مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالب د پاکستان په چوپړ کې پرځان د بسیاینې په هڅه کې!

برهان پکتین

د پاکستان ، سیمې هیوادونو او نورو افغانستان دښمنه عناصرو لخوا د طالبانو او نورو جنګي ډلو مالي تمویل له لارې تر دې دمه په افغانستان کې بل کړی اور بل ساتلی دی، خو ددوي لاس آلې طالب او نورې جنګي ډلې دا مهال د مالي سرچینو له وچیدو سره مخ دي او په خپل ځان د بسیاینې لپاره د نویو هڅو او بدیلو لارو چارو لټون لپاره یې کار پیل کړی دی.
طالبانو که له یوې لورې له عامو سوداګرو د باج اخیستلو ، نشه یي توکو کرکیلو او قاچاق ، انسان تښتونې ، له سوداګریزو شرکتونو سره د لویو او وړو پروژو ځانګړو شریکو برخو او ګڼو نورو لارو خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي له بل لوري یې اوس د پاکستان لپاره د دوو ګټو نوی کار پیل کړی دی. دوي د پاکستاني ، ایراني ، هندي ، بنګله دیشي ، چینايي درملو کمپنیو لپاره د خپلو مدرسو څخه د فارغو شویو چړیانو له لارې په نوي ډول د بازار موندنې لړۍ پیل کړي ده. دوي یاد چړیان په خصوصي روغتیايي علومو انسټیټونو کې د فارمسۍ ، نرسینګ ، لابراتوار او نورو څانګو کې د پیسو په زور شامل کړي او د درملو او روغتیايي خدماتو په اړه د ناڅيزه معلوماتو او اسناد تر لاسه کولو وروسته په لرې پرتو سیمو کې تش په نوم روغتیايي کلینیکونه ، درملتونونه جوړ کړي دي او له دې لارې تر ټولو لومړۍ د خپل بادار پاکستان ټیټ کیفیته تولید کړو درملو ته د خرڅلاو لار هواروي او له دې لارې د خپلو پوځي او شخصي مالي لګښتونو اړتیاوې پوره کوي، ځکه په یادو سیمو کې ددوي واکمني ده او عام وګړي چې نالوستي دي او د غریبۍ له وجې ښارونو ته د تګ وس نه لري نو ددوي روغتیايي کلینیکونو ته ورځي او دوي ورته د خپلې خیټالوجۍ له مخې درملنې لپاره درمل ورکوي او په بدل کې یې ډیره ګټه ترلاسه کوي.
په داسې حال کې چې په ټول هیواد کې د ګوتو په شمار دیني مدرسو کې د دیني علومو تر څنګ عصري علوم لکه کیميا ، بیولوژي ، فزیک ، ریاضي او ... تدریسږي، نو دوي به بیا څنګه د عصري علومو انسټیټونو کې د لوړې کچې عصري علوم زده کوي او د درملو په جوړښت ، کارونې او د ناروغ د ناروغۍ په څرنګوالي به پوهیږي؟ او ددوي لخوا په قاچاقي ډول له پاکستانه راوړل شوي درمل او یا د درملو کمپنیو ټیټ کیفیته هغه درمل چې په ټیټه بیه یې اخلي څنګه یو ناروغ ته ګټه ورسولای شي په داسې حال کې چې د یو نالوستي لخوا ناروغ ته تطبیق کیږي؟. چې په دې کې بیا هم نیوکه افغان حکومت ته سیخیږي، ځکه ددې ټولو مسؤل دی او دا هر څه د سر په سترګو ویني، خو تر اوسه یې پر وړاندې نه کوم ګام پورته کړی او نه یې هم د دردیدلي ولس له غمه ځان خبر کړی دی.
طالبان په دې ډول د پاکستاني تولیداتو لپاره په افغانستان کې د خرڅلاو بشپړې زمېنې برابرولو سربیره په ولایتونو او پلازمېنه په تیره نا امنه ولایتونو کې د خپلو یادو بازارموندوونکو له لارې درمل د ځانګړې فیصدۍ ګټې او یا معاش له لارې په ښارونو کې پر پوهو متخصصینو او نورو معالجو ډاکټرانو باندې د ځانګړې معاملې له لارې پلوري او یاد متخصصین پرته له دې چې په خپل مسلک کې د صادق اوسیدو قسم باندې ولاړ او ریښتیني اووسي او طبي اخلاق او اصول په پام کې ونیسي د درملو کمپنیو یادو بازارموندوونکو د غوړو او نرمو خبرو تر اغیز لاندې راځي او ناروغانو ته د ټیټ کیفیت درمل ورکوي او یا د اړتیا څخه څو برابره زیات درمل ورکوي؛ تر څو زیاته ګټه ترلاسه کړي او هم د درملو کمپنیو لخوا ورته امتیازي د دوبۍ ، هند ، تاجکستان ، چین ، فلپین ، بنګله دیش ، ترکیې او سینګاپور د عیاشۍ سفرونو چانس برابر شي او هغوي چې لږ پرهیزګاره دي بیا یې د حج عمرې ته لیږي.
په سویلي ، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د درملو ټولو کمپنیو ویزیټوران یا بازارموندوونکي دلالان همدا د طالبانو ځانګړي غړي دي او ټولو یې لومړی دیني مدرسې لوستي او بیا یې د پیسو په زور خصوصي نیمه لوړې طبي زده کړې کړي او ځینې وخت داسې هم پیښ شوي دي چې کوم باوجدانه ډاکټر چې ددوي غوښتنو ته یې د نه ځواب ویلی او درمل یې نه دي ور پلورلي نو بیا یې د مرګ تر ګواښه ډارولي دي؛ دا ځکه چې د طالب پنجابي بادار د درملو کمپنۍ وچلیږي او پر بې وزله افغانانو یې سوداګري چالانه وي، ځکه اوس د پاکستان منحوسو ډاکټرانو ته افغانان د درملنې لپاره ډیر کم ورځي او پر ځای یې په هیواد کې دننه او یا نورو هیوادونو ته د درملنې لپاره ځي او دې چارې پاکستان سخت په غوسه او وارخطا کړی دی او اوس چې له پاکستاني درملو کمپنیو سره ددې هیواد استخباراتو د افغان طالبانو تعامل رامنځته کړی دی، نو طالبان له دې لارې هم خپل ځانته د خپلو مالي اړتیاوو پوره کولو آسانه لار موندلې او هم یې خپل پوځي لګښتونه له دې لارې پوره کړي دي او د خپلو بادارانو په ناروا غوښتنو یې عمل کړی او په افغانستان کې یې د جګړې اور بل ساتلی دی. طالبان د پاکستان استخباراتو په مرسته د درملو له کمپنیو سره د تعامل په لړ کې لومړی لاس ګټه نیغ په نیغه له کمپنیو تر لاسه کوي او د خپلو معاشونو په ګډون ټولې پوځي اړتیاوې پرې پوره کوي او بیا په دوهم ، دریم او څلورم ځل تر عادي درملتونونو پورې د درملو تر پرچون خرڅلاو پورې خپله برخه ترلاسه کوي.
خو ددې ټولو نارواوو زور پر عام بې وزله ولس ور تپل شوی او دا هر څه زغمي او افغان حکومت بیا د فساد په هر ډول وایروس لړلي حالت کې ټولې ستونزې د سر په سترګو ویني او چوپه خوله دی او له دې نا خبره دی چې دښمن یې په هره ریښه کې خپلې اغیزې غځولي دي او د خلاصون لپاره یې زیات وخت ته اړتیا ده. او تر ټولو د اندیښنې خبره دا چې که چیرې افغان حکومت ددې ټولو ستونزو پر وړاندې غلی پاتې شي او د له منځه وړلو لپاره یې چټک ګامونه راپورته نه کړي، نو لرې نه ده چې ددوي په نظر همدا واړه عناصر یې بیخ او بنیاد ته ابدي زیان ورسوي او د موریانې په څیرې یې ډډ له دننه خوا سوری او ور خالي کړي، چې هیله ده تر ټولو مخکې افغان ولسمشر او اړوند با احساسه او با وجدانه مسؤلین په دې اړه جدي اووسي او د دښمن پر وړاندې ډال اووسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery