مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2017-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مورنيو ژبو نړيواله ورځ او د پښتو سره نړيواله دروغ

نذر بړېڅی


 تېر اتلس کالو رائستې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ، راسي او بېرته ولاړه سي، هر کال دغه ورځ په پاکستان کي محکوم قامونه ورځ د تقريرونو تر حده پوري لمانځي، په ورځپاڼو کي عکسونه راسي. او خپل اولس ته شايي چي موږ خو د مورنيو ژبو خواخوږي پښتانه يو. هيڅ يو چاته دغه معلومات او پوهي نۀ ورکول کيږي چي د پښتو تاريخ څه دی. چا د پښتو لپاره کار کړی دی. پښتو ولي خواره ده. نن هم په دوو هيوادو کي په لوی اکثريت پښتانه اوسي په کروړونو پښتانه پښتو وايي، خو پښتو نۀ ليکلی سي او يې لوستلی سي.اخر د دې لامل څه دئ؟ څه مسئله راپېشه ده. هغه کومه ستونځه چي د اوارولو او ختمولو لپاره څه کول په کار دی؟ دغه هيچا ته نه ده معلومه يواځي په يويشتم فروري پښتو پښتو وايي خو بېرته په خپله هغه زړه لاره باندي روان سي. هيڅ هدف نه سته او نه د تېرو وختو حالاتو د يو بل سره شريکېدل سته. بلکې پښتو دعوه کوونکي هڅه کوي چي ځان خلاص کړي. او تاوان پر بل واچوي. ليکوال، شاعر، دانشوران، خپل په بې هيسي باندي ژاړي چي څوک موږ ته موقع نۀ راکوي. چي خپل نظر وړاندي کړو. يا څه زده کړو. اکيډمي يو داسي نوري ادارې د خپل مالي حالاتو فريادونه کوي. هغه هم اوس د پخوا په شان نۀ دئ بلکې اوس خو خپل بلډنګ، بجټ او داسي نور وسائل هم لري خو بيا يې څه پرمختګ نۀ ښکاري. پښتو ژبه که څه هم په ګوګل کي ثبت سوه. خونن د نړۍ په هر ګوډ کي که څوک د کمپيوټر د لاري وغواړي پښتو ژبه، تاريخ، ادب پيدا کولای سي، خو د پخوا په شان په پښتو مينان به ډېر کم وي.
 د پاکستان په دوو صوبو (ايالتونو) کي پښتانه په بشپړه اکثريت سره اوسېږي، خپل حکومتونه لري، خپله حکمراني کوي، خپل بجټ او وسائل لري، د اتلسم ترميم پس د قانون سازي اختيار هم لري. چي د خپلي مورنۍ ژبي لپاره کار وکړي. خو اراده نسته بې ننګي غالبه ده، سياست د جديد او ټيکنيکل درواغو رنګ اخستی دی. که څوک ښه او د يوويشتمي پېړۍ ټيکنيکل درواغ وايي هغه اوس ځان په روان سياست کي پټ کړی دی. او د درواغو په تالاب کي خپل لمبېدل کوي. ځکه پښتون سياست د پښتانه په نامه اقتدار ځان رسول دي، بيا پښتو په مارکيټ کي د خرڅولو لپاره د يو لوی بې پاري په شان ځان معرفي کړي او ذاتي مراعات اخلي. ډېر کم پښتانه ليډران به وي چي خپله پښتو به ساتي،پښتو به کوي، د خان شهيد د کورنۍ په شان به پنځه نوري کورنۍ وي، چي په خپلي پښتو باندي ولاړ دي. په هغه کي هم په خپل ګوند کي به يې په پښتو باندي ملنډي وهي. دلته په جنوبي پښتونخوا کي په پښتو باندي ډېر لوی جهاني، درواغ او ملنډي په حکومتي کچه باندي وهل کيږي. ډېر داسي غټ غټ درواغ د پښتو او پښتانه سره وهل کيږي. په تاريخ کي پښتانه حکمرانانو په خاص توګه په جنوبي پښتونخوا کي د پښتنو په پښتو باندي خپل کاروبار کړی دی، سياست يې کړی دی، خو د پښتو سره يې جفا کړې ده. په پښتو باندي يې نړيوال درواغ ويلي دي، چي خيانت يې کړی دی، چي په هغه کي ځيني غټ غټ چي ما په خپله ژوند کي ليدلي دي. چي په دا لاندني ډول باندي دي:
لومړی درواغ: لوی درواغ په 1990 کي صوبايي حکومت په تعليمي ادارو کي پښتو، بلوڅي او براهوي ژبي د يوه ايګزيکيټو حکمنامې په بڼه کي په تعليمي ادارو کي مورنۍ ژبي د يو مضمون په توګه پيل کړل سوې. څلور کاله پس چي پښتون او بلوڅ قام پرستو ګډه حکومت جوړ سو دغه مورنۍ ژبي د تعليمي نصاب سره ووايستل سوې بېرته اردو او انګريزي د پخوا په شان پاته سوې. بيا مختلف حکومتونه په وجود کي راغلل هغو خپل خپل ايجنډې باندي کار کوئ. قام پرستو په خپلو سياسي سلوګن کي مورنۍ ژبه د هتيار په توګه استعماله کړه. قام يې جذباتي کړ چي پښتو ژبه زموږ حق دئ، جلسې جلسونه مظاهرې او ليکونه به کيدل هرکال يوويشتم فروري د قامي مرام په توګه لمانځل کيدله. قام ته به يې د پټو سترګو باور ورکوئ چي پښتو ژبه به تدريسي ،سرکاري او دفتر ژبي ګرځول کيږي. قام ملګرتيا ورسره وکړه. د هر څه سياسي تعلق پرته د پښتانه او د پښتو په نوم يې د صوبې حکمراني د پښتون بلوڅ قام پرستو ته په لار ورکړه. لالا ګان او ماما ګان يې ټول وزيران کړل خو پښتو يې بيا په مارکيټ کي  په وزارت او شخصي مراعاتو باندي سودا کړه. قام ته يې بيا روايتي سياسي درواغ ور څرمه کړه. او ځان يې د جمهوريت عالمي چمپيئن او د نړۍ ټولو قامونو ژبو ټهيکيداران جوړ کړل. صوبايي اسمبلۍ د پخوا په مقابل کي يې چي د صوبې درې ژبي وې، قامي ژبي وې، دغو د پښتو او د بلوڅو مينانو اووه ژبي ځيني جوړي کړې. ولي چي اقتدار به کوي، وزارت ته خوندي ساتي د دې لپاره به د خپلو بادارانو خيال به هم ساتي په اسمبلۍ کي به يې د اوه ژبو بل پاس کړه چي د پښتو، بلوڅي او د براوي ژبو پر څنګ سندهي، پنجابي،سرائيکي، او فارسي ژبي يې زموږ د صوبو قامي او مورنۍ ژبي وګرځولې. په پنجاب کي سرائيکي او پنجابي ته په قانوني توګه د صوبې او قامي مورنۍ ژبو حق تر اوسه د پنجاب جمهوري اسمبلۍ نۀ دئ ورکړئ. خو د زيبا بلوچستان او د پښتونستان لالا ګانو په پښتو بلوڅ صوبه کي پنجابي سرائيکي ژبو ته په سرکاري توګه د قامي ژبو حق ورکړ. په ټوله صوبه کي فارسي ويونکي سړی نسته، خو د ايران د خوشحاله کولو دپاره يې فارسي ژبه د دې صوبې قامي ژبه وګرځوله. دا خبره خو سمه ده چي سياسي مجبوري به دي وي پارټياني د اقتدار لپاره ډېري سودا بازياني کوي. خو پښتو ژبي ته دي کوم حق ورکړ. په لومړي کال د پښتو يوه قاعده د لومړي ټولګي دپاره د يو شمېره غلطيانو سره چاپ سوه. څو مياشتي سياست پر اوسو بېرته دغه قاعده ورکه سوه. تر نن چا نۀ ده ليدلې، او نه به يې څوک وويني، په کال 2018 کي به په بازار کي په دغه قاعده کي لالا ګان پکوړې اخلي. او دغه قاعده به په ژبه څټي چي څومره کاروبار مي درباندي اوکړ، هيڅ Bi Laws او قانوني تحفظ نسته. چي د مورنۍ ژبو به په تعليمي نصاب، کميشن امتحان، د بورډ امتحان او نورو امتحاناتو کي به څه حيثيت وي او سرټيفکيټ به يې تر کومه حده قبول وي. دغه يې د قام سره دويم فراډ او درواغ وو چي يو کال به يې نور هم دوام ورکوي او قام ته به وايي چي موږ خو پښتو ژبه دفتر او تدريسي ژبه وګرځوله دا به صرف په اولسي غونډو کي دغه درواغ ويل کيږي. په کال 2014پښټو قاعده چاپ سوې ده. خو تر اوسه پوري نۀ لوستونکي ته رسېدلې ده او نه مکتب ته دا څه رنګه سرکاري او دفتر ژبه ده. چي تر اوسه پوري نافذه سوې نه د ستا د اسمبلۍ څه اهميت او طاقت دئ، چي په خپله حکمرانۍ کي خپله ژبه نۀ سې لاګو کولې. بلي خواته چيف سيکرټري يوه حکمنامه جاري کوي. چي د سبا څخه به په ټوله سرکاري دفترونو کي سرکاري کارروائي به په اردو ژبو کي کيږي. سبا به په هغه عمل کيږي خو زما د اسمبلۍ بل زما حکمرانان نۀ سي عملي کولای. بيا هم ځانته حکمران يا وزير وايي، يا خو د خپلي اسمبلۍ پريکړه عملي کړه يا دغه خبره پرېږده. خو بيا هم حکمرانۍ لالاګان بيا هم سترګي پټي کړيدي. خپل وزارت مزې اخلي، خو پښتانه به په را روان انتخاب کي له تاڅخه د دې ظلم پوښتنه کوي او حساب به ورکوې.
دويم درواغ: په دوه ويشتم دسمبر کال 2016 په خيبر ټي وي باندي د پښتون بلوڅ صوبايي وزير تعليم، په يوه مرکه کي وويل چي موږ په صوبه کي تعليم په مورنۍ ژبو رايج کړی دی. د هغه لپاره مي قانون سازي کړي ده. او پښتو ژبه زموږ د صوبې تدريسي ژبه ده، پښتو خو پرېږده، که نن يو پنجابی وغواړي هغه کولاي سي چي په دې صوبه کي په پنجابي ژبه کي تعليم ترلاسه کړي.موږ باقاعده کتابونه چاپ کړي دي، او په سکولونو کي موجود دي. څومره بې شرمي او بې حيايي ده چي په ژوندۍ بڼه د ټي وي په مرکه کي يو پښتون وزير تعليم نړۍ ته دومره لوی درواغ وايي. زه د خپل ليک له لاري يوه پوښتنه کوم او ټوله صوبه چيلنج کوم چي پنجابي خو پريږده ماته دي څوک د پښتو هغه يواځيني قاعده را اوښايي کومه چي ټيکسټ بک بورډ چاپ کړې وه. او په سکولانو کي يې تقسيم کړيده. په تېرو څلورو کلونو کي يې دغه يواځنی پښتو قاعده چاپ سوي ده. نن هم د کوټي په کواري روډ سکول په هال کي پرته ده. پښتو قاعده د ويلو دپاره لوستونکو ته چاورکړې ده. صرف پښتانه د تېر ايستلو دپاره چاپ کړه. خپل کميشن يې په کي واخست سبا به بيا دغه قاعده د ردي کاغذ په توګه نيلام کيږي. او بيا به په نيلام کي خپل کميشن هم اخلي. يعني پښتون وزير تعليم په خپل وزارت کي پښتو قاعده د يوې ردي کاغذ په توګه نيلامه وي. او مالي ګټي به ځيني اخلي. دغه لوی درواغ هر څوک کتلای سي. په خپله تجزيه کولای سي چي زموږ وزيران څومره لوی درواغ وايي، په سترګو کي يې خاښه برابر شرم او حيا نسته چي زه به سبا بيا و دغه قام ته ورځم. بيا به د پښتو سندري وايم ، اې لالا تاغو په خپله مرکه کي وويل، چي د پښتو بلوڅ صوبه کي به پښتو، بلوڅي او براهوي، سرائيکي، سندهي او فارسي به د مورنيو ژبو په توګه به د تدريس ژبه وي په دغه ژبو کي به درس ورکول کيږي.زه د دغه نړيواله ټيکنيکل درواغجن څخه پوښتنه کوم، د يوه قامي وګړي په توګه ځواب ځيني غواړم چي او قام به يې د ګرېوانه څخه ونيسي چي دومره لوی درواغ تا په پښتو باندي ولي وويل.
درېيم درواغ: په 1994 کي د پښتو بلوڅ صوبې په تعليمي ادارو کي په پښتو بلوڅي ژبو باندي لوستونکو ته درس ورکول کيدی، باقاعده کلاسونه کيدل، موجوده صوبايي حکومت کي شاملي پارټيان په هغه وخت هم په حکومت کي وې، ډاکټر مالک بلوڅ وزير تعليم و. په هغه وخت کي صوبايي حکومت دغه مورنۍ ژبو باندي پابندي ولګولا. او دغه ژبي يې د پرائمري سکولانو څخه ختمي کړې، د پاره د څه او چا ختمي کړې؟ دغه پوښتنه جواب غواړي.
 په پښتون بلوڅ صوبه کي پښتون بلوڅ او براهوی ميشت قامونه دي، خپلي ژبي، تاريخ او کلتور لري. موجود صوبايي حکومت پنجابي، سرائيکي، فارسي او سندهي دچا لپاره د دې صوبې سرکاري، تدريسي مورنيو ژبو حيثيت ولي او د چالپاره ورکړ.فارسي، سرائيکي، او پنجابي ويونکي څوک دي د صوبې په کومه برخه کي پراته دي، کوټه کي څه هزارګان پراته دي، هغه خپله ژبه هزارګي بلي، د صوبايي حکومت نااهلي دا ثابتوي چي هزارګي يې په فارسي بدله کړه. څومره پنجابيان او سرائيکان په دې صوبه کي اوسي د هغو لپاره تاسو د پنجابي او سرائيکي د دې صوبې ژبي وګرځولې ايا په پنجاب کي سرائيکي او پنجابي ژبو کي د تعليم د ورکړي قانون سته او که سته تر کومه حده پوري پر هغه باندي عمل کيږي.
 صوبايي وزير تعليم او انقلابي کومندان چي په دوويشتم دسمبر کال 2016 کي و خيبر ټي وي سره چي کومه مرکه کړېده. د هغه وضاحت کولای سي چي د دې صوبې د مورنيو ژبو لپاره په کال 2014 کي چي کوم بل پاس کړی دی په هغه کي پښتو بلوڅي او براهوي سره سرائيکي، سندهي، پنجابي او فارسي ته په کوم دليل د دې صوبې د مورنيو ژبو حق ورکول سوی دی. او تر اوسه پوري تا دخپلي مورنۍ ژبي پښتو لپاره څه کار کړی دی. پرته له يوې نيګمړي قاعدې. پنجابي سرائيکي فارسي او د سندهي لپاره چا او چيري کتابونه چاپ کړي دي. او په کومو سکولانو کي ولوستونکو ته ويل کيږي او څوک يې ورته وايي؟
 په اسمبلۍ کي د بل پاسېدلو پس د هغه بل لپاره مزيد څه قانوني شيان لکه رولز اف بزنس، پروسيجرز Bi Laws يا نور څه کار سوی دی؟ دغه وضاحت پښتانه غواړي. پښتانه د خپل قامي درواغجن په اړه داسي وايي:
ګرانه د درواغو منزل لنډ وي، شاعر وايي:
راغلې خو خالي خالي لاسونه درواغجنه درواغجنه
نه دي سپرلی راوړئ نه سره ګلونه درواغجنه درواغجنه

 

mainport aicts ipower
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery