مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-30   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دنوی عيسوی کال درارسېدو په مناسبت دمباره کی پيغام

درنو هيوادوالو اونړيوالو! تاسوټولواوپه ځانگړې توگه هرهغه چاته چې داوسېدو په هيوادونوکښي ئې عيسوی کال هنداره رسميت لري د۲۰۱۸ ز کال درارسېدوله امله دزړه کومې مباره کی اونېکې هيلې وړاندي کوم . هموطنان عزيز! اجازه دهيد صميمانه ترين وگرمترين تبريکات و تمنيات نيک خوش را به مناسبت فرارسيدن سال ۲۰۱۸ عيسوی را به شما وهمه کسانکه اين روز راخجسته ميدانند مبارک باد بگويم . آرزومندم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان جهان يک سال خوب،پرسعادت وارامي باشد. دادی دنړۍ بې شمېره کړېدلی ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي ،هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي اوانساني کرامت ته درناوی . له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونو هيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې . خلکوسوله غوښتل مگر هغه رانه غله،په زيات شمير هيوادونوکښي لوږه ، بېکاری ،ناروغی ،دښځې اوماشوم سره نارواکړنې اقتصادي ناخوالي،ظلم اوستم ،دهېروئينواونورو وژونکو توکوپټه اوښکاره سودا گري په ټول قوت پرخپل ځاي پاته ده . زموږ هيوادوالوهم لکه دنړۍ نورولسونه دنړيوالي ټولنې څخه انتظاردرلودچي په تير ۲۰۱۷ زکال کښي به افغان ولس دستونزو دهواری لاري چار ي ولټول سي اوزموږپه هيوادکي به سوله راشي ،متاسفانه دافغان کړېدلې ولس دغه انساني ارزو تراوسه لاداميدونوپه ټال ځانگي .موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی ،سولي اوثبات داسي کومې نښې نښانې نه گوروچي افغان ورته اميدوار اوسي . په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دي ،دزورواکانو،جنگسالارواوتنظيم سالارو ترمنځ دراتلونکي حاکميت ترلاسه کولوپر سر سيالي په درب روانه ده . له يوې خواپه دولتي حاکميت کښي شاملو او اوسني حاکميت څخه خوابدوترمنځ جگړه اودبلې خوادطالبانو او داعيش دسړی وژنکو ډلولخوا زموږ دهيوادپه ښارو،کليو اوبانډوکي بې گناه انسانا ن وژل کيږي . يوئې په واسکټونواوبل ئي په توپونودخداي ورکړي ژوندنه محروموي . زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان او ايران دافغانستان په وړاندي خپل دوه مخی اوافغان دښمنه سياست دتل پشان پر مخ بيايي.دوي نه يوازي داچي په وسلوسمبال دلته دوژنې اوورانۍ لپاره راليږي او په افغانستان کي دننه له خپلو ټولوامکاناتونه دافغان ولس دزورونې لپاره دډول ،ډول سياسي،اقتصادي اوپوځی فشارونه استفاده کوي . په تيرعيسوی کال کې له يوې خواپاکستان څومياشتي په دوامداره توگه زموږ پاکه خاوره په توپواوراکټو ويشتل په زرهاوکورنۍ موپه خپل هيوادکي دکورنوپرېښو دلوته مجبوري سوې اودبلې خوا ايراني اخوندانو چي زموږ دبې گناه ځوانانوپه دار ځړولواودخپلو مذهبي اوسياسي موخو لپاره نورو هيوادونوته دجگړې اوانسان وژنې لپاره لېږلو ستړی سوی ندي په سلهاوکورنۍ دټولو انساني،اخلاقی نورمو خلاف په وحشيانه بڼه له خپلی خاوري باسي ، دمعتبرولاسوندوله مخې دوي زموږ په خاوره راننوتلي هغه ئې غصب کړې اوهم دلته په افغانستان کي دننه په زرهاو اجنټان روزي اوپه وسلو سمبالوي ترڅودهغوي نه دخپلو مخولپاره په ډير مهارت استفاده وکړي . دافغان ولس دتکرارغوښتنوسره متاسفانه امريکادپاکستان او ايران څخه په کلکه داغوښتنه ونکړه چې دافغانستان په خاوره کي خپلوناروا لاسوهنوته دپاي ټکی کښېږدي . نړيوالي ټولنه دخپلو مخولپاره پر ايراني اخوندانو بندېزونه لگوي خو هيڅکله چې هم دملگروملتودسازمان په کومه غونډه کي دايراني اخوندانولخوا دافغانستان په کورنيو چاروکي بربنډومداخلوپه گوته کولو خبره نده کړې . که امريکا اوناټودافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري او غواړي دلته سوله او ثبات راسي نو ښه خبره داده چي دجگړې پرځاي دافغانستان داوسنی حاکميت دټولوخوابدواړخونو،ډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا خبرې وشي . دا اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکې اودافغانستان کي دسولي اوثبات په خاطر دټولوخوابدو خواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدو امکانات په افغانستان کښي دننه برابرشي . اوپدې کنفرانس کي ټولوافغانانوته هر چيري چې اوسی اودهرې نظر يې اوعقيدي پيرو چي دی دگډون امکانات برابرشي . موږ اميدواريوچي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي به نړيواله ټولنه د افغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتونوته جدی پاملرنه وکړي اوزموږولس چي دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږي له دې کړېدونه دتل لپاره نجات ورکړي . راسئ دمځکي کره دجگړو دډول،ډول وسله والوسياليوداور دلمبو پرځاي دسولي اواقتصادي غوړيدو، هوسا اوبسياژوند ډگر وگرځوو. پدې هيله داپیغام رانغاړم چي ددې ولس هوښيار،عالم اوبادرکه کسان دخپل هيوادناخوالوته پام راوړوي او دنندارچيا نوپه عوض ددولتي ارگانوڅخه ددوي حق وغواړي اوله دې بدبختيونه دملت دخلاصون لاره ولټوي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery