مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هندوان موږ شو، ګوړې بل څوک وخوري!

ډاکټر ګل مرجان منګل

کله چی شورویانو پر افغانستان باندې حمله وکړه اشغال یی کړ داسی اوازی وی چی د شوروی موخه یا تارګیټ د هند ګرمو اوبو ته ځان رسول دی افغانانوهمهغه وخت یو ښه چانس له لاسه ورکړ چی د موقع یی ګټه پورته کړی وای تر څو یی خپله خاوره چی پنجاب وراندې خیټه اړولي دی، پښتونستان خپل کړی وای همدارنګه یی افغانستان د اوبو سره تړلی وای کوم چی اوس په وچه کی راګیر دی، اوبو ته یی لار نشته، برعکس همدغه افغانانو د روس مخه ونیوله پاکستان یی د بنجابیانو لپاره د خپلو وینو په زور وساته روس ته یی اجازه ورنه کړه چی وړاندې لاړ شی.
خو پاکستان یی پهذمقابل کی بیا داسی بازی وکړه چی نه یوازی تر اوسه یی د افغانانو خاوره پښتونستان په خپله قبضه کی دی، افغانستان یی د افغانانو په لاسونو خچ پچ کړ همدارنګه یی د افغانانو د سرونو په زور له نړیوالو دومره شتمنئ تر لاسه کړه چی اتوم بم یی هم ورباندې جوړ کړ چی په نتجه کی یو قدم نور هم وړاندې شو پداسی حال کی چی افغانستان یی څو قدمه د افغانانو پر لاسونو شاته وغورځوه، نږدې څلویښت کاله یی افغانان د اسلام په نوم وغولول او لا یی غولوی په اخر کی همدغه پاکستان روس ته ورغی.
ورپسی کله چی امریکا پر افغانستان باندې حمله وکړه افغانستان یی اشغال کړ تر ۱۳۰ میلیاره ډالرو پوری پیسی یی زموږ په هیواد کی خرڅ کړی بیا هم موږ دومره هم ونه شو کولای چی له همدغه پیسو مو سمه ګټه پورته کړی وای داسی بنیادې پروژی مو ورباندې جوړی کړی وای چی حد اقل خپل عسکر ته خو مو نن د خپلی جیب څخه معاش ورکولای شوای او د بل له محتاجۍ خو خلاص شوی وای.
خو پاکستان بیا برعکس طالبان چی دوی پاکستانیان یی تر شا ولاړ وو لاس تړلی پر امریکا د ملیاردونو ډالرو په مقابل کی خرڅ کړل او امریکا ته یی په لاس کی ورکړل چی په ګوانتانمو کی یی ځینی تر اوسه هم بی دون له محکمی بندیان دی بیا ګټه پورته کړه.
کله چی اوس په سیمه کی سیاست تغیر خوړلی او پاکستان پدې پوه شو چی نور د امریکا څخه د ګټی دروازی بندې شوی دی، هغه وو چی ډیر په مهارت یی بازي ته تغیر ورکړ د داعش د پروژی د نوم څخه کومه چی په نړیواله سویه په کار اچول شوی موازی او هم نومه پروژه خلاصه کړه ورڅخه یی ګټه واخستله تر څو روس، ایران او چین چی له وړاندې له همدغه نوم څخه د خطر احساس ورسره وو، قنعات ورکړی او ورته ووایی چی بلا خو رانږدې شوه ، په همدغه پلمه یی په سیمه کی بل ایتلاف رامنځ ته کړ او طالبان یی هم د ځان سره یوړل تر څو د همدغه نوی ایتلاف(پاکستان،ایران، چین او روس) د ګټو په دفاع کی یی وجنګیوی.
 # دلته باید یوه یادونه او سپینوی وشی هغه دا چی دا د پاکستان داعش چی ای اس ای جوړ کړی دی د عراق او سورې د داعش سره هیڅ اړیکه نه لری لومړۍ یی د طالبانو سره وجنګول ډیر طالبان یی په ډیره بی رحمانه توګه ورباندې مړه کړل چی په همدې ډول یی د طالب او د ای اس ای د داعش په نوم ډلی تر منځ سخته دښمني رامنځ ته کړه تر څو طالب ته قنعات ورکړی چی داعش د دښمن دی غواړی طالبان له منځه یوسی، خو طالب بیا پدې نه پوهیږی چی له ځانه دا پوښتنه وکړی چی:

دعراق او سوری داعش سره زموږ کوم پیله او پټی شریک دی چی ما نه پریږدي او دښمنی راسره کوی؟
 راځم اصلی موضع ته هغه دا چی: موږ افغانان څنګه کولای شو تر څو د سیمی همدغه نوی معادله د خپل هیواد په ګټه وڅرخوو؟
 په بی طرفۍ کی خو مو هسی هم څوک نه پریږدې، افغانانو ته پکار ده چی د معادلی درندې خوا ته ځان واچوی چی هغه امریکا او هند دی.
افغان سیاستوالو ته {که وی؟}، پکار ده چی د بلوچستان موضع امریکایانو ته وړاندې کړی او دا سیمه د پاکستان څخه جدا کړی پدې سره به افغانستان اوبو ته لار پیدا کړی او کله که بلوچستان ازادې واخسله نو پاکستان له منځه ځی ځکه پښتونستان، سیند او پنجاب په ډیر نري تار تکیه دي، چی دا د هند غوشتنه هم ده.
کله چی پاکستان مات شی معنی دا چی افغانانو خپله خاوره پښتونستان وګټه، او بل خوا به ټوله نړۍ د دغه سرطان له رنځ پاکستان څخه خلاص شی،
 همدارنګه امریکا چی اوس په افغانستان کی دایمی اډې لری هم باید د پاکستان په له منځه وړلو غور وکړی دا ځکه چی همدغه پاکستان دی چی دا نوی ایتلاف(پاکستان،چین،روس) یی رامنځ ته کړ.
که امریکا دا کار ونه کړی پاکستان له منځه یو نه سی او په افغانستان کی پاتی کیدلو ته دوام ورکوی ورته به ډیره ګرانه وی چی دا پاتې کیدل یی ډیر دوام وکړی، دا ځکه یو خوا د جګړی شکل تغیر کوی او بل خوا پر امریکا د ځمکی لخوا لاری بندې شوی، ځکه د ایران او پاکستان لاری خو ورباندې وتړل شوی.
د امریکا او افغانستان لپاره د پیل نقطه د ګوادر بندر دی چی شروع وکړی، دا کار د بالوچانو په مرسته په اسانۍ سره تر سره کولای شی، ځکه بلوچان هسی هم د پاکستان سره نه غواړی پاتی شی، هغوی ازادې غواړی. پدې ډول به یو خوا چنایان له سیمی وشړی او بل خوا به په افغانستان کی د اډو لپاره د ځمکی او اوبو لار ومومي چی افغانستان به هم تری ګټه اخلی.
نو ځکه ویلای شو چی د افغانستان لپاره یو ښه طلایی چانس برابر شوی دی باید ورڅخه ګټه و اخلی .
افغان سیاستوالو ته پکار ده چی دوه خبری امریکایانو ته وړاندې کړی.
۱- امریکایان د نیټه مالومه کړی تر څو د افغانستان څخه ووزی همدارنګه د طالبانو سره د روغه جوړه وشی.
۲- که دا کار شونی نه وی امریکا په افغانستان کی پاتې کیږی، افغانان باید پر امریکا دا ومنی چی سمه مرسته یی وکړی ځکه دا نوی لوبه د امریکا چی په افغانستان کی پاتی کیدل غواړی پر سر روانه ده ګنی د افغانانو یی په څه؟
 که افغان سیاستوال هم د امریکا څخه ځان نه شی خلاصولای او هم امریکا ته د پاکستان د ټوټه کولو پر اړتیا چی دواړه خوا (افغانستان، امریکا) یی ورته لری قنعات نه شی ورکولای دا ستر خیانت دی چی دا تش په نوم افغان سیاستوال یی د خپل ولس پر وړاندې تر سره کوی، چی تاریخ به یی هیڅ له یاده ونه باسی، همدارنګه به زموږ هیواد د یوې بلی لوی جګړی او د سترو قدرتونو د زور ازموینی په دوامدار ډګر بدل شی.
مننه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery