مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ختيځ مفسدين او د شمال ورانکاري

سيد حسين پاچا


دا ډول د ځانغوښتنو ائتلافونه او خوځښتونه د افغانستان د ژغورنې او د نظام د اصلاح لپاره نه، بلکې د نورو په اشاره د اوبو د مديريت مخنيوي، د بندونو ورانولو، د ټولګټو پروژو د تخريب او د افغانستان د پرمختګ د مخنيوۍ لپاره دي

نور ورانکاری، دوستم لوده، محقق مضر و دوه مخی، ظاهر قدير قاچاقبر، شاړی فاسق، ياسيني د پنجاب تالېسټی او داسې نور يو هم ښه مخينه نه لري. نور خو ويل چې ((طالب به مراتب بهتر است از جنايات دوستم)) نن له مضر محقق سره څنګه ورسره غاړه غړۍ شول؟
کرزی د ((لوی جرګې)) په پلمه اختلاف ته لمن وهي


زما استاذ شيخ الحديث مولوي تره خېل به ويل :
له ملا سړي سره د لارې ملګرتيا مه کوه! ځکه د ملا خاصه داسې ده چې په لاره کې اوبه وګوري، نو سملاسي يې ورته کونه وتخنيږي چې استنجاء پرې وکړم. تا به په نيمايي لاره کې پرېږدي او دی به اوبو ته د استنجاء يا کونې يخولو لپاره کښيني او شړپی شړپی اوبه به ورواچوي او بيا به راجګ شي او له تا سره به بيرته د نيمايي لارې ملګری شي.

زموږ د شمال پر ورانکاريو او د ختيځ پر مفسدينو باندې هم د ژغورنې او د نظام د اصلاح په پلمه د ملايانو کانه شوې. کله چې هېواد مشر د اوبو د مديريت او د حکومت د اصلاح او سمون پسې راواخېسته، نو زموږ پر ګاونډيو تبه راغله او څڼورو احمقانو طالبانو ته يې د اسلامي نظام په پلمه ښه نوشادر په کونه کې ورواچول. ان تر دې چې زموږ يو ګاونډي مشر خو په خپل جوړ شوي کنفرانس کې په زغرده وويل چې ((په افغانستان کې بندونه جوړول موږ ته د زغم وړ نه دي)) حال دا چې زموږ پر اوبو يې ځانته دننه ۶۰۰ بندونه جوړ کړي دي او خپله له ترکمنستان سره د دوستۍ په نوم برېښنا بند هم لري.

له ګاونډيو سره خو مو د خاورې، ځنګلونو، کانونو او د اوبو ستونزې پرتې دي، خو له ترکي اسلامپال سره خو د ترکي معتدل ((ميانه رو)) اسلامي عالم فتح الله ګولن د ښوونځيو له ستونزې بله داسې ستونزه نشته چې د افغانستان د حکومت پر خلاف يې په خپله خاوره کې دې ورانکاريو ته د نظام د کمزوري کولو، بلکې د کودتا لپاره د يو ائتلاف اجازه ورکړه او زمينه يې ورته برابره کړه. د شوروي اتحاد پخواني ولسمشر بريژنيف هم د شهيد داوود خان د تېز غبرګون په نتېجه کې د هېواد دننه د خلق وپرچم ګوندونو د ائتلاف شين څراغ وځلولو او دواړه يې د هغه په مخالفت کې راپورته او کودتا ته يې وهڅول.

بيا ضياء الحق له روسانو سره په مخامخ خبرو کې لاسوهنه وکړه او هغه پروسه او مخامخ خبرې يې سبوتاژ کړې. زموږ سياسي واک يې له موږ څخه واخېست او بيا به سندي جونېجو زموږ استازيتوب کولو. په ترتيب سره خبره د بوجۍ دينو موقتي حکومت ته ورسېده او له نجيب سره د ملي روغې جوړې پروسه د پاکستان و ايران په لمسون د نظار شوری د جبل السراج د ائتلاف په نتېجه کې سبوتاژ شوې. خبره پر کودتا تمامه شوه او خپلمنځي جګړې رامينځته شوې.

بيا خلقي سوشياليست بابر راته اسلامپال څڼور طالبان راپيدا کړل. نارې سورې او دعوه يې د اسلام، خو خلقۍ سوشيالېستې بېنظيرې او کاکا يې بابر اصلي لوبغاړي ول. بابر به ويل چې ((طالبان زما بچيان دي)) او سميع الحق به ويل چې ((زما شاګردان دي))، ملا فضلو همداسې درواخله. بلور به ورته ويل ((که جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ))، عمرانخان هم مفتي شو او طالبانو وژنو او ورانکاريو ته يې جهاد ويلو. حال دا چې پنجابيان يې تل په نشه کې ډوب او نااهله بولي.

پنجاب و نظاميان او استخبارات يې بيا دومره حريصان دي چې هغوی هېڅکله د سند د لاټکانې بوټو او کورنۍ يې يعنې بېنظيره او ورور يې او جونېجو ونه شول زغملی. جونېجو ترې الله تعالی ژوندی خلاص کړ او دوی درېواړه پلار، لور او زوی يې ورته ووژل. کشميری ميا نواز شريف يې هم ونه شو زغملی او درېوارې يې پر نظامي او سپينې کودتاوې وکړې. هندی الاصله مهاجر الطاف حسين هم نه شي زغملی. بلوڅان او پښتانه خو د ځان تاريخي دښمنان بولي. د اسلام په نوم د پښتنو او بلوڅو وينې څښي. يا په بله مانا ګاز و برېښنا يې بېحسابه کاروي، خو خپل اوړه بيا پر فارمټ راپرېږدي.

دا چې د هېواد په لويديز او ختيځ کې د اوبو د مديريت او د بندونو د جوړولو هڅې او سروې تېزې شوې. ايراني مشر روحاني په زغرده وويل چې موږ بېتفاوته نه شو پاتې کېدای او د افغانستان بندونه موږ ته د زغملو وړ نه دي، نو سملاسي ورپسې بېسواده جنرال دوستم چې په يو جنايي حقوقي پېښه کې ښکېل دی او د سترې محکمې په اجازه ترکې ته د درملنې په پلمه تللی، خو د ازبکستان او د ترکيې مداخله هم له پامه نه شی غورځول کېدای ځکه چې ترکيه پر دوستم کلکه ولاړه ده. د پاکستان پخوانی ديکتاتور مشرف هم د نواز شريف د کودتا په پېښه کې د نظاميانو د مداخلې له امله له محکمې د سينه بغل په پلمه پښې سپکې کړې او دا دی نن نواز هم ورپسې د خيانت په تور د پوځ په نغوته د محکمې پر حکم له دندې ګوښه شو. عمرانخان خو د نواز د بدنامۍ پسې رااخېستې وه، خو خپله اوس له عايشې ګلالۍ نه د غلطو پيغامونو پر استولو تورن شو.

اردوغان که څه هم ځان د نورو په شان د اسلام يو ټيکه دار او اميرالمؤمنين بولي او د سعودي وايراني چارواکيو ترڅنګ نوموړی هم د عثماني خلافت پر بنسټ ځان د اسلامي خلافت اعلی مستحق او وارث ګڼي. اخوانی هم دی. تر پرونه يې له غرب سره پر يو اخور شخوند وهه، خو نن له روسانو سره پر يو اخور شخوند وهي. د پنجاب اسلامي پوځ او د مصر او ترکيې سيکولر پوځونه چې تر ډېره پر خپلو حکومتونو مسلط پاتې شوي له اسلامپال اردوغان سره به تر څو پر همدې حال پاتې شي؟ که نن د کودتا پړه پر اسلامي عالم فتح الله ګولن وراچوي، سبا به يې پر چا ورواچوي؟ خو دومره ده چې له نوموړي سره بخت ياري وکړه او له مرسي سره يې ونه کړه او خپل نومول شوی جنرال السيسي پرې راپورته او نوموړی يې له واکه لېرې کړ. ضياء بوټو او مشرف نواز ليرې کړ. ستره محکمه هم د پوځ پر لاسوهنه د حکومتونو پر ړنګولو پسې راواخلي. د ترکيې سيکولره نظامي اردو او د ښاغلي اردوغان ترمينځ به هم دغه جنجال يوځلې بيا راپورته کيږي.

دی بيا دې نزاکتونو ته نه ګوري چې په نړيوال جنګ کې چې جرمني ماتې وخوړه او ترکيه ورسره د يو متحد په توګه هم له اده باده وتلې وه او افغانستان هغه وخت د هېچا فشار ته سر ټيټ نه کړ. په کوزه جبهه کې يې د هند د ازادۍ د غورځنګ ملاتړ وکړ او د هغوی مخکښانو ته يې پناه ورکړه او په بره جبهه کې يې بيا د ترکيه ملاتړ وکړ او د دوی خپلواکي يې په رسميت وپېژندله. موږ لا تر ننه هماغه د دښمنۍ څپېړې خورو، خو دوی بيا له غرب سره متحد شول. اردوغان چې د خپل واک د ساتنې لپاره د شرق وغرب دواړو خوا يې نيولې ده او د خپلو ملي ګټو لپاره بيا هېڅ اسلامي پرنسيپونه او ارزښتونه په نظر کې نه نيسي. ترکي عالم فتح الله ګولن بيا د کودتا په تور محاکمې ته غواړي، نو بيا زموږ کودتاچيانو ته چې لا د نظام يوه برخه هم دي د داسې ائتلافونو اجازه ورکوي؟

انګرېزانو بيا هم په هغه وخت کې پر دې بسنه ونه کړه او د سعودي واکمنه کورنۍ يې له ترکي عثماني خلافته د خلاصون په موخه راولمسول، خو تر ننه ورته چا خپلواکي په ګوتو کې ور نه کړه. داسې حکومت او امارتونه يې ورته جوړ کړل چې د تل لپاره به ځانونه پر غرب باندې ساتي. همدا نن ټوله عربي نړۍ د انګرېزانو، امريکايانو او فرانسويانو په اختيار او ساتنه کې ده. که دوی نه وي، دوی خو د ايرانيانو له ځوابه نه دي. ترکانو چې د دوی نېکه اعدام کړ سعودي به کله اردوغان وزغمي؟ رياض وتل ابيب په مصر کې اخوانی مرسي له امريکايي زده کړو او دکتوری سره ونه شو زغملی، نو داسې اردوغان چې اوس لا له مسکو سره پر يو اخور شخوند وهي څنګه وزغمي؟ له دې سره سره چې ښاغلي مرسي ټول پخواني قراردادونه له اسرئيلو سره پر خپل حال پرېښوول، ولې بيا هم چا ((سعودي)) ونه شو زغملی. د سعوديانو نېکه تورکانو اعدام کړی وو، خو کينه لا تر ننه له مصريانو اخوان المسلمين سره پالي.

که د ترکيې اسلامي عثماني خلافت هغه وخت د انګرېزانو په غوښتنه چې فلسطين يې هغه وخت د خلافت يوه برخه وه اسرائيل يې زغملی وای، نو نن به نه فلسطينيان د داسې بدې ورځې څښتنان وای او نه به عرب داسې تارومار او د بې اتفاقۍ ښکار وای، لکه دا نن چې دي او نه به کردستان تجزيه کېدای، لکه څنګه چې زموږ شا رګ يې راپرې کړ.او نن بيا تورمخي پنجابيان يې دعوه کوي او د اسلام په نوم يې په لسګونه ډلې جوړې کړي دي چې ټولې د سياسي موخو لپاره جوړې شوي دي. که داسې نه وای، نو د جماعت اسلامي فقيد مشر قاضي حسين احمد به د امريکې سفيرې ته نه ويلای چې ((زه ستاسی ملګری يم ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي)).

د شمال او ختيځ ائتلاف او خوځښت کې يوازې يو تن ميرويس ياسيني چې په هجرتي چاپېريال کې د اسلام اباد له پوهنتونه خلاص شوی د ملي - اسلامي ګټو پرځای د زورواکو او د پنجاب د ګټو لپاره مړ دی، کنه دا نور ټول خو هېڅ ملي - اسلامي او سياسي منطق او هېڅ شعور نه لري. دوی خواران خو ايله په دې پوهيږي چې بل ټوپک ورکړي او افغانان پرې ووژني او د هېواد د ټولګټو پروژو او د بندونو د تخريب او د هېواد د پرمختګ مخه ونيسي. اوس دوی د تهران وپنجاب په لمسون په شمال وختېځ کې سره لاسونه ورکړي او د افغانستان د ژغورنې او د اصلاح لپاره راپورته شوي. حال دا چې دوی خو خپله هر يو د فساد جرړه ده. د هېواد نامتو شاعر عبدالباري جهاني او د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير خو له ظاهر قدير نه ښه پرده پورته کړه. ښاغلی قدير چې خپله کله ناکله له ځانه داسې د دروغو پوڼۍ ولي چې سړی ورته حيران پاتې شي، نو دی به څنګه اصلاح راولي؟ دا چې ښاغلي جهاني ورته اشاره کړې، نو کاموال ياسيني به څنګه د ښاغلي قدير له چنګاله روغ رمټ پاتې شوی وي؟ شاړی خو د خېوې د دوو خويندو په مساله کې له قرآنه ښکاره سرغړونه کړې ده چې ((والجمع بين الاختين)) کې په کار خو دا وه چې شاړي ته داسې سزا ورکړل شوای وه چې بيا بل چا داسې په زغرده له اسلامي حکمه سرغړونه نه وای کړې، نو اوس شاړی چې د الله تعالی د ستر اسماني کتاب قرآن کريم د حکم پروا نه ساتي، نو له هغه به څنګه د حکومت د اصلاح تمه وشي؟

ايراني اخوندان بيا ځانته خپله دنيا لري. هغوی خو بيا ځانونه د ولايت فقيه او د اهل بيت خواخوږي او د اسلامي نړۍ د رهبرۍ دعوېدار او مستحق بولي. د فارس د امپراتورۍ خوبونه بيا ويني. حال دا چې د روم و پارس امپراتورۍ دواړه په منصوصي توګه بيا راژوندۍ نه شي، خو اخوندان بيا هماغه خيالاتو پر سر اخېستي دي او ځانونه د سعودي پر پرتله مستحق ګڼي او کله ناکله يو بل ته غاښونه چيچي. ښاغلي ټرمپ خو اوس د ۲۵۰ ميليارده ډالرو نوی تړون لاسليک کړ چې ۱۱۰ ميليارده ډالره يې د وسلو لپاره دي او پاتې نور به يې هم وروسته روښانه شي. ايراني اخوندان خو ځانته وسله جوړولی شي، خو عربان وچې خريدارۍ ته ناست دي. په غريب يمن کې ماشومان د سؤتغذيې له لاسه کړيږي، خو دوی دواړه يعنې ايراني خاوندان او د سعودي واکمنه کورنۍ هر يو ځانونه د اسلام خادمان او د بيت الله خادمان بولي، خو هلته يمني ماشومان له سؤتغذيې څخه کړيږي. د تېلو پيسې د کومو موخو لپاره کاروي؟

اسلامپال اردوغان خو د کودتا په تور اسلامي عالم فتح الله ګولن له مريکا غواړي، خو زموږ درېواړو ورانکاريو ته يې څنګه د حکومت پر ضد له کودتا سره مل د نوي ائتلاف جوړولو اجازه ورکړه؟ له امريکا نه خو خپل سياسي مخالف غواړي، خو زموږ له لوده جنرال او له متحدينو يې چې خپله د نظام يوه برخه هم دي د طالبانو د نظام له پيله تر دې دمه کلکه ننګه هم کړې ده او بلکې په ځينو وختونو کې خو حکومت ته يې سيده ګواښنې هم کړي دي چې موږ به خپل ځواکونه وباسو، مرستې به ودروو او داسې نور.

دا چې طالبان د نورو د ګټو لپاره د هېواد د ټولګټو پروژو د تخريب، د اوبو د مديريت او د بندونو د تخريب او د هېواد د پرمختګ مخه نيسي، نو د دوی مرګ د اجيرانو په توګه د افغان وژنې، د هېواد د ملي - اسلامي ګټو پر وړاندې له خطر سره مخ دی. په بله مانا دنيا و آخرت يې دواړه خراب دي.

مشوره :
په پای کې زما مشوره ښاغلي کرزي ته دا ده که پر هېواد دې زړه سوځي، نو دا ستا يوه اخلاقي دنده ده چې د ښاغلي غني ملاتړ کوه. د حکومتي بنسټونو او سيستم جوړونه کې د ښاغلي غني پښې مه وهه! تا چې څه کولی شول ودې کړل او موږ يې درناوی کوو، خو د غني لپاره د ورانکاريو او مفسدينو ملاتړ مه کوه! ځينې بېځايه شکايتونه هم چا ته مه کوه چې له ګټې يې تاوان موږ ته ډېر دی. هيله ده چې ځينې سياسي نزاکتونه له لويو قوتونو سره په پام کې ونيول شي. له بده مرغه چې موږ له کمونيستي انقلابه تر دې دمه پر خپلو ښو او بدو پوی نه شول. د جګړې بلهاريان موږ شول او ګټې د نورو شوې.

موږ د بهرنيو له لاسوهنې نه غازي امان الله له لاسه ورکړ، شهيد داوود خان له لاسه ورکړ، نور محمد تره کی له لاسه ورکړ، حفيظ الله امين له لاسه ورکړ، ډاکټر نجيب الله له لاسه ورکړ، خو چې دا ځل غني له لاسه ورنه کړو. د خپلو خلکو وژنې، وطن ورانولو او تخريب ته يې لېونيان يو، خو د نورو د ګټو د ساتنې لپاره بيا ښه پال يو. ايا نور به خپلې ملي ګټې له موږ بلهاري کړي؟ نه، هېڅکله نه.

په درنښت

د امريکا غږ : د کرزي مرکه
https://www.pashtovoa.com/a/3959753.html
ويډيو دلته وګورئ :
https://www.facebook.com/mtariq.bazger/videos/908658685872991/

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery