مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان نجات له چا څخه ؟

محمد انور ولید

 
په دې وروستیوکې په خپله خوښه دافغانستان ځینې خوابدي چارواکي له ځینونورومغرضوعناصروسره غاړه غړۍ شوي اود پردیوافغان دښمنانو په لمسون په کورد ننه لاریونونه اوتماشې جوړوي اوله کوره د باندې د تېرپه څېرائتلافونه اونقشې جوړوي .
 
څوورځې کېږي چې ځیني پېژندل شوي افغانان په ترکیه کې سره را ټول اوخپلمنځي پټې سلا ومشورې یې سره وکړې . خپلواو پردو هم ددوی پردغه کار باندې د خپل زړه بړاسونه وایستل اود د ښمن د تبلیغاتوپه ژرنده یې د افغانانود سره پاشلواویوله بل څخه د لیرې ساتلو په خاطرنورې اوبه هم ورزیاتې کړې .
 
که لږ د افغانستان نازکوحالاتوته د تاریخ په دغه حساس پړاوکې ځیرشو، دابه راته په ګوته کړي چې په افغانستان کې د تېروکلونوپه پرتله د ټړامپ د ادارې له راتلوسره سم امنیتي حالات تربل هروخت نه خراب اوکورنیواختلافاتوورسره جوخت زورواخیست . خو پوښتنه دا را پیدا کېږي چې دا ولې ؟
 
آیا د افغانستان په اړه د ټرامپ د ادارې د سترا تیژۍ مجهول ځنډېدل د افغانستان د کورنیوستونزو را ولاړېد وسبب شول اوکه له موقع څخه پرسؤاستفادې سره د پخوا په څېرد خپلومفتوامتیازاتوترلاسه کولوله پاره ځینې غیرمسؤول او واجب الاحترام عناصرله پرله پسې ځانمرګي بریدونواود سیمې له پردیو استخباراتوسره د نظام د کاواکه کېدو په خاطریوځای ځانونه د مدني فعالینوپه نوم همآهنګ اوله ملت څخه یې هغه څه پټ کړل ، په کوموتورونوچې دوی ککړبلل شوي دي ، خورنګ اوسرلیک یې داسې ورکړچې ګواکي موږ د بېګناه هېوادوالوپه غم غمجن یواوحکومت یې په امنیت کې پاتې راغلی ، خودایې ونه ویل چې موږ بېرته یا خپلې څوکۍ اوپه حکومت کې غوښنه ونډه اویاهم د افغانستان وېشل غواړو .
 
داچې د اروپا پُل یا د منځني ختیځ یوه هېواد (ترکیې) ته دا خلک د چا په اشاره ورغلي اوله چا سره یې خبرې کړې ، آیا ددوی د اروپایي اتحادیې خواخوږي هم ددوی په لمسولوکې شامل دي که څه ؟ دا یې لا نه ده معلومه ، خووخت به خپله د دوی پټې خبرې اودیدو وادید وروسته را لوڅ کړي چې د پردې شاته کومولاسونواوکوموخولوکلیدي رول په کې لوبولی ؟
 
اوس خود افغاني خوابدوعناصروله خولې یوازې همدا یو شعار( د افغانستان نجات ) له خولې را وؤت ، خو دا هم لا ګُونګه ده چې له ( نجات ) څخه ددوی موخه څوک دي ؟ پخوا خودوی د افغانستان له نوم سره هم حساسیت درلود ، ولې اوس څه وشول چې د افغانستان نجات غواړي ؟
 
که چېرته د افغانستان نجات غواړي ، نو دلته دوه احتماله وجود لري :
 
 یودا چې دوی د بهرنیوځواکونو وتل غواړي ، په داسې حال کې چې دوی د بهرنیو ځواکونو په مرسته بېرته په (۲۰۰۱) زیږدیزکال کې د بُن د پرېکړې خلاف په سؤ استفادې سره له کولاب اوعلاؤالدین څخه د (B_52) د وزراو(۷۰ ) مېلیونه ډالروپرمټ را غبرګ اوپه خپل زړه ددولت پرکلیدي څوکیودافغانستان د اصلي میراث خوارو په څېرداسې ورکښېناستل چې بل هېچا ته یې ونډه په کې ورنه کړه ، کورني عائدات ، بهرنۍ مرستې ، د ( پي آر ټي ) ګانواو بیا رغونې ټول قراردادونه اوخپلسرې نمایشي ټاکنې یې ټولې د کرزي ترچپنه اوخولۍ لاندې په خپله بډه ووهلې ، پردي جنګونه اوجګړې او د ناټو بمبارۍ یې یوازې پرپښتنو باندې روا اومشروع بللې ، پرسوله خویې هسې ملنډې وهلې اود سولې بجټ یې د خپلو ملګروله پاره یوه ( ان جي او ) وبلله ، پښتون مېشتې سیمې یې پرناټو باندې بمبارد او لوټ کړې ، اختلاسونه او بډې رشوتونه دوی وخوړل ، اداري فسادونه دوی وکړل او د ښې حکومتولۍ مخه یې پرداسې کرېکټرونو باندې ډپ کړې وه چې هغوی خپله په پردیو هوایي ډګرونو کې له میلیونونوغلا کړیو ډالرو سره ګیر را غلل ، خواوس چې د ناټو مخ د افغانستان شمال ته ورواوښت ، دوی پوه شول چې دا زېرمې خو په یوه منډه له موږ څخه وړي ، لومړی ناټو په (۲۰۰۱ ) زیږدیز کال کې ویلي وو چې په نوره دنیا کې موږته یوه پوسته هم دومره ارزانه نه وه لوېدلې لکه اوس چې افغانستان موږ ته ارزانه په لاس راغۍ ، له بل پلوه وروسته ناټوهم پوه شوه چې زموږ پیسې هسې خوشې په افغانستان کې ولګېدلې اوهېڅ ځای یې ونه نیو . نو ددوی دا غوښتنه هم هسې بې ځایه ده ، ځکه چې ناټو دوی راوستله خو په افغانستان کې یې ډېرې ځاني اومالي قربانۍ ورکړې ، دا چې په افغانستان او سیمه کې د نړیوالې ټولنې د حضور موخه به کومې پایلې له ځانه سره ولري ، دا به وروسته ثابته شي ،خو د راتلو اصلي لامل یې طالبان اواصلي عامل یې همدا د ټلوالې څو تنه مشران دي او بس . 
 
بل داچې که چېرته د افغانستان له نجات څخه ددوی موخه افغان ؤلسمشراودا څوتنه پښتانه وي ، نودا بیا بله پوښتنه ده ، ځکه دوی د تېرپه څېرپاچاهي ګردشي غواړي ، خوافغانان نورله هغه ډول حکومتولیوترسپنګو پورې راغلي اونورد تېرپه څېرهغسې حکومتونه نه غواړي .
 
اوسنی جمهوررئیس یو مسلکي او په کارپوه انسان دئ ، دا مهال همداسې یوه کس ته په ړنګ افغانستان کې اړتیا ده ، دا سړی نه غل دئ او نه هم ډاکو . دا یو په خاوره ، خلکو ، خپلواکې او پرمختګ باندې مین سړی دئ . زراوګرد یې نه خوښېږي . شمال ، جنوب ، شرق ، غرب او د افغانستان منځنۍ برخې ورته یو خېل دي ، پرټولو یې زړه خوږېږي . خومتأ سفانه چې دوی له همداسې یوکس څخه نجات غواړي ترڅوافغانستان بیا په خپل ګروت کې ټینګ ونیسي ، پښتانه په کې وځپي، په برخلیک یې له کینه کښوګاونډیانوسره ناروا معاملې وکړي ، اوبه په کې خړې کړي او دوی خپل کبان په کې ونیسي . هو ! ددوی د نجات لاره همدغه ده .
 
خوڅاکن په څاکې وي ، دوی به هېڅکله هم دغه ډول خپلې شومې موخې ته ونه رسېږي . یوموتی خپلواک افغانستان د څوتنود قمار وهلوځای نه دئ . دلته نورپه افغانستان کې د سبزپوشانواونارنجې پا څونونووخت تېرشوی ، که روسان ، اوایرانیان له ناټوسره څه سیاسي ، پوځي اواقتصادي ستونزې لري هغه دي له ناټو سره په ژینیوکې حل کړي ، له افغانستانه دې سوریه نه جوړوي . اوامریکا اوچین دې د ورېښمولاره د واخان د کانال له لارې له تورغنډۍ ، اسلام قلعې اوچابهارسره ومښلوي ترځوله دې لارې د امریکا او چین اقتصادي ګټې د افغانستان او منځنۍ آسیا له لارورڅخه  د پاکستان په پرتله شل برابره زیاتې شي ، خود افغانستان ملي ګټې  دي پاکستان ته په نذرانه کې نه ورډالۍ کوي . دداسې معاملو پرځای دې د افغانستان په امنیتي اواقتصادي ثبات او پیاوړتیا کې د زړه له اخلاصه ونډه واخلي ، ځکه د افغانستان امنیتي او اقتصادي ثبات د سیمې او ټولې نړۍ له ثبات سره تړاولري .
 
که افغانستان اوافغان نظام هرچا پرخپلو پښو ودراوه ، هغه بریالی او برلاسی دئ . اوکه افغانستان اوافغان نظام هرچا تخریب کړ، هغه د سیمې اونړۍ په کچه ناکام دئ . ځکه د افغانستان بریا د سیمې اونړۍ بریا ده اوفساد یې د سیمې اوټولې نړۍ فساد دئ .
 لکه شاعرچې وایي : ژباړه :
 
(( افغانستان د آسیا زړه دئ ، که دا زړه روغ وي ټوله آسیا ورسره روغه ده ، اوکه دا زړه ناروغ او فاسد وي ټوله آسیا ورسره ناروغه او فاسده ده . ))
 
بل ځای بل شاعرویلي :
 
                                  کرد ګلو کړه چې سیمه دې ګلزارشي  +  اغزي مه کره په خپوکې به دې خارشي   
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery