مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د صنعت په پراختیا کې د بریښنا انرژی رول

بریالی نایاب



د بشري ژوندانه د بدلون پیلامه له هغه وخته ده چې توماس ادیسون انګلیسي پنځوونکي په امریکا کې په کال ۱۹۳۱ کې پدې وتوانید چې په لومړي ځل د بریښنا په تولید بریالی شو، له هماغه وخته د انسان په ژوندانه کې دبنسټیز بدلون نظریې هم پراختیا وموندله او انسان پدې فکر کې شو چې څنګه کولای شي د ځمکې پرمخ له شته امکاناتو په سمه توګه ګټه پورته کړي.
له هغه وروسته انساني ژوندانه خپله بڼه بدله کړه چې انسان د هغو کارونو په کیدو په اساني سره وتوانید چې پخوا به یې ډیر درانه کارونه پخپلو اوږو او د څارویو په واسطه تر سره کول نن سبا د هغو بڼې په رښتیا چې ډیر توپیر موندلی ده، الله تعالی د ځمکې پرمخ خورا ډول ډول ذخیرې موجودې کړې دي او دا ټول شیان یې د انساني ژوند د ښه والي په موخه پیداکړي دي او پخپل پاک کلام قرآن مجید کې ترځمکې لاندې زیرمې په بیلا بیلو  ځایونو کې ذکر کړیدي داچې موږ د دې زیرمو د  را ایستلو او صنعت ته د پراختیا لپاره انرژي ته آړتیا لرو.
موږ او تاسو د دې ذخیرو څخه د ګټې اخیستنې لپاره انرژی ته پوره اړتیا لرو او همدا انرژي ده چې انسان ته توان وربخښي ترڅو پرته له کوم تکلیف څخه لوړ او دنګ غرونه چې یو وخت یې انسان د نړولو تکل هم نشو کولای په ډیر لږ وختکې او د کمې انرژي په لګښت سره له مخې لرې خپل ذخایر را وباسو او د خپل ژوند ښه والي په موخه له انرژي څخه لکه څنګه چې الله پاک لارښوونه کړې ګټه پورته کړو.
په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا اصلي شاخصونه د نړیوالې ټولنې مرستې، د خدمتونو د برخې پراختیا او یو څه اندازه د کرهڼې پراختیا شامله وه، ولې بدبختانه پدې پراختیا کې د صنعت ونډه په نشت حساب وه او د پام وړ پراختیایې ونکړه داچې صنعت د پراختیا یو بنسټیز شاخص جوړوي نه یوازې په تیره یوه لسیزه کې بلکې په پخوا وختونو کې هم دې برخې ته چندان پام نه وو شوی، باید و وایو چې د نړۍ د نورو هیوادونو په توپیر صنعت د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې خپله کارنده ونډه نه ده تر سره کړې.
پخوانیو حکومتونو چې د افغانستان پر ولس واک لرلای نه یوازې دې برخې ته فرصتونه ندي برابر کړي بلکې د صنعت او صنعتکارانو د کار مخه یې ډب کړې او همدا کار د دې سبب شوی چې د افغانستان صنایع یوازې لومړني او لګښتي او هماغه شان د پخوا په څیر سنتي پاتې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې د څیړنې پر اساس چې په هیواد کې د اقتصادي وضعیت د څیړلو په  موخه تیر کال تره سره شوې راغلي چې په سلو کې ۸۲٪ سلنه صنعتکارانو د بریښنا د نشتون څخه سر ټکولی او ویلي دي چې د بریښنا نشتون دوی ته ډیر زیان آړولی دی. هغه سترې ستونزې چې سوداګرو او صنعتکارانو له هغو څخه یادونه کړې ده هغه مناسبو ځمکو ته نه لاس رسی، مالي سرچینو ته نه لاس رسی، د مغلق مالیاتي سیستم شتون، د ګمرکونو ګډوډ سیستم، د تړونونو په داوطلبي کې فساد او داسې نور یې ذکر کړيدي.
صنعتي کاروبار کم شوی دی او صنعتي فابریکې له کار څخه پاتې شوي دي نو پدې اساس ویل کیږي چې صنعت د هیواد د دوامداره اقتصادي پرمختګ په برخه کې آړین رول ندی لرلای او د ناخالص کورني تولید په پراختیا کې یې هم رول ندۍ آدا کړی یوازې ۲۰٪ ناخالص ملي تولید یې  جوړکړی.
په کارموندنه کې د صنعت ونډه:
صنعت تر ډیره د کار موندلو په برخه کې خپل اساسي رول ندی آدا کړی، په هیواد کې د ۱۵ میلیونه کاري قوې په شتون کې یې یوازې ۲۵۰۰۰۰ دوه لکه پنځوس زرو تنو ته د کار زمینه برابره کړې تر دې زیاته شمیره کرهڼې برخې مشغوله کړې او کاري فرصتونه یې برابر کړي دي چې دا ډیره کمه برخه ده.
بل لورته په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د افغانستان حکومت د صنایعو لپاره تګلاره جوړه او وزیرانو شورا هغه تصویب کړه خو تر ډیره بریده یوازې د کاغذ پرمخ پاتې شوه او پلې نشوه، حکومت د دې تګلارې په جوړیدو سره ځانته د خصوصي سکتور په سوداګريزو چارو کې  د لاسوهنې لاره برابره کړه خو لکه څنګه چې د دې تګلارې پر بنسټ حکومت آړ شوی وو ترڅو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي داسې ونشول، د نوموړې تګلارې پوره ملاتړ د افغانستان د مرستندويانو، د پيسو د نړېوال صندق، نړېوال بانک او اسيايي بانک له لوري شوی وو ولې بدبختانه لکه څنګه چې باید پلې شوې وای.
او داسې اټکل کیده چې د دې تګلارې په پلي کیدو سره به د وارداتو کچه خورا راټیټه شي ولې برعکس واردات ورځ تر بلې په هیواد کې ډیر شول او په هیواد کې د صنعت مخ ونیول شوه افغانستان د تولیدي هیواد پرځای په مصرفي هیواد بدل شو.
کله چې دا تګلاره تصویب شوه ګڼ شمیر پانګوالو داسې فکر کاوه چې د دې تګلارې په پلي کیدو سره به د دوی ستونزې حل او له هیواد څخه به د پانګې د تیښتې مخه ونیول شي خو بدبختانه چې داسې ونشول.
نو اوس په ډاډ سره ویلای شو چې بریښنا د صنعت په پراختیا کې ډیر مهم او بنسټیز رول لري او د افغان حکومت د انرژي سکتور همدا پنځه کلن د ځان بسیاینې پلان کولای شي زموږ خوبونه په حقیقت بدل کړي په اوس وختکې افغان دولت خپله د آړتیا وړ ۷۳٪ بریښنا له ګاونډیو هیوادونو لکه ایران، تاجکستان،  قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو څخه را واردوي او خپله ۲۷٪ سلنه کورنۍ بریښنا انرژی تولیدوو، پکار داده چې د صنعت د پراختیا په موخه خپله کورنۍ تولیدي بریښنا تر راتولونکو څو کلونو (۲۰۲۰) میلادي کال پورې پوره او وکولای شو د بریښنا د صادرونکي هیواد په توګه عمل وکړو او همدارنګه دیته زمینه برابره کړو چې له مرکزي آسیا هیوادونو څخه چې د بریښنا د تولید لپاره سرشاره سرچینې لري بریښنا د سهیلي آسیا هیوادونو ته ترانزیت کړو او لدې لارې په کلني ډول ستره ګټه ترلاسه کړو او د هیواد د انرژي سکتور د غوړیدا لپاره ترلاسه شوې پیسې بریښنا د بنسټونو په رغونه او پراختیا ولګوو، افغانستان چې هم د پریمانه اوبو، لمر او باد له انرژی څخه د ګټې اخیستنې ښه امکانات په واک کې لرو پکار ده چې له شته سرچینو څخه ښه ګټه پورته کړو.
داچې انرژي د هر انسان د ژوند بنسټ جوړوي که موږ او تاسو یو مبایل کاروو د هغه لپاره موږ آړ یو ترڅو بریښنا انرژی ورته برابره کړو او هغه پرې چارج کړو که چیرې هغه چارج نشي ګل کیږي او موږ ورڅخه ګټه نشو اخیستلای، همدا راز له کمپیوټر، د روښنایې ګروپونه او د ژوند د هوساینې ډیر شمیر بریښنایي وسایل چې نن سبا موږ او تاسو ورڅخه په ورځنې ژوند کې ګټه اخلو د دې ټولو لپاره موږ بریښنا انرژي ته آړتیا لرو.
موږ باید د بریښنا د تولید او سپما او د هغه په ټولو ارزښتونو څان پوه کړو، د دې ترڅنګ موږ د خپل ژوند ډیره برخه په ماشینونو کارونې سره پرمخ بیایو چې په مصعني ډول تولیديږي دا ټول شیان چې تولیدیږي انرژي ته آړتیا لري، که چیرې موږ او تاسو د ډیر ساده کار د غنمو کرکیلې نه یې پیل کړو د هغه د اوړو کولو لپاره موږ انرژی ته ضرورته لرو، د ډوډي پخولو ته موږ حرارتي انرژي ته آړتیا لرو.
پورتني ذکر شوی وسایل او ماشین آلات پخپله بریښنا انرژي ته آړتیا لري او پکار ده چې د دې لپاره پر وخت او باوري کورنۍ بریښنا چمتو کړو ترڅو په هیواد کې صنعتي چارې ښه وده وکړي او د هیواد اقتصاد مو وده وکړي.
په تیرو څو کلونو کې ملي سوداګرو په هیواد کې ډیرې سترې پانګونې د صنعت او سوداګري په برخه کې وکړي خو بدبختانه هغو پانګوالو او سوداګرو ته د کار زمینه لکه څنګه چې باید برابره شوې وای ونشوه او د هغو له ډلې لومړی سترو تولیدي فابریکو ته بریښنا چمتو نشوه چې ډیرې فابریکې شنډې او همداسې بیکاره پاتې او د هغو په لیدلو سره نوروسوداګرو پانګونې ته زړه ښه نکړ او پدې کار سره سترې پانګونې په ټپه ودریدې، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره کاري زمینه ورکه شوه ټول کارونه د رکود په لور روان شول دولت د دې حالت څخه د وتلو په پار هیڅ کومه داسې بنسټیزه تګلاره نلرله همدا وو چې له هیواد څخه د پانګې د وتلو وخت را ورسید خلک دیته آړ شول ترڅو خپله پانګونه کمه کړي او له هیواد څخه بهر په پانګونه فکر وکړي، د پانګې لدې تیښتې سره د بشري ځواک تیښته هم رامنځته شوه او خلک هیوادد پریښودو ته آړ شول سیاسي ثبات زیانمن شو او په هیواد کې د راتلونکي هیلې وچې شوې د دې ټولو ناخوالو سره سره اوس افغان حکومت ژمن دئ ترڅو د انرژي په سکتور کې د ځان بسیاینې پلانونه پلي کړي او پدې حالت کې کیدای شي ګټور تمام شي.
لکه څرنګه چې ټولو ته جوته ده او په هیواد کې پدې وروستیو څو کلونو کې پانګونه کمه شوې او د پانګونې لپاره تر ډيره زمینه هم لکه څنګه چې باید وی نه وه موجوده د صنعت برخه تر ډیره له دې آړخه زیانمنه شوې چې په هیواد کې د تولیدي فابریکو لپاره په کاپي اندازه بریښنا نشته او ډیری صنعت کاران له همدې  آړخه شکایت لري، نو ښکاره ده چې بریښنا انرژي د صنعت په پراختیا او وده کې څومره بنسټیز رول لري.
افغان حکومت اوس دا تشه درک کړې او د دې لپاره چې تر راتلونکو څو کلونو (۲۰۲۰) پورې د انرژي په سکتور کې د ځان بسیاینې په لور چټک ګامونه پورته کړي د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په برخه کې د ځان بسیاینې پنځه کلن پلان چمتو کړی اود هغه په رڼا کې په هیواد کې د بیلابیلو پروژو په پلي کولو لاس پکار شوی دی، نوې کیدونکې انرژي له هغو لارو چارو ده چې په اوس وختکې افغانتستان کولای شي ځان پخپله تولیدي انرژي بسیا کړي پدې برخه کې افغان حکومت ژمن دی ترڅو په لنډ مهال کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لمرینې او بادي بریښنا انرژي سیستمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي چې همدا اوس په هرات ولایت کې د ۱۰ میګاواټه په وړتیا سره یوه د لمرینې او بادي بریښنا انرژي پروژه د دوست هیواد جاپان په مالي لګښت ترکار لاندې ده او ډير ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي.
د ملي وحدت حکومت د څلویښتو په شاوخواکې لویې او منځنۍ پروژې یا تر کار لاندې دي او یاهم په پلان کې نیول شوي ترڅو ټاکلې موخې ته د رسیدو په پار یې پلې کړي، د دې ترڅنګ افغانستان په راتلونکي کې پلان لري ترڅو دا هیواد د مرکزي آسیا د هیوادونو او جنوبي آسیا د هیوادو ترمنځ د انرژي د ترانزیت په ستر مارکیټ بدل کړي، او په همدې پار یې یو لړ سترې پروژې یاد پلې کیدو او یاهم د تدارکاتو تر پړاو پورې رسولي چې د بیلګې په ډول ویلای شو( کاسا-۱۰۰۰، ټپ، ټوټاپ او ټاپي پروژې) په پام کې ده چې ډیر ژر پلې شي یو به پدې کار سره بریښنا انرژي ترانزیت کوي او له بله لوري به په هیواد کې تولیدویدونکې بریښنا د جنوبي آسیا په هیوادونه وپلوري، او له خپلې تولیدونکې بریښنا انرژي څخه د صنعت په پراختیا کې پوره ګټه پورته کړۍ، افغانستان د دې ترڅنګ چې  خپله د آړتیا وړ د ۶۰۰۰ میګاواټه بریښنا تولیدولای شي دا وړتیا لري ترڅو په ډیره اندازه بریښنا انرژي نورو هیوادونو ته هم صادره کړي، چې د دهمدې موخې ته د رسیدو په موخه یو لړ بنسټیز ګامونه اخیستل شویدي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery