مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2017-02-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امريکا د ملت نه مننه

زرغونشاه شينواری

 

د درې ورځو نه راپدېخوا د امريکا په ډېرو ښارونو کې د جمهور ريس ټرمپ د هغې پرېکړې پر وړاندې د امريکا د خلکو سختې مظاهرې روانې دي د کومې له امله چې د اسلامي هېوادو په ځانگړي توگه د ايران، عراق، سوريه، سوډان، سوماليا، لېبيا، يمن نه په راتلونکو کډوالو. د بنديز او سختې حکم ورکړل شوی.
د جنوري په ۲۸/۲۷ د جمعې او خالي په ورځو د نيويارک د جان اف کېنېډې، د لاس انجلس په نړېوال، هيوسټن، واشنگټن ډي سي او نورو هوايي ډگرونو کې په سلگونو مسافر د لږ وخت لپاره بنديان شول. په سلگونو تر پوښتنو گروېږنو لاندې راغلل او په لسگونو نور هم هغو هوايي ميدانونو ته بېرته واستول شول د کومو نه چې يې امريکا ته الوتنې کړي وې. دغې مسئلې په ټوله نړۍ کې يو حيرانونکی غبرگون راپورته کړ. حتی د دوبۍ، استانبول، قاهرې، مانيلا او څه نورو هوايي ميدانونو څخه د مسافرو د الوتکو په الوتنو او هوايي ترافيک کې د تصور نه وتلې ستونزې مېنځ ته راغلې.
د امريکا د متحده ايالاتو ملت په رښتيني مانا د يوه متمدن او مهذب ملت تر پړاوه رسېدلی ولس دی. پرته لهدې چې دې ته وگوري دا مسلمان دی، عيسوی دی، هندو دی يا يهود دی. مټې يې راونغاړلې، د امريکا په لويو ښارونو او سترو هوايي ډگرونو کې د شعارونو جنډو سره مظاهرو ته راووتل: د دوی دوو شعارونو په خلکو ډېره ژوره اغېزه وکړه.
لومړی د مهاجرو مه وارخطا کېږئ، مونږ درسره يو، دويم کډوالو امريکا ته هر کله راشئ، ستړي مه شئ.
د امريکا د متحده ايالاتو د حقوق پوهانو په وکيلانو يوې سترې ټولنې خپلو غړو ته لارښوونه وکړه. ولاړ شئ هوايي ډگرونو ته ورشئ.
د هغو ستړو ستومانه بنيادمانو لاسنيوی وکړئ چې د جمهور ريس ټرمپ د حکم له امله د سختيو سره مخ دي.
د امريکا د سياسي شعور څښتن ملت او بشرپاله ټولنې وې چې نه يواځې د زياتو هوايي ډگرونو څخه يې د بند او نظارت لاندې کډوال راووېستل بلکه د دې ملک ډېرو ځواکمنيو سناتورانو، د ولسي جرگې وکيلانو، څارنوالانو، قاضيانو او ژورنالستانو د خپلو خلکو او اسلامي هېوادونو څخه د راروانو کډوالو ملاتړ ته ملا وتړله، همدا علت و چې د يکشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ د ښاغلي ټرمپ د فرمان په رڼا کې ووييل: د گرين کارت او ځني ويزو درلودونکی له دغې حکم نه دباندې دی. ښه خبره دا ده چا چې په اوله ورځ د امريکايي ديموکراسۍ سرتمبه گانو ته يې څو څو گزه وړاندې پاټکونه اچولي. امريکا د دُنيا هغه هېواد دی چې د مُقننه، اجراييه او قضايه قواو تر مېنځ يې نه يواځې انډول ته پام کړی بلکې د قانون د تشريح اوتفسير خبرې د کولو واک د امريکا د عدالت او انصاف د قوې په واک دی.
سره د دې چې د بنديز په حکم کې د افغانستان نوم نشته مگر په امريکا کې د ځني افغاني وکيلانو سره د خبرو نه وروسته گټوره خبره به دا وی چې زموږ افغانان، خويندې او وروڼه چې د نړۍ د هرې برخې نه په هر ډول کاغذونو امریکا ته د ورتگ نيت لري مخکې د مخکې نه دې په اړوندو ځايونو کې د متحده ايالاتو د سفارتونو، قونسلگريو او هغو هوايي شرکتونو سره خبرې وکړي چې له دوی سره امريکا ته په تللو کې مرسته کوي.
په پای کې د امريکا د متحده ايالاتو د ملت نه ډېره مننه او د دوی دا بشرپال عمل به د  دُنيا په ټولو مسلمانو ملتونو کې د دوستۍ او ورورۍ نوی پيغام وي.


 

spozmai radio ipower aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery