مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان اوبه کولای سی چی ۲۰۰ ملیارډه ډالره کلنی عواید ولری

خالد احمد کوهستانی

افغانستان په مجموع کي ۱۸ ملیارده متره مکعبه تر ځمکي لاندي اوبه لري چي د همدې اوبو څخه یې د کاله ۳ ملیارده متره مکعبه مصرفیږي
همدارنګه افغانستان د کاله ۵۷ ملیارده متره مکعبه اوبه چي د اورښتونو په پایله کي په رودونو او سیندونو کي بهیږي لري، د همدي ۵۷ ملیارده متره معکبه اوبو څخه یې صرف ۱۸ ملیارده متره مکعبه اوبه په هیواد کي د ننه مصرفیږي او پاته ۳۹ ملیارده متره مکعبه اوبه یې و ګاونډيو هیوادونو ته په وړیا توګه ورکول کیږي، په داسي حال کي چي په نړیوالو بازارونو کي د اوبو بیه فی متره مکعبه په ۱،۵ یو اعشاریه پنځه ډالره پلورل کیږي
که چيري افغان حکومت وکولای سي چي د خپلو اوبو مدیریت په ښه او دقیقه توګه وکړي، کولای سي چي د کاله ۶۰ ملیارده ډالره یواځي د خپلو ګاوندیو هیوادونو څخه تر لاسه کړي، په داسي حال کي چي د افغان حکومت ټولټال کلني مصارف ۱۰ ملیارده ډالر دي او کولاي سي چي خپل شپږ کلن مصارف په یو کال کي تر لاسه کړي، که چیري افغان حکومت په دي وتوانیږي چي نوموړي اوبه په افغانستان کي د ننه مصرف کړي، ۷ ملیونه وزګار وګړي به په دندو بوخت سي او د کاله به تر ۲۰۰ ملیارده ډالرو پوری عواید هم تر لاسه کړي، چي په دي سره به افغان حکومت اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي او د مصرفي هیواد څخه و صادراتی هیواد ته او د مرسته غوښتونکي هیواد څخه و مرسته کونکي هیواد ته تبدیل سي
په مجموع کي هغه هیوادونه چي لوړ اقتصاد لري امنیت یې تامین او د لوړ نړیوال اعتبار څخه برخمن دي، چي اتباع یې کولاي سي بیله سوداګریز او یا هم سیاحتی ویزو څخه نورو پر مختللوهیوادونو ته سفرونه ولري
ایران او پاکستان د کاله تر ۳۰۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان او اوبو څخه د کشت او کروندو په واسطه تر لاسه کوي او ترکمنستان هم د کاله ۱۶۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان د اوبو په واسطه د بریښنا د تولید څخه تر لاسه کوي
افغان حکومت کولای سي چي د خپلو اوبو په بدیل کي د ترکمنستان هیواد څخه د بریښنا، د ایران هیواد څخه د نفتو او د پاکستان هیواد څخه د سوداګریز ترانیزیتي دهلیز د هند تر سمندرګی پوري تر لاسه کړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery