مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اپــلاتـون او لــیـنــین مقـایــسه

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکــیار



مارچ ۲۰۱۷
zirakyar1234@yahoo.com

اپــلاتون (۴۲۳تر  ۳۴۸  ق. م.) په  خپل «جمهـوریـت» نومې  لیکـنه کې د لـوستــونکي پـــام   «د سمڅې (غار) حکایت»  ته  راګرځوي:  دلته  اپلاتون غواړي چې د انسان په وضعه باندې د روڼ  آندتیا او حقیـقت اغیز ته ګوته ونیسي. صحنه داسې ده  چې د زندانیانو یو ګروپ  ځانونه د  تولد په مهال شل  (فلج) کړي دي، د  سمڅې دېـوال  ته ګوري او سیوری ویني. د  اپلاتون دغه  افسانه د  ۲۱  پـیـړۍ   د  بریښنایـیزو مطبوعاتو واقعیت  تمثیلوي  چې  زموږ په  شعور(حقیقت او واقعیت)  اغیز اچوي.  میــډیا  (رسنۍ) د  ټولنې   د  نورو څیرو په شان  په مادي-اقتصادي هدف  راڅرخي. یعنې هغه څه باید تولید  کړي چې په ولس  یې  پلورلی شي. په  دغه ډول  استهلاک کې
د واقعـیت  مشروعـیت سولــیـږي او  پنچـر کيـږي! دغه حالت د اپــلاتون  د  سمڅې حکایت ته  ورته دی چې فـلج  شوي  انسانان پکې د   سمـڅـې ديوال  ته  ګوري او سیوری ویني، نه  رڼــا! په بله  وینا، په واقعیت کې اوس زموږ  فکر او شعور برمته (یرغمل) شوي دي.
په ایران کې  د خمیني د اسلامي جمهوریت رامینځته کیدل(۱۹۷۹) د اپلاتون فیلسوف پاچاهانو ته ورته  برېــښي. ښایي خمیني  به د  اپلاتـون  «فیلسوف پاچاهان» لوستلی وي؟ په  افــغــانسستان  کې د  جهاد په مهال (۱۹۷۹تـر  ۱۹۹۲) هم د «اهل الحل والعقـد» موضوع  راولاړه شوې وه. خو د امریکې له خوا  د افغانستان په اشغال سره(اکتوبر  ۲۰۰۱ تر  اوسه) د  اهل  الحل والعــقـد موضوع  کډواله شوه او ځای  یې د مجاهـدينو  مـاڼـیــو او  ارتو جایـدادونو  ونیو. د اشغال  شوي  افغانستان په  حکومتي ماشین کې  د  لوړو رتبو علاقمندان باید لږتر  لږه د  ماسټرۍ علمي  درجه ولري. دغه ډول درجې د  شل- دیــرش زره   ډالـرو په مقابل  کې  له  پــوهـنـتون  وزمه دُکانونو نـه  رانـیـول  کيـږي. په دې ډول  د ماڼــیو،  جایـدادونو او وسلو چـورواکان په غلط ډول  د اپـلاتون د فیلسوف  پاچاهانو شرط پوره کوي او جمهوریت په چل ول چلوي.
د اپلاتون په آنـد سرواله پټه بایـد عالمه او منوره (فیلسوف  پاچاهان)وي! ولاد میر لینین( ۱۸۷۰  تر  ۱۹۲۴)  روسی کمونیسټ، انقلابي، سیاستوال، سیاسي مفکر او  د پخواني شوروي اتحاد (۱۹۱۷ تـر ۱۹۹۱ زیـیــز)  بنسټ ایـښودونکی و. مهم سیاسي اثـار  یې دا  وو: څه باید وشي؟(۱۹۰۲)؛ دولت او انقلاب (۱۹۱۷)؛ اِمـپریالیزم د پانګوالۍ جګ پـړاو(د ۱۹۱۶په نیمایي کې بشپـړ شوی، د ۱۹۱۷ په  نیمایي کې خپور شوی و. دا هغه وخت  و  چې د کپیټلسانولومړۍ  نړۍ واله جګړه روانه وه)؛ د اپـرېـل تیزېـس (د ۱۹۱۷ د اپــرېـل په ۷ په پـروډا اخبار کې خپور شوی  و).
 که اپلاتون د خپلې مفکورې لپاره «اکاډیمي» (پوهنتون )جوړ کړی  و، لـیـنــیـن خپل «بلشویک ګوند»[د اکثریت ګوند] جوړ کړی و. د  اپلاتــون او لیـنــین مفکورې توپـیـر لري، خو دواړه ورته والی هـم لـري!  دواړو  خپل  هـدف ته د رسیـدلو لـپاره لارښود سازمان ته  ډډه لګولې وه:  اپلاتون  له اکاډیمۍ (پوهنتون) نه کار اخیست چې فیلسسوف پاچاهان (واکمنان) وروزي، او لیـنــیـن  د خپلې مفکورې (کمونيـزم) د  عملیاتي کولو لپاره «لار ښود ګونــد» (أوانـتـګارډ  پارټي) راووېـستله. د  روسیې د انقلابي اوښتون په مهال(۱۹۱۷)، باید هلته «د کارګرو انقلابي استبداد»  بـر لاســی  وي.  اپلاتون په دې هـم غــږېـږي  چې څه  شی عادلانه دی، او څه شی نـه دی! اپلاتـون موږ  ته وایي چې سالم روح عـدل ته  لار پرانیځي.  لیــنـین ته د  اپلاتون په  سترګړیو(عینکو) کې کتل زموږ لپاره ناشونې هڅه ده؛ ځکه موږ نه پوهیــږو چې لـیــنـین د عادل روح  خاوند و، که نه و؟!  د «اپرېل  تـیزیس» (اپرېل ۱۹۱۷) له  لارې،  لیــنين د روسیې اکثریت ته  مخ ورواړاوه  او په دې  ډول  یې  «موقت  حکومت» ړنګ کړ. هغه  ژمنه کړې وه  چې عسکر به له جنګ نه راوباسي،  بزګرانو  ته یې ویلي وو چې زمکه به ورکوي، او کارګررانو ته یی ویلي  وو چې  کارګرې طبقې او بې وزله بزګررانو ته  به  قــدرت  ورسپاري. خو کله چې  لینین د قدرت په  ګدۍ کښیناست، قــدرت هغه  ته د نــږدې ډلې په لاس کې ولــوېـد. که اپـلاتون  په  خپل ژوند کې  د  لیـنـین ژمنې او عملي  سیاست  لیدلای وای، د هغه روح  ته  به یې دعادلې  په  سترګه نه  وای کـتلای.
د اپلاتون په ښار کې درې ډلې انځور شوې دي: امدادي قدرت، ساتونکي (محافظین) او کارګران. امدادي ډله د امنیت مسولیت  لــري، کارګـران د عایداتــو  مسولیت لـري اومحافظین فـیلسوف  واکمنان دي. د ولادمیر لیـنيـن  د واکمنۍ  د مهال په  روسیه کې  هم دغه جوړښت ته  ورته  نظام  لیدل کیـږي: لینین او بلشویک ګونـد  د محافظینو(فیلسوف واکمنانو) مقام لاره، کارګرانو او بزګرانو پیسې او غله(خوراکي مواد) تولیدول، او  په امدادي قوه* کې استخبارات راتللی شول. توپـیر  په دې کې لیدل کیـږي چې د اپلاتون  په نظام  کې  امدادي قوه د ټول ښار په ساتنه کې بوخته وه،  او د لینین امدادي(استخباراتي) قوه پخپله د لینـیـن او  د هغه د  ګونـد  په خدمت  کې لګیا وه. د اپلاتون په نظام  کې باید واکمن(فیلسوف پاچا)د خپلو هیوادوالانو(اتباعو) په  خدمت  کې وي،  نه د  قـدرتمندانوپه خدمت  کې. ویلی شو  چې اپلاتون  به د  لـیـنــین د  چـکا(استخباراتي ماشین ) سره  په ټکر کې وای ځکه دغه استخبارات د  قدرت د خاوندانو په  خدمت کې وو، نه د بې  قدرت  ولس.
*) Auxilaries
د لیـنـینن  او  اپلاتون تر مینځ یو ورته والی هـم لیدل کـیـږي: لينـین د خپل  ولس  د ښـیګـڼې لپاره په لومړي پــړاو کې په پوهه کوټلي ګونـد(اوانـتګارډ پارټي) ته اړتــیا لیدله. ټولـټـال د اپـلاتون په نظربه لیـنــین  یو منظم واکمن و، نه یو عادل واکمن. که اپلاتـون په خپله مسوده (فیلسوف پاچاهان/واکمنان) کلک ولاړ و، همغـسې لـیـنـین په «أوانـتګارډ ګوند»  او «ډموکراتیک سـینټـرالیزم» ویاړ کاوه. دواړو  دولتي تشکیلاتو  څه  نا څه ورته والی لاره،  خو  د تشکیلاتو وظیفې په هرنظام کې بل  شان  وې. د اپلاتون په جمهوریــت کې بایـد پاچا(واکمن) نارینه وي، د لـیـنـین په نظام کې په دغه اړه څه  نـشــته. خوعملا  د  شوروي اتحاد ټول مشـران ناریـنه  وو. په دواړو نظامونو  کې  روزنه په تنکي ژوند کې پــیلــدله.
          


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery