مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د زیږیدو نه مخکی د بچی د جنس معلومه ول

ایوب خان دل یار

 

د زیږیدو نه مخکی د بچی د جنس معلومه ول
 مور کیدل د هری ښځی د ژوند یو له زیاتو تلوسو هیلو ارمانونو احساستو یادګار او خوښیدونکی تجربه ده
 چی ښځه حمل داره (امیندواره ) شي چی څونه هم بچی د مور په حریم کی لویږي هم په هغومره اندازه د مور سره د بچی احساس ذمه واری او مینه په زیاتیدو شی
 د امیندواری په وختونو کی یوه ښځه له ډیرو مرحلو څخه تیریږی
 هر لګ وخت په تیریدو څه ناڅه ناروغی ورته پیدا کیږی او ګڼ شمیر مایناتو (ټیسټ)او کله ناکله هم تلویزونی مایناتو ( الټراساونډ )ته ضرورت پیدا کوی چی باید ویکړی
 تلویزوني ماینات معلومه ولی شی چی ایا ماشوم په سمه توګه وده کوی که نه او یا ماشوم مو نورمال او یا هم د ماشوم ټولی اعضاوی په سمه توګه کار کوی که نه
 خو له هم دغه سهولت نه ډیری ناوړه ګټه استعمال هم کوی
 څنګه چی د ماشوم جنس معلومه ول هم شامل دی
 مونږ په داسی یوه ټولنه کی ژوند کوو چرته چی نارینه اولاد ته لومړیتوب ورکوی د زنانه وو په نثبت
 اکثره مور پلار هیله لری چی هر رنګ وی خوچی زوی نارینه اولاد مو وشی
 هغه د خپلی هیلی د حاصلولو لپاره پوره پوره هسي هره خواری ګالی او کوشش یی هم دا وی چی نارینه اولاد لاسته راوړی د ملا دم تاویز زیارتونو ته تلل خیرات صدقه کول او له چا څخه دعا غوښتل او دیته ورته ډیر شیان کول چی زمونږ په ټولنه کی عام او زیات رواج دی
 خوچی کله هغوی ته معلومه شی چی زوی نارینه نه لور ښځینه اولاد مو پیدا کیدونکی ده
 هغوي بیا د شنډه( سقط ) په لاره کی نه ډاریږی
 د څه طبی کړیو روزونکي تر دغه پوری منی چی تلویزونی مایناتو تر اختراع( ایجاد ) له شروع سره په ډیری چوپتیا سره یو پټ جرم ته د پراختیا شروع هم شوی ده
 نو له دی وجی د شنډیدا (اسقاط حمل) سقط ( ) کی په ډیره کمه فیصدی زیاتوالی راغلی ده
 د اميندوارۍ پر مهال خپګان
 د ماشوم د پیدایښت نه مخکی د هغه د جنس معلومه ولو د مخالفت یوه وجه دا هم ده . چی اکثره ښځي د جنس معلومه ولو نه بعد له زیات خپګان سره مخامخ کیږی
 چی کله یوه ښځه مور جوړیدونکی وی یعنی امیندواره وی . نو د بچی او مور تر منځ اړیکی جوړی شی
 نو په دی دوران کی مور له ماشوم سره یو بدنی اواحساساتی اړیکی کلکی مظبوطی کړی
 نوچی کله مور ته یی معلومات وشی چی په خیټه( ګیډا ) (نس )کی می زوی نارینه اولاد ده یا لور یا


 ښځینه اولاد ده. نو دا اړیکی داسی ښکاری چی کمزوری دی.نو په دی اړیکو کی خنډ منز ته راتلونکی ده
 په ځینو ټولنو کی اوس هم د ماشوم جنس مور زمیواره بولی
 میړه او کورنۍ او چیرچاپیرا خلک د زوی د پیدا کولو ډیر ټینګار پرښځینوو باندی کوی چی په حقیقت کی پر دوی هیڅ ټنګار ته ضرورت نشته
 ځکه چی ساینسی تحقیقاتو دا په ډاګه کړی چی د ماشوم د جنس اړیکه په مور پوری نه بلکی له پلار پوری وی
 نو چی کله له تلویزونی مایناتو دا ثابته په ډاګه معلومه شی چی زیږیدونکی ماشوم نارینه ( زوی )نه بلکی لور)ښځینه ده نو د ټولو چلند ورسره په بدلیدو شی .چی د ښځینوو پریشانی خفګان نور هم ورسره اظافه کیږی . د زیږون پر وخت راتلونکی خپګان ډار( ویره) ذهنی فشاراو اندیښنه سره په ګډه د مور او ماشوم د دواړو لپاره د خطری نه خالی ندي
 او ډیر منفی تاثیرات له ځانه سره لری
 خو د دخه بر عکس د جنس په اړه د معلوماتو د ورکولو د ملاتړي په دی باوری دی چی د جنس په اړه معلومات حاصلول د مور پلار حق جوړیږی دوی باور لری چی که چرته مور پلار او خاص کر مور د جنس په اړه مخکی پوه شی نو خپل ځان د ذهنی فشار او خپګان لپاره اماداګی نیولی شی او دوی دا هم وایی چی ښځو ته دی د خپل بچی په اړه هر قسم معلومات شریک شی او دوی دی دا خپل بچی په حقله خپل ټول اختیارات او خودمختاری ورکړلي شی
 خو زما په اند ( خیال )که چرته میندوو ته د ماشوم د جنس په اړه معلومات ور نکړل شی نو په خپګان او ذهنی فشار به اخته نشی
 زما په خبره د مور له حقوق نه زیات د دي او دا دی دا راتلونکی
 ماشوم صحت ته ډیره پاملرنه او زیات خیال ساتل په کار دی
 نو دا دی لپاره دغه پټ راز دی راز پاتی وی .او ډاکټر( طبیب)د خپل ټول پام د مور او ماشوم پر صحت باید تمرکز وکړی نه دی ماشوم په جنس
 پرمختګ د جنسي تبعيض
 د ماشوم د پیدایښت نه مخکی که د جنس معلومات وشی نو په د ترتیب په کورنویو کی د تبعیص پراختیا پیدا کیږی یعنی په ټولیزه توکه په ټولنه او چاپریال کی په ټولیز فکر منفی اثرات غورزی
 مونږ چی په کومه ټولنه کی د ژوندون ساه اخلو هلته د یوی لور پیدا کیدل داغ دی يوه خړه پړا مفکوره خیال کیدلی شی
 وایی چی په سړو د کورنی نوم پروت وی د سړی نوم چلیږی نو ځکه د هر یوه دا هیله وی چی په کورنی کی څومره زیات زامن وشی نو هغومره یی د کورنی نوم له زیات ورسره زلیږی او مشهور کیږی نو دا جنس تعبعیص( تعصب) نور پراخوالی او زیات والی مومی بلاخیره د کورنی تاوتریخ والی عمده لامل او وهل تکول او د کورنی تر منځ او میړه او ښځی تر منځ علیحدکی بیل والی او نور کڼ شمیر ناخوالی د جنس د تبعیص تعصب لامل دی د یوه سیړنی له رویه د ټولی نړی څلورمی حصی ښځو په دوی د کړی ظلم تشدود وهل تکول او نور ظلمونه هم دا دی زوی نه پیدا کول یاد کړی دی
 په داسې حال کې
 جنس پرستی له بیخه ویستل خورا وخت ته ضرورت ده
 خو د پیدایښت نه مخکی که جنس زوی یا لور پټ وساتل شی نو د تعبعیص تعصب) لپاره اخستل شوی خطرناکی لاری چاری تر یوه حده راټیټی دی شی
 نو د تلویزونی مایناتو (الټراساونډ )که د ماشوم د جنس د معلومه ولو پر ځایی مونږ د مور او ماشوم د درملنی (علاج ) تداوی د هدف له پاره وکاروو نو غوره او بهتره به وی او هم به مو تر یوه بریده د تبعیص مخ ډب کړی وی او بل به مو د تاوتریخوالی مخنوی کړی وی او یوه صالمه ټولنه به ولروو
 ژباړه
 په یو کم څه توپر سره


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery