مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فهیم کوهدامني او که عبدالحکیم مجاهد مجرم دي ؟؟؟

سيد حسين پاچا

مجاهد خو د رباني خبره رااخېستې، سپکاوی يې نه دی کړی
فهيم کوهدامني له مولوي عبدالصبور سره يوځای پر غازي امان الله خان باندې د هغه په مخ کې پر يو گردي ميز د دقيقًا ((مطلق)) کافر حکم کړی. فهيم د دغسې حکم أهل نه دی. له اصولو ((اسلامي ارزښتونو)) يې عدول کړی او مجاهد خو تنها د رباني له خولې د هغه وخت نقل قول کړی

فهيم کوهدامنی :
جناب حضرت مولوي صاحب بزرگي کردند که کمتر اشاره کردند. ما ميگويم دقيقاً امان الله خان کافر بود.
کوهدامنی د خبرنگار د پوښتنې په ځواب کې وايی :
((ببين، هر کسی که با يک لغت از قرآن کريم مخالفت بکند کافر است. دراين هېچ شکی نيست که امان الله خان کافر نبود)).

مولوي عبدالصبور :
امان الله دلته د بيدينۍ او د سيکولرېزم او د لا دينيت رمز دی. علماو ته په کار دي چې دا بُت مات کړي.
زه چې امان الله خان ته بدعمله، فاسق، فاجر او ناکاره حکمران وايم، په دې حساب يې وايم چې هغه بې پرده گي، بېحيايي او برهنه توب په افغانستان کې قانونًا نافذولو.
مولوي عبدالصبور د فاسق کليمې په تعريف کې له فقهي او قرآني پلوه تېر وتلی. له قرآني پلوه فاسق، کافر، ظالم الفاظ مترادف معنی يې يوه ده ((کافر))، خو له فقهي پلوه مداوم د گناه ته فاسق ويلی شي ((نه کافر)) ان تر دې چې له فقهي پلوه د حديث پر بنسټ د هر فاسق وفاجر پسې لمونځ روا دی، خو له قرآني پلوه له فاسق ((کافر)) پسې نه. د جهاد په پلمه چور و تالان، د خلکو ښځې تښتول، شپږم پوړ ته ورپسې ختل، د معادنو، د شخصي ودولتي زمکو غصب، له واکه ناوړه گټه اخېستل له قرآني پلوه په حرمت کې راځي. حرام حلال گڼل او تداوم پر حرمت کفر دی. د حضرت علي شاړي د شمال ټلوالې پورې اړوند د گل کريم يو لنډه غر په ((والجمع بين الأختين)) کې سرغړونه کړې. همدارنگه د شهيد داود خان د مشروع حکومت په مقابل کې د نورو پر لمسون ((د خپل روا ومشروع حق لپاره)) پر درېواړو بُغاتو د هغه وخت د محکمې حکم لا پر ځای دی

که مجاهد پر نقل قول له سولې شوری ايستل کيږي، نو فهيم کوهدامنی و مولوي عبدالصبور هم له پدرام، حفيظ منصور، مجيب رحيمي او عطا له اجرائيه رېيس سره يوځای د مريم نجفي په دوسيه کې محکمې ته راښکل شي. يو څوک چې ځان افغان نه، بلکې بېگانه ((افغانستاني/خراساني)) بولي، نو ولې دولتي لوړې دندې او معاش واخلي؟ د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کال تړونونه چې چا کړي، چا چې د پوهنې، کورنيو، بهرنيو او دفاع وزارت ان د شهيد داود خان د روغتون او نور تړونونه کړي، د کابل بانک د غلو ډله او داسې نور

ماويستان، ستميان، اخوانيان + طالبان وداعشيان ټول د يوې سوړې ياران دي. استاذان او روزونکي يې يو د افغانستان دښمنې څارگرې ادارې د افغانوژنې او د افغانستان د بېثباتۍ او ورانۍ لپاره روزلي دي. هېښنده لا دا چې دوی جهاديان ومسلمانان، خو د idea والا او طراح يې بوټو بيا سيکولر سوشياليست وو. مولوي عبدالصبور چې امان الله خان يو سيکولر او بېدينه بولي، نو بيا خو بوټو او جناح دواړه سيکولر ول، نو څنگه بيا يو قايد اعظم او بل مسلمان او زموږ امان الله خان کافر شو؟ د نوموړي پر خبره چې امان الله خان د سيکولرېزم او لا دينۍ رمز دی، علماو ته په کار دي چې ((دا بُت مات کړي))، نو منحيث يو ديني عالم بيا څنگه د خپل يو بُت پرځای د نورو د غبرگو بُتانو عبادت کوي؟


Mohammad Ali Jinnah:
State of Pakistan has nothing to do with your religion.
Jinnah ate pork and drank whisky (all delicious things)

داسې ويل کيږي چې هغه يو مذهبي نه، بلکې يو سيکولر يا پر دين دومره پابند نه وو. د لمونځ پابند نه وو، روژه يې نه نيوله، د خوږ ((خنزير)) غوښه يې خوړله او شامپين Champagne يې څښل، خو ځينې بيا وايی چې ويسکي Whisky يې څښل. ان تر دې پورې ويل کيږي چې د خپلواکۍ ورځ په نمانځلو کې يې خپلو ملگرو ته د روژې مبارکې مياشت کې د غرمنۍ ويلي وو. پر دې هم خبر نه وو چې د روژې مبارکې مياشت ده. زموږ د خپلې ناپوهۍ او سرزورۍ نه د دوي سياسي تنخوا خواره ملايان نن د خپلو نظامي او څارگرو ادارو د ناروا او نامشروع غوښتنو سياسي فتواوې او منترونه پر موږ باندې پخوي. کوڅه ډب طالبان او چړيان يې له خپلو استاذانو ناخبره چې استاذان يې څو ځايه پلورل شوي؟ والله اعلم بالصواب


گردی ميز :
اما مردم افغانستان که برای امان الله خان به چشم غازی وبانی ای ازادی ای افغانستان ميبينند، چگونه ميتوانی که توهين برای مردم افغانستان وقانون اساسي افغانستان بکنی؟
-  ما خبر نيستم.
خبريال : ما خو خبر استم.
چطور از احساسات مردم خبر نيستی؟
مولوي عبدالصبور :
ما خو که خبر استم مردم پس امان الله خان قيام کردند، از شينوار قيام شد،از جنوبي قيام شد.
خبريال :
چطور وقتی که او استقلال افغانستان گرفته وشما منحيث يک عالم او را بيدين خطاب ميکنی؟
مولوي عبدالصبور :
چا چې د دې وطن استقلال اخېستی ولې هغه د تنقيد نه بالاتر شو؟ هغه له انتقاد نه بالاتر شو؟ پر هغې انتقاد نه کيږي؟ ولې هغه که بې پرده گي وبيديني رايج کوي هغه ته به موږ بد نه وايو؟ دا کوم پرنسيپ دی ؟ دا کوم اصول دي؟ که کسی که استقلال را گرفت، خلاصه او که هر چيز ميکند من او را تاييد کنم.
خبريال : نه.
اقای عبدالصبور، شما به عنوان عالم زير بيرق کدام کشور زنده گي ميکنيد واستقلالش امان الله خان گرفته وبانی ای استقلال افغانستان شما بيدين خطاب ميکنيد.
مولوي عبدالصبور :
زه په افغانستان کې اوسېږم. رياست، سټيت دولت ته وفادار يم. د افغانستان دولت ته، سټيټ ته، رياست ته او اساسي قانون ته وفادار يم. اشخاصو ته وفادار نه يم. اشخاصو ته زه وفادار نه يم. پر اشخاصو باندې زه د انتقاد حق لرم، د يو شخص يا شهروند په حيث.
خبريال :خو، مولوي عبدالصبور، شما امير امان الله خان را متهم به بيديني کرديد واقای کوهدامنی هم به کفر. فکر نميکنی که شما از اصول دين عدول ميکنيد؟
مولوي عبدالصبور : نه، نه من از اصول دين عدول ميکنم. تاسو د افغانستان ټول علماء راجمع کړئ، ټول علماء، حکومت دې يې راجمع کړي. که زما خبرې ته علماو غلطه وويلې، نو زه ديته تيار يمه چې زه اعدام شم او که زما خبره ټولو علماو تاييده کړه. دا اوس زه د علمای تنسيق علمای افغانستان ميټينگ ((غونډې)) نه راووتلم او چې راوتم علمأ پاسېدل او ما ته يې دوعا وکړه او راته يې وويل چې د مرگ تر حده پورې موږ له تا سره ولاړ يو او ستا دا خبره بالکل ديني وعلمي خبره ده.
مولوي عبدالصبور : ما خو دا خبره وکړه چې ما دا خبره د فتنې او د شر د ايجاد لپاره نه ده کړې. دا پينځه کاله يا څلور کاله چېرته زړه خبره ده او د يو سوال په ځواب کې ضمناً شوې وه. خو زه په خپله خبره باندې پښېمانه هم نه يم. امان الله دلته د بيدينۍ او د سيکولرېزم او د لا دينيت رمز دی. علماو ته په کار دي چې دا بُت مات کړي. او امان الله خان ته چې کوم وخت کې خلکو غازي ويلو هغه د اروپا له سفر نه مخکې وو.
خبريال : يعنی شما هم به مردم ميگويد که اين بُت شکسته شود؟
مولوي عبدالصبور : يک دفعه گوش شد. امان الله د اروپا د سفر نه مخکې به خلکو ته د غازي او د څه شي او څه شي خطابونه کړي وو، ډېرو خلکو ته خلکو خطابونه ورکړي دي، د اروپا د سفر نه پس څنگه هغه په يو لوی جلوس له کابل نه وشړل شو. هغه د ملت حمايت له لاسه اخېستی وو.
زه نه پوهېږم چې ده ته د غازي خطاب بيا وروسته چا ورکړی دی؟ او بيا ده سمبول چا جوړ کړی دی؟ دا د سيکولرانو سمبول دی. دا د ليبرالانو سمبول دی. دا د ازاديخواهانو سمبول دی. د افغانستان د علماو، مجاهدينو د صلحاو او د فقهاو او محدثينو لپاره يوه منفوره څيره ده.
https://www.facebook.com/AfghanTrendSetter/videos/924709900916306/

مولوي عبدالصبور :
زه په افغانستان کې اوسېږم. رياست، سټيت دولت ته وفادار يم. د افغانستان دولت ته، سټيټ ته، رياست ته او اساسي قانون ته وفادار يم. اشخاصو ته وفادار نه يم. اشخاصو ته زه وفادار نه يم. پر اشخاصو باندې زه د انتقاد حق لرم، د يو شخص يا شهروند په حيث.
خبريال :خو، مولوي عبدالصبور، شما امير امان الله خان را متهم به بيديني کرديد واقای کوهدامنی هم به کفر. فکر نميکنی که شما از اصول دين عدول ميکنيد؟

دا چې زموږ دغه مغز پرېمينځل شوی ديني عالم د نورو متعصبو پر لمسون دوکه شوی. ځان دولت و رياست ته وفاداره بولي نه اشخاصو ته چې دلته خپله د نوموړي خبره له برحال دولت و رياست له اساسي قانون سره په ټکر کې ده. اسلامي واخلاقي ارزښتو، د افغانستان اساسي قانون او هم مدني قوانينو ورته د درنښت حق ورکړی او ملت ورته دا حق ورکړی، نو بيا څنگه دی ځان دولت ته وفادار او شخص ته نه بولي؟

د متعصبو فاشستانو او د نورو څارگري سازمانونو پر لمسون زموږ مولوي صاحب عبدالصبور له خپلو هغه اسلامي واخلاقي ارزښتونو او له اساسي قانون نه سرغړونه کړې ده چې د خپل مسلمان پاچا په حق کې يې سپکاوی کړی دی. د اولوا الامر سپکاوی او نه اطاعات له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

که بالفرض امان الله خان د مولوي صاحب پر خبره يو سيکولر او د لا دينۍ رمز وبولو، نو بيا خو د نوموړي د مدرسې استاذان پروني جماعت اسلامي وننني جمعيت اصلاح آنلاين ولې د خپلو هغو دوو سيکولرانو او د لا دينۍ رمزونو او بُتانو ته درناوی لري؟ هېښنده لا دا چې خپل مشر بُت ته د ((قائد اعظم)) خطاب کوي. حال دا چې علماء دا وايی چې د قائد اعظم کليمه له پېغمبر عليه السلام پرته بل چا ته ونه کارول شي. بيا داسې يو تن ته چې هغه له اسلامي علومو سره هېڅ تړاو نه لري، نو بيا ولې د نوموړي استاذان هلته هغه مشر سيکولر يا ((بُت)) ته قائد اعظم او خپل مسلمان پاچا بيا د سيکولرېزم او لا دينۍ رمز بولي او لا وايی چې دا ((بُت)) بايد مات شي. له سياسي پلوه دماغ ((مغز)) پرېمينځنه نور څه ته وايی؟

دا چې نن د شمال ښکرور او د کابل اجرائيه رياست او د پنجشير شغالان د قاضي حسين احمد پر وينا ((چترالي ملا)) او د نظار شوری ډله پر خپلو کاغذي اتلانو د ښاغلي مجاهد پر نقل قول د دوی د خپل چترالي ملا خبره رااخلي او هغه نه شي زغملای، نو دوی به څنگه سبا ته د حکومت د سولې پروسې ته چې له حزب اسلامي سره يې شروع کړې او نورو طالبانو ته به څنگه د باور فضا رامينځته شي؟

مولوي عبدالصبور :
چا چې د دې وطن استقلال اخېستی ولې هغه د تنقيد نه بالاتر شو؟ هغه له انتقاد نه بالاتر شو؟ پر هغې انتقاد نه کيږي؟ ولې هغه که بې پرده گي وبيديني رايج کوي هغه ته به موږ بد نه وايو؟ دا کوم پرنسيپ دی ؟ دا کوم اصول دي؟ که کسی که استقلال را گرفت، خلاصه او که هر چيز ميکند من او را تاييد کنم.

دا چې زموږ مولوي صاحب د يو تبعه په توگه د وخت پر پاچا ځانته د نيوکې حق ورکوي، نو دا ډول حق بيا د شمال ټلواله ولې نورو ته نه ورکوي؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

دا چې بابر پنجاب ته په خپل دې چوپړ نه شرميږي او پرې وياړي او ښه په زغرده وايی، نو نن ولې د شمال ښکرور او د اجرائيه رياست له نورو سره يوځای د يو ملي مصلحت لپاره له دندې لېرې کوي، نو بيا خو دوې دېواړه پخواني او اوسني بُغات د خپل پخواني مسلمان پاچا امان الله خان او د اوسني هېواد مشر غني پر وړاندې د نورو سوشياليستو او سيکولرانو او د هغوی د نظامي او څارگرې ادارې او هم يې د ملايانو په لمسون داسې دوکه شوي چې د خپل مسلمان او د نورو د سوشياليستانو توپير نه شي کولی. دوی تر دې کچې وړانده دي چې وړمه ورځ د حقانيه مشر ورته فتوی ورکړې وه :

مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي
مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز (تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي

تر پرونه يې د جهاد اياتونه هغسې کارول، نن ورته دغسې فتواوې ورکوي. هبة الله وحقانيان يې بيا فتوی ته ناست دي. دا بايد په زغرده ووايم چې موږ ته د پاکستان د څارگرې ادارې پورې اړوند د دغسې پلورل شويو او استخدام شويو سياسي ملايانو هر ډول جهادي فتواوې هېڅ د توجيه او د اعتبار وړ نه دي.

قاضي حسين احمد :
درهنگام حکمروايى داوود خان دشمن پاکستان و اسلام، پس از آنکه استاد ربانى از راه مهمنددره به پاکستان رفت، شش ماه او رادر منزل خود، از حکومت آن وقت مخفى نگهداشته بود.

دا چې د مولوي عبدالصبور ملاتړې ډله جماعت اسلامي وجمعيت اصلاح آنلاين دي او د جماعت اسلامي پخواني مشر قاضي حسين احمد ته گورئ چې شهيد داود خان د خپل سياسي روا او مشروع حق لپاره د پاکستان او د اسلام دښمن بولي. که داسې وي، نو بيا خو بوټو وبابر وحميدگل، کرنيل امام، ضياءالحق، اسلم بيگ، اختر عبدالرحمان، ډگروال يوسف، مشرف، کياني، راحل شريف، نوازشريف، څارگره اداره او ټول سياسي ملايان د افغانستان و اسلام دښمنان دي.

زموږ د کاکا صاحب ترکتباره پښتون اسلامپال سياستوال چې داود خان د پاکستان واسلام دښمن بولي. مولوي عبدالصبور هم له همدغې چينله خړوبه شوی، نو بيا د بوټو او بابر په پورته روښانه وينا کې څنگه ځانونه مسلمان او داود خان د اسلام دښمن بولي؟

ښاغلي مجاهد د حکومت پرېکړې ته کوم غبرگون نه دی ښودلی، هغه د سولې په اړه يوه څېړنيزه غونډه کې ويلي وو "طالبان د استاد رباني په خبره تر هغه وخته د سولې پرښتې وې چې پر نژدې ټوله خاوره واکمن شول، د خلکو حافظې کمزورې نه دي د کابل د شپېته زره بې گناه ښاريانو شهادت له چا هېر نه دی، تاسو رسنۍ هم بايد خپلې حافظې کمزورې نه کړئ ، تاسو که د انتحار او انفجار د فتوا پوښتنه کوئ ساده درته وايم، ما ضياء مسعود ته په فرانسه کې وويل : د سردار داود شرعي او قانوني نظام چې خلکو منلی وو د هغه پرخلاف باندې مقاومت موجود نه و هغه چې د پنجشير نه د داود پرخلاف مقاومت پيل شو زه له تا پوښتنه کوم چې ستا ورور احمد شاه مسعود ته کوم ملا فتوا ورکړې وه چې د يوه قانوني شرعي او پرامنه نظام پروړاندې ته بغاوت شروع کوې."

((طالب د کابل تر نيولو او د نجيب تر اعدامه پورې -د استاذ رباني په قول- د سولې فرشتې وې، طالب يوه مقدسه طبقه ده، چې يو وار يې د روس په خلاف جهاد کامياب کړی، بيا يې د مجاهدينو گډوډيو ته پای اېښی او امنيت يې رامينځته کړی)).

دا يي واقعيت ويلی او کومه ستونزه پکې نشته. موږ مجاهدين هم په پيل کې پرېښتې وو او خلکو به راته دوعاوې کولې، خو نن راته ښېراوې کوي. نن چې د مجاهد او يا طالب و داعش نوم اوري نفرت راڅخه کوي، دا ځکه چې زموږ اعمال سم نه دي. همدې طالبانو ته به رباني ((ناراضه وروڼه)) ويل. همداسې کرزي او همداسې غني يې مخالفين بولي. له شک پرته چې طالبانو په پيل کې زموږ د مجاهدينو غوندې ښه سم کارونه کول، خو وروسته ترې خبره خرابه شوه. هغه وخت چې طالبان له حزب اسلامي سره چنگال او ښکېل ول، نو دوی څومره ستايل؟ ان تر دې چې د سولې پرېښتې يې بللې، نو دا چې وروسته دوی او طالبان سره چپ شول، نو دا بيا ځانله جلا داستان دی چې شروع کيږي.

دا چې د فهيم کوهدامني غوندې يو نگه اوباش، متعصب وفاشيست، نامستحق ونااهله دومره وړاندې ځي او ښکاره گستاخي کوي، نو ولې پر وړاندې يې پارلمان، سنا، ستره محکمه،اجرائيه رياست، د سولې شوری او ارگ تراوسه چوپ پاتې کيږي؟
فهيم کوهدامنی :
جناب حضرت مولوي صاحب بزرگي کردند که کمتر اشاره کردند. ما ميگويم دقيقاً امان الله خان کافر بود.
کوهدامنی د خبرنگار د پوښتنې په ځواب کې وايی :
((ببين، هر کسی که با يک لغت از قرآن کريم مخالفت بکند کافر است. دراين هېچ شکی نيست که امان الله خان کافر نبود)).

که د مجاهد نقل قول د رباني ومسعود په هکله سپکاوی وي، نو بيا ولې همدې دواړو جنرال حميدگل له ځان سره په ارگ کې دېره کړی وو؟ مشاور يې وو او ان د اردو د بيا جوړونې وړانديز يې ورته کړی وو، نو د څه لپاره يې زموږ اردو د همدې جهاديانو پر لاس ړنگه او منحل کړه؟ ان تر دې چې مسعود د پخواني حکومت د خاد ټول ليست ورته ورکړی وو. د غازي محمد اکبر خان تفنگه يې ورته ډالۍ کړه.
د أهل حل العقد په نوم يې پر واک باندې خېټه واچوله او جنگ تداوم پيدا کړ. سياف يې له اهل تشيعو سره په جنگ واچولو. د کابل د جنگونو تداوم او چور وتالان.

دوزخي حميدگل په ارگ کې دېره وو او قاضي حسين احمد په سروبي کې او د دوی ترمينځ يې د واک داسې وېشنه وکړه چې حکمتيار تر پايه ونه توانېده خپله څوکۍ اشغال کړي، نو اوس که يو څوک دا ناخوالې رايادوي، نو دا بيا د ماويست وستمي - اخواني سپکاوی دی؟

نااهله کوهدامنی په دې هم نه پوهيږي چې مخالفت له يوې کليمې ((لغت)) له قرآن کريم نه او له حکم نه څه شی دی؟ په داسې حال کې چې نوموړی صراحتًا سرسخته د پښتنو ضد معاند د قرآنکريم له دې حکمه هم خبر نه دی چې ((من شرّ حاسدٍ اذا حسد)) قرآنکريم موږ ته د شر له حاسد نه د ځان ساتنې سپارښتنه کوي. په کار خو دا ده چې سلام پرې وانه چول شي.

دی اوباش په دې هم نه پوهيږي چې نوموړي د ډلې اړوندان لنډه غر د شهيد ناهيد پسې له کوم ځايه راغلل؟ څه يې غوښتل او څه يې کول؟ که له نوموړي وپوښتل شي چې دا د جهاد وسله د خپلې جنسي تندې د ماتولو لپاره جايز ده؟ په اسلامي ارزښتونو کې خو ورته هېڅ مجاز نشته، که د ماويستانو او ستميانو او کارملي پرچميانو او د جمعيتيانو په اصولو کې وي درست ده ثبوت دې يې وړاندې کړي. که داسې نه وي، نو بيا دې لنډه غر او لوچک کوهدامنی امان الله خان او خپله ډله له رباني ومسعوده رانيولې تر خپل ځانه پورې د قضاوت په هېنداره کې وويني چې دوی خپله څه حکم رانغاړي؟

همداسې د کابل په خپلمينځي جگړو کې د شمال ټلوالې پورې اړند يو لنډه غر له يو کس څخه خپله مېرمن د نکاحنامې په پلمه ستنه کړې وه چې بيا شپږ مياشتې له خواريو وروسته يې څښتن ته خپله ستمي رباني ((چترالي ملا)) ورته په عرېضه ليکلي وو ((زنش بدهيد!)). دا خبر زما پر خپل لاس د ښاغلي زلمي هېوادمل تر مديريت لاندې په نويمو کلونو کې د ((وفا)) په اوونيزه کې ټايپ او خپور شو. دا چې مولوي عبدالصبور د ((لا دين لمن لا امانة له)) وايی او امان الله خان ته د دې حديث پر بنسټ بېدينه وايی، نو بيا دې ناروا ته څه پرتوگ وراغوندي؟ همداسې د جهاد وسله غصب، لوټمارۍ، د خپلو جنسي تندو د سړه ولو لپاره او د داسې نورو په زرگونو نارواوو لپاره. مولوي عبدالصبور دلته امانة څنگه تعريفوي؟
همداسې د دې حديث پر وړاندې چې د يو مسلمان درې شيان پر بل مسلمان حرام دي :
مال، نفس او ناموس، نو بيا مولوي صاحب دلته څه وايی؟ دا چوروتالان وغصب څنگه توجيه کوي؟ د معادنو او قيمتي کاڼو چورتالان څنگه توجيه کوي؟

همداسې په شمال بلخ کې د عطا پورې اړوند يو لنډه غر له يو کس نه خپله مېرمن په زور برمته کړې چې هغه دوسيه لا په محکمه کې ده. همدا اوس په ننگرهار کې بيا د شمال ټلوالې اړوند د حضرت علي پورې اړوند د گل کريم قوماندان يو بل لنډه غر په يوه شپه کې دوه خويندې ځانته نکاح کړې. په داسې حال کې چې ثبوت، شواهد او هېڅ ډول طبي معاينات ترسره نه شول او نوموړي له طلاق پرته يې په هماغه يوه شپه کې يې بله خور ځانته په زور يووړه او ځانته يې نکاح کړه، نو فهيم کوهدامني او مولوي عبدالصبور دا څنگه توجيه کوي؟ دلته خو له لفظ او حکم صريحًا تيری شوی. کوهدامنی دې دا ثابته کړي چې کوم ځای او چيرته امان الله خان صريحًا له يوې کليمې نه انکار کړی؟
که د مولوي عبدالصبور پر وينا د ((بې پرده گۍ)) خبره شي، نو بيا خو د رباني لور فاطمې رباني هم د خپل حجاب خيال نه دی ساتلی. نه يې جلباب شته نه يې خمار ((حجاب وټيکري))، نو ايا دا صراحتًا له ايات سره په ټکر کې نه ده؟

مولوي عبدالصبور د آغلې مريم نجفي په تړاو څه وايی چې د اجرائيه رئيس له لورې ورسره له هېواده بهر دوکه شوې وه. د ايټاليا صدراعظم ښاغلي Silvio Berlusconi د يوې کمعمرې جنۍ په دوسيه کې له دندې خلاص او له محاکمې سره مخ شو، خو زموږ نازولی اجرائيه د ښاغلي کرزي له لورې له هر څه بچ شو او ټاکنو ته هم ودرېده او نن هغه دی چې د نوموړي لپاره ورته اساسي قانون مات شو. موږ ته د جهاد له برکته هر څه بښل شوي دي. ((نحن ابناء الله و احباؤه)) موږ ته د جهاد له برکته گناهونه بښل شوي او نيکۍ مو سيده قبولې دي. عجيبه قضاوت؟

دې ناپړيتې ته گوره چې نوره نړۍ خپلې ستونزې په محکمه کې خلاصوي، خو موږ د طلاقو ستونزه په نيمه شپه کې د ملي امنيت په رياست کې د مرستې او خلاصون پر ځای وگواښله. عجيبه خانزه مشر او عجيبه د ټولو ملي - اسلامي او اخلاقي نورمونو خلاف پرېکړې، نو بيا د مجاهد څه گناه ده؟ د وخت ولسمشر چې خپل نافذه اساسي قانون ته دومره سپک نظره شي، نو له بل چا به سړی څه گيله وکړي؟ ښاغلي غني چا مجبوره کړ چې د دې اوباشانو د خوشالۍ لپاره اساسي قانون ورته تر پښو لاندې کړي؟ تر هر چا مخکې دې هېواد مشر غني او د ملي امنيت مشر اتمر دې لومړی خپله پړه او مسووليت ومني.

پايله :
ښاغلي غني او حنيف اتمر ته په کار نه وه چې د عطا او عبدالله په نغوته مجاهد له دندې گوښه کړي. که د مشرانو سپکاوی دومره مطرح وي، نو بيا فهيم کوهدامنی، مولوي عبدالصبور، پدرام، منصور او داسې نور ولې ازاد گرځي؟ ان تر دې منصور خو ثقافت اسلامي په هکله هم گستاخي کړې. موږ عملاً د پنجاب وتهران د دواړو ګاونډيو له لورې د نظامي وفرهنګي يرغل سره لاس وګرېوان يو.
دا چې مولوي عبدالصبور منحيث يو ديني عالم دولت ته درناوی لري، خو د دولت اساسي قانون ته درناوی نه لري، نو دا څه مانا لري؟ د وخت مسلمان پاچا ته سپکاوی له قرآني ارزښت سره په ټکر کې دی. پر امان الله خان نيوکه ((تنقيد)) د يو تبعه په توگه د ځان حق گڼي، خو بيا ولې د نورو نقل قول پر خپلو مايست او ستمي مشرانو نه شي زغملای؟
که مجاهد د رباني پر نقل قول له دندې گوښه د ملي مصلحت پر اساس وي، نو بيا خو غازي امان الله خان، محمد ظاهر شاه او شهيد داود خان ته د کافر نسبت د مولوي عبدالصبور، او بې ادبه کوهدامني او قاضي حسين احمد ته هم په هېڅ شان جايز نه دي چې پخپلو څرگندونو کې يې زموږ د مشرانو په حق کې کړي دي. همداسې پدرام چې غازي امان الله او احمد شاه بابا ته ښکنځل کوي، نو بيا د کوم ملي – اسلامي مصلحت له مخې ازاد گرځي او ولې له دندو نه گوښه کيږي؟
موږ مجاهدين وطالبان او نه ننني داعشيان نه پخوا پرېښتې وو او نه اوس پرېښتې کېدای شو. زموږ د سولې شوری روحاني و جهادي مشران د حکومت د ماليه پيسې نه ورکوي او د خپلو کورونو د کرايه پيسې له بهرنيو سفارتونو نه په زرهاو ډالره هره مياشت اخلي، خو ماليه ته بيا پلمې لټوو چې ګواکې زه د سولې لپاره کار کوم. حال دا چې په زرهاو ډالره معاش ترې اخلي او کار يې له نشت سره برابر دی. زموږ ايمان واخلاق تر دې کچې کمزوري شوي چې هډو حرام خوړل راته هېڅ باک نه ښکاري.
د طالبانو جنګ ته هم هېڅ ډول شرعي دک ودليل نشته. د حقانيه فتواوې موږ ته مدار د اعتبار نه دي. اولويت يې په سوله او مصالحه کې دی، نه د نورو په موخو او اهدافو په مخته وړلو کې.

په درنښت
سيد حسين پاچا

د افغانستان د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکيم مجاهد له دندې گوښه شو
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38627473
د سولې شورا: د عبدالحکيم مجاهد څرگندونې له موږ سره ارتباط نه لري
http://www.taand.com/archives/84157
اجرائيه رياست: عبدالحکيم مجاهد نور د سولې شورا غړی نه دی
http://www.pashtovoa.com/a/abdul-hakim-mujahid-dismissed-from-his-position-/3676915.html
د عطا او مجاهد لانجه "طالبان د سولې فرشتې دي"
http://www.pashtovoa.com/a/ata-noor-hakim-mujahid-taliban-afghan-government-/3675376.html

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery