مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوبو دیپلوماسي ‘ping-pong diplomacy’

رحمت الله همت

 ډیری خلک سپورټي لوبې د بدني تندرستی او تفریح په توګه ترسره کوی، په ملي سطحه سپورټ د ملی یوالي او ټولنیز ثبات د ټینګښت لامل ګرځي، ځوانان د نشه یی توکو له روږدي کیدو څخه ساتي. ورزش د یوې ټولنې د پیژندلو وسیله ده او د واحد ملت په جوړلو کې مهمه اغیزه لري.
د سپورټي لوبو ترسره کولو سره د خلکو ترمنځ اختلافات کمیږی او د کلتوري تعاملاتو رامنځته کیدو او سولي او مذاکري کولو زمینه برابروي. اما اوسمهال په نړیوالو اړیکو کې له سپورټ څخه د دیپلوماسۍ ابزارو په توګه هم ترې ګټه اخیستل کیږي. همدارنګه د سپورټي لوبو له برکته د یو هېواد کلتور سره آشنایی او دوستانه اړیکو پیاوړتیا لامل ګرځي.
د ملګرو ملتونو سازمان به ۱۹۹۳ زکال کې د یوې قطعه نامې پر اساس سپورټي لوبې ترسره کول په نړیواله سوله کې د یو تګلارې په توګه مطرح کړه او له دولتونو څخه یې وغوښتل، چې د سپورټي لوبو پياوړتیا او پراخیدو کې مرسته وکړي.
فعالي دیپلوماسی د ملتونو او خلکو ترمنځ د لیدلوریو، اطلاعاتو تبادلي، مذاکره او بحث کول او متقابله درک کولو زمینه رامنځته کیږي، په عمومي دیپلوماسی کې هغه مهال چې د ځینو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې ترینګلې او خرابې وی او نورې لارې چارې شتون ونه لري، چې دیپلوماتیکې اړیکې دوباره ټینګې کړي، نو د سپورټي دیپلوماسي څخه د یو روش په توګه د دیپلماتیکو اړیکو دوباره ټینګولو او پیاوړتیا لپاره ګټه اخلي.
د سپورټي لوبو څخه د سپورټي دیپلوماسي په توګه د ۱۹ پيړي په وروستیو کې په بشري ټولنو کې د همغږی، د پټو مذاکرو، د سو تفاهم له منځه وړلو، د ستونزو او شخړو د حل په موخه ترې ګټه واخیستل شوه او تر اوسه دوام لري.
د سپورټ دیپلوماسي چې په ping-pong diplomacy هم شهرت لري، د لومړي ځل لپاره د امریکا او چین ترمنځ وکارول شوه، په ۱۹۷۱ زکال کې په جاپان کې د اولمپیک لوبو پر مهال د چین دولتي چارواکو د امریکا د تینس ټیم لوبغاړو ته بلنه ورکړه ترڅو په چین کې خپلې لوبي وکړي. د همدې کال په جنوري میاشت کې امریکایي لوبغاړې چین ته لاړل او د چین لومړي وزیر له لورې یې ګرم هرکلی وشو.
هغه مهال د دواړو هېواونو ترمنځ سیاسی اړیکی شتون نه درلود. د سپورټ لوبغاړو سره د امریکا دیپلوماتانو هم شتون درلود چې په پټه توګه یې له چینې چارواکو سره وکتل، چې دغه کتنې ددې لامل شې چې د ملی امنیت سلاکار هنری کیسینجر د یاد کال په اپریل کې چین ته سفر وکړي.
فوټبال او کریکټ هغه سپورټي لوبي دې چې د سپورټي دیپلوماسۍ کې زیاتې اغېزمنې دي، د شوروي اتحاد له لورې د افغانستان اشغال پرمهال د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې کړکیچنې وي، نو د اړیکو عادي کیدو په موخه د پاکستان ولسمشر ضیاالحق په ۱۹۸۷زکال په جیبور کې د هند او پاکستان ترمنځ د کریکټ لوبو کې ګډون وکړ.
په افغانستان کې د حامد کرزي واکمني په وروستیو کلونوکې د افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې خرابي او ترینګلې وی او برعکس له هند سره د افغانستان اړیکې پياوړې شي، په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غنې بریالیتوب وروسته له پاکستان سره د اړیکو ټینګښت په موخه اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او د سفر په ترڅ کې یې د افغانستان او پاکستان د کریکټ ټیمونو ترمنځ لوبه کې ګډون وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو په نړي کې د نرم قوت پياوړتیا او نفوذ ډیرولو لپاره په ۲۰۱۵ زکال کې یو میلیارد او ۸۳۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي وو، چې د ورزشي سفیرانو پروژه یې پلې کړه او ۳۰۰ لوبغاړی یې کابو ۸۵ هېواونو ته ولیږل او همدارنګه امریکا ته د نورو هېوادونو لوبغاړو د راتګ بلنه یې ورکړه، چې له ۲۰۰۳ زکاله تر اوسه کابو ۱۴۰۰ لوبغاړی له ۸۰ هېوادونو څخه امریکا ته سفر وکړ.
اوسمهال چې د شمالی او جنوبي کوریا ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او دواړه هېوادونه یو بل ګواښي. شمالي کوریا هوډ کړي دی، چې خپل لوبغاړي به د یو لوړپوري چارواکی په مشری د ژمي المپیک سیالو کې د ګډون په موخه جنوبی کوریا ته لاړ شي. ددې پلاوی سفر چې موخه یې په ژمني المپیک لوبو کې ګډونه دی ، تمه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پيلولو لامل شی. شمالی کوریا دې سیالیو ته خپل ۲۲ لوبغاړی سیول ته لیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery