مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انسان

وحید نورزی

 هغه خدای د میني ډکه پدیده ده چی د پیرزوینی او د زړه سوي د مانا بل نوم دی.

خو انسانان هم ډول ډول وی

الله ج ټول انسانان دي د وفا نه پرته دنیا ته په یو شان رالیږلي دي , خو په ډول ډول   رنګونو  , جګوالۍ ټیټوالۍ , ژبي , قومونه  , او هیوادو باندي یی ویشلی دی ٬

د دنیا ښه او بد , کړاوونه او کړکیچونه ټول د انسانانو د کړنو نتیجه  وی .

هغه انسان چی په سمي لاری باندی مزل کوي , ښي کړني تر سره کوی , خپله کټه د نورو په کټو کی ګوري , کوښښ یی د الله ج رضا وی  , او د آزار او اذیت په نامه کوم شی نه پیژني , دغسي انسانانو ته په عامه ژبه ښه او نیک انسان وایي او په ټولنه کی د هر چا خوښ  او د قدر خاوندان وی .

په ټولنه کی موږ داسی انسانان هم لرو چی خپل ځان هم نه پیژنی  خپل رب هم , بدو کړنو ته یی ملا تړلي وی , او د ښو کړنو په وخت کی یي د لټي او سستۍ ناروغي ونیسي , او د احترام په نامه کوم شی پیژنی هم نه .

داسي انسانانو ته په ټولنه کی ځای هم نسته او د ټولني وګړي د هغوی سره په ناسته ولاړه هم چنداني خوښ نه وي .  داسی وګړي د ټولنو او هوادونو د شاتګ اصلي او مهمه سرچینه وی .

د ټولني د اصلاح او پرمختګ لپاره لمړۍ باید د ټولني ټول وګري اصلاح  سی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery