مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پاکستان درواغجنه د يپلوماسي اوغلط تاکتیکونه

محمد انور ولید

 
 : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د وري ۲۰مه 
 
د۱۳۹۶لمریزکال د وري په (۱۷مه) د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکارمتقاعد جنرال ناصرجنجوعه ویلي چې : که چېرته پاکستان د مجاهدینوملاتړنه وای کړی ، اوس به د افغانستان نوم د نړۍ پرنقشې باندې نه وای .
 
همداسې د پاکستان د توپ ډنډې کفتان عمران خان ویلي چې : په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د پاکستان ملاتړله مجاهدینو څخه د پاکستان ستره تېروتنه وه ، ځکه ترهګري اوافراطیت له مجاهدینو څخه را پیدا شول ، خو دا یې نه دي ویلي چې د ده د مورکنسر له کومه ور پیدا شو چې اوس یې توپ ډنډه د انګریزانو په ماتلي ملاتړ د کنسرپه هسپټال اوسیاسي مشرتابه باندې بد له شوه ؟ 
 
څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي امنیت د بهرنیواړیکو سلاکارسرتاج عزیزویلي وو چې : که طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبروته حاضرنه شي پاکستان حاضردئ چې پرضد یې ګام پورته کړي . خوچې کله امریکې له پاکستانه وغوښتل چې ترهکرې ډلې دې وځپي ، نوهمدغه سرتاج عزیزوویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان له پاره د چا پرضد جګړه نه شي کولی . اوس دلته ترهګرې ډلې نه شته . خواوس بیا پاکستاني چارواکي د تېرپه څېروایي چې : موږ د افغانانو په مالکیت د افغان حکومت اوطالبانوترمینځ سوله غواړو . اوکله بیا وایي چې موږ د ترهګرود مخنیوي په خاطرپرډیورنډ کرښه اغزن تاراوکټارې لګوو .
 
خوزه به پاکستاني چارواکوته دا هرڅه په لنډوکې ورپه یاد کړم چې دوی ولې او د څه له پاره د مجاهدینوملاتړوکړ، ځکه پشۍ خود خدای له پاره موږک نه نیسي ؟!!!....
 
آیا پاکستان په ریښتیا د افغان مجاهدینوملاتړکړی اوکه مجاهدین یې د خپل ځان اوخپلې غصبي جغرافیې له ویرې د سرو یرغلګرو لښکرو په خوله کې ور واچول ، خپل ځان ، خپل نظام اوخپله غصبي خاوره یې د پخواني شوروي د سرو یرغلګروځواکونوله باروتي غوبل څخه پرې بچ وساتله ؟
 
آیا پاکستان په ریښتیا د افغان مجاهدینو ملاتړکاوه ، اوکه مجاهدین یې په نظامي اومالي لحاظ په ټوله سیمه او نړۍ کې د خپلوکلنګونو راټولولواو درآمد یوه وسیله جوړه کړې وه چې له کبله یې نن پاکستان د درېیو اتومي سربمونو څښتن شو ؟
 
که چېرته پاکستان د مجاهدینوصادقانه ملاتړکاوه ، نوبیا یې ولې افغان مجاهدین په ګوندونو، عقیدو، مذهبونو، سمتونواوژبوسره ووېشل اود هغوی پوځي ، سیاسي ، مالي  اوملي سنګریې پرڅوټوټو ورته ووېشه اوملي یووالی یې په تفرق او ډ لګیوکې له ځان سره برمته وساته ؟
 
که چېرته پاکستان په ريښتیا د افغان مجاهدینو ملاتړته اوږه ورکړې وای ، نو په پېښورکې د حکمتیار او رباني ترمینځ به یې په (۱۳۵۴) لمریزکال کې جوانان مسلمان پرحزب اسلامي اوجمعیت اسلامي دوو نومونو نه سره وېشل . که دوی په ریښتیا د مجاهدینو ملاتړکولی ، نومولوي صاحب محمد نبي محمدي به یې له کوټې څخه پېښورته د حرکت اسلامي زیږولو له پاره نه راؤست ، ځکه هغه خوهلته په یوه جومات کې په (۳۰۰) پاکستانۍ کلداروامامت نیولی ؤ، خو ( آی اس آی ) د افغان مجاهدینو د توکړې کولوله پاره د افغانستان د کلي ، مدرسې ، مکتب او پوهنتون ترمنځ درځ را مینځته کړاو په لوی لاس یې غیر رسمي تعلیم او تعلُم په مولوي صاحب محمد نبي پورې ور وتړل .
 
مولوي صاحب خالص یې بل بڅرکی ؤ چې د حزب اسلامي په نوم یې له حزب اسلامي څخه ځان جلااو ملا جلال الدین یې ورته پوځي قوماندان وټاکه ځکه هغه له (آی اس آی ) سره له پخحوا نه نږدې اړیکې لرلې .
 
که پاکستان په ریښتیا سره د افغان مجاهدینو ملاتړ کولی ، نو د میاګل جاڼ آغا په ساطت به یې په پېښوراشرفیه جومات کې په قرآنکریم اوبخاری شریف باندې د مجاهدینود مشرانود لاسونو په اېښودوسره سوګند خوړلی اتحاد نه ورماتاوه چې وروسته یې استاد سیاف د عربواو پاکستان په پټ ملاتړد اتحاد اسلامي په نوم پر پښوورته  ودراوه .
 
که پاکستان په ريښتیا د مجاهدینو ملاتړکولی ، نو افغان مجاهدین به یې په دری ګوني او پننځه ګوني درواغجن اتحاد کې نه سره ساتل .
 
که پاکستان په ریښتیا د مجاهدینو ملاتړکولی ، نوحضرت صاحب صبغت الله مجددي اواستاد رباني به یې په قضافي هوټل کې په جمعیت او جبهه نجات  باندې نه سره وېشل .
 
که پاکستان په ریښتیا د مجاهدینوملاتړکولی ، نوپه ملګروملتونوکې دافغانستان دائمي اسازي عبدالرحمن پژواک ته به یې په (۴۸) ساعتونوکې له پاکستان څخه د ژرترژره وتلو وارنېنګ اواختطارنه ورکاوه .
 
که پاکستان په ریښتیا د مجاهدینو ملاتړکولی ، نو د مجاهدینو تر مینځ به یې د نفاق اچولو په خاطرهدفې او ځنځیري مرموزې وژنې نه کولې . تاسو ښه درپه یاد کړۍ د صبغت الله مجددي زوی (آی اس آی ) په پېښورکې شهید کړاو بیا یې مرګ په حکمتیار باندې ور واړاوه . په داسې حال کې چې حکمتیار دا کارنه ؤ کړی . خو پاکستان د مجاهدینو تر مینځ د درځ اچولو په خاطر دا کار وکړ.
 
د افغان ملت ګوند مشریې په آبدره روډ کې ترورکړ . داکټربهاؤالدین مجروح یې د سپین جومات تر شا ترورکړ . نسیم آخند زاده یې په چراټ کې ترورکړ ، په دره کې یې د جمعیت په دیپو کې (ای اس آی ) چاودنه وکړه او د اسمارد غنډ (۱۴) تنه فاتحین صاحب منصبان یې په کې په شهادت ورسول .
 
استاد محمد جان احمد زی یی په سیاف کالونۍ پبو( پبي) کې د سهارلمانځه ته د تلو پرمهال د جومات او کورترمینځ شهید کړ . انجنیر احدشاه مسعود د (آی اس آی ) له خوا د عربانو په لاس د تخار د تالقانو په خواجه بهاؤالدین کې شهید شو . استاد برهان الدین رباني دوی په وزیرمحمد اکبرخان مېنه کې د خپل کور په مهمانخانه کې د طالبانو په لاس په شهادت ورساوه .
 
 په سرکاتب عطا محمد باندې یې په کوټه کې مرګونې حمله وکړه ، هغه یې ټپي کړ، خو بیا ددوی نیول شویودووکسانو په خپله خوله اقراروکړچې ؛ موږ د (آی اس آی) استخباراتي سازمان د پېښورګروپ  د حقاني کسان یو، اوزموږدنده داده چې په ټول پاکستان اوحتی افغانستان کې د مجاهدینومشران ترورکړواوپه دې کارترسره کېدو سره د مجاهدینواود افغانستان د ؤلسونواومشرانوترمینځ درځونه او د ښمنۍ پرې را مینځته کړو .
 
 که پاکستان په ریښتیا د مجاهدینوملاتړکولی ، نو ددوی مقاماتواود انګلیس سفیربه د پېښورد څمکنیو په عمرفاروق لېسه ، راؤلپېنډۍ اود پېښور په نشترهال کې د مؤقت حکومت مهندسي نه کوله چې یوې خواته مولانا فضل الرحمن او بلخوا قاضی حسین احمد د پاکستاني استخباراتو په لمسون افغان مجاهدین د خپلو اراد تمندانه عقائیدوپه تارونو سره وتړل ، چې له امله یې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پرې پیل کړه او د افغانستان ملي اردو، ملي تأسیسات ، ملي یووالی ، ملي خپلواکي ، ملي حاکمیت ، ملي اراده ، درنې او سپکې وسلې اومهمات یې تول د خپلمنځي منافقانه جګړود اورخوراک اوکباړکړل چې اوس د پاکستان اوسپنیزې فابریکې ټولې پرهمغو افغاني کباړ شویو وسلو او مهماتو باندې چلېږي  .
 
که پاکستان په ریښتیا د افغان مجاهدینوملاتړکولی ، د افغانستان د مسئلې د حل په تړاوبه یې په ملګروملتو اونورو سیمه ئیزواونړیوالوغونډوکې د مجاهدینو پرځای خپله استازیتوب نه کاوه هغه متل دئ چې وایی : ږیره زما اوواک یې د ملا . مسئله د افغانانو وه ، او واک په کې د پنجابیانو ؤ . کټ مټ لکه د اوس په څېر .
 
که پاکستان په ریښتیا د مجاهدینوملاتړکولی ، نوپه مجاهدینوکې به یې د مقاماتو په د ستورد جهادي مشرانود کنټرول اوحاکمیت پرضد بې بندو باره اواوباشوخلکوته (4 بای 4) ډاټسنې ، وسلې او مهمات نه ورکول او د اصیل جهاد قومانده به یې نه ورباندې منحرفوله .
 
که پاکستان په ریښتیا د مجاهدینوملاتړکولی ، نود طالبانو په نوم به یې د شراوفساد د مخنیوي په پلمه د خپلواستخباراتولښکرپرافغان مجاهدینو باندې نه را خوشې کولی ، چې له کبله یې په لکونوروسي وسلې اومهمات د طالبانو په لاس پاکستان ترې ترلاسه اوافغانستان یې له خیبره ترآموسیند غاړې پورې ټول لوټ کړاوپوره پینځه کاله یې د پاکستان ، اماراتواوسعودي تردیپلوماتیک منترلاندې افغانستان اوافغانان همداسې بیده اوبې هویته وساتل ، چې په پایله کې یې د افغانستان خاوره د خپل غلط سیاست له امله د پردیو ترهګرو په واک کې ورکړه اوهغوی را ولاړشول ، د نړیوالو بدي او دښمني یې د افغانستان او افغانانو په غاړه کې ور واچوله او پاکستان سملاسي په خورا چالاکۍ سره د نړیوال ائتلاف ترشا داسې ملاتړلی ودریډ تابه ویل چې هېڅ یې نه دي کړي ، په داسې حال کې چې د دالتون امریکایي شرکت ته خو دوی لا پخوا د تفتان دښته او د پېښورځینې هډې د طالب رژیم ړنګولو اود افغانستان د نیولو له پاره په واک کې ورکړې وې اود طالبا نوهغه پخوانۍ پروژه یې دا ځل پرخپله عاېداتي منبع باندې بدله کړه .
 
پرطالبانو باندې یې خپل سوړتجارت پیل کړ، ځینې یې وپلورل ، ځینې یې مړه کړل ، ځینې یې ګروګان ورسره وساتل ، اوځیني لا اوس هم ورسره بندیان دي . اودادي اوس یې له روسانو سره خپله معامله پرې پیل کړې ده او پر روساتنو باندې یې پلورلي دي . ځکه د ناټود عائداتوغوا وروچه شوه اواوس غواړي له دې لارې خپل ځان بیا د پخواني شوروي له پاتې شونوڅخه پرې اکمال کړي .
 
د افغانسنتان جهاد او جهادي ارزښتونه خوټول پاکستاني پنجابي چارواکود خپلوشومواهدافوقرباني کړل . پرافغان جهاد ، مجاهدینو، شهیدانواود جکړې په قربانیانو باندې خود انګریززامنوملنډې ووهلې .         
 
که نه نود جهاد په لومړي سرکې خود افغانستان خلکوخپله د خپل ملي پلرني عادت اود یني وجیبې له مخې استعمارپرخپلواوږوباندې نه شوای زغملای اود خپل سپېڅلي ایمان ، ويښ ضمیر، خود ارادیت اوقربانۍ د ژوندي حس په لرلوسره یې نفیرعام ته مخه کړه ، د خپلو پلرونواونیکونوله زړو زنګ وهلیوتورو، لور، بېل اوکُلنګ سره را ووتل ، خپلې سپېڅلې سینې یې د روسي زبرځواک د ناپلم بمونو او زغره والو ټانکونو په وړاندې سپرکړې . شهادتونه ، د زندانونوتورسلولونه ، مرګ ژوبلې اومهاجرتونه یې پرځان باندې ومنل .
 
خوکه افغان مجاهدین نه وای ، په درېیمه ورځ به روسي ټانکونوآن په کراچۍ کې د ټانکونوغوبل ورته جوړکړی وای ، دا ځکه چې په پاکستان کې له منافقت ، چل ول ، درواغواومعاملو پرته د قربانۍ اوخود ارادیت حس نه شته . دوی د همغه پخوانیوانګرېزانو نوکران اوزامن دي چې د خپل تسلط اوواکمنۍ پروخت یې په (۹۶) کورنیوکې تخم ګذاري اوپانګونه وکړه . د هغوی سیاسي ، اقتصادي اونظامي ملاتړیې وکړ. مخالفین یې داسې ورته وځپل اوسره تیت پرک یې کړل چې بیا یې ترنن پورې سر را اوچت نه کړ.
 
کومې دوې لویې کتلې(پښتون اوبلوڅ ټبرونه) چې پاتې شول، بلوڅان یې ترپنجابي استثماراواستعمارلاندې وساتل اود پښتنو پرسینه باندې یې خپله استعماري د منافقت توره کرښه را وکښله ، موراولور، پلاراوزوی ، وروراووروریې سره بېل کړل. هو! داوېش خو په خپله خوښه د انګرېزي ګیدړانو ؤ . خوانګرېزان اوس هم په همغه (۹۶) کورنیوکې د ارباب ، نواب ، ممبر، ګورنر، وزیر، جنرال ، صدراعظم اوجمهوررئیس په توګه فرمائشي اونمایشي ټاکنې ترسره کوي چې د حکومت د لوړپوړوچارواکوعزل او نصب یې نن هم د انګلیس له خوا په کې ترسره کېږي .  
 
افغانانوخوخپلولروهغو پښتنووروڼوته پناه وروړه چې د برتانوي استعمارډېورنډ نومي ماریې پرسینه باندې توره غیررسمي نارواکرغېړنه کرښه را ایستلې وه اواوس د همغه په اووـ اتوفقروکې سره راټوله دانګرېزانوپه لاس تحریف شوی کرښه د خپلې غلطې مدعا د ثبوت په توګه په نړیواله کچه وخت ناوخت پرافغانستان باندې د یوې حربې ، منافقت اود خلکو په شک کې اچولو په خاطرکله نا کله را با سي اود انګرېزانو پاتې شوني ( پنجابیان ) یې ځانته د رسمې پولې داسې نوم ور باندې ږدي چې نه یې لرپښتانه منلی شي اونه هم بر، اونه به یې وروسته له دې ومني .
 
جنجوعه خپله خبره غلطه رسنیو ته کړې ، ځکه چې د ( سي آی اې ) مشرڅو کاله وړاندې خپله وویل چې ؛ موږ په پاکستان کې د اکوړه خټک ، مردان ، شبقدر، بنو ، ملتان ، کراچۍ اوکوېټې لويې لويې دیني مدرسې له تيرو (۵۵) کالو را هیسې تمویل او اکمال کړې دي او مهتممینو ته یې موږ مالي امکانات برابرول . زما ددې خبرې ثبوت په ټولو رسنیزو آرشیفونو کې شته . 
 
نواوس تاسې خپله قضاوت وکړۍ چې د افراطیت او ترورېزم منبع له کوم اوبه خور څخه اوبه خوړلې اوله کومه وخته ؟ آیا په دې کې د افغان مجاهدینو ګناه څه وه ؟ د افغان مجاهدینوجهاد خو پاکستان د خپلو مداخلو له امله وربدنام کړ.
 
خوعمران چې ترورېزم اوافراطیت د افغان مجاهدینو زیږنده بللې ، دا دده په بې خبرۍ او له واقعیت څخه په لیرې والي باندې دلالت کوي ، ځکه چې افراطیت پردۍ وارداتي پدیده ده چې د پاکستاني چارواکوپه لاس اودعربانواونوروذي د خلوهېوادونوپه مالي اواستخباراتي ملاتړپه پاکستان کې تنظیم او پخه شوه اوبیا په افغانستان کې د طالبانو پرمهال د پاکستاني استخباراتو ترقوماندې لاندې پلې شوه .
 
تاسې د سرتاج عزیر ضد او نقیض خبرو ته وګورۍ چې یو ځل د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي او وایي چې : که طالبان له افغان حکومت سره د سږولې خبرو ته حاضر نه شول ، پاکستان به یې پر ضد اقدامات وکړي ، خو بل خل چې بیا تر نړیوال فشار لاندې راخي ، نو وایي چې موږ په خپله خاوره کې د طالبانو پرضد جکړه نه شو کولی .
 
اوس چې د ټولې نړۍ د ملا متې ګوتې پاکستان ته ونیول شوې ، نوحکومت خو یې شرمېدلی ، اوس د جنجوعه ، سرتاج عزیزاوعمران خان په څېرخولو د خپلې ملامتۍ او پړې ټاپې پرافغان مجاهدینو باندې وروهي . په دا سې حال کې چې داسې نه وه ـ اونه ده ، اوافغانان به هېڅکله هم د پاکستان پردغه ډول دواغجنه دیپلو ماسي اوغلطو تاکتیکونوونه غولېږي اونه خو به په پټوسترګوله چا سره پرکومه ملي مسئله باندې معامله وکړي . اوس هغه وخت تېرشوی چې دوی به د شاه شجاع اوعبدالرحمن خان تېروتنې ته په تاریخ کې بیا ځای ورکړي . د افغانستان مقبوضه اومتنازع فیه خاوره د افغانانو په وژلو ، د رژیمونو په بدلېدواو د سیمې د جاسوسانواو نړیوالومداخلوپرمټ د پنجابیانو نه شي کېدی ، او پاکستان دې دا خوبونه د جیلم سند اوبوته ووایي . ترهغو چې یو افغان په افغانستان کې پاتې وي ، ددې ټولوتپل شویو پېښوتاوانونه به له تاوان اړوونکو څخه اخلي .       
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery