مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انف ووایه

داکتر فاروق اعظم


یو ملا چې غوڼئ وو او په پزه کې یې خبرې کولې، یو ماشوم ته الفباء سبق ور زده کاوه. الف ته یې ګوته ونیوله او ماشوم ته یې وویل ووایه چې انف. ماشوم وویل، انف. ملا ورته وویل: انف مه وایه؛ انف ووایه. هلک وویل: انف. ملا ویل چې داسې نه. ووایه چې انف. ماشوم ویل، انف. ملا ته قهر ورغی او ماشوم یې سخت په څپیړه وواهه چې داسې مه وایه لکه زه چې یې وایم.

په افغانستان کې د طالبانو مضبوط حکومت وو. سره له دې چې پر کابل او د افغانستان پر ۹۵٪ خاوره یې پوره کنترول وو، خو امریکایانو په رسمیت ونه پیژاند.  په اول سر کې یې لویه بهانه دا وه چې تاسې تاریاک کرئ. طالبانو استدلال کاوه چې د کوکنارو کرل نه د دولت پالیسي ده او نه د دولت چارواکي په انفرادي ډول تاریاک کري. خو امریکایانو به همدا تکرارول چې تاسې د مخدره موادو کښت او قاچاق تشویق کوئ او داسې به یې طالبانو ته ښوودله چې که دا لعنتي بوټی تاسې ونه کرئ، نو نړیوال به مو په رسمیت وپیژني.  هغه وخت د اسامه بن لادن خبره ډیره نه وه مطرح. طالبان چې طالبان وه، فکریې وکړ چې امریکایانو د دوی په رسمیت پیژندل د کوکنارو د کښت په منع پورې ‌تړلي دي. نو مشر ملاصاحب امر وکړ چې تاریاک بند.  تاریاک بند سول؛ داسې بند چې ددوی د کنترول په سیمه کې یې چا ګل ونه لید. خو بیا هم امریکایانو د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژاند او بهانه به یې کوله چې دا تحریم مو د تیرو کلونو د ساتلیو تاریاکو د بیو د لوړیدو په خاطر کړیدي. طالبانو ویل چې بل کال به هم کوکنار بند کړو. امریکایانو ویل چې که راتلونکي پنځه کاله بند سي، نو بیا به ګورو. طالبانو ویل چې که زموږ په رسمیت پیژندل تاسې یقینی کوی، موږ یې پنځه کاله نه، بلکې ټول عمر بندوو. امریکایان چې پوه سول چې طالبان رشتیا تاریاک بندوي او په وس یې پوره هم دي؛ سخت نا آرام سول. د تاریاکو خبره یې بالکل پرېښوده او د اسامه بن لادن خبره یې راټینګه کړه. وروسته معلومه سوه چې د امریکا د غضب د څپیړې او د طالبانو د حکومت د سقوط یو لوی سبب همدا ددوی لخوا د کوکنارو د کښت بندول وو. دوی نه پوهیدل چې امریکایان وايي داسې مه کوئ لکه موږ چې درته وایو. انف ووایه خو داسې نه لکه زه چې یې درته وایم.

 اوس چې امریکایان او ناټو په افغانستان کې نظامي حضور لري، د کوکنارو کښت په اوج کې دی. خپله امریکایان وایي ‌چې افغانستان د نړۍ د مخدره موادو د تولید لومړی درجه هیواد دی او د ټولې نړۍ ۹۲٪ تاریاک دلته تولیدیږي. په هیلمند کې په ۲۰۱۴م کې د لسهاؤ زرو افغان امنیتی فوج تر څنګ، ۱۰ زره برتانوي او ۲۳ زره امریکایي عسکر وه. د ناټو د نورو غړیو هیوادونو هم یو شمیر مشاورینو حضور درلود چې مجموعا ۳۵ زره بهرني عسکر د مجهزو وسائطو، ټانکونو او آلوتکو سره هلته میشت وو. په همدغه ولایت کې په همغه کال ۴۶۰۰ ټنه تاریاک تولید سوی وو. عکسونه سته چې د نظامي پستو پر شاوخوا تاریاک کرلي دي او خارجي عسکر د کوکنارو د ګلانو په منځکې ګرځي‌ او یادګاري عکسونه اخلي.

د افغانستان اوسنئ دولت ځکه نړیوال مضبوط ملاتړ لري چې د خپل ولي النعمة په هدف پوهیږي او د مافي الضمیر سره یې سم کار کوي. د کوکنارو د کښت د مخنیوي په مورد کې انف وایي،‌ د فساد د له منځه وړلو په باره کې‌ انف وایي، د ملي وحدت د ټینګښت، ... او د سولې د راوستلو په اړه انف وایي.

==== پای ====

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery