښتګرو فکرونو، له حقایقو راسپړلو سره مینې او ژمنتیا ته اړتیا وي. همدارنګه، دا کار وتلي څیړونکي، په ملت او دولت کې یې قدر او نور ورته شرایط غواړي چې موږ له پخوا کم لرل او څه مو چې لرل په جګړو کې مو له لاسه ورکړل او لا یې له لاسه ورکوو.
که دولت په دې هکله یوه سمه کړنلاره او تګلاره تیاره او پلي کړه، د کارپوهانو په مرسته په ټولنه کې داسې شرایط رامنځته شول نو غوره اثار به خلق او وپنځول شي، عامه پوهاوی به زیات او شرایط به ورته برابر شي. په دې لیکنه کې موږ په هیواد کې ځینو دې ډول فکري کمښتونو لکه سیاسي، دیني او نورو ته ګوته نیسو.
زموږ په سیاسي تفکر کې کمښتونه
 د پورته یادو بنسټیزو ننګونو د دوام له کبله زموږ په ملي سیاسي تفکر کې شته کمښتونه لا نور بنستیز، پاخه او دوام لرونکي شول. که غواړو د هیواد ستونزو ته د حل دایمي لارې و مومو په دې هکله زموږ دولت، ملي اړونده نهادونه، شنونکي، پوهان او لیکوالان باید ورته پوره پاملرنه وکړي. باید موږ افغانان د یوه غوره ملي پلان له مخې په دې هکله کار وکړو، خپل کار وخت په وخت وارزوو او اصلاح یې کړو. دلته به لمړی د ځینو ملي کمښتونو په هکله یو بحث وکړو او بیا به په هغو لارو چارو رڼا واچوو چې ځینې خلک فکر کوي موږ په ملي کچه ورڅخه رنځیږو.
ملی ارمان، لرلید او پروګرام نه لرل. زموږ شخصیتونه او سیاسي ډلې د علمي او منل شوو نړیوالو اصولو په رڼا کې خپل لرلید، پالیسۍ او تګلارې او اوږد مهاله غوره پروګرامونه نه ټاکي، نه ورباندې باور لری او نه ورباندې پوهیږي. هغوی د جوړونکي دریځ او مثبتو ارمانونو په وده او معرفي کې نه تجربه لري او نه یې د ځان، خپل ګونډ او ډلې لپاره غوره کوي. زیات وخت یې په عکس العملي کړنو او منفي دریځونو کې تیریږي. دوی د تل لپاره په دې فکر کوي چې څنګه د بل د بدنامولو، ګوښه کولو، او ځان ته د میدان خالي کولو لارې ولټوي. د دې په ځای چې ګډ ارمان او ګټور مشارکتي ستراتیژیک پلانونه او پروګرامونه رامنځته، پلي او بیا یې په مشارکتي ډول و اروزي، د خلکو په ژوند کې کیفي بدلون راولي، بیوزلي ورکه او پرمختګ عام کړي او له دې لارې خلک په ځان راټول کړي، له نورو ډلو سره د ملي ګټو لپاره ګډ کار ته لیوالتیا وښيي او نور ورته غوره کارونه وکړي...... تل نور ملامتوي، خپلې ناکامۍ له نورو ګڼي، نه له خپلو سیاسي تیروتنو.
زموږ ډېری سیاسي ډلې د نظام او حکومتولۍ په اصلاح کولو کې له بنسټیزو او علمي لارو کار نه اخلي او نه د هغو په ننګونو پوهیږي او کیدای شي د خلکو د غولولو لپاره ځینې شعارونه ورکړي خو د کوم بنسټیز کار کوم فکر او پلان له چا سره کم شته. د زیاتو مبارزه د خدمت لپاره د تندې په ځای تر ډېره د عقدو پالنو او د نورو د لمسون په بنسټ وي، نو ځکه له خنډونو سره مخ او نه بریالۍ کیږي. که څه هم اوس اوس ځینې ګروپونه په دې هکله خبرې کوي خو که موږ له سلو زیاتو افغاني ګوندونو ته ښه نظر وکړو هیڅ کوم پلان او برنامه نه لري او د خلکو د ژوند ښه کولو په اړه یې کارونه په نشت حساب دي.
له تاریخه نه زده کړه. پخواشینۍ سره د نورو بریالیو ملتونو په څیر زموږ په ټولنیز او ملي فرهنګ کې تر اوسه د خپلو لنډو او لیرې تیرو تیروتنو او لاسته راوړنو او تجربو څخه زده کړه رواج نه لري او نه مو ورباندې سر خلاصیږي. په پایله کې موږ زیاتې سیاسي تیروتنې بیا بیا تکراروو او ورڅخه کړیږو. زه فکر نه کوم چې تر اوسه به زموږ کوم مشر، دولت، او علمي شخصیتونو به په ګډه او په علمی توګه له انګریزانو او روسانو سره زموږ د ملت د ډغرو، په وروستیو څو لسیزو کې د ګاونډیانو په لاس وهنو، زموږ د تیروتنو او لاسته راوړنو او د هغو د لاملونو په هکله کوم علمي تحلیل کړی وي تر څو د اوس او راتلونکي لپاره ورڅخه په ملي کچه زده کړه وشي، تیروتنې بیا بیا تکرار نه شي، او د ملي وفاق لپاره ورڅخه عبرتونه استخراج شي. که زموږ کوم چا په دې هکله کوم ګټور کار کړی دی، چا ورته پوره پام نه دی کړی او په نوره زیاته پنځونه یې کار نه دی شوی. همدارنګه، کیدای شي نورو بیا دا کار تر ډېره د خپل ځان او یا خپلې ډلې د برائت او د نورو د ملامتولو لپاره کړی وي. دا به د هر چا حق وي خو که د مسئلو په بې پرې او علمي توګه د منل شوو معیارونو له مخې څیړنه شتون ونه لري، دا له غرضه ډکې هڅې به حقایق نور هم تت کړي او لانورې ستونزې به رامنځته کوي.
د دې کمښت به زیات لاملونه وي خو په یقین سره ویلای شو چې دا تریخ حقیقت زموږ په فرهنګ کې له حقایقو راسپړلو او لوڅولو سره د کمې علاقې او مینې شتون شيي. همدارنګه راښیي چې زموږ په علمي او سیاسي کلتور کې تر اوسه د پیښو په عیني ډول، یا په هغه توګه چې پیښې شوې دي له پوهیدو سره علاقه نه ده رامنځته شوې. همدارنګه، دا زموږ د ثبات نه شتون، کلتوري کمښت او له مسئلو سره سرسري چال چلند راپه ګوته کوي.
له خپل تاریخه داسې ګټوره او سمه زده کړه چې زموږ د راتلونکو کړنو لارښود شي هلته ممکنه کیږي چې، د پلان له مخې، د ټاکلو ګډو ملي موخو د ترلاسه کولو لپاره ترسره شي. دا موخې باید په ملک کې د سیاسي شعور د لوړولو، په هیواد کې د یوه ملي جوړونکي تفکر د رامنځته کیدو او په پای کې په مهمو ملي مسئلو کې د ملي وفاق راوستو لپاره د وتلو کارپوهانو په مرسته ترسره شي.
نور بیا...
د یوه غوړیدلي ملي تفکر په هیله

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery