مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-12   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دهلمندد امنيت په اړونداندېښنه!

ليکوال : حبيب الله غمخور
دافغانستان اجرايي رئیس دروان کال دجنوري پر ۳۱ دمطبوعاتو په خبره په بېړنی گوته هلمند ته سفروکړ .هغه پداسي حال کې هلمند ته لاړ او له امنیتي ځواکونو سره یې ولیدل چې وسله والوطالبانویووار بیا په دغه ولایت کې بریدونو ته زور ورکړی . عبدالله عبدالله د هلمند له امنیتي چارواکو وغوښتل طالبان تر پسرلي مخکې وځپي . عبدالله عبدالله په هلمند کې امنیتي مسوولانوته وویل چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې همږغي زیاته کړي او د افغانستان دښمنان د پسرلي تر رارسېدو وړاندې وځپي. ولې متاسفانه ښاغلی عبداله ته چا ونه ويل چي دهلمند امنيتی ځواکونه په کومومالی،مادي اوتخنيکی امکاناتو دپسرلي تر رارسېدودښمن وځپی ؟ داهغه دښمن دی حې نه يوازي دپاکستان لخوا حمايه کېږي بلکې ايران هم پدې هکله بې ساري مرستی کوي .دنړی په ټولوډله ايزو رسنيوکي هره ورځ اوروچې ايران په هلمند ،فراه ،هرات کي دجگړې اوافغان وژنې په دوام کي لاس لري. په هلمندکي له عادي سربازنه تر جنراله، له مرکزي حکومت نه سرټکوي چي دوي ته په ټوليز ه توگه لوژيستيکی امکانات نه رسوي . تاريخ شاهد دي چي دهلمند ولايت ددفاع په پوستوکي زموږ سربازانو داوبو دنه شتون له امله خپلې شاشې څښلې دخوړوخبره خوکه ياده کړو همدا ښاغلی عبدالله بايدوشرمېږي . پردې سربېره وايي دپسرلی تر رارسېدو وړاندي دښمن وځپی .ددې لپاره چې دښمن وځپی ددښمن دځپلو امکانات بايد ورته برابر سي . دې زلمودخپل هيوادنه دفاع کړې اوکوی،خوچارواکي داهيوادکله په يوه اوکله په بله بيه پلوری . موږ یې گورو چي دا ۱۷ کاله دهلمند سره دميرزی چلنداو برخورد سوی .ددې پرځاي چي دافغانستان دولتی مشرتابه دښاغلی عبداله عبداله په گډون له ايرانی اخوندانو نه په نړيوال ډگرکي پوښتنه وکړی چې ستاسو دالاس وهنه اودلته دجگړې تاو اخيستل ستاسودوعدو ،شعارونو،ښه گاوډېتوب اواسلاميت ضد عمل دی،دايرانی اخوندانودبريا هر ورځ تر تهران دلته په کابل کښي په شانداره مراسيمو لمانځي .که پاکستان دډيورنډ دکرښی په پلمه اوتاسو دهلنمد داوبوپه پلمه دجگړې دوام ته لمن وهی، متاسفانه دا ايران پلوه چارواکي وايي په هلمند کي تر پسرلی دښمن ته ماته ورکړی،کوم دښمن ته ؟ هغه دښمن ته چې دعبدالله عبدالله په گډون بې شمېره اوسنيواودکرزی درژيم چارواکوته ايورولېږي؟ دابېچاره سرباز څنگه او په کوموامکاناتودايرانی اخوندانوروزل سوی اوترغاښو په پيسواووسلوسمبال ته ماته ورکړي؟ په ټول هيوادکي دټولوسياسي گوندونو،ملي شخصيتونواودغرب په خبره مدني ټولنو اوپه ټوله نړۍ کښي دفرهنگی ټولنونه غوښتنه کووچي په هلمند کي دايراني اخوندانو دجگړه ايزي جبهې پر وړاندي خپل ملی او انسانی دريز او نفرت څرگندکړي .موږ چي ورته گورو دا ډول کړنې به زموږ دهيواد دزياتو ولايتونو داوسېدونکوپروړاندي يوغيرانساني عمل اودجگړې داوردېگدان ترډيره تازه اوتود وساتي . هيله مو داده چې افغانان په يوه اواز پردې تپل سوو دولتی چارواکو اونړيواله ټولنه فشار راوړي اودايران لاسونه دهمدې نړيوال فشارله امله زموږ دولس له گرېوان نه لنډکړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery