مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-16   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د نړۍ پوځي ستراتیجي: موږ افغانستان طالبانو ته بایلو ؟

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : سپېشل فورس خبرې ویبپاڼه
د نړۍ پوځي ستراتیجي موږ افغانستان طالبانو ته بایلو ؟ په افغانستان کې طالبانو خپل خونړي پسرلني عملیات اعلان کړل. له ۲۰۰۱ کال څخه را په دېخوا وسمهال د جنګ جګړو ګړندیتوب او د شدد کچه ځښته ډیره لوړه شوي ده. په کابل کې د نويو تهاجمي بریدونو تمه کیږي. آیا افغانستان بېرته د طالبانو لاس ته ورځي ؟ د تېر کال تریخ دردوونکي بېلانس د افغانستان حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو د یوه تازه دردوونکي رپوټ پر بنسټ تېر کال اټکل ۹۰۰ ماشومان وژلي شوي دي. د پخوا په پرتله د طالبانو د جنګ جګړو تاوتریخوالي کچه وسمهال خپل ورستي کچ ته رسیدلي ده. جنګ سالارې ملیشې او د طالبانو ډلې ورځ تر بلي زړورې کیږي. په کندهار او کابل کې پر دولتي تاسیساتو بریدونه ورځ تر بلي زیاتیږي.د دوی ځینې بریدونه لمسونکي، پاراوونکي دي او د خپل ځواک ښودنې لپاره یې تر سره کوي: ویبپاڼه لیکي:٬٬ تاسې هیڅکله په افغانستان کې ډادمن او مطمئن نشي پاتي کیدلي ! دا هیواد زموږ دی! ٬٬ په افغانستان کې خونړۍ پسرلی پسرلی په افغانستان د جګړو موسوم دی. دا یو متل او په ریښتینه مانا یو واقعیت دی. د دې هیواد د ژمي په سختو سړو میاشتو کې طالبان معمولاً شاتګ کوي. دوی د پسرلي په پیل کې او یا د هوا له تودیدو سره نوې عملیات پیلوي. سږ کال به په افغانستان کې په ځانګړي ډول یو ډیر ستونزمن او خونړۍ کال وي. په پرتلیزه توګه وسمهال طالبان د بل هر وخته ځښت ډیر ځواکمن شوي او منظم شوي دي او دوی دې ته تیار او چمتو شوي دي، چې جګړه بیا ټول هیواد ته خپره کړي . د افغانستان د څو لسیزو جګړې افغانستان د لسیزو راهیسې په جګړو او کورنیو جګړو کې ایسار دی. اوسنۍ جګړې پېنځلس کاله دوام وکړ. د لویدیځوالو دولتونو جګړه لږ تر لږه د دې لپاره پیل شوه، چې په دې هیواد کې د سولۍ په راوستو او د امنیت په ټینګښت کې مرسته او همکاري وکړي. په ریښتنې توګه دغه هیواد د ۱۹۷۹ کاله د شوروي اتحاد د پوځې اشغال راهیسې په جګړه کې بوخت دی. په دې هیواد کې نږدې څلویښت کاله جګړه او کورنۍ جګړه روانه ده. په پایله کې دوه ستر زبرځواکونه روسیه او د امریکا متحده ایالات مات او ناکام کړل شول. په افغانستان کې د اشغالګرو لپاره د لاسته راوړنو یا د ګټلو لپاره هیڅ څه نشته. د دې لرغوني هیواد په اوږده تاریخ کې ځینو زبرځواکونو هڅه وکړه، څو دا هیواد لاندې کړي، خو دوی ټول مات او ناکامه شول . آیا موږ په افغانستان کې د یوې نوې ماتې له ګواښ سره مخامخ یو؟ د دې ډیر احتمال شته، چې موږ په افغانستان کې له دې برخلیک سره مخامخ شو او بیا ماتې تجربه کړو. ښایي په همدې راتلونکو یوه یا دوه کلونو کې تجربه کړو.کله چې د لویديځوالو دولتونو دې ته پام شي او په دې هم پوه شي، چې د افغانستان جنګې ماموریت ډیر لوړ لګښتونه لري او په ریښتني مانا د بریالیتوب هیڅ چانس نشته. دلته پرمختګونه شته، خو په خورا لږه کچه، ډیر پڅ او په ورو ورو روان دي. په ځانګړي ټوګه د دې پرمختګونو مخته پراته خنډونه، لکه د طالبانو نوې جګړییز ځواک او جګړییزه روحیه، په هیواد کې د ملي ګټو اړوند د قومي لږ کیو لیوالتیاوې، د مخدره توکو کښت او قاچاق، د افغان ولس اراده ټوک ټوک یا دړې وړې کیدل او دلته د ائتلافونو ژر ژر بدلون موندل دي. د بدې سابقې او ناوړې مخینې لرونکی ټوکمار پاکستان تر هغه مهاله چې پاکستان په لوبه کې ښکېل وي. د طالبانو ستونزه به هیڅ مهال حل نشي. پاکستان د طالبانو ملاتړي او د ساتنې ځواک رول لوبوي او د طالبانو لپاره د شاتګ خوندې پټنځایونه برابروي. د پاکستان استخباراتي اداره اې ایس اې د طالبانو سره په ډیره پراخه لوړه کچه اړیکې لري او ورسره نیغ په نیغه ښکېله ده. بن لادن کلونه کلونه بې موخې او بې ګټې اسلام آباد ته نږدې په یوه پوځې ښارګوټې کې خوندې پټ نه وه. تر اوسه هیڅ کره شواهد شتون نلري، چې اې ایس اې خبر او پوهیدو یا برعکس بن لادن پخپله ځان په نا رسمې توګه پټ کړي وه. خو د لویدیځ ټول حکومتونه او استخباراتي ادارې په دې ښه او په ډاډمنه پوهیږي، چې دا کومه تصادفي پېښه نه وه. سربیره پر دې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکایانو د برید پر مهال اې ایس اې د پټو ژغورلو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ستره برخه او د دوی مخکښ مشران له هیواده بهر راویستل. امریکایانو داسې انګیرل، چې دښمن ته یې ماتې ورکړي ده. په ریښتنې مانا طالبانو په سرحدې سیمو کې د یو بل نوې چانس په انتظار کې ناست ول. د ۲۰۰۱ کال راهیسې وسمهال په لوړه کچه تاوتریخوالی کیداې شي طالبانو ته د دې پسرلني یا اوړي پوځې عملیاتو په ترڅ کې دا ستر چانس په لاس ورشي. له څنګه چې طالبانو د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو راهیسې څو څو واري لوې حملې او خونړي بریدونه د دې هیواد په مرکزي سترو ښارونو کې تر سره کړي دي. د ۲۰۰۱ کال څخه را په دیخوا په افغانستان کې د احصائیو پر بنسټ د جګړیزو تاوتریخوالي کچه څښته ډیره لوړه شوي ده. د دې بریدونو سره د افغان وسله وال پوځ او د پولیسو په لیکو کې د مرګ ژوبلې کچه په دوامداره او پرله پسې توګه لوړیږي. د امریکا په متحده ایالاتو او اروپايي هیوادونو کې د لومړۍ ځل لپاره داسي غږونه راپورته شوي او کیږي، چې دا بې ځایه لګښتونه وسپماوئ او د دغي هیواد څخه لاس په سر شئ او راووځئ . خونړي کمپاینونه او پر لویو سیمو سترې بمبارۍ د پاکستان په لوري د افغانستان سرحدي سیمې عملاً غیر قابل نفوذ، په لاس نه راتلونکي او نه نیوونکي سیمې دي. د لویدیځ پوځونه د اوږد مهالو جګړو لپاره دې ستوغي پیچمو سیمو ته نه سم سمبال شوي او نه سم روزل شوي دي. سربیره پردې د لویدیځو هیوادونو هیڅ یو حکومت به په سیاسي توګه داسي یوه کمپایني خونړۍ پریکړه د افغانستان په غرونو کې د اوږدو کلونو لپاره په خپلو ولسې جرګو کې تصویب نشي کړای. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ کلونو پورې پر دغو سیمو باندې پر لوی کچ بمباري بې اغېزې پریوتلي دي. ځکه طالبان د تونلونو له سیستمه کار اخلې او سمڅو ته شاتګ کوي او ځانونه په کې پټوي. تر یوه ټاکلي بریده پورې د دې تکتیک په وړاندې د بې دوه پنځوس ډوله الوتکو سترې بمباري هم بې اغېزې پریوتلې دي. د طالبانو خپلسري بې ادارې مالي منابع او جاري بانکي حسابونه د طالبانو مالي خزانو او یا بانکي حسابونو ته پیسې ځښتې ډیرې وربهیږي. دا پیسې د سعودي عربستان، پاکستان، ایران او د خلیچ له دولتونو څخه راځي. څو د کفارو او لویدیځو دولتونو په وړاندې د طالبانو له جګړې سره مرسته او همکاري وکړي. په ریښتیا سره د مرستو یو ډیر اغېزمن کانکریټي سیسټم شتون لري. د قاچاقي پیسو دا سیستم له منځني ختیځه تر پاکستان سرحدي سیمو پوري غځیدلي دی. دا چې په دغه سیستم کې نغدې پیسې کارول کیږي، په ډیره سختي سره د دې نغدو پیسو جریان مخه نیول کیږي. د جګړې پیسې په دې کانکریټي سیسټم کې د عامو خلکو، خپلوانو، د کورنۍ چینلونو له لارې او ان د حاجیانو په مرسته په کږو وږو لارو په جیبنو کې تر طالبانو لاسونو پورې رسول کیږي. مډرن بانکونه اصلاً دغه پیسې نه ویني. د دغو روانو پیسو شواهد، ثبوت، رسیدونه او سوابق اصلآً شتون نلري. د نړۍ هیڅ هیواد او یا څارګره اداره نشي کولاي، چې د دغو نغدو پیسو د لږدولو مخه ونیسې. د افغانستان دودیزه ستونزې د افغانستان رسمې او مشروع حکومت په ډیره سختيو سره بیا هم د ټولو افغانانو حکومت نه دی. دا حکومت د هیواد ۶۵ سلنه کنټرلوي.پاتي ۳۵ سلنه د قبیلو، سترو کورنیو او طالبانو له لوري کنټرولیږي. په دغه سیمو کې طالبان آزاد ګرځي او د ستر واکمنو مخورو کورنیو سره د ائتلافونو په لټه کې دي. دوی له دې ځایونو څخه خپل اسلامي بریدونه پر ښارونو او سترو مرکزنو باندې تر سره کوي. او دوی د وسلو قاچاق، د مخدره توکو قاچاق او سوداګري کې ښکېل دي. کله چې له ګواښ سره مخامخ شي، دوی بیا شاتګ کوي او ځانونه د یوې مودې لپاره پټوي. د طالبانو ځانګړي تکتیکونه طالبان په ډیر ندرټ سره یا کله نا کله د ایساف له ځواکونو سره مخامخ جګړه کوي. دوی خپل ټول ترهګریزه بریدونه پر کلیوالي سیمو او ښارونو کې د افغان امنیتي سرتیرو باندې متمرکز او محدود کړي دي. دوی افغان امنیتي ځواکونه وژني. طالبان پردې هم پوهیږي، چې دوی د نړۍ ټول وخت له ځانه سره لري. دوی هڅه کوي د لویدیځ پوځیان د ستنې چوغولو تکتیک له لارې له پښو وغورځوي. دوی د ځمکني حالاتو او اقلیمي حالاتو ته په کتو سره له خپلو ترهګريزو بریدونو سره شاتګ هم کوي . د هغو افغانان شمیر لږ نه دی، چې دوی نړیوال ځواکونه د طالبانو ترهګریزو بریدونو له امله تورنوي. دوی په دې بارو دي، څو د لویدیځ ځواکونه په هیواد کې شتون ولري، سوله او امنیت ناشوني دي. له دې امله دوی دې ته چمتو شوي، د ایساف ځواکونو په پرتله له طالبانو سره مرسته کوي. په افغانستان کې د ایساف ځواکونه د افغان سیمه ییز وسله والو ښوونه او روزنه تر سره کوي. طالبان په سترو ښارونو کې د خپلو هر یوه ترهګریز برید سره هڅه کوي، څو د خلکو احساسات خپل لوري ته ور کاږه کاندي. او هممهاله د لویدیځ پوځونه له پښو وغورځوي. تر وتلو مخکې بې خونده ترخي پوښتنې که د لویدیځ دولتونه له افغانستانه خپل پوځیان وباسي، یو څو بې خونده ترخې پوښتنې به رامنځ ته شي: په دې هیواد کې به له لسګونو زرو افغان توکمو همکارانو سره څه رنګه چلند وشي ؟ ژباړونکو، مرستیال ځواکوانو، کارګرانو، ملي سوداګرو، ملي پولسو، او ملي اردو پرسونل ته به څه ورپیښ شي. طالبان به پر دغو خلکو د غچ اخیستلو خونړي کمپاینونه پیل کړي. آیا د لویدیځ دولتونه دومره شرافت لرې، څو د دغو خلکو ساتنه وکړي؟ په څه ډول به سړی دا پېنځلس کلنه ناکامي وزغمي؟ یوه بله پوښتنه دا ده، چې سړی به څنګه دا پېنځلس کلنه ناکامي ومني؟: په افغانستان کې ځښت ډیر خلک ووژل شول، په میلیاردونو لګښتونه وشول. نړیواله سیاسي او پوځې ټلواله به څنګه دا مني، چې دوی دا جګړه بایللي ده؟ که څه هم دوی په ریښتني توګه په پوځي ډګر کې برلاسي بریښې. څنګه به سړی ورسته له پینځلسو کلونو داسي یوه ماتي له میلیاردونو ډالرو لګښتونو سره په سیاسي توګه وزغمي یا ومني.او بالا اخره په پای کې څه ترلاسه کیږي؟ کله چې موږ دغه هیواد خپل برخلیک ته پریږدو .افغانستان به بیا د ۲۰۰۱ کال څخه مخکې په څېر د ترهګرو په ځاله بدل شي. په هره بیه باید طالبان ؟ په افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو اوسني ستراتیجي به په ډاډ منه توګه د نور پېنځلسو کلونو له لګښتونو سره مل وي. په پوځي ډګر کې طالبانو ته په اوسنیو توکو باندې ماتې نشي ورکول کیدای. له دې مخکې افغان مجاهدینو شورویانو ته ماتې ورکړي ده. ولې طالبان د لویدیځ ځواکونو سره بل ډول چلند وکړي؟ له منځلارو طالبانو سره خبرې اترې تر اوسه کومه پایله نه ده درلودلي. یا طالبانو د خپلمنځي جګړو یا اختلافاتو له لارې یو بل سره وژنې. په پایله کې دا راوځي، چې سړی اصلاً نه پوهیږي، د چا سره خبرې اترې وشوې. او یا دا چې په طالبانو کې سختدریځه جګړیز بنسټپال طالبان برلاسي کیږي. جوړ جاړې، روغه جوړه او خبرې اترې د دغي سیمې په لمن کې نشته . له پېنځلسو کلو ورسته به څه شې دلته پاتي شي ؟ ښایي په پاي کې لویدیځ دولتونه ورو وروپه همدې ډول په غلي او ارامه توګه له افغانستانه خپلي پښې سپکې کړي او ووځي. ځکه په نړۍ کې ډیرې نورې تودې جګړه ییزي سیمې شته، دغه سیمې لا نوره بيړنې ښکاري. د ناتو په اړه بحثونه او د یو قطبیتوب عمومي اړتیاوې د افغانستان وضعیت نه اسانه کوي. وسمهال طالبان د نوي ستر پوځي ځواک سره بیرته راروان دي او د پرمختګ پر لور روان دی. د دې ډیر احتمال شته، چې د دوی بیرغ ډیر ژر یو ځلې بیا پر کابل ورپیږي . په ریښتیني مانا په افغانستان کې نه پوځي چارواکو او نه د زړونو ګټلو له لارو چارو څه ترلاسه شول. د افغانستان په اوږده لرغوني تاریخ کې اوسني لویدیځوال وسله وال ځواک به لومړنې او ورستني ځواک نه وې، چې په افغانستان کې ماتې خورې او تېرینه وځي. پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery