مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امر الله صالح او نبيل د پام وړ :

سيد حسين پاچا

له حکمتيار مخکې بايد له تاسې، ډاکټر عبدالله او له ښاغلي کرزي سره د آغلې مريم نجفي په تړاو محاسبه وشي
په هېڅ يو نړيوال قانون او نه په هېڅ يو اسماني دين کې يوې ښځې ته د قضا پر ځای په نيمه شپه کې د ملي امنيت په رياست کې طلاق نه دي ورکړل شوي. د ملي امنيت کار له امنيتي مسايلو سره دی، نه له حقوقي مسايلو سره. طلاق واعدام غوښتنه د څارنوالۍ او د قضايي ارګانونو کار دی نه د ملي امنيت رياست


د ايټاليا لومړی وزير Silvio Berlusconi د جنسي تور په دوسيه کې استعفا ته مجبور شو، خو زموږ نازولی او اړوندان يې لا ونازول شول. ان تر دې چې د هغه وخت د ملي امنيت رئيس امرالله صالح هم له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړه. دا په حقيقت کې يو دولتي ترور وو چې له دولتي ټولو امکاناتو پکې کار اخېستل شوی او نوموړې يې شپه پر شپه مجبوره کړه چې له خپلې دعوې تېره لا څه ان چې له هېواده پښې سپکې کړي او بيا دې خوا ته مخ راوا نه ړوي. نن هغه دی بيا د يوې معاملې له مخې لوړه دولتي څوکۍ ورکړل شوه. دلال چې دلال وي هم داسې کار نه کوي، لکه امرالله صالح چې زموږ د ملي وحدت حکومت د اجرائيوي رئيس لپاره کړی دی.

څوک چې ښځه نه شي ساتلی او له بلې څخه ډاريږي، نو بيا ولې له دولتي واکه هغه هم د هېواد د بهرنيو چارو د وزارت له واکونو او امکاناتو ناوړه او نامشروع ګټه پورته کوي. يوې پېغلې ته دروغ ويل، د خپلې مېرمنې په حق کې دروغ ويل، اولادونو ته دروغ ويل، حکومت ته دروغ ويل، نکاح تړونکي عالم يا ملا ته دروغ ويل او خپل وجدان وضمير ته دروغ ويل او داسې نور درواخله.

نه پوهېږم چې دې ستميانو او ماويستانو ته دا جهاد څه ډول اهميت لري؟ دوی جهاد څنګه تعريفوي؟ که د مجاهد او د شهيد ورځ نمانځي، نو برګ دستمالونه او خړ پکولونه او خړ جمپرونه او پتلونونه او کش وپش او په ډاټسنو کې ښکته پورته کېدل او کلاشينکوفونه د خلکو سترګو ته پورته پورته کتل او د خلکو وينه تويول دېته جهاد وايی؟ که فاتحه اخلي، خو په جومات کې دې کښېني، نو په کوڅو او سرکونو ولې لروبر خلکو ته کيږي؟ دا د جهاد په نوم پيسې چې دوی چور وتالان کړې او په زمردو او لاجوردو ماړه نه شول، ان تر دې چې د اماراتو په ګمرک کې له ميلونونو ډالرو سره ونيول شول، بيا هم همدا هېواد مشر مجبوريږي او له هغه مقاماتو يې راخلاصوي. حساب خو ورسره نه کوي، بلکې عجيبه قضاوت کوي او بښي او وايی چې کورنۍ يې جهاد کړی دی.

په ښاغلي کرزي کې که سړيتوب وای، نو حساب به يې ورسره کړی وای، خو نه شته. که د غيرمسلم پيسې هم وي، نو چا ته يې دغه ډول بېشرمانه غلا په هېڅ يو مذهب او قانون کې روا نه ده، نو دوی دا د جهاد په نوم په لسيزو دا نادودې وکړې او اوس هم جهاد ومقامت خبرې کوي او جهاد يې خلکو ته د پزې پېزوان کړی. که فاتحه اخلي، که نمانځنې کوي همدا ګواښنې کوي چې موږ به بيرته وسلې ته لاس کړو او غرونو ته به وخېژو. داسې يو نر نشته چې ورته ووايی چې وخېژه دې غر ته لاس دې خلاص. ولې دولت وحکومت د دوی پانګې چې د بهرنيو هېوادونو په بانکونو کې پرتې دي له حکومتونو مرسته نه غواړي، ولې له امريکا، سويس او نورو هېوادونو مرسته نه اخلي چې پانګې يې کنګل او حسابي ترې واخېستل شي چې له سمله لاسه له دې ډتو وغوځيږي او بيا دا جهاد پر خلکو زباد نه کړي.

څه تضمين شته چې د دوی جهاد به الله تعالی قبول کړي وي؟ د الله تعالی ځواب اولوا العزمو انبياو او رسولانو ته ډېر په زغرده وو. د بېلګې په توګه نوح عليه السلام ته د زوی په هکله، ابراهيم عليه السلام د پلار په هکله، پېغمبر عليه السلام ته د تره په هکله او داسې نور.

زه نه پوهېږم چې دې ستميانو، ماويستانو او زرغونيانو له دې جهاده څه جوړ کړي دي؟ که لږه يې ورته نوره په ډانګ پېيلې ووايم چې ((جهاد مو پر څښتن تعالی مه زبادوئ او پر خلکو يې مه څڅوئ! او مړي مو پر الله تعالی په زوره مه بښئ. هغه ((الله الصمد)) دی. هغه بې نيازه دی. د هېچا پروا نه لري. هغه خلک دې پر ځان وويريږي چې د جهاد په نوم يې له دولتي واکه ناوړه ګټه پورته کړې او ټول مدني، قانوني، اخلاقي، کلتوري او اسلامي ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړي او د جهاد ومقاومت په نوم يې شخصي ودولتي شتمني چور وتالان کړې او لا بيا هم د خلکو او ولس په سترګو کې ورننوځي.

که له ټولو سره محاسبه کيږي، نو له حکمتيار سره دې هم وشي. ولې ښاغلي کرزي د هغه پېغلې مريم نجفي په حق کې تېری کړی؟ له يو ولسمشر سره داسې بېعدالتي نه ښايي، خو زموږ خانزاده مشر له خپلې يوې تبعه سره د دې نازولو لپاره داسې په زرګونو بېعدالتيو باندې سترګې پټې کړي دي.

ښاغلی نبيل دا اوس هم داسې انګيري چې نوموړی پخپل وخت کې حکومت نه، بلکې د شمال ټلوالې مقرر کړی وو. له ملي ګټو او ولي روغې جوړې ورته د يوې متعصبې ډلې ګټې ارزښت لري. اصلاً په موږ ټولو ايران پلوه او پنجاب پلوه اهل تشيعي او اهل تسننو بوجۍ دينو کې داسې څوک نشته چې هغه ته دې د تهران واسلام اباد د ګټو پر وړاندې د هېواد ګټې مهمې وي. د ډاکټر نجيب الله د حکومت له پرزولو راوروسته موږ هېڅ داسې د کار اهل کس د حکومت په هېڅ يوه اداره پيدا نه کړ. که له يو لورې مو اردو له مينځه يووړه، نو له بل لورې مو ورسره روزل شوي کدرونه له مينځه يوړل. د حکومت له منحلېدو وروسته چې جهاديان راغلل تر ننه بيا موږ د ښې ورځې څښتن نه شو.

د همدې نبيل وصالح په وخت کې همدې خلکو د پنجاب وتهران روزل شويو د ارګ دروازې شرنګولې. ان تر دې چې د ټاکنو په وخت د لوی جرګې په تالار کې د هېواد مشر مشري تابلو راکښته او څېرې کړه. ايا د خميني، خامنه ای، رفنسجاني، احمدي نژاد، روحاني، بوټو، ضياء، مشرف، زرداري، مشرف او د نورو عکسونه چا داسې راکښته کړي او څيرلي دي چې د شمال ټلوالې د ښاغلي کرزي له عکس سره وکړه. ښاغلي کرزي خو همدې بېباکانو ته له ايمانه هم ځان خلاص کړ، خو دوی ته معلومه نه شوه.

که لږه يې په نورو ټکو روښانه کړم د شمال ټلواله دومره موقع پرسته ډله ده چې که دوی ته د چرګې د يوې ګۍ هومره ګټه وي، دوی حاضر هغې ته ګوري، خو وروسته ته نه ګوري او سملاسي ګوزار کوي. د دوی ټوله موخه درز اچونه ده. ډاکټر نجيب الله يې هم له ځان سره د همدې لپاره ساتلی وو چې د نورو په نغوته د طالب پر لاس ووژل شي او موږ به يې له بدۍ څخه خلاص او پښتانه به پخپلو کې سره په چنګال شي. د انس حقاني او نورو لپاره هم اوس همداسې غوښتنې کوي چې په راتلونکې د سولې چاڼس له مينځه ولاړ شي او په لوی لاس پښتانه د تل لپاره په جنګ کې ښکېل او د نورو محتاج کړي او حکومتي واک او امتيازات دوی ته ورپاتې وي. دوی د خپلو څوکيو، واک ((رياست، د ملي امنيت رياست، د دفاع، د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه، سفارتونه او نور مهم پوستونه د دوی په لاس کې وي او تل د پښتنو پر وړاندې ورته  د تعصب، درز اچونې، د تورونو او ټوله مخه ورته خلاصه وي.

دوی له هر چا سره د خپلواک لپاره هر ډول معاملې ته تيار دي، خو بيا هر پښتون داسې نه دی. طالبان وحقانيان، حزب اسلامي و حکومت او نور ټول مدني، سياسي او جهادي ډلې ټپلې بايد هر اړخيز سوچ وکړي او د ملي يووالي په چوکاټ کې ټول سره راټول او د خپلې راتلونکې په تړاو ډېر هر اړخيز سوچ وکړي او په سړه سينه او زغم له حالاتو سره برخورد وکړي. احساسات يوې خواته کړي.

په درنښت

 

امرالله صالح ته په ځواب کي!
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=56212
مصالحه سياسی و منطق سخن! مواضع اخير جناب امرالله صالح و سفارشهای من:
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=56245


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery