مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغاني طالبانو د روس او ایران سره دوستي که د افغان ملت په قربانۍ ملنډ‌‌‌‌‌ې؟

استاذ صاحبزاده مشرقیوال

لا طاعة لمخلوق فی معصیت الخالق

بلی هغه اسلامي امارت چې د نړۍ ټول مسلمانان ورته سترګې په لار وو چې دا به د ټولې اسلامي نړۍ د دردونو دوا او د اسلامي امت د وحدت باعث شي نن په ډاګیزه او ښکاره د روس او ایران سره دوستي او ملګرتیا اعلانوي او هغه هم د اسلام او افغان ملت د اذلي دشمن د پنجابي استعمار په لمسون ترڅو د پاکستان لس مخی مرتد حکومت د عالم اسلام او نړیوالو په مخکې د مزید بدنامۍ، رسوایۍ او ناکامۍ او راپرزېدو وژغوري.
۱- آیا اسلامی امت د دې په خاطر د طالبانو اسلامي تحریک مشر ملا عمر رحمه الله ته د امیرالمؤمنین لقب ورکړی وو چې په آخره کې زمونږ قربانۍ د پاکستاني مرتدینو او د چینایي، روسي او ایراني روافضو جولۍ ته وغورزوي؟
۲ – آیا د طالبانو تحریک د روس پر خلاف د جهاد تسلسل او دهم هغه جهاد د ارمانونو د پوره کولو په خاطر نه وو چې اوس طالب د هغه روس او ایران سره دوستي کوي چې په سوریه اوعراق کې د نور نړیوال کفر سره څنګ په څنګ د سني مسلمانانو په بې رحمانه وژلو بوخت دي ؟
۳ – آیا مونږ د روس پر خلاف دوه میليونه شهیدان، لس میليونه مهاجرین او د یونیم ملیون معیوبینو قرباني په دې خاطر ورکړې وه چې د هیبت الله په شان اخونان به د دې ملت په سرنوشت لوبې کوي او د روس او ایران سره به د پنجابي استعمار په لاس نکاح تړي او په نړیوالو رقابتونو کې به د کرایه قاتلان جورېږي ؟
۴ – آیا اسلامي امت د افغانانو ننګه او ملاتړ په دې خاطر کړی وو چې اوس به طالب مشران زمونږ د وینو سودا د پاکستاني مرتدینو په لاس د روس او ایران سره کوي ؟ هفه روس چې په یو سماوي دین هم ایمان نه لري او د عبدالله ابن سبا د یهودي ډلې هغه ایراني شیعه کافرو سره به دوستي کوي چې همېش یې د اسلام او افغان ملت پرخلاف دسیسې جوړې کړي ؟
د جنک د ډګر د قربانیو ګډورو طالبانو یاد ساتئ چې حلواخور ملا هیبت الله او د هغه د همفکرو خباثت او خیانت نور د پټېدو نه دی او د امارت په نوم د شهداو د وینو سره روانو لوبو ته نور هیڅ پرتوګ نه وراغوستل کېږي او نور باید چې حقپال مجاهدین په داسې سرناخلاصو، مجهولو او بې واکه اخونانو ونه غولېږي چې د اسلام د عنوان لاندې د پردو په لاس کې لوبېږي. یاد ساتئ چې د ملاعمر رحمه الله تحریک هغه تحریک وو چې د ټولې نړۍ مظلومو مسلمانانو ته یې پناه ورکړې وه او خپل حکومت او قدرت یې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو نه د دفاع په خاطر قرباني کړی وو او هغه هیڅکله هم پاکستاني طاغوت ته سر نه وو ټیټ کړی بلکه د هغه موقف د ټول اسلامي امت او د افغان ملت د مصالحو په ارتباط واضح او روښانه وو. یاد ساتئ چې مونږ په تاریخ کې هیڅ نړیوال کفر ته سر نه دی ټیټ کړی نو نن ولې د پاکستان په شان د یو غلام ملک په غلامۍ کې پاتې او د پاکستان د مصالحو په خاطر هم وطن وران کړو او هم د شهداو وینوسره خیانت وکړو بلکه اوس ښه فرصت دی چې مونږ او تاسې د پاکستاني طالبانو سره همکار شو او امارت د پنجاب د غلامۍ او دروس او ایران د یارانې د بدنامۍ نه وژغورو. یاد ساتئ چې مونږ او تاسې د پاکستاني کفر په موجودیت کې هیڅکله هم د خپل جهاد ثمرات لاس ته راوړی نه شو او نه د نړیوال کفر روس، امریکا او ایران ځان خلاصولی شو بلکه د پاکستاني کفر په موجودیت کې به همېش مونږ او تاسې د قربانۍ ګډان او د پنجابي استعمار د مصالحو قرباني یوو.
ګرانو حقپالو طالبانو ملګرو یاد ساتئ چې د امارت دې موجوده خاینینو د امیرالمؤمنین ملا عمر رحمه الله د وفات نه وروسته د هغه په نوم دوه نیم کاله مزور او جعلي او د اسلام آباد د مرتدینو په فرمایش فرمانونه خورول او مونږ او تاسې یې دوکه کې ساتلي وو اوس د ملاصاحب مرحوم د اصیل قیادت برعکس د طالبانو موجوده قیادت او شوری د مشر ملاصاحب ټول ارمانونه د خپولاندې کړی او اوس د افغاني طالبانوامارت نه حمارت او د چوکۍ یو وږی تنظیم جوړ شوی او د پاکستان د مرتد حکومت په لاس کې یوه ملعبه جوړه شوې. اوس د امارت مشران د پاکستاني مرتدینو هغه ګوډاګیان دي چې په یوه اشاره د کوېټې ، پېښور او قطر نه په اسلام آباد کې حاضرېږي او د افغانانو سره د پاکستان د ټولو ظلمونو او تېریو پر خلاف یوه کلمه هم نه شي ویلی. اوس د امارت د کلمې د بیرغ لاندې د ملحد روس، چین او شیعه مرتدینو سره دوستي کېږي او د اسلامي امت سرمایه تنکي ځوانان فقط د پاکستاني کفر د اهدافو او د ګوډاګیانو مشرانو د چوکۍ د هوس دپاره قرباني کېږي.
اوس د افغاني طالبانو امارت په خپلو نشریاتو کې د بیت الله او حکیم الله په شان د اسلام د قهرمانانو په ذکر شرمېږي او سبب یې واضح دی چې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې ناست د پاکستان مرتد او عیاش جنرالان دا نه غواړي چې د پاکستاني طالبانو حمایه او ذکر دې د افغاني طالبانو په نشریاتو کې وشي. یاد ساتئ چې د امارت په آخري نشریاتو کې چې د ملا داد الله، استاد یاسر وغیره رحمهم الله او د عربو مجاهدینو د شهیدانو مشرانو ذکر شوی نو دا هغه صابون دی چې اوس امارت پرې د پورته ذکرشوي کثافتونو نه ځان پاکول غواړي. یاد ساتئ چې دادالله رحمه الله او د هغه ټوله کورنۍ د یونیم سل ازبک مجاهدینو د فامیلونو سره د اخترمحمد منصور په امر او د هیبت الله په فتوی او د اسلام آباد په سازش شهیدان شول. یاد ساتئ چې اوس باید مونږ او تاسې افغان ملت نور د غفلت د خوب نه راویښ شو او د نور اسلامي امت سره په همغږۍ د اشخاصو او تنظیمونو پرځای فقط د اسلام ننګه وکړو او زمونږ ننګه به روس، ایران او پاکستان پرځای د ټولی نړۍ مسلمانان کوي. خو که مونږ د نړیوال کفر ګوډاګیان شوو او فقط د غني او ګلمرجان په شان خاینین راپرځول او د هغوی پرځای په چوکۍ کېناستل غواړو او د ږیرې او پګړۍ او اسلام د تظاهرلاندې د غني او ګلمرجان نه بدتر د پردو ګوډاګیان او غلامان په ځان مسلط کړو نو یاد ساتئ چې د الله د مدد نه هم لاس پرېمينځئ او تاریخ به مو هم معاف نکړي. که مونږ د نړیوال کفر مقابله کول غواړو نو بایدچې د خاین قیادت مخه ونیسو او د امارت او ټولو جهادي حلقو کې د حق د آواز پورته کوونکو ملاتړ وکړو.
څومره د شرم خبره ده چې د امارت د حمایت په نوم په مېډیا کې یو تعداد بې دینه ږیرور چې حقیقت کې د دین د اساساتو او په اسلام کې د دشمنۍ او دوستۍ په معیار خبر نه دي په ډېرې بې شرمۍ او بې حیایۍ سره دا خبره کوي چې افغان حکومت ته د امریکا او ناټو سره علایق جواز لري نو مونږ ته ولې روس، چین او ایران سره علایق جواز نه لري او بیا د امارت مشران او کشران هم دا خبرې راغبرګوي. خو دا اسلام نما څاروي دا خبره هېروي چې طالبان خو د اسلام ټېکه داران دي او د ایمان دعوه کوي. طالب خو آخرت غواړي او د چوکۍ سیاست نه کوي. بیا نو ولې طالب زاړه جهادیان شر او فساد بلل او د هغوی نه د ښه اسلامي نظام دعوه یې کوله؟ آیا دا ضد او نقیض افکار تر کومه؟ تر کومه به مونږ ته خلک خبرې خلې کې راکوي او د اسلام د بدنامۍ باعث به ګرځو؟ آیا مونږ به ټول عمر کله دیو کفر او کله هم د بل کفر نه کومک اخلو او دا ملت به د جهاد په نوم په غم اخته ساتو ؟ آیا د امارت نه د دفاع په نوم زمونږ ټول دلایل شرعي او اسلامي دي؟ آیا مونږ غیرشعوري د امارت نه یو بوت نه دی جوړ کړی او د امارت د نېک نامۍ پرځای د امارت د بدنامۍ باعث نه ګرځو؟ بیا خو دا ثابته شوه چې زمونږ جهاد ایماني او اسلامي نه بلکه سیاسي او د چوکۍ جنګ شو؟؟‎؟
یاد ساتئ چې مونږ د الله په دین ایمان راوړی او اشخاص او د اسلام په نامه تنظیمونه مونږ تر هغې منو ترڅو چې هغوی د الله په لار برابر وي. مونږ او تاسې رجال او تنظیمونه باید چې په حق وتلو، نه دا چې حق په رجالو او تنظیمونو. مونږ د طالبانو ترانې، ږیره او پګړۍ، د امارت تش په نوم اسلامي تنظیم او فقط په ظاهره د کلیمې سپین بیرغ د قیامت په ورځ د الله تعالی د محاسبې نه نه شي ژغورلی بلکه مونږ او تاسې هغه وخت ژغورل کېدای شو چې د اسلام په روح پوه شو او دلیل او برهان په رڼا کې مزل وکړو. آیا مونږ او تاسې د اسلامي امت ځوانان دومره بې وسه شو چې اوس به د شوروا د یو څو داسې اخوندانو ړوند لاس نیوی کوو چې د پاکستاني، روسي او ایراني کفر په لاس کې لوبېږي. که مونږ اوس هم د حق غږ پورته نکړ او د داسې هیبت الله اخون په لاس کې ولوبېدو چې نه سټیج ته ختی شي او نه په نره خپل واضح موقف بیانولی شي او فقط د ده د پګړۍ او د ږیرې په تصویر وغولېدو نو دغه د کلیمې بیرغ به په دنیا کې هم مونږ او تاسې ته د شرم او عار او د اسلام د بدنامۍ باعث وګړځي او په آخرت کې به هم مسئول یوو او زمونږ دجهاد نتایج به د تېر جهاد نه بدتر وي.
د جهادي نهضت د رغخت په هیله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery