مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وردګ طالبان د داعشیت پر لور

سلطان محمد اسلمی

 

که څه هم دقیق ارقام نشته، خو په تېرو پنخلسو کلونو کې په میدان وردګو ولایت کې تر زرو ډېر طالبان ووژل شول. خو چا چه له لومړي سره جګړه پیل کړې هغوی لکه د ملا قاسم، ملا حامد، ملا عبدالله، ملا قیام، قاري عبدالرازق، سلیمان، روان ‎.... هغوی ټول نه یوازې د تېرو پنځلسو کلونو (د جګړو له پیله تر ننه) ژوندي دي او د وردګو د عامو خلکو په محرمانه اصطلاح بیمه شوي بلکې د هېواد د ننه او بهر یې لوی سوداګریز فعالیتونه روان دي.
په دې وروستیو کې چه د وخت په مقتضی د طالبی نسخې د زړېدو او داعشي نخسې د کارولو په موخه داعش ډله د هېواد هر ګوټ ته د غځېدو په حال کې ده. میدان وردګ ولایت هم د یوې ستراتیژیکې نقطې په توګه د داعشیانو لپاره مهم دی.
که څه هم په ښکاره طالبان له حزب اسلامی او هم له داعش څخه سخت په ویره کې دي. خو په عمل کې ښکاري چه همدغه سوداګر طالبان په پټه له داعشیانو سره په معامله کې دي. ځکه له یوې خوا طالبان له روسيې سره نږدې شوي او دې کار د طالبانو په پر وړاندې د عامه خلکو په ذهنیت ډېر اغېز کړی او دغه اغېز تر ډېره کشرانو او غیر معامله ګرو طالبانو هم سرایت کړی. او دا بیا د بیمه شویو طالب چارواک لپاره ښه فرصت دی چه د داعش له مالي سرچینو مستفید شي نو ښکاري چه له داعش سره نازک تارونه نغاړي. وردګ طالب مشرانو ته هغه څه مهم دي، چې پیسې پکې وي. له داعش سره د پیسو امکانات ډېر دي، همدا وجه ده چې دوی د تکتیک لپاره په ښکاره د داعش ضد تبلیغ کوي خو په پټه سترې معاملې رواني دي او هم خلک د طالبانو په کړو وړو کې ډېر داسې څه احساسوي چه داعش ماډله دي،  د بېلګې په ډول:
- که څه هم د وردګو طالب مشران دا نه مني مګر د سیمي عیني شاهدان وایي چه وردګ طالبانو ته د جلال اباد څخه ډېر ځله هیئتونه راغلي او پټ ملاقاتونه شوي. په سیمه کې نا پیژندې څېرې لیدل کېږي.
- یوازې دوې اونۍ مخکې د حکومت په بمبارۍ کې هغه ډله داعشیان ووژل شول چه مشران یې پاکستانیان خو اصلي سرچینه او راه بلد یې هغه څوک ؤ چه  په جلال آباد کې د مولوي خالص په فامیلیو کې اوسېده.
- د طالبانو کړه وړه او له خلکو سره چال چلند د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی. مثلا:
o طالبان په تعلیمي نظام کې مداخله کوله خو د سیمې یو څه نزاکت یې په پام کې نیوه. مګر په دې وروستیو کې یې د کوچنیو نجونو ښوونځي چه پخوا یې اجازه ورکړې وه بیرته وتړل او هم یې څو ځله په ځینو ورځو کې په یوه او بله بهانه د هلکانو ښوونځي هم وتړل.
o پخوا به هم طالبانو د کلیو او کورونو له منځه په پولیسو ډزې کولې خو په دې وروستیو کې نه یوازې دا چې د خلکو له کورونو بې رحمانه استفاده کوي بلکې له عامو خلکو سره هم ډېر توند، ستوغ او خوشک چلند کوي، هېڅوک نر نه دی چه طالب ته هسې یوه صادقانه مشوره هم ورکړي. په دې وروستیو کې یو موټرچلوونکی په کابل کې پولیسو مجبور کړی چه په وردګو کې کومې ټاکلې پوستې ته خامخا غوښه یوسي په لار کې طالبان ورته په کمين کې شول او ډریور یې تر مرګه وواهه، موټر یې ورته د اور لمبه کړ، د موجوده کاروبار څخه یې تر ابده منع کړ او هم یې له سیمې فراري کړ. همدغه ډریور بیا د پولیسو خوا هم ونیول شو چه له طالبانو سره یې معامله کړې.
o په خلکو یې اقتصادي کړۍ داسې را تنګې کړې چه خلک نور تر پوزې راغلې. هغه لارې چه د پوستې او ولسوالۍ ترڅنګ تېرې شوې هغه یې په بشپړ ډول بندې کړې دي. دا چه بدیل شته او که نه نشته، هېڅ بشر ددې حق نه لري، چه له ممنوعه لارې څخه استفاده وکړي. 
o د سیدآباد -جغتو اصلي لار په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ تړلې. د جغتو خلک ددې حق نه لري چه غزني، سیداباد او یا کابل ته له هغې لارې استفادې وکړي.
o د جغتو ولسوالۍ هغه بازار چه لسګونه دکانونه پکې فعال وو او د سیمې د بېوزله خلکو ناچیز کار پکې روان ؤ هغه یې په بشپړ ډول بند کړ.
o په دې ولایت کې چه هرڅوک د تذکرې او یا بل کوم ضروري او رسمي کار لپاره حکومتي ادارې ته ورشي بیا یې ګیله له خپله ځانه ده.
o له خلکو  څخه دعشر او زکات ټولولو لړۍ ښه په زور سره روانه ده. ان تردې چې یوې ډلې چې ځان یې د کوټې مشران معرفي کول پیسې ټولې کړې او ټولې یې تښتولې دي. د سیمې طالبان مجبور دي چې له سره زکات ټول کړي.
o سږ کال د معمول خلاف هغه خلک چه د هېواد په نورو ولایتونو کې اوسېدل او په اخترو کې خپلو کورونو ته راغلي وو. هغوی یې په ټولو ولسوالیو کې بندیان کړل او تر تحقیق لاندې یې ونیول.
o ځینې عام خلک چې له یو وضیعت څخه په تنګ شوي دا ښیراوې کوي. وايي چې خدایه د داعش یې کړې!! خو عام خلک بیا له راتلونکي څخه په اندېښنه کې دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery