مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښکرورغوایي اوومه او اتمه بیا را غبرګه شوه

محمد انور ولید

 
: ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د غوایي ۳ مه
 
راتلونکې پنجشنبه او ور پسې د جمعې په ورځ د سره او شنه ښکرلرونکې غوا یي اوومه اواتمه ده .
 
له نن څخه (۳۹) کاله وړاندې د غوایي په اوومه نېټه د روسانو په مستقیم ملاتړد چپیانو په لاس  په کابل کې سره کودتا وشوه ، د سردارمحمد داؤد خان جمهوري دولت یې د هغه د کورنۍ د (۱۸) غړو په وژلو سره د خپلو ملګرو په لاس را نسکوراو د یحیی د کورني پنځوس کلنې واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود .
 
په دې ورځ د افغانستان جمهوري نظام په دیموکراتیک نظام بدل شو . دا همغه نظام ؤ چې د افغانستان د بې ګناه مظلومو خلکواو خاموش اکثریت د سوکالۍ پرځای ټولې بدمرغۍ ، شومې بدې ورځې ، ناحقه نیول ، د زندانونو په تورو سلولونو کې اچول ، بېرحانه او په ډله ئیز شکل په پولیګونونو، امنیتي نهادونو او د تحقیق په خونوکې خپلسرې وژنې چې د وژل شویو بندیانو د ناموسونو په غېږو کې یې د اتو میاشتو او یوکلن ماشومان په زور له هغو مېرمنو واخیستل او دبرقي منقل په سره تبۍ یې ورته په لوڅو کونا ټیو کښېنول او ماشومان به له درده سا نیولي بې سده شول اوغوښې به یې په منقل پورې تورسکورپاتې شولې او مورته به یې ویل چې یا اقرار وکړه او یا تا هم ددغه ماشوم په څېرسوځوو، چې اوس هم له همغوماشومانو څخه یو یې ژوندی او له همغه سوځېدو سره یومعیوب ځوان جوړ دئ . الله پاک د کمونېستانو د کړو ظلمونو دا ژوندۍ بېلګې او نمونې راتلونکو نسلونو ته په خپلو سترګو ور ولیدلې .
 
 د ( ۵۰۰۰ ) او (۱۲۰۰۰) په شاوخوا کې د وژل شویو بندیانولېستونه یې په ډېره بې شرمۍ سره و ځړول ، په هرات کې یې په یوه ورځ د روسي بمباریو پرمټ ( ۳۳۰۰۰ ) بېګنا ه هراتیان په شهادت ورسول . همدا اوس د بېګناه انسانانو د همغه وخت ډله ئیز قبرونه اوهډوکې موندل کېږي او افشا کېږي . خو دوی اوس هم ځانته برائت ورکوي او وایي چې خلک زموږ زړو کفن کښو ته دعاګانې کوي او موږ ټول سپین بازان یو .
 
مهاجرتونه ، نیابتي جګړې ، نا څرګند برخلیک ، پرځمکني اوهوایي حریم باندې نا قانونه تېري ، ددې هېواد خپلواکۍ ، خود ارادیت اوارضي تمایت ته په سپکه ستګه کتل ، د ډول ډول کېمیاوي ، بیلوژیکي او ذروي وسلو اوبمونو استعمالول ، پرله پسې ددې بې دفاع هېواد اشغالول او د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د وارسا د پکت اړوند د (۳۶) کمونېستي هېوادونو د پوځي ټرېنېنګونود تطبیقاتو آزمون ځای ټول په کې را نغښتي ووچې روسي پلوه کمونېستانود بې دفاع اومظلوم ؤلس پرسرد سره ښکېلاک له زبر واک والو سره د څو روبلونو په بدل کې معاملې وکړې چې مرګ ژوبلې یې د ظلومو افغانانو او ګټې یې شوریانو وېوړې .
 
ځکه افغاني کمونېستانو د افغانستان د سنتي مسلمانې ټولنې عقیده او نظریه د لينېن له هغې لادینه مفکورې سره په ټکرکې بلله چې ویلي یې دي : (( دین ومذهب افیون ملتها است .))
 
هو ! افغانان په خپل ټاټوبي کې د خپلې همدغې مفکورې په پلمه له منځه ولاړل . خود ماکیاول زامنواوافغان واکمنوکمونېستانو پردې باندې بسنه ونه کړه بلکې هغه افغانان یې هم له منځه یووړل چې ښائسته لوڼې ، پیسې او ځمکې یې لرلې هغوی ټول  د ( زر ، زن ، زمین ) د اشتراکي شعارقرباني شول . له دې ورآخوا یې د پوهنتون محصلین ، د ښوونځۍ زده کوونکي ، استادان ، مأمورین ، قومي ، روحاني ، دیني او سیاسي مشران هم له منځه یووړل . کارګرته یې د خپل کار په ساحه کې اوبزګرته یې په خپله کرونده کې قبرونه وکیندل . داسې وخت هم را غۍ چې د خپل پوځي ، استخباراتي ، اقتصادي اوسیاسي مأموریت په اوږدوکې بې نوک او اورۍ هم سره جلا کړې .
 
د خلکو ځمکې جائدادونه او لوڼې یې په خپلوهوادارانو باندې ووېشلې . دین ، دیني مناسکواو ټولوهغو مذهبي او ملي ارزښتونو ته یې په سپکه سترګه وکتل چې خلکوته ترخپل ځان ، خپلو شتمنیواوخپلو وینوهم ارزښتناک برېښېدل .
 
(۲۰) میاشتي افغان کمونېستانو بېګناه افغانان ونیول ، بندیان یې کړل ، ویې وژل اوپه لوی لاس یې هجرت ته مجبورکړل . خوکله چې د ماکیا ول زامنود ځمکې اوهوا له لارې پرافغانستان باندې د ټولونړیوالوقوانینوخلاف تېری وکړ، افغانستان اود افغانستان خلک یې د سوخوزاوکلخوزخوبونو ریښتیا کولو په پلمه د خپلې پرمختللې پوځي تکنالوجیکي ژرندې ترتیږولاندې کړل ، د ځمکې اوهوا له لارې یې د بیمونو اوکرلو ماینونو خوراک کړل . 
 
ولې آخرپایله یې دا شوه چې له افغانستان څخه د خپلو لښکرو ترایستلو وړاندې یې په مسکوکې د کرېملېن د شوې پرېکړې سره سم په افغانستان کې د خپل برګشت نا پذیرانقلاب لومړۍ درجه شعارورکوونکي هغه ببرک کارمل ته هم له واکه د ګوښه کېدو ځواب ورکړ چې له دوشنبې څخه یې د روسي ټانکونوپراوږوسپورکابل ته راوړی ؤ. خوکله چې ببرک کارمل د روسانو پردې پرېکړه خبرشو، نو ویل به یې چې : ( کمونېزم درخطراست . )
 
کارمل پردې باندې پوه ؤ چې په افغانستان کې هره ورځ د روسي ستروپوځیانوجنازې روسیې ته ور روانې دي اوروسي روغتونونه خوټول په افغانستان کې د جګړې د روسي قربانیانوله ټپیانوڅخه ډک دي ، په رواني ناروغیو او مخدرو توکو د روږدو اومورال بایللو پوځیانوخو یې څه کمی ؤ . روسي میندوښځواوپلرونوله روسي چارواکوڅخه د افغانستان په جګړه کې د خپلو ورکوعزیزانولټون او غوښتنې کولې ، خو د کرېملېن واکمنو به تل ور واغ ورته ویل ، آخ چې ډېرترې په تنګ شول ، نو ورته ویل به یې چې ستاسې زامن او مېړونه له اشرارو سره بندیان دي .
 
زما ښه په یاد دي چې (۳۰۰) روسي مېرمنې پېښورته را غلې او په جګړه کې د خپلو ورکوعزیزانو پوښتنې یې کوې ، خو افغان مجاهدینو تر (۲۰۰۰ ) پورې هغه معیوبین د لسګونو موټرو په کاروانونو کې روسي میندو ته ور ښکاره کړل چې خپل لاسونه ، پښې ، سترګې او د بدن نورغړي یې له لاسه ورکړي ؤ او د مجاهدینو مشرانو ورته وویل چې دغه افغانان ټول ستاسې چارواکو دې حالت ته رسولي دي . روسي میرمنو چې دغه افغان معیوبین ولیدل ، ټولود انساني عاطفې له مخې  په ګډ ه ورته وژړل . وروسته روسي ميرمنې پوه شوې چې زموږ اولادونه پرافغانانو باندې ورتپل شوې او تحمیل شوې جګړه کې وژل شوي او روسي چارواکو ورته درواغ ویلي دي . بیا د مجاهدینو مشرانودغو راغلو روسي مېرمنو ته تور پوړني په سرونو ورواچول اوټولوته یې جای نمازونه ورکړل ، ترڅوهغوی پوه کړي چې افغانستان یومسلمان هېوا د اوافغانان باستره او پرخپل دین باندې مین او کلک خلک دي او د روسانو او یا کوبل یرغلګر اشغال نه مني .
 
یا د و ښځو له ځان سره د جګړې یو کلي تصویر وېوړ او هغه دا چې کوم افغانان له روسي چارواکو سره د افغانستان په اشعال کې غاړه غړۍ اوهمغږي شوي دي ، هغوی خپلې خاورې ، خپلو خلکو اوخپل دین ته غله او خائن دي او په درواغو یې واک ته د ځان رسولو په موخه له روسي چارواکو سره ځانونه یو ځای کړي او له روسي چارواکو سره یې د افغانستان پر ضد غیرملي معامله کړې ده ځکه خو زموږ زامن او د افغانستان خاموش اکثریت په کې د مغرضو اشخاصو د شخصي اهدافو قرباني شوي دي .
 
په ۱۳۵۷ لمریزکال کې د غوایي کودتا یوه داسې کودتا وه چې د کودتا پلان جوړوونکو یې په عملي کولو کې د تودواوبوخوبونه لیدل او تمه یې لرله چې له دې لارې به په څواوونیوکې د کراچۍ اوګوادر په بند رونوکې د ټانکونوغوبل جوړکړي . خو د روسانو پر مختللې پوځي تکنالوجۍ او سرولښکرو د افغان مجاهدینو د کلک مورال په وړاندې نه یوازې په افغانستان کې ماتې وخوړله ، بلکې خپله د شوروي اتحاد هغه ستره امپراتوري هم ورسره پر (۱۵) ټوټو ووېشل شوه چې چایې په خوب کې هم اټکل نه شوای کولی .
 
 د منځنۍ آسیا ټول هېوادونه ترشرقي برلېن پورې د افغانستان د جهاد له برکته د آزادۍ په نعمت ماړه شول . د برلین دېوال ونړېد او ټوټې یې د نړۍ په موزیمونوکې کېښوول شوې ، خوداسلام ضد د کمونېزم پوچه سفسطه ئي مفکوره د تل له پاره د نړۍ له مخ څخه ورکه شوه او د پخواني شوروي اتحاد میراث خوره فدرالي روسیه ( ۳۷ ) کاله له ناټو څخه وروسته شاته ولوېدله .
 
د غوایي د اوومې سورښکرپه افغانستان کې ( ۱۵ ) کاله وروسته مات شو، خو شنه ښکر یې د (۱۳۷۱) لمریز کال د غوایي په ( ۸ مه ) د ګوَزِې په څېر نورسپین ا وتور ښاخونه و زیږول چې له امله یې افغانستان ورسره لا نورهم بې ثباته شو . د کابل په هره ؤلسوالۍ او نورو ولایتونو کې ملوک الطوائفۍ جوړې شوې . د لارو په اوږدوکې په هرپاټک کې یو یو پاچا ناست ؤ او پاټک او نورې غلاګانې به یې د خپلوعائداتو سترې سر چینې ګڼلې . نا امني او انارشي په دې خاوره باندې حاکمه وه . مرکزي ( Made in Islamabad ) حکومت او وزارت خانې د کابل په کاتینروکې محدود ې وې . بس د واک ټینګولو او واک ترلاسه کولو پرسر خپلمنځي جګړې د افغانانو تر مینځ روانې وې . د روسي جګړو تنورپه افغانستان کې د آهنګر په کوره باندې اوښتی ؤ او د سون توکي یې د افغانستان بې دفاع خاموش اکثریت ؤ او بس .
 
د کابل د حکومت جوړولوکاپي اسلام آباد ته له بلې خوا جوړه شوې او سپارل شوې وه ، خو د عملي کولو مدیریت یې پاکستان پر غاړه لاره ، ځکه خوزموږ ټوله ملي اردو، پنځه سوه جنګې جوړې الوتکې ، (۴۵۰۰) جوړ روسي جنګي ټانکونه ، په زرګونو میلان او( ډی سي ) توپونه ، مدافع هوا ، ( بی ام 1 ، بي ام 12 او بی ام 40) دستګاه وي . محاربوي ماشینونه ، په لکونو سپکې او درنې وسلې ، او په میلیونونو مهمات په کې له منځه ولاړل .
 
وسله د ټول ملت په لاس کې وه ، خو پاکستان د طالب په نوم پروژه ورته جوړه کړه او زموږ هېواد وال یې ټول ور باندې بې وسلې او بې واکه کړل .
 
د طالبانوکورنی سیاست اعدامونه ، د بیت المال ملي غلاوې ، په اصطلاح امربالمعروف اود کوکناروکرکیله وه ، اوبهرنی سیاست یې ظاهراً یوازې تر پاکستان ، ترکمنستان ، چین ، ترکیې ، قطر او سعودي عربستان پورې محدود ؤ . خو پټې رابطې یې له امریکې او انګلیس سره هم شریکې وې ، ځکه په پټه ددوی ځینو طالبانوته هلته لوړې زده کړې ورکول کېدلې او افغانان یې د خپل حضوراو نیواک له پاره دلته په کونۍ جګړه کې سره ښکېل ساتلي وو .
 
پاکستان ځینې وسلې خپله د افغانانوپه لاس تباه ، برباد ، کباړاوخپلې اوسپنیزې فابریکې یې ورباندې فعالې کړې ، څه چې پاتې شوې ، هغه یې د طالب پروژې په نامه ټولې او خپلې سرحدي مورچلې یې پرې ټینګې کړې . د پاتې نورو وسلو او مهماتو د ټولولو له پاره یې د ډي ډي آرپروګرامونه جوړکړل ، درنې وسلې بمبارد اوله کاره ولوېدلې . له یوې خوا د نورو وسلو رانیولوقردادونوته افغان چارواکي نه پرېښودل کېدل اوبلخوا یې پیسې او نورې عاېداتي سر چینې نه لرلې ، که څه هم ځمکنۍ زېرمې لري ، خو د را ایستلو وس یې ورسره نه شته .
 
پوره (۱۳) کاله یې پرافغانستان او افغانانو باندې د پیټرټامسن شاګرد له خپل ټول مافیایي او پرفساد اخته ټیم سره پرله پسې داسې ورتحمیل کړی ؤ چې مرستې اوټول ملي عائدات یې هم ورباندې تس نس کړل . پاچا نه ؤ ، سم دم د راشن ملک ؤ چې په هرو درو ګونیو کې به یې دوې د خپل ځان او یوه به دده د مافیایي ټیم وه او ملت به تش لاس او سپېره خوله بېنوا ورته ناست ؤ .
 
له سولې یې هم د مداري د ماراوموش خرما لوبه پرې جوړه کړې وه او د سولې له پاره به یې داسې څوک مشر وټاکه چې هغه به خپله د جګړې یو طرف ؤ او له بلې خوا به د هغه شخصي ګټې له سولې راتلو سره په خطرکې لوېدلې . په بله وینا :ښاعلي کرزي صیب  د سولې رمه په لېوانو باندې پېوله ، او د خپل اداري پالېز پر لمانو یې ګیدړان پالېزوانان مقررکړي وو ، چې بیایې په اداري فساد کې د ټولې نړۍ په کچه د درېیمې کچې ریکارډ ورمات کړاو د اداري فساد نړیواله ډېګري یې تر لاسه کړه .
 
هو! د مرګ ژوبلو، ناخوالو ، بې ثباتیو او نا امنیو دا ټولې دروازې د ښکرورغوايي له ( اوومې ) او ( اتمې ) څخه موږ ته را خلاصې دي چې له تېرو ( ۳۹ ) کالو را په ایسته یې بیې د افغانستان مظلوم ملت د خپل سر په بدله پرې کوي . 
 
اوس چې افغانانو یو مسلکي مشر موندلی ، د هغه په وړاندې کورني ، سیمه ئیز او نړیوال خنډونه ورته را ولاړوي اوهمغو مخالفینو د خپل ملت ، خپلې خاورې ، خپل ملي هویت او خپلې خپلواکۍ پرضد لاسونه سره ورکړي چې  د افغانستان ، افغانانو اوملې یو والي او خپلواکۍ له سیمه ئیزو او نړیوالو دښمنانو سره یې ددې نطام د چپه کولو له پاره خپلې تخریبي هڅې چټکې کړې دي اوغواړي پردې سره د افغانستان هغه مدبراو تخنیکي مدیریت ړنګ او خپلو پخوانیو انارشیوته لاره پرې خلاصه کړي چې ددوی د (۲۳) کالوملي او بین المللي ورانیوکاریې په یو نیم کال کې خپل مدیریتي رغنده سیستم ته ورواچاوه . اوافغانستان یې په عمل کې د خپلو عائداتي سرچینو په لاره ور برابر کړ .
 
اوس همغه پخواني غله ټېمونه ویره لري چې د هرې ورځې په تېرېدو سره کېدای شي ددوی د حساب کتاب ورځې هم ورسره را لنډې شي ، ځکه د غله په ږیره خس وي . چېرې نه چې له دوی سره ددوی تېرحسابونه کتابونه وشي .ځکه خو یې غوره ګڼلې چې یو ځل بیا د واک پر ګدیو ور کښېني ، له یوې خوا به بیا ور سره  لک پتي شي او له بل پلوه به له حساب کتاب څخه ځانونه پرې وژغوري .
 
 اې مظلوم ملته ! زه پر تاسو ټولو باندې غږ کوم چې ؛ مه پرېږدۍ دغه غله یو ځل بیا په درغلیو د واک صحنې ته ځانونه را وړاندې او تاسې ، ستاسې اولادونه ، ستاسې ناموس او ټولې ملي شتمني  یو ځل بیا د تل له پاره پرګاونډیو هېوادونو او نړیوالو باندې وپلوري او دوی خپل پاتې عمرونه په عیش او نوش کې پرې تېر کړي . مرګ په دِغه ډول ښکرور غوایي !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery