مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طالبانوارګ ، قطراومسکوته د رسولواصلي عاملین وپېژنئ

محمد انور ولید

خلک وایي چې په جګړه کې پرآس باندې هرڅوک سپورشو، آس د همغه دئ . همدارنګه ؛ وسله چې د هرچا لاسته ورغله ، هغه ګټونکی دئ . ځینې خلک بیا وایي ؛ دا چرګ خو یومارغه دئ ، چې چا ونیو دهغه دئ . خوزه وایم چې پرآس باندې سپرېد ل هم تمرین اومهارت غواړي .

که څوک پرآس باندې د سپرېدلومهارت ونه لري ، کېدای شي د مرګ ژوبلې سبب یې وګرځي . همداسې که څوک له وسلې او استعمال سره یې بلد یت ونه لري ، کېدای شي پرخپله وسله باندې مړشي . د پرد یوچرګانونیول ، غلاکول ، پلورل اوخوړل هم له امکانه لیرې خبره نه ده .

ځکه دهوا د مرغانواوځناوروښکاریان هم هرچېرې شته ، چې د خپلوشته وسائلو(دامونواووسلوپه ذریعه خپل ښکارته په سُنتي بڼه ادامه ورکوي .) ولې په ډله ئیزه توګه د انسانانو او د هغوی د معروفوافکارواولرغونوپېژندل شووجغرافیوښکارمې چېرې هم نه ؤلید لی .

خو اوس یوډول کورني ، سیمه ئیزاونړیوال حرفوي ښګاریان پیدا شوي چې په رڼه ورځ د ټولوخلکو په وړاندې ژوندي اوښان ، ژوندي تنظیمونه ، ژوندي تو کمونه او ژوندۍ ژبې او مذهبونه په بډه وهي . خو په سېر او راز باندې یې موږ هم نه پو هېږو چې څنګه کېدای شي دا ډول خلک د یوویشتمې پېړۍ ترشنه آسمان لاندې په رڼا ورځ شنې پرغلا باندې وچیچي ؟ په داسې حال کې چې ددې پېړۍ یو کلن ماشوم هم څوک نه شي تېر ایستلی ، نو دوی څه ډول انسانان دي چې په ډ له ئیزه توګه د غلام باز په څېر تل د بل پر تسمه ناست او د بل په اشارې سره پردو ته ښکار ور وړي ؟ خپل آزاد ژوند یې په لوی لاس په ښکار او پردۍ تسمې پورې محدود کړی ؟ آیا د باز برخلیک د بل په لاس کې دئ او که په پردۍ تسمه او تړلو سترګو کې کومه بله ګټه ویني ؟

 که خبره د مزد وي ، نو بازخو فطرتاً د بل چا مزد ته اړتیا نه محسوسوي ، ځکه د خپل وجود ، خپلو پنجو ، خپلې خولې او خپلو وزرو پر مټ یې خوري . نو د پراخې او ارتې فضأ آسمان یې ولې په پردۍ تسمه پورې تړلی ؟ په داسې حال کې چې تسمه والااستعماري جادو ګر یې هم د غلام بازله برکته مومي او خوري یې .

نن سبا د آسیا یي اوافریقایي ځینو ټولنو، ؤلسونو، تنظیمونو، مذهبونوپه ژبواوافکارو باندې هم د استعمار پېریان ور ناست اود زبرځواکونو په اقتصادي اوتکنالوجیکي لوموکې بند پاتې دي . ولې دایې هډو له یاده وتلې چې ؛ پردۍ پیسه او پردۍ ډوډۍ تر (رز منه ) تیږه لاندې ده . ترهغو چې ستاسې د وجود ټوله انرژي در باندې مصرف نه کړي او د کبانو د توت په څېر خپل کبان در باندې ونه نیسي ، تاسو به د استعماریوه پیسه او یوه ګوله مړۍ هم ترې تر لاسه نه کړې .

تاسودېته پام وکړۍ چې زبرځواکونوتل له اشغال شوو سیمواوهېوادونو څخه د پېړیو پېړیو خپل اکمالات کړی ، د اشغال شوو سیمو ټولې ځمکني زېرمې ، اتومي مواد ( یو رانیم ، پلاتینیم او نوراړوند توکي ) او لرغوني آثار یې ترې وړي او بیا د هغوی اقتصادي بانکونه له پېړیو وروسته ددوی د شاه زاده ګانو سره د افغانستان د کوه نور د الماسو په څېررا ښکاره شوي او افشا شوي دي .

اوس به راشو دېته چې استعمارپردي هېوادونه او سیمې څنګه تسخیروي ؟ عاملین او لاملین یې څه دي ؟ ځکه غل خو پرته له مل څخه غلا نه شي کولی . او مل ( ځری ) به هم د همغه مورد نظرسیمې څخه وي چې د همغې ټولنې ، ګوند ، هېواد او سیمې غړی وي ، خو په ټولنه ، ګوند ، هېواد اوسیمه کې ترټولو لوېدلی ، لنډغر، بې سویې ، بې معلوماتو،غله ، مخل د امنیت ، څوکۍ اومادیاتوته تږی ، پرناروا معاملو روږدی ، مضرد جامعې او پرفساد مشهورکسان وي .

هو! د استعمار همداسې کسان په کاردي چې د خپل ټټواود بل د آس توپیرنه شي کولی . سیم و زراو خرمورې ټولې په یوه نرخ ګڼي . د پردۍ کرائي څوکۍ ، پردیوکاغذي پیسواوخپل کوراوخپل هېواد اوخپلوشتمنیو بیه اوارزښت نه وي ورمعلوم . خپله جغرافیه ( خپل اربعه حدود ) اوخپل تاریخ نه پېژني . خپل کورد بل په اړم باندې ړنګوي اود خپل کورخلک په پردي توره او وسله باندې وژني . خپل دوستان ورته دښمنان ، او خپل دښمنان ورته دوستان ښکاري . ځکه دوی ته همداسې ويل شوي ، دوی د ېکتې شوي او تلقین شوي دي .

نن چې کومه شومه بده ورځ نیمې آسیا او ټولې اقریقې ته ورجوړه ده هغه هم د همدغوعناصرو له لاسه ، ځکه که لاستی خپله د ونې څخه نه وای ، تبربه ولې پرې کوله ؟ استعماري ځواکونو د خپلو شومو سترا تیژیکو پلانونوله طرح کولو سره سم په هر هېواد ، سیمه او ټوله نړۍ کې له همدې عناصرو څخه ګټه پورته کړې ، هغوی یې لومړی د خپلو خلکو په وړاندې لمسولي ، او بیا یې په دې نامه استعمال کړي دي چې ګواکي تاسو حق په جانب یۍ ، موږ ستاسو ترڅنګ ولاړ یو، پرتاسو باندې ظلم شوی ، موږ تاسو قدرت ته رسوو ، موږ ستاسې سیاسي ، مالي ، لوژیستیکي ، پوځې اواوپراتیفي ملاتړکوو. همدلته سیاسي جریانونه میڼخ ته راوړي اود خپلو موخو له پاره پاخه نظامونه پرې چپه کوي .

ځکه دوی په افغانستان ، عراق ، مصر، یمن ، لېبیا ، اونوروهېوادوکې همداسې وکړل . چې ګټې نورو په کې وکړې او په کې مړه او ژوبل د اشغا ل شووهېوادونو عام خلک او نظامونه شول . دوی له یوې خوا د خپل استعماري سیاست له مخې هم له دولتونو سره نا څیزه مرستې کوي اوترڅنګ یې موازي حکومتونه ورته جوړکړي چې د خیریه مؤسسو په نوم یې خپل کسان په کې کېنولي اوهم مخالفې غدۍ ور ته اکمالوي .

تاسو وګورۍ پر افغانستان باندې لومړی پخواني شوري پوځي یرغل وکړ، په مېلیونونو افغانان یې شهیدان ، ژوبل ، بې کوره او په هجرت مجبورکړل . امریکایانو له روسانو څخه د خپل غچ اخیستو له پاره د مجاهدینوظاهري ملاتړوکړ، خو په اصل کې یې د مجاهدینومردمي ، سیاسي ، اقتصادي او پوځي سنګرد پاکستان او ایران په لاس ور ټوټه ټوټه کړ. ترهغو چې د بنسټپالو، پردي پالواوملي ګرائیانولارې یې سره بېلې کړې او ملي یووالی یې له منځه پرې وېووړ . دادي اوس یې پردي پال او بنسټ پال پر طالب ، داعش او بنیاد ګرو سره ووېشل .

لومړی یې ترټولومحروم قشر(د ژبې او سمت دري ژبی قشر صحنې ته را وړاندې کړ ، هغوی له افغانستان څخه په خپل وخت کې تاجکستان ، بیجینګ او تهران جوړ کړ ) نور یې ټول د ستر ټکر له پاره له صحنې پرې و ایستل . بیا یې بل تر ټولوپه اصطلاح  سپېڅلی او لوېدلی قشر ( قدرت ته تږی طالب ) صحنې ته را وړاندې او د پاکستان په ملاتړ یې ارګ ته ورد ننه کړ، هغه نه تور کتل ، او نه سپین ، ټول ملت یې پرې بې وسلې ، بې واکه او بې عزته کړ . ور پسې یې د تکنوکراتانو لومړی داسې ګروپ پرې را وړاندې کړچې پوره ( ۱۳ ) کاله یې ټول ملت بې وسلې ، بې واکه ، په پردیو جګړو کې ښکېل ، له مافیا او اداري او اخلاقي فساد څخه ډک کړ . بیا یې متخصص ګروپ پرې را وړاندې کړ چې په هغې کې یې هم د دوه سري حکومت کدو دانه ور وکرله چې تر اوسه پورې یې د واک او ونډو پر سرلانجې دي او د بین الافغاني ریښتینې سولې د کلاوې تار یې سره جړوړ کړل .

  خو اوس د پخواني شوروي وارثې ( فدرالي روسیې ) بیا سر راپورته کړی او غواړي چې همغه طالبان افغان ؤلس او افغان حکومت ته په څنګ کې ونیسي چې پرون یې ددوی نور ملګرې او مشران ور شهیدان کړي ، خو وساطت یې هم هغه هېواد کوي چې لس کاله یې همدغه طالبان او د افغانستان نور جهادي تنظیمونه ور سره وجنګول او خپل ځان یې د روسانو د پوځي تقابل څخه پرې خلاص کړ.

پاکستان پرون طالبان تر ارګ پورې را ورسول ، بیایې د مرغانو په څېر و پلورل اود ګوانتانامو په قفسو کې یې واچول . وروسته یې په قطرکې د امریکایانو په اردو ګاه کې بند وساتل ، خو اوس یې تر ماسکو پورې هم ورسول .
 
له دېنه داسې ښکاري چې د پاکستان له خوا پرطالبانو باندې د هغې بد عمره کونډې په څېر معاملې روانې دي چې د ژوند تر پایه پورې یې شل ځایه په لوڅ او پټ مخ باندې په ډله ئیزه توګه پلوري . که څوک ددوی له فیصلې سرغړونه کوي ، لومړی ډله ئیزجنسي تېری ورباندې کوي او بیا یې وژني .  

ولې د طالبانوارګ ، قطر، او مسکو ته د رسولو پټه مرسته چا ورسره وکړه ؟ پوهېږۍ چې هغوی به څوک وي ؟ !!!

هغوی د افغانستان په دولت او ملت کې د ننه په اصطلاح د واک پر پارکار ناست اپو زیسیون او د هغوی مشران وو چې په پټه او ښکاره به یې له پاکستاني چارواکواو روسانو سره دید او وادید او پټې معاملې لرلې . د سولې په وړاندې به خنډ وو او دي . د هغو افغانانو ډېرضد دي چې ترټولو دوی ښه پېژني او پټ خباثت ، منافقت او ملي خیانت یې ورته معلوم دئ . دوی د خپلو خواصو له مخې چې یو یې له کاره ولوېږي اوافشا شي ، په نظام کې کار ورنه کړي ، نوبیا بل پرې را وړاندې کړي اولکه همدا اوس هر ډول معاملې ته تیاردي . قدرت ته د ننوتلو سوړې دوی ته ښې ورمعلومې دي او پوره تجربې او ښه مهارت په کې لري . اوس چې پوه شول بېرته پرهرڅه باندې سترګې پټوي او وایې چې هغه سپین زر را کړۍ هم قبول مو دي . نو دا چېرته کېدای شي .ځکه ټول ملت دوی ښه پېژندلي دي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery