مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جمعیت او د پخوانیو طالبانو تازه شخړه!

سرلوڅ مرادزی


اسلامي جمعیت چې نن ــ سبا د غنایمو، دولتي چوکیو او یوشمېر نورو لاملونو پر بنسټ په څو ډلګیو لکه د پنجشیریانو ډلګۍ، د بدخشان تخار، بلخ او په هرات کې د اسماعیل خان په ډلګیو ویشل شوی او نوره پاشلتیا يي ادامه لري، هره ډلګۍ يی هڅه کوي له نورو ډلګیو مخکې خپلو پلویانو او لارویانو د مړې روحیې د ژوندي ساتلو لپاره د روانو پېښو په وړاندې د ځانښودنې توند او قهرجن غبرګون وښۍ. د ځانښودنې په دې سیالۍ کې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور چې ځان پخپلسر د ټول جمعیت واکمن بولي، هڅه کوي د غبرګون په مهال نظامي یونیفورم واغوندي او په نظامي اکټونو (حقیقت کې خپلسرې ملیشه ) یوخوا پخپل اند، د پلویانو بایللي روحیه اوچته کړي او بلخوا غواړي خپل سیال لوری وپوهوي چې له جمعیت سره ټانټې ژول اسانه کار نه دي!
د عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمان رحیمي او عطامحمد نور د افغانستان د سولې د عالي شورا سلاکارعبدالحکیم مجاهد د وروستیو څرګندونو په اړه چې د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو بنسټ په غونډه کې يي کړې دي، خورا توند غبرګون ښودلای دی. عبدالحکیم مجاهد هلته ویلي دي«طالبان د استاد رباني په خبره تر هغه وخته د سولې پرښتې وې چې پر نژدې ټوله خاوره واکمن شول، د خلکو حافظې کمزورې نه دي د کابل د شپیته زره بې ګناه ښاریانو شهادت له چا هېر نه دی، تاسو رسنۍ هم باید خپلې حافظې کمزورې نه کړئ ، تاسو که د انتحار او انفجار دفتوا پوښتنه کوئ ساده درته وایم ما ضیاء مسعود ته په فرانسه کې وویل د سردار داود شرعي او قانوني نظام چې خلکو منلی و د هغه پرخلاف باندې مقاومت موجود نه و هغه چې د پنجشیر نه د داود پرخلاف مقاومت پیل شو زه له تا پوښتنه کوم چې ستا ورور ته احمد شاه مسعود ته کوم ملا فتوا ورکړې وه چې د یوه قانوني شرعي او پرامنه نظام پروړاندې ته بغاوت شروع کوې.»
د مجاهد تازه څرګندونې او په دې اړه د اسلامي جمعیت د څو تنو توند غبرګون، د دوه تنظیمونو خپلمنځي شخړه ګڼلای شو چې حکومت پورې هیڅ اړه نه لري، خو د رسنیو په نننۍ نړۍ او د خپلواک قضاوت له دریځه د دواړو لورو څرګندونې د پاملرنې او غبرګون وړدي او نه ښای څوک يي له څنګه ګوښه تېر شي.
طالبان هم د اسلامي جمعیت پشان یوه نګه ډله نه ده او په بېلابېلو وړو ډلګیو سره ویشلي او پاشلي دي. د طالبانو هغه کسان په تېره بیا چې په پخوانیو هغو پورې اړه لري او دننه په حکومت کې دي او یا وسلوال نه دي، د موجوده نظام سره دي او افغانستان کې په امن سره اوسیږي، باید د هغو طالبانو سره چې د سیمې او نړۍ د استخباراتو په مرسته او د هغو د ګټو لپاره د افغانستان او نظام په وړاندې جنګیږی، یوشان ونه ګڼل شي. عبدالحکیم مجاهد، ملا عبدالسلام ضعیف، وکیل احمد متوکل، سیداکبر اغا او داسې نور او یا حتی په وسلوالو طالبانو کې هغوی چې افغان دولت سره اړیکې ساتي او غواړي دولت سره یوځای شي، نه ښای له هغو طالبانو سره چې د افغانستان او نظام په وړاندې جنګیږي یوشان وبولو.
د اسلامي جمعیت او نظارشورا یوه لویه ستونزه دا ده چې نه غواړي دغه حقیقت ومني. خو هغه څه چې ډېر د خواشینۍ وړ دي، دا دي چې ستونزه یوازې په حقیقت منلو پورې هم تړلې نه ده بلکې سیاسي، قومي، سمتي او نورو ګټو جمعیتیان ړانده کړي، نو ځکه د افغاني ټولنې دا او یا داشان نور حقیقتونه په غړېدلو سترګو لېدلای او منلای نه شي.
د سولې عالی شورا نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د دې شورا د سلاکار عبدالحکیم مجاهد د جدې د درویشتمې نېټې څرګندونې، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت په یوه غونډه کې یې کړې وې، د ښاغلي مجاهد شخصي دریځ ښيي او نوموړي د دغه انستیتیوت په غونډه کې د سولې د عالي شورا د استازي په توګه ګډون نه و کړی.تاند»
همداراز کارپوهان وايي مخکې له دې چې د مجاهد د دندې په اړه حکومت پریکړه وکړي، لکه څنګه چې اجراییه ریاست يي سملاسي غواړي، لومړی باید د نوموړي خبرې ښې وارزول شي او بیا پریکړه وشي.
د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت په نارسمي غونډه کې د مجاهد څرګندونې چې د احمدشا مسعود په اړه يي کړي یوازې د هغه د نظر د بیان پتوګه ګڼلای شو او هر افغان داسې حق لرلای شي. داسې خبرو ته په هیڅ توګه د کابل، هلمند او کندهار د وروستیو پېښو سره چې جمعیت او نظارشورا يي د مجیب رحمان رحیمي او عطانور په خوله تبلیغوي، تړاو نه شو ورکولای. د مجاهد خبرې د دغو ولایتونو د وروستیو ټولوژنو قاتلانو ته هیڅکله د نجات پرښتې نه شي تعبیریدلای، بلکې نوموړي د برهان الدین رباني هغه نقل قول رااخیستي چې په ۱۹۹۶ کال يی طالبانو ته د کندهار له نیولو وروسته لورولای وو. دغه خبره نن ماښام هم مجاهد د ژوندون تلویزیون سره په خبرو کې څرګنده کړه او ويي ویل چې ځینو کسانو هغه سرچپه تفسیر کړي دي.
پوښتنه دا ده هغه مهال که برهان الدین رباني او احمدشا مسعود طالبانو ته د حکمتیار او بابا مزاري پر ضد د نجات پرښتي ویلای شوای پروا نه لري، خو که حکیم مجاهد او یا بل څوک په ۹۰ ومه لسیزه کې د رباني د سرخیلۍ لاندې چې احمدشا مسعود يي د دفاع وزیر وو، د۶۰ زره کابلیانو ټولوژنه د دوی پر مخ راباسي او د پوښتنې وړ يي ګڼي، رحیمي او د جرم د نورو شریکباڼو په خوله، طالب ګڼل کیږي او د عطا نور په وینا که دولت ورته سزا ورنکړي،« این فرد باید دستگیر شود در غیر این صورت مردم، خودشان اقدام می کنند.»
عطامحمد نور په خپلو خبرو کې حکیم مجاهد په دې هم غندلې، چې هغه احمدشا مسعود د پاکستان ګوډاګی بللی، خو عطا هیروي چې له طالبانو مخکې د ذوالفقارعلي بوټو او نصیرالله بابر د واک په مهال د ISI جاسوسي احمدشا مسعود راپیل او دود کړه. جنرال حمیدګل د افغانانو قصاب، د جمعیت او نظارشورا، د رباني او مسعود د واکمنۍ په مهال په کابل کې د دوی ستر سلاکار وټاکل شو.
پوښتنه دا ده چې ایا په پوهنیزه او څېړنیزه غونډه کې هم څو ک ریښتیاوې او واقعیتونه راونه سپړي؟
 ایا د ملي یووالي او نورو مصلحتونو د ساتلو په نوم هرې نادودې ته غاړو کېښودل شي او له تاریخي پېښو هم سرسري تېرشو او د څو تنو د خوښۍ لپاره تاریخ په بډه ووهو؟
 دا پوښتنه هم په ځای پاتې ده ایا عطا نور چې حکیم مجاهد د پاکستان په جاسوسۍ تورنوي، خپله د ایران او د نورو هېوادو له جاسوسي کړیو خوندي پاتې دی او نظر او عمل يي د هېواد د ملي ګټو په تله برابر دی؟
 جمعیتیان غواړي په دې وسیله، د خلکو پر خولو پلاستر ولګوي او که په دې اړه څوک نیوکه او افشاګري کوي د پښتون، طالب او پاکستاني جاسوس ټاپه پرې وهي.
همدارنګه جمعیتیان د ترهګرو او هغو طالبانو په وړاندې چې دولت سره جنګيږي، جګړه د افغان دولت او نورو افغانانو کار او زیار نه بولی بلکې هغه یوازې د ځان امتیاز ګني او په دې وسیله غواړي له دولت او افغان ملت څخه ځانګړې امتیازونه او ګټې د ځان کړي!
احمدولي مسعود د ولسمشر اشرف غني په هغه خبره چې غازي امان الله خان ته يي ملي اتل ویلای وو، توند غبرګون وښود، خو ولې «این فرد دستګیر نشد» که باید میشد!
مجیب رحمن رحیمي ولې زندان ته نه لېږل کیږي چې د افغانستان له هویت او تاریخه منکر دی او د افغان په نوم او هویت شرمیږي او په ورته وخت، افغان حکومت کې لوړه چوکۍ هم لري؟
 لطیف پدرام ولې له ولسي جرګې نه شړل کیږي چې یوه ملي ارزښت او ګټې ته ژمن نه دی، خو حکیم مجاهد باید د سولې د عالي شورا د سلاکار له پست څخه لیري شي چې د جمعیت او نظارشورا یو تاریخي جنایت يي راسپړلی دی؟
 په پوره ډاډ ویل کېدای شي، که حکیم مجاهد او یا ده پشان نور کسان د افغان حکومت سره کومه ستونزه هم ولري خو د افغان هویت، تاریخ او د افغانستان ملي ارزښتونو او ګټو سره هیڅ ستونزه نلري. خو له بده مرغه د مجیب رحمن رحیمي او عطانور پشا کسان نه یوازې افغان حکومت او واکمنۍ ته ژمن نه دي، بلکې د افغانستان له هویت، تاریخ، افغانیت او له نورو ملي ارزښتونو هم منکر دي او دا هغه څه دي چې د حکیم مجاهد او د نظارشورا او جمعیت ترمنځ ستر توپیر ګڼل کیږي او تل باید په پام کې وي!
اوس که افغان حکومت هم د پخوا پشان د یو بام او دوه هواو واکمني چلول غواړي، نظارشورا او جمعیت غیږ کې نیسي او نور له ځانه شړي، باید وپوهیږي چې نوره دا وړۍ نه شړۍ کیږي. بلخوا دولت باید د تنظیمونو خپلمنځي چارو کې د یوه په ګټه او د بل په زیان لاسوهنه ونه کړي.
همدارانګه که دولت هغه شمېر طالبانو سره چې سوله غواړي او یا تیار په کابل او د هېواد په نورو برخو کې سوله ییز ژوند لري او غواړي د افغان حکومت پر شاوخوا راټول واوسي ناوړه چلند وکړي، نو بیا به هغه طالبان څنګه روغې جوړې او سولې ته وهڅوي چې په یوه یا بله بڼه حکومت سره په جګړه بوخت دي؟
 په پورته لیکنه کې زما موخه له ښاغلي حکیم مجاهد څخه وچه ننګه او ملاتړ نه دی، بلکې له طالب ، جمعیت، حکیم مجاهد او عطامحمد نور او نورو څخه حقیقت معتبر دی او دلته باید د جمعیتیانو او نظارشورا هغه چلوټه ښکاره او افشا شي چې غواړی د طالب په نوم خپل هر مخالف وټکوي او ځان افغانانو ته ریښتیني مجاهد، د مفاومت ریښتیني لارویان او په پای کې د هېواد ریښتیني زامن په ګوته کړی!
د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۵ مه

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery