مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د وردګو د شېخ آباد د غمېزه

فضل الکریم وفا


۱۳۹۶/جوزا/۲۵

د تېرې چهارشنبې په ورځ مازدیګر مهال د میدان وردګو ولایت د شېخ آباد په زرین خېلو کلي کې د اردو لخوا په ځوابي ډزو کې د یوه کلیوال بزګر غلام حضرت په کور کې د هاوان مرمۍ ولګېده چې له امله یې د هغه یوازینی زوی ضیأالحق او دوې لوڼې شهیدانې شوې او مېرمن یې سخته ټپي شوه. دا غمیزه ډېرو مشرانو، د مظلومانو خواخوږو او د ځوانانو مختلفو ډلو په ډلییز او فردي ډول وغندله. چې له امله یې نن د سیمې یو شمېر اوسېدنکي ولایت میدان ښار ته والي انجنیر ځونډي ګل زماني ته ورغلي وو څو د پېښې په اړه ورسره خبرې او پلټنه وکړي.
په دغه غونډه کې چې د ولایت په مقام کې وشوه والي انجنیر ځونډي ګل زماني او د اړوندو امنیتي پوستو عمومي قوماندان هم رابلل شوی و او د پېښې په اړه بحث وشو. د امنیتي پوستو عمومي قوماندان وویل، ما د دې غمیزې پوره راپور د برښنالیک په ذریعه ولسمشر ته استولی، زه به دغه عسکر نیسم او د قانونو منګولو ته به یې سپارم.
د سیمییزو وګړو په وینا پېښه داسې وه چې طالبانو په یوه دولتي پوسته څو ډزې کړې وې او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي، په همغه وخت کې دولتي پوستې هم د مختلفو درنو او سپکو وسلو ځوابي ډزې کړې، تر یو څه وخت جګړه درېدلې او یو ساعت وروسته د شېخ آباد سیمې له پوستې څخه د هاوان مرمۍ فیر کېږي او په زرین خېلو کې د غلام حضرت په کور کې لګېږي، چې له امله یې د غلام حضرت یوازینی زوی ضیأالحق او دوه لوڼې شهیدیږي او مېرمن یې سخته ټپي کېږي، چې حالت یې د اندېښنې وړ دی.
غلام حضرت چې یو مظلوم بزګر دی، په دې ظالمه او بدبخته نړۍ کې یې زرګونه دردونه او ځورونې په نصیب شوې. فقر، بې وسۍ، ټولنیزې نابرابرۍ یې ژوند تروړلی و. دوه کاله وړاندې یې ورور جلات خان چې د طالبانو او دولت ترمنځ د جګړې له ختمېدو وروسته له بازه کور ته په لاره و چې دولتي پوستې شهید کړ. پرونۍ غمیزې یې غمونه او دردونه څو چنده کړل. پرون پنجشنبه د سیمې اوسېدونکو د غمیزې د اصلي څښتن په توګه د والي او امنیې قوماندان تر ظالم درباره په زاریو بوتلو. د والي او د پوستو د عمومي قوماندان په مخ کې یې د ډېرو بد روزیو ترڅنګ وویل، ولې او ولې مو زما کور تباه کړ؟؟؟ ولې مو یوازینی زوی ضیأالحق او دوه لوڼې راته ووژلې؟؟؟ مکتب ته مې د جګړو له امله نه لېږه، مکتب یې هم نه وایه، خو په کور کې مو راته شهید کړ!!؟ د خدای لپاره دا څه ډول دولت دی؟ دا څه ډول انصاف دی؟ دا څه ډول ظلم دی؟ چې راباندې ومو کړ.
په دغه غونډه کې والي او د سیمییزو پوستو عمومي قوماندان د لومړیو مسؤلینو په توګه ژمنې وکړې چې د پېښې اصلي عاملین به نیسي او د دولتي قانون؟؟ منګلو ته به یې سپاري. د سیمییزو امنیتي پوستو عمومي قوماندان د پېښې د لومړني مسؤل په توګه ټینګه ژمنه وکړه چې همدا اوس به د پېښې ځای ته ځي، قاتل به نیسي او د قانون منګلو ته به یې سپاري، په همدې ډول انجنیر ځونډي ګل زماني هم پر پېښه سخته خواشیني څرګنده کړه، په وینا یې همدومره درد چې ښاغلي غلام حضرت لیدلی ما ته هم رسېدلی، ښاغلي زماني د والي په توګه ژمنه وکړه چې قاتل به محکمې ته ورپېژني او عدالت به پرې پلی کوي. د قهرجنو سمییزو خلکو جدي غوښتنه دا وه چې وخت ناوخته زموږ خلک په دا ډول وژل کېږي خو څوک یې د پوښتنې نه وي، باید ددې پېښې قاتلین حتمأ خپله سزا وویني څو په راتلونکي کې د دا ډول ناوړه پېښو مخه ونیول شي.
د میدان وردګو له مشرانو، د ولایتي، ولسي او قومي شوراګانو او ځوانانو څخه جدي غوښتنه:
پر ټولو پورته شوراګانو او هغو عدالت غوښتونکو وروڼو، مشرانو او ځوانانو غږ کوو چې غواړي د یو واقعي مظلوم چیغه واوري او د ظالم لاس یې له ګرېوانه لنډ کړي چې دا پېښه په جدي ډول راسره تعقیب کړئ، ویې وڅېړئ او کوښښ وکړئ چې نور د داسې ناوړه غمیزو د مخنیوي لپاره لاندې جدي ګامونه واخئ:
۱- د میدان وردګو ټولې شوراګانې، مشران او ځوانان چې د ولس د مشرۍ او استازیتوب نارې وهي تر یوه چتر لاندې سره کېنئ، د ستونزو پر حل جدي بحث وکړئ او ستونزې حل ګړئ. د خدای په لحاظ عام ولس په اور کې سوځي او تاسو یې په اړه چوپ یاست، په وار وار په سیمه کې ظلمونه وشول خو تاسو یوازې خپل کاذب مشرتوب او استازولۍ ته خوشحاله یاست. راشئ په مشترکاتو سره یو ځای شئ او په سیمه کې په یو نه یو ډول جګړه بنده کړئ او سوله راولئ. ډاډه اوسئ، چې په دې چاره کې مو الله مل دی او عام ولس مو ټینګ ملاتړی دی.
۲- پورته پېښه په جدي ډول تعقیب کړئ، ترڅو هر بدماش او اوباش پوه شي چې په وردګ ولس کې د هرې ناوړه کړنې او ځناورتوب پوښتنه کېږي، څو په دې ډول بیا د چا کور تباه نه شي.
۳- د دولت سره خبرې وکړئ چې پوستې مو د امنیت د ټینګښت په موخه اچولې دي خو ځینې مغرض اشخاص په سیمه کې د عام ولس د ځورنې دنده پر غاړه لري او د خلکو نه یې د ژوند ازادي سلب کړې ده، د عامو وګړو کورونه په توپونو او هاوانونو ولي. نور خپلو بدماشیو او ځورونو ته د پای ټکی کېږدي، د خودسریو مخه ونیسئ، له عام ولس سره په چلند کې ژر تر ژره جدي مثبت بدلون راولي او که بیا هم خدای مه کړه داسې ناوړه پېښه تکرار شوه د اصلي قاتل ترڅنګ به له محلي او سیمییزو مسؤلینو سره یو ډول قانوني چلند کېږي.
۴- طالبانو ته ووایئ، چې نور ددې غریب او مظلوم ولس پر حال رحم وکړئ، حوصله یې مه ازمویئ، د داسې پېښو که قاتل په دولت کې مغرض اشخاص دي؛ د قتل عامل یې تاسو یاست. دا مظلوم ولس که له یوې خوا د مفسد دولت لخوا تر پزې راغلی؛ ستاسو وسله والو هم د اور په تبۍ کېنولی. دلته ستاسو وسله وال پر پوستو څو ډزې وکړي بیا له سیمې پښې سپکې کړي او د کوم غره یا دېوال تر شا پټ شي، خو په دولتي پوستو کې ځینې ظالم او بې ضمیره اشخاص د خلکو کورونه په هاوانونو او توپونو ولي. خلک خپلو کروندو او جوماتونو ته نه شي تللی، مکتبونه د جګړو او ناخوالو له امله بند دي. په جدي ډول خپلو وسله والو ته ووایئ چې جګړه د خلکو له کورونه مه کوئ، جګړه له کلیو او بانډو وباسئ عام ولس په کې زیانمنېږي، دا لوی ظلم دی الله عزجل به حتمأ درځنې پوښتنه کوي.
۵- طالبانو ته ووایئ، که چا له کلي او کور څخه جګړه وکړه او عامو خلکو ته په کې زیان ورسېد؛ خلک به تاسو د قاتلینو په توګه وپېژني، ځکه ستاسو له جګړې پرته په سیمه کې ارامي وي، امنیت د جګړې په وجه خرابیږي، خلکو ته زیان د جګړې له امله رسیږي، که تاسو جګړه کوئ له کلیو او بانډو لرې یې ورسره وکړئ، څو عام ولس په امن وي.
حسبنا الله ونعم الوکیل، نعم المولا ونعم النصیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery