مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر ته د حصارک د ېوې زدکونکې پرانیستی لیک

ډېوه جبارخیله

 


ښاغلی ولسمشره!  زه د افغانستان له یوې داسې ولسوالۍ او سیمې درته د خپل زړه درد لیکم چې ښايي په تیرو پنځلسو کلونو هیڅ جینۍ او یا هم هیڅ مېرمنې ترې خپل غږ نه وي پورته کړی. د غږ پورته کول خو لا پرېږده، ښايي چاي ترې د کومې میرمنې نوم هم نه اورېدل. زه بغاوت کوم، که مې غږ تر تا څوک در ورسوي.

دا سیمه حصارک نومېږي- دا د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چې له کابل سره  نښتې... هغه کابل چې ستا ارګ پکې پروت دی، ستا ماڼۍ پکې پرته ده، ستا وزیران او کابینه پکې ناستې پاستې کوي او په ښوونځیو هم خبرې  کوي.. خو نه یې سړک جوړ شو، نه یې ښوونځي پرانیستل شول، نه یې روغتون جوړ شو، نه یې پولچک...او  بلا خره د دنیا له هرې نیکمرغۍ بې برخې شوه.

بابا ولسمشره!

که ټاکنو کې ظالمانو رایې ورکول ته پرې نښودو، تمه مې دا وه چې تاسې به امن راولئ، سوکالي به را په برخه کړئ او تر ټولو مهم چې تړلی ښوونځی به مې راخلاص کړئ. خو کلونه تېر شول او دا هیڅ ونه شول. ولسوالۍ مې طالب ټوپکوالو نېولې، کال بیا نوی شو خو ښوونځي ته یې له وېرې نه شم تلای، بازار یې راتړلی. اخر ولې؟ ګنا مو څه ده؟

بابا ولسمشره!  شپږ کاله وشول ښوونځي او روغتونونه مو سور اور دي. نه زه، نه مې ټولګېوالې او نه مې ښوونکو له وېرې د مکتب دروازه لېدلې. بابا! نوی کال پیل شو، دښوونځیو زنګونه وټنګېدل، نجونې په خوښیو او بدرګو ښوونځیو ته روانې شوې، خو زه له وېرې د ښوونځي په لور مې قدم نه شم اخیستی.  بابا! زړه مې چوي، اخر ولې؟ ګنا مو څه ده؟

بابا! ښوونځی مې دجګړې ډګر دی. ښوونځي مې تړل شوی، ښوونځی مې سوځېدلی، کتاب مې سوځېدل، د ژوند هېله مې ریژېدلې. ایا زه د زده کړو حق نه لرم؟ ایا د ژوند حق نه لرم؟ ایا زه د افغانستان یوه وګړې نه یم؟

ایا غواړئ زما په شان زرګونه ګلالۍ نجونۍ د زده کړو ارمان ګور ته یوسي؟ ایا غواړې همداسې تورو شپو کې پاتې شو؟ ایا غواړې زموږ د ګلالیو ماشومان ارمانونه له خاورو سره خاورې شي؟ اخر ولې ګنا مو څه ده؟

بابا کتاب مې تاخچه کې خاورو وخوړ. بابا کتابچه مې مږکو وخوړه. بابا، په قلم مې رنګ وچ شو، له شپږو کلونو راهیسې مې لېکل نه دي کړي. له رنګه ډک قلم مې وچ شو. رنګو مې کار پرېښود.. همداسې ډکې ډکې وچې شوې. له ګوتو مې لیکل هېر شوي. داستاد نوم مې هم نور هېر دی. اخر ولې؟ ګنا مو څه ده؟

بابا، د مکتب دروازه مې یادېږي! د مکتب زنګ مې یادېږي. د مکتب خېمه مې یادېږي. بابا، د ټولګیوالو شوخي مې یادېږي. بابا، دخپلو همزولو خنداګانې مې یادېږي. بابا، په مکتب کې د تفریح وچه ډوډۍ او د خپل پټي د پيازو غوټه مې یادېږي.... او بابا د مکتب ترانه مې یادېږي. ولله ډېره خفه شوې یم. او هو، ولله هره مکتبۍ مې یادېږي!!

خو هیڅ وس نه لرم. له درده مې د ستوني غږ وچ شوی. نور څه نه شم لیکلی!ٔ

خو بابا!

یو ارمان مې پوره کړه. یوه هیله مې پوره کړه.

بابا یوه عزر درته کړم.

بابا لمن مې درته غوړوم.

بابا و بابا زما له حاله ځان خبر کړه! 

له راډیو مې واورید چې د مکتبونو زنګ وټنکېده او پسرلی شو. خو زما د مکتب زنګ ګونګی دی، غږ نه وباسي. دروازه یې تړلې... یا ماته شوې یا به بمونو الوځول شوې..بابا زه چیرته لاړه شم؟!!!!! مکتب مې غواړم..... ټولګی مې غواړم. همنصفیانې مې غواړ م.

او

بابا ولسمشر!

دا یوه ارمان مې پوره کړه. دا مې حق دی، دا مې ژوند دی، دا مې هیله او دا مې هرڅّه داي.

 د ننګرهار په حصارک کې امن ټینګ کړه، چې له شپږو کلونو وروسته ښوونځي ته لاړه شم. خلک به هرڅه درته ووايي خو دلته ښوونځي ته قدم په قدم مرګ دی. په دې کې مې ښوونکي ملامت نه دي، پر هغوی هم وطن سور اور دی. ملامت مې تور ټوپک دی چې هم ځوانان خوري او هم ښوونځي راتړي. 

 

او بابا ..... زما ښوونځی هیر نه کړې.

زما دا غږ، زما تر بابا (ولسمشره)  ورسوئ چې د مکتب زنګ مې ووهم.

مننه

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery