مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کاردستي څه ته وايي؟

احمدضیا‌ء (مصباح)


د شیانو په جوړولو کې د ذهن ،سترګو او لاسونو فعالیت او همغږي(هماهنګي) له کاردستي څخه عبارت ده او یا هغه مهارت چې ماشومان د جوړولو په برخه کې پیاوړي کوي کاردستي ده.ماشومان له دوه کلنۍ څخه په جوړولو شروع کوي.
جوړول: د شیانو تفکیک ، منظم کول او د یوه خاص هدف لپاره د هغو شکل ته تغیر ورکول له جوړولو څخه عبارت ده . کاردستي د ماشومانو د جوړېدو د هنر په برخه کې له یو مهم اصل څخه عبارت ده .
کاردستي د ماشوم دقت، تفکر ، تخیل ،پنځونه (خلاقیت) ، پر نفس اعتماد،عاطفه ، خپل منځنۍ اړیکې او همکاري،د پنځګونو حواسو ترمنځ ارتباط پیاوړی کوي.کاردستي پر دې سربیره چې د ماشومانو تخیل پیاوړی کوي،دوی له فکر څخه واقعیت ته بیایي او هغه کارونه چې په فکر کې یې وي،په عمل کې یې وړاندې کوي ،دا چې ماشومان په خپل ژوند لږ کنټرول لري دکاردستي په جوړولو کې په غوڅوونکو وسایلو سره په کار کولو خطر ( ریسک ) تجربه کوي،هغوی له دې ډول وسایلو سره عادي کېږي،چې کولی شي د خپلې ویرې پر وړاندې ځان پیاوړی کړي او پر خپل نفسیې باور زیات شي.ماشومان له نویو او تازه تجربو سره اشنا کوي زدکوونکي ته نوی فکر،غیر عادي او عجیبې پوښتنې پیدا کوي،چې د کوچینې کاردستي د جوړولو له فکر څخه یې، فکر د فضایي بېړیو،بالاستیکتوغندیو،الوتکو، لویو کیښتیو... او نورو تر جوړولو بیایي.
د کاردستي په جوړولو کې ماشومان له یو بل سره ډېرې خبرې کوي،چې په دې ډول د هغوی د خبرو کولو مهارت زیاتیږې .تاسې ښایي د ښوونکو او والیدینو په صفت د تخیل او تفکر له ګټو څخه نه یئ خبر؛خو دا هغه څه دي چې کولی شي په راتلوونکي کې ټولنه د پرمختګ لوړې پوړۍ ته ورسوي
 په عمومي توګه کاردستي په دووبرخو وېشل کیږي :
1. د شیانو او وسایلو د استعمال مهارت پیاوړی کوي.
2. د ماشوم ذهن، افکارو او خلاقیت ته وده ورکوي.
که څه هم موږ نه شو کولی دواړه ډوله کاردستي په مطلق ډول له یو بل څخه جدا کړو،ځکه چې هر ډول کاردستي خلاقیت او جسمي مهارت دواړه لوړوي،خو د درجه بندي پر اساس باید ښوونکی دا هدف په پام کې ولري،چې ماشوم یا نوي ځوان ته د پروژې له ورکړې کوم ډول هدف لري .کاردستي د ژوند په لومړیو کلونو کې د ماشومانو د لاسي قوې په تقویت کې مرسته کوي.
1. جسمي روزنه
 الف: عضلات تقویه کوي.
ب: پر عضلاتو د کنټرول قوه پیاوړېکوي.
ج: د پنځه ګونو قواوو په منځ کې هماهنګي تقویه کوي.
2. ذهني تقویه :
کاردستي د انسان پر پنځونه ، تجزیه ، تحلیل او تخیل باندې په مستقیم ډول اغېزه کوي.
3. په روان او عاطفې اغېزه :
د جوړولو محرکه قوه هغه څه ده،چې د هغه په واسطه د انسانان له نورو ژوندیو موجوداتو سره فرق کیږي . دا تفاوت ددې سبب کیږي،چې ماشومان بېکاره نه شي او د خپلو لوبو د ضرورت سامان جوړ کړي،کله چې ماشومانو د لوبو د سامان ضرورت پوره کیږي د هغوی د خوشحالي سبب کیږي .
4. اجتماعي اړيکې
 له نورو سره د ماشومانو اجتماعياړيکې په درې ډوله جوړیږي:
الف:ماشومان د کاردستي په جوړولو کېد نورو مرستې ته اړتیا پیدا کوي.
ب: د خپل اثر له تولید وروسته هغه نورو ماشومانو او یا لویانو ته وړاندې کوي او د هغوی د هڅونې په تمه وي.
ج: ډیری وخت کاردستي په ډله يیزه توګه جوړیږي،چې د ماشومانو تر منځ په همکاري او اجتماعي اړیکو مهمه اغیزه کوي.
د کاردستي د اهمیت دلیل:
هغه هیوادونه او کسان چې غواړي په نننۍ نړۍ کې د خپل تولید او پرمختګ په برخه کې د لومړيتوب ډغره ووهي،باید له نوښت او تفکر څخه خبرې وکړي،
 چې نوی فکر او نوی تولید د ماشومانو او نویو ځوانانو په تفکر، خلاقیت پورې مستقیمه اړیکه لري.د خلاقیت مینه په باالقوه توګه په ټولو انسانانو کې موجوده ده،چې د هغه پرمختګ او ظهور د زده کړې په مناسبو شرایطو پورې اړه لري.
 (لفرانکویس ) خلاقیت د کنجکاوي، کشف ، تجربې سره مینه د یوه شي پر اړه د نویو او عجیبو پوښتنو مطرح کول ،له پېښو سره متفاوت حساسیت ښودل او خپل فکر مطرح کولو په توګه تعریف کړی دی.
خلاقیت یعنې یوه پیښه له نورو څخه په متفاوت ډول لیدل د بیلګې په ډول نیوټن د مڼې را لویدل له نورو خلکو څخه په متفاوت ډول فکر وکړ، د موضع د علت معلومولو په فکر کې شو،چې په نتیجه کېیې د ځمکې د جاذبې قوه کشف کړه .
د پنځونکو (خلاقو) افرادو ځانګړنې :
• څومره چې ممکن وي په کار کې له ټاکلي چوکاټ څخه تښتي.
• په موجوده حالت خوښ نه وي او تل د ښه راتلونکي غوښتونکي وي.
• د مشکلاتو پر وړاندې ښه حوصله لري او د حل لاره لټوي.
• تل د پېښو پر اړه کنجکاو(پلټونکي) وي.
• د هدف د لاسته راوړلو لپاره ډېر کوښښ کوي .
• له ماتې څخه نه مایوسه کیږي.
• معمولاً ژور فکر کوي او د راتلونکي لپاره ډېره هڅه کوي.
نوې څیړنې د پخوانیو څیړونکو د نظرونو پر خلاف،چې ویل به یې خلاقیت یو ارثي پدیده ده اوس وایي چې خلاقیت یو ډول ځانګړی استعداد دی،چې کولی شو په ځینو ماشومانو او نویو ځوانانو کې هغه ښه تقویه کړو،کاردستي یې یوه په زړه پورې لاره ده او له دې لارې کولی شو چې ټولنې ته مبتکر ځوانان وړاندې کړو .هغه هېوادونه چې د ښوونې او روزنې پرمختللی سیستم لري په ماشومانو کې د خلاقیت روزل یې له مهمو اهدافو څخه شمېرل کیږي .زموږ ښوونکي باید د کاردستي مضمون له اوسني حالت څخه وباسي او په ټولګي کې یې د یو مهم مضمون په توګه وړاندې کړي،چې زموږ ځانګړي استعدادونه ښکاره او د هېواد د پرمختګ سبب شي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery