مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شينکۍ کړوخېل، متعصبه شمال ټلواله، ډارن کرزی او شغله يان

سيد حسين پاچا


ډارن کرزي او شغله يي سپنتا د بهرنيو چارو وزارت، سفارتونه او کونسلګرۍ د شمال ټلوالې له لنډه غرو ((ماويستانو، ستميانو، متعصبو خراسانيانو او افغانستانيانو + ستمي اخوانيانو)) نه پاک نه کړل

و سؤر الادمی طاهر، خو متعصب فاشستان دومره ذهني و قلبي پليت دي چې ناست وپاسته لا څه ان چې پر يوځای خوراک وڅښاک هم ورسره جائز نه دی. اقليت اهل هنود ترې زر ځله خاورې ته د ژمنتيا له پلوه بهتره دي. ولې د هېواد مهم سفارتونه په لوی لاس کرزيانو ماويستانو او شغله يانو ته چې هېڅ هېوادني، اخلاقي او بشري ارزښتونو ته قايل نه دي ورکړي؟

د کاناډا په سفارت کې پرديپالو د آغلې کړوخېل پر وړاندې جبهه نيولې. د ستمي – اخواني ((چترالي ملا)) زوی د سرتاج عزيز او جواد ظريف پر وړاندې سيال نه دی. غني بايد اوتوکړي عبدالله ته په زغرده ووايی چې لوښی دې چندان شی نه دی، جهاد مو پر خلکو مه زبادوئ!


زما ښه پر ياد دي ښاغلی سپنتا ((بې ايمانه شين سری شغلی)) چې کله د بهرنيو چارو وزير شو، دلته لندن ته راغلی وو. سفارت دلته د برتانيا ميشت سپين ږيري هم ورغوښتي وو چې په هغه ډله کې يو پوهاند مجاور احمد زيار هم وو. شين سري سپنتا ورته ويلي وو چې ((زه به له دې وروسته په وزارت او د وزارت په اړونده نماينده ګيو يعنې سفارتونو او کونسلګريو کې د پام وړ اصلاحات ((سمونې)) راولم او مخکې چې هر څه شوي، خو له دې وروسته به زه پکې ژور بدلون راولم. دلته په لندن کې يې په کلکه له خلکو سره په خپله ليدنه کې دا خبره کړې وه.

کله چې پوهاند زيار بيرته کور ته راغی. ما ورسره په کمپيوتري برخه کې تخنيکي مرسته کوله چې دا کيسه يې راته وکړه. ما ورته وويل : ((ته دا شين سری هراتی شغلی نه پېژنې)). دوی ټول هماغه د يو دېګ ناولتوب دی او دا خلک زموږ پر تناسب له شمال ټلوالې سره د زړه له تله شعوري نزدېکت او خواخوږي لري. د نوموړي د اصلاح ((سمون)) په تمه مه اوسه، خو د لا بدترتوب په تمه يې اوسه. له شين سري شغلي سپنتا نه د خير تمه ښکته ده، خو چې نور له دې بدتر نه شي. له مسعود خېلو رانيولې تر ربانيخېلو او تر سپنتاخېلو او دې نورو ناولو پورې ټول يو له بله بدتر دي.

کرزيان او محمد زيان دا ډېر بې زړه خلک دي. دوی چې ناروا ګوري له خپلې يارې ورته سوڼ نه شي کولی. پخواني مرحوم پاچا خو ورته خپله مورنۍ ژبه له لاسه ورکړې وه، خو بيا هم دې متعصبو فاشستانو ونه شو زغملی او تر پايه يې له خپل مخالفته لاس وانه خېست. زلمی هېوادمل به دې ته خوشاله وو چې پاچا په خټه پښتون دی او پر ژبه فارسيوان دی. پښتانه او فارسيوان پرې ټول راټوليږي، خو داسې ونه شوه.

د نظار شوری لنډه غر، ماويستان، ستميان ، خراسانيان او افغانستانيان د مضر محقق په شمول دوی هېڅکله د هېواد پالنې په ملي روحيه نه دي روزل شوي. چا ته خپلې او چا ته بيا د نورو ګټې مهمې دي. دوی دومره متعصب او کينه کښ خلک دي چې دوی له ځان سره بل هېڅوک زغملی نه شي. د کارمل او اناهيتا راتبزاد ټوله اخلاقي مرداري دوی ته ورپاتې ده. نه خپله د کار خلک دي او نه بل کار ته پرېږدي. دوی ګرم نه دي ځکه چې دوی يوازې په چوروچپاول پوهيږي او يوازې د تعصب پر روحيه روزل شوي او نور اخلاقي کارونه ترې پاتې دي. له بېسوادو، تالېسټو او ټوپکسالارانو نه د ښه کار تمه نه کيږي.

دا چې اوس په کاناډا کې ځينو وطن پلورو او ان کاناډايي تبعه لرونکي چې له کلونو يې هېواد هېڅ په سترګو کتلی نه دی او د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ((د چترالي ملا)) زوی بيا له خپله کوره په دنده ګومارلی او نور يې هم همدغسې يو له بله بدتر دي ان تر دې چې يوه يې مخکې د جاويد لودين له لورې په نااهلۍ له دندې لېرې شوې بيرته ګومارل شوې او بل يې بيا په رسمي وخت کې د ماسترۍ زده کړې کوي، نو ولې بيا ځينې مغرضې کړۍ او رسنۍ پرې پټه خوله دي او د آغلې شينکۍ د شخصيت وژنې پسې يې رااخېستې ده په کار خو دا ده چې اوس دغه مغرضې کړۍ او رسنۍ د دغو ناخوالو په تړاو هم خپل مسووليت ترسره کړي چې ولې هلته له سفارته د شمال ټلوالې د لنډه غرو او د محقق د مضرو غوجل جوړه ده. که هغه سفارت وي، نو بيا دا لنډه غر او ايرانپاله هلته څه کوي؟

په پای کې له هېواد مشره هيله کيږي چې دغه موضوع پخپله وڅيړي. له حقيقته ځان خبر کړي چې ملامت څوک دی؟ آغلې شينکۍ که د شمال ټلوالې غر، د چترالي ملا زوی او د ايرانپاله محقق تالېڅټي؟ له ډارن کرزي او له شغله يي سپنتا نه دومره غول پاتې دي چې غني به يې کوم يو پاک کړي؟ دوی دومره بېباکه او پرديپال دي چې دوی له کلونو سفارت پخپله ولکه کې ساتلی او د ځان بونګه يې بولي چې اوس له ځان سره يوه پښتنه مېرمن زغملی نه شي. زما نيوکه پر ډارن کرزي او هراتي شغله يې شين سري سپنتا دا ده چې دوی په دې دومره کلونو کې څه سمونې وکړې؟

له چترالي ملا او له مسعوده رانيولې تر خطا پورې دوی هر يو د پردی جاسوس دی. ملتپال نه شي کېدای. ولې د هېواد مهم وزارتونه او مهم پُستونه دغسې پرديپالو او تالېڅټو ته چې هېڅ ملي صبغه نه لري په لاس ورکړل شي. اوس د حکومت له مهمو دندو څځه يوه دا هم ده چې د نورو وزارتونو او ادارو په څېر د بهرنيو چارو وزارت او اړونده څانګې او استازولۍ يې اصلاح شي چې د فساد، تخريب او خيانت مخه ونيول شي. ايا پاکستان وايران به پرديپال پخپلو مهمو وزارتونو او پُستونو کې په دندو وګوماري؟ نه هخېڅکله نه، نو ولې موږ د پنجاب وتهران تالېڅټي او خواخوږي ګومارلي دي؟

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery