مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امریکا او پاکستان د افغانستان د امنیت او ځمکني بشپړتیا

دوکتور محمد عثمان تره کی

 


 په ضد په واحده جبهه !
په افغانستان باندې د یرغل په درشل کې، امریکا د پاکستان سره د تروریزم په ضد جګړه کې ستراتژیک ملګرتیا درلوده. امریکا دا حق تر لاسه کړه چه د پاکستان د خاورې د ننه د تروریزم په ضد عملیات وکړي. د تروریزم په ځپلو کې دواړه لورېو واحد دریځ درلود. خو تروریست تعریف شوې نه و. د تروریست په اړوند د جګړې اړخونه ځانته ځانګړې تعریف درلود : امریکا، افغاني او پاکستاني طالبان او ګن شمیرو اسلامیستانو پسې ګرځیدل چه نومونه یې په هغه لیست کې شامل و چه د تروریست په نامه د سی، آي، اې له خوأ جوړ شوې و . پاکستان خپلې استخباراتي او نظامي عملیات پاکستاني طالبانو ته متمرکز کړې و. د دواړو هیوادونو ترمنځ د دشمن د ګد تعریف نشتوالې، بدګماني او اختلاف رامنځته کړ . اختلاف د دې لامل شو چه د دواړو هیوادونو تر منځ د استخباراتي همکاریو له مخې د دیورند د کرښې په اوږدو کې د نظامي عملیاتو ساحه وتاکل شي : پاکستان پخپله خاوره کې د تروریزم سره د جګړې چارې په لاس کې واخیست . د افغانستان خاوره د امریکا د جنګي عملیاتو دګر وپیږندل شو.
پاکستان تروریستان په ښو او بدو دلو وویشل او د هغو افغاني طالبانو د جګړې نه یې ملاتړ وکړ چه د آي، اس، آي تر څارنې لاندې د افغان حکومت او امریکا په ضد جنګیږي. هغه افغان طالب جنګیاليو چه د پاکستاني چارواکو د حکمونو نه سرغړونه کول ووژل یا یې امریکائیانو ته وسپارل. خو پوځ د پاکستاني طالبانو په ضد جګړې ته زور ورکړ.
پاکستان او امریکا په دشمن باندې مختلفو نومونه ایښې و، خو په واقعیت کې د دواړه لورېو جګړه ایزه موخه د لر او بر پښتانه په نښه کول و.
د شپارلسو کلونو راهیسې د دیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستان او امریکې له خوأ د تروریزم او بنست پالنې ضد جګړه تر نامه لاندې د پښتنو په وړاندې خونړي جګړه راروانه ده.
د اوسني استعماري جګړې اصلي قربانیان په سیمه کې هغه قوم دي چه د تاریخي سیلابونو او طوپانونو په جغرافیائي بستر کې پروت دي.
امریکا او پاکستان د پښتنو په ضد جګړه کې په واحده جبهه کې قرار لري. دواړه لورې د پښتنو د انساني او نهایتاً سیاسي پوتانسیل په کمزوری کولو کې واحده موخه تعقیبوي: پاکستان د پښتونخوأ قبایلو په تکولو او ځپلو کې د پنجاب دولتي واکمني قبایلي سیمو ته پراخوي. امریکا د پښتون وسله وال مقاومت په کمزوری کولو کې، تحت الحمایه او بېواک افغانستان په سیمه کې د خپلې هژمونیستي موخو د پاره د یو لاسوند په توګه کاروي.
امریکا د پاکستان له پوځي اډو پر افغانستان ۶۰ زره بریدونه کړي:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې : ’’ امریکا د پاکستان له پوځي اډو پر افغانستان ۶۰ زره بریدونه کړي دي. زمونږ هېواد د وینو د حمام شاهد و. تاسې زمونږ له پوځي اډو پر افغانستان اووه پنځوس زره اته سوه بریدونه کړي دي. ستاسو پوځونه زمونږ د خاورې له لارې پر وسلو سمبال شول ‘‘ ( آریانا تلویزیون 01/05/2018 ).
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په دې اند دی، چې پاکستان امریکا غولولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر پلمه یې له امریکا میلیاردونه دالراخیستي دي.
د پاکستان او امریکا د افغان وږنې سیاست له وجهې نه د نوې سروې له مخې یوازې په افغانستان کې د ٢٠٠١ م کال څخه تر ننه پورې لږ تر لږه ١٧٥٠٠٠ نه زیات کسان مړه شوې دي. د ژوبل شوېو کسانو شمیر نیم ملیون تنو ته رسیږي. اتکل د نیم ملیون نه زیاتې کورني د هیواد د ننه کدې کولو ته اړ شول. د دغه ناورین په سلو کې نوې په سیمه کې اوسیدونکې پښتانه دي .
ډیورنډ کرښه قبیلې او په ځینو ځایونو کې یې کورنۍ هم سره وېشلي چې ځینې غړي یې یوې خوا او نور یې بلې خوا ته اوسيږي. څو ځایونه یو کلی د کرښې په دواړو خواوو کې غځېدلی او په ځینو سیمو کې خو کرښه د یوه کور په انګړ کې تېره شوې ده.
په افغانستان کې د امریکا د یرغل نه مخکې، پاکستان جرئت نه درلود چه په قبایلی سیمو یعنې په یوه متنازع فیه خاوره کې خپل پوځ ځاي په ځاي او په کې په نظامي عملیاتو لاس پورې کړي. په قبایلي سیمو کې د دولتي واکمني د غزولو، وینې تویولو او وږنو قومانده، پیسې او په تیته کچه وسلې، امریکا پاکستان ته ورکړې دي.
سره له دې چه په لر او بر کې د استخباراتي همکاري له مخې د امریکا او پاکستان تر منځ د جنگي عملیاتو برخه تاکل شوې وي خو د پاکستان د پوځ د عملیاتو ساحه پاکستان خاورې ته محدوده پاتې نشوه. پاکستان د امریکا د ضمني موافقت په ګته اخیستو سره د افغانستان په ضد یو ګام وړاندې پورته کړ : د دیورند کرښې ( متنازع فیه کرښه ) په اوږدو کې د خندق په کیندلو، اغزن سیم په غزولو او امنیتي پوستو په جوړولو کې لاس پورې کړ. سره لدې چه په یوشمېر سیمو کې کرښه سمه واضح نه ده او دواړه هېوادونه د نقشو په سر اختلاف لري، خو اغزن سیم په کې غزول شوېدي.
د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني فوج د تیري څو بیلګې :
د خندق کیندلو پلان د جنرال پرویز مشرف د ولسمشرۍ پر مهال جوړ شو. مشرف د هغه مهال د امریکا ولسمشر جورج بوش حکومت سره په ګده پلان جوړ کړې و. بوش منلې وه چې پر پوله د ماینونو ښخولو او کټارو جوړولو لګښت دې امریکا ورکړي. د اوباما حکومت په مخکني ژمنه پاتې شو.
لاندې د پاکستان د تیریو څو بیلګې :
- کندهار: پاکستاني پوځیانو په معروف ولسوالي کې له دیورند کرښې یو کیلومتر د افغانستان د ننه نظامي تاسیسات جوړ کړې دي.
- سپین بولدک: سږ کال د مې په میاشت د دواړو هیوادونو د نظامیانو ترمنځ د لند تکر نه وروسته لقمان او جهانګیر کلیو پاکستان خاورې سره وتړل شول. د مطبوعاتو د څرګندونو له مخې، لقمان او جهانګیر کلیو اوسني نظام برحال جنرال یعنې عبدالرزاق د خائنانه معاملې په بنست د پیسو په بدل کې پاکستان پوځ ته سپارلې دي.
- کونړ : پاکستان سرحدي ځواکونه په سرکانو او مروه کې افغانستان خاورې ته یو کیلومتر وړاندې راغلې او پوځي پوستې یې جوړې کړیدي.
- خوست: پاکستاني ځواکونه پنځه کیلومتره تني ولسوالي ته وړاندې راغلي دي. په ’’ پشرلي غره ‘‘ د پوځي پوستې په جوړیدو ېې پیل کړې او لویه لاره یې تړلې ده.
- پکتیا: پاکستاني پوځیان د پتان ولسوالي په حایله سیمه کې عسکری تانه جوړه کړې ده.
 ( د پاکستان د تیریو مستند خبرونه : ڼن تکې آسیا سایت ).
ګد حکومت د ملي ګتو ضد په معامله کې :
د پولې په دواړو غاړو کې د تاسیساتو د جوړولو په اړه د افغان حکومت دریځ د ابهام نه دک دي.
اشرف غني دیپلوماتیک پروتوکول سره خلاف په ٢٠١٤ م کال د نوامبر په میاشت کې راولپنډۍ "چکلالا" پوځي اډې ته لاړ او د پاکستان د لوي درستیز سره یې وکتل. په پوځي اده کې د نواز شریف د بهرنیو اړیکو خاص سلا کار سرتاج عزیز ورته هرکلی ووایه. د خبرو اترو په بهیر کې ښاغلي غني په پاکستان پوځ باندې افغانستان ته د طالب اورپکو په لیږدولواعتراض وکړ. پاکستاني لوري د طالبانو د ملاتړنه انکار او د ورانکارو دلو د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي په موخه افغاني اړخ ته د مخکني اقداماتو ( خندق او اغزن سیم ) سربیره د دیورند کرښې په حساسو ځایونو کې د امنیتي پوستو د جوړولو وړاندیز وکړ. د افغانستان ولسمشر د پوځ وړاندیز ته رد ځواب ورنکړ. مخکني تر لاس لاندې پروسه ګړندي شوه.
سږ کال ( ٢٠١٧) د نوامبر په میاشت کې د بریتانیې سفیر ’’ نیکلاس ‘‘ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چه نړیواله ټولنه ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني.
د بريتانيا د سفير خبره د ارګ د ماني نه سرچینه اخلي : ولسمشر غني بريتانيا ته په خپل وروستي سفر ( د مې میاشت - ٢٠١٦ م کال) په مهال د پولې مديريت ( بوردر منجمنت ) په نوم يو هوکړه ليک لاسليک کړى دى. دغه سند د ولسمشر غني او د هېواد د پخواني لوى درستيز قدم شاه شهيم له لوري د برتانیا دفاع وزیر ’’ مایکل فون ‘‘ سره لاسليک شوى دى( برتانیه د نړیوال نظامی ائتلاف غړې دي ). د هوکړه لیک موخه افغاني اړخ ته د پاکستان د تیري په وړاندې د حوصلې او زغم په بنست چلند دي. ( د دغه خبرې سرچینه نړیواله مدیا ده چه باید په احتیاط ومنل شي ).
پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو پر وړاندې د حکومت اوسني چوپتيا د ياد هوکړه ليک د لاسليک په معنا ده.
د خندق کیندلو او اغزن سیم د زغولو نه چه تیر شو، پاکستان د خوست په ګدون پر دیورند کرښه ګنو پرتو ولایتونو کې په افغان خاوره کې د ننه اَن پوځي عملیات ترسره کړې دي :
پاکستان په پکتیکا ولایت کې ( انګوره هده ) ٨١ کیلومتر افغان خاورې ته ور ننوت. رسماً امنیتي پوستې جوړې او په نظامي عملیاتو پیل وکړه. عملیات نه میاشتې دوام وموند. کورنیو چارو وزارت او ځایي ولایتي ادارې د حکومت د حکم په متابعت د پاکستان د تاسیساتو له شته والې او د نظامي عملیاتو نه انکار کاوه. د پوځ تیري هغه وخت افشأ شو چه پاکستاني ځواکونه ٨١ کیلومتره شا ته تګ وکړ او چاوني افغاني لورې ته وسپارل شوې.
پرته د کرښې د سرغړونو نه، پاکستان د کلونو راهیسې په کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې په افغان خاوره راکتي بریدونه کړې چه په سلګونه هیوادوال وږل شوې او ګن نور ژوبل شویدي. د وزیرستان زرهاو کورنیو کدې کولو ته اړ شوېدي. دغه تول د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د بې تفاوتي په وړاندې او د امریکا او پاکستان د ګدې توطئې په حساب .
موږ پوهیږو چه اوسني ائتلافي حکومت پاکستان سره د نظامي مقابلې وړتیا نلري. خو د پاکستان د تیریو په ضد یې یو وچ دیپلوماتیک احتجاج هم ندې کړې.
نړیوال نظامي ائتلاف افغان لورې په دفاعې وسلو سره سمبال ندې کړې او پخپله هم د افغانستان د دفاع په خاطر خپله ذمه واري ( د ستراتژیک تړون په بنست ) نه په ځاي کوي. د پاکستان د تیریو په وړاندې د افغانستان د امنیت او ځمکني بشپړتیا د دفاع په اړه د پاکستان د تیریو په وړاندې د امریکا او ناتو ذمه واري لاندې دیپلوماتیک یا نظامي بنه لرلي شي :
دیپلوماتیک اقدام :
- د ناتو د دیپلوماتیکو چارواکو احتجاجیه .
- د ناتو د عمومی قوماندان اخطاریه.
- د ملګرې ملتونو د امنیت شورا د غوندې بلنه.
- پاکستان ته اقتصادي مرستې بندول.
- ناتو غړیو هیوادونو ته د پاکستاني دیپلوماتانو په مسافرتونو باندې بندیز.
نظامي عملیات :
نظامي فشار پاکستان ته د وسلې په خرڅولو کې د بندیز نه باید پیل شي. پدې برخه کې د ناتو تول غړیو ونده اخیستي شي.
نظامي عملیات باید محتاطانه، محدود او تر کنترول لاندې وي تر څو چه په یوه پراخه جګړه وانوړي. د مثال په توګه امریکا کولي شي چه د افغانستان د کلیو او باندو د بمباریو په ځاي چه بیگناه خلک وږل کیږي، د دیورند د کرښې په اوږدو کې د درون په واسطه د پاکستان هغه امنیتي پوستې په نښه کړي چه د افغانستان په خاوره کې جوړې شوېدي.
واقعیت دا دي چه د افغانستان د سولې او جګړې په اړه هغه استخباراتي تړون چه مخکې ورته اشاره وشوه، نړیوال نظامي ائتلاف له پاکستان سره د افغانستان د ملي امنیت او ځمکني بشپړتیا په ضد په یوه جبهه کې ځاي ورکړې دي. تړون امریکا او ملګرو ته یې اجازه نه ورکوي چه په افغاني خاوره کې د پاکستان تیریو او راکتي بریدونو ته متقابل ځواب ووایي. ’’پاي‘‘

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery