مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تر اویا میلونه زیات پښتانه او مورنۍ ژبه پښتو

عمر بورا زماني

 

په لر او بر کې تر اویا میلونو زیات پښتانه ژوند کوي خود مرکزی اسیا  د دې ستر ملت مورنۍ  ژبه  پښتو د پښتنو په خاوره  حاکمه او د ضرورت ژبه نه ده . دا چې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ  لمانځوله همدې ورځې له تاریخ او اهمیت څخه  یې پیل کوم،  ورپسې  د پښتنو واکدارنو مورنۍ ژبه پښتود لوی افغانستان د جوړښت د مخه او روسته او د پښتو ژبې د ودې ، پالنې او حاکمیت لارې چارې زما د لیکنې موضوع جوړوي.
د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ لنډ تاریخ
بنګال چې  د نفوس او رقبې  له پلوه د  پاکستان یوه لویه صوبه وه  او د جناح او لیاقت علی خان لخوا  پرې اوردو ژبه په زور حاکمه کړی شوی وه نو  په  ۱۹۵۲  کال په  ۲۱ د فبروری بنګالي محصلینو په خپله خاوره د خپلې مورنۍ ژبې بنګالي په نصاب او زدکړو کې د شاملیدو او دحاکمیت او رسمیت لپاره لاریون وکړو چې د هغه وخت د پاکستاني پولیسو لخوا پرې ډزې وشوې یو څو تنه محصلینوپکې خپل ژوند د لاسه ورکړو .نوبیا په ۱۹۹۹ کال د نومبر په ۱۷ ڼېته ملګرو ملتونو د بنګله دیش وړاندیزونه ومنل او د یونسکو له خوا ۲۱ د فبروری د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونومول شوه.
پښتانه واکداران اومورنۍ ژبه پښتو  دلوی افغانستان د جوړښت د مخه
په نړۍ کې دوه ډوله فاتحین تیر شوی دي یو  هغه ډله فاتحین دي چې هیوادنو به یې نیول نو خپله ژبه او کلتور یې په نیولو هیوادنو حاکموه لکه  ایرانیان ، عربان،انګریزان ، هسپانویان ، فرانسویان ، پرتګالیان ، او روسان   چې د دوې د حاکمیت له دورې روسته هم د دوی ژبې پر هغه هیوادنو حاکمې پاتې دي جلا د فارسي ژبې چې  د محمود غزنوی څخه نیولی بیا تر مغلو پورې چې په قوم ترک وه  د هندپه بیلا بیلو ولایتونو کې   د دفتر او ضرورت ژبه فارسي وه نو  له دې کبله خلک مجبور ووچې د روزګار  او مقام تر لاسه کولو لپاره باید فارسي  یې زده وي نو زده کړی به یې په فارسي کولی.
نو کله چې انګریزانو هندونیوه  نو  د دفتر ژبه  یې انګلسي کړه نو د فارسي پر ځای د ضرورت او کار ژبه انګلسي شوه نو  دا چې دځايي اوسیدونکو ژبه  نه فارسي او نه انګلسي وه خو د ضرورت پر اساس یې  پرله پسې یوه پریښوه او بله خپله کړه د انګریزانو له تګ ورسته لا تر اوسه  انګلسي د هند او پاکستان رسمي او حاکمه ژبه ده .
دوهم ډله فاتحین هغه وه چې کوم هیواد یې اشغالوه نه داشغالي هیواد ژبه او کتلور  یې خپلول او خپل به یې د وخت په تیریدو پریښودل چې پکې د چنګیزخان دکورنۍ ستره امپراتوری وه چې په یو هیواد یې هم خپله ژبه نه وه حاکمه کړی نو خو یې ژبه پاتی شوه او نه کلتور زمونږ پښتنو هم د هند په بیلا بیلو سیمو تر پیړیو واکداري او پاچایې وکړه خو د دې پر ځای چې پښتو د دفتر او ضرورت ژبه کړی دوې ځایي ژبه  هندي  یا  فارسي  دفتر او دربار کې کاروله د پښتو ژبې د پرمختګ او علمي کولو لپاره یې هیڅ کومه سټراټیژي نه درلوده او نه یې ورته کوم کار کاوه.
ځکه خو د هغه وخت ډېر پښتانه واکدارن د پردو ژبو موریخینولخواغیر پښتانه نړیوالو ته ورپیژندلي شوي دي او تاریخ یې ورته مسخ کړی دی که چیرې هغو د پښتو ژبې علمي کیدو هلې ځلې کړی وای
 هم به پښتو ژبې پرمختګ کړی وای هم به دهغو تاریخ د پښتنو مورخینولخوا نړیوالو او پښتنو ته په سم ډول ورپیژندل شوی وای.
که څه هم  شهاب الدین غوري ، سلطان بهلول  پښتانه شاعران په دربار کې ساتل او پالل  امیر کروړ او سلطان بهلول په خپله هم پښتو شعرونه لیکلي  کله چې د پښتون ابراهیم لودی  څخه د هند حکومت مغلو تر لاسه کړو نو تقريبا یو پیړۍ او څولسیزې وروسته خوشحال خان خټک چې د پښتو ژبې لیکوال او ستر شاعر وه  نو خپلې مورنۍ ژبې سره مینی دې ته مجبور کړو چې د مغلو پر ضد د تورې او قلم د لارې پاڅون وکړي که څه هم له درې نسلو څخه مغلوته وفادار پاتې شوي وه او نیکونو یې د مغلو د حکومت د پراخوالي او قوی کولو لپاره د نورو پښتنو سره ډېرې جګړې  هم کړې وي خو کله چې اورنګزیب خوشحال بابا بندی کړو نوخوشحال بابا  پوه شو چې د خپل قوم او پښتو ژبې د حاکمیت لپاره دمغلو پر ضد ودریږی او پښتانه خپلواکه کړی  خو په خپلو دې هڅوکې څنګه چې خوشحال بابا غوخښتل بریالی نه شو خو د  بابا ډېر لیکلي اثار  پښتنو ته پاتې دي  چې پښتانه یې   یوالی ، ملت جوړونې او پښتو ژبه علمي کیدو ته رابللي دي.

په معاصر ه افغانستان کې پښتانه واکدران او دهغو مورنۍ ژبه پښتو
احمد شاه بابا د سترې امپرطورۍ سره بیا هم  په ادبې برخه کې له  خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره مینه ښودلې د پښتو اشعار ویل او خپل هیواد سره د رښتنې مینې یادونه کړی بابا یو بت کې داسې وایې
د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د احمدا شاه بابا له وفات روسته په ۱۶ د اکتوبر ۱۷۷۲ کې تیمور شا درانی د لوی افغانستان واکمن شو نو پلازمینه یې د قندهار نه  کابل  ته نقل کړه دا چې تمیور شاه په مشهد کې زېږېدلی دی او په نا پښتنو سیمو   پنجاب او هیرات والی پاتی شوی وه د فارسی تر اثر لاندې تللی وه نو  د نادر شاه افشار سره چې کوم شعیه ګان او قزلباشان  د جګړو په دوران کې افغانستان ته راننوتي وو د کابل ، مزار شریف، هرات او قندهار کې ځای پر ځای شوی ول او روستی نسل یې افغاني هویت تر لاسه کړی وه د پښتنو واکمنو باور او عتماد نه په ګټه اخستلو د فارسي ژبې او ایراني فرهنک د پراختیا او پرمختیا لپاره یې دپام وړ کار او خدمت وکړ او په دې تر ډېره حده بریالي شول چې تر ننه پورې فارسي ژبه د افغانستان  حاکمه او د ضرورت ژبه کړې تر امیر شیر علی خان پورې  پښتنو واکمنو د پښتو ژبې د رسمي کولو لپاره کوم خاص کار وه نه کړو  امیر شېر علی خان په لومړی ځل د پښتو ژبې د رسمي کولو او پرمختګ کار پیل کړو هم د امیر شېرعلی خان د پاچایې په دوران کې عسکری تعلیم نامې یې په پښتو ژبه برابرې کړې  امیر  د هیواد د اکثریت ژبې پښتو د پالنې ، پرمختیا او رسمي کیدو ته ډېر لیوله وه خو دښمانانو وخت ور نه کړوچې هیواد د پردیو دپرهنګې ښکیلاک له زنځیرونو ازاد کړی له امیر شیر علیخان روسته د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د دفتر یوازنی ژبه فارسي شوه او له بل هر وخت څخه ډېره خپره شوه د امیر څخه روسته د هغه پاچا زوی امیر حبیب الله خان ته هم  دا په میراث کې پاتی شوه چې پښتو ژبه له  دفتر او دربار لری وساتي .

غازی امان الله خان چې د امیر عبدالرحمن خان لمسی او د امیر حبیب الله خان زوی وه  کله چې  پاچاشونو په دې فکر شو چې د ملي وحدت لپاره ضرور ده چې د اکثریت ژبه پښتو د هیواد ملي او رسمي ژبه شی په عملي توګه یې د پښتو ژبې د پرمختګ او حاکمیت لپاره کار پیل کړو قوانین او فرمانونه په پښتو لیکل کیدل پیل شول په لومړی ځل غازی امان الله خان په دې فکر شو چې باید ماشومانو ته تدریس په خپله مورنۍ ژبه کې شي. د پاچا محمدنادر خان په وخت کې محمد ګل خان مومند د هغه په اجازه په کندهار کې د پښتو انجمن بنیاد کېښود او د هغه ولایت دفتر ژبه یې په پښتو واړوله . دمحمد ظاهر شاه د پاچایې په وږده دوره کې د ځنې وزیرانو  او ولسي جرګې لخوا څو ځلې د پښتو ژبې د حاکمیت او رسمیت هسې وشوی چې پښتو هم په دفتر کې د فارسي ژبې سره په برابرانډول  وکارول شی خو د حکومت او د واکمنې کورنۍ د نه پاملرنې له امله د ا کارعملي نه شو چې اصلی علت یې دا وه چې د واکمنې کورنۍ د نه پاملرنې له امله د ا کارعملي نه شو چې اصلی علت یې دا وه چې د واکمنې کورنۍ د نوي نسل نږدې ټولو غړو پښتو نه شوه ویلای او فارسي ژبي شوي وه او خپله مورنۍ ژبه پښتو ورته پردۍ شوې وه او بل د هغه وخت د ولسي جرګې دلږکیو غړې د هغه مسودې خیلاف وه چې هر هغه مامور چې په فارسي او پښتو دواړو ژبو پوهیږی مقرریږی یو شمیر متعصبین په دې فکر شول چې فارسي ژبې خو په پښتو نه پوهیږی او پښتانه په دواړو ژبو پوهېږی کله چې هم د پښتو ژبې د رسمي کیدو خبرې کیږی نو متعصبه او فاشيسته ایران پلوه ډلګې چې په میډیا حاکمیت لري پر ضد ودریږی او کوم پښتون چې د سپیڅلې احساس له مخې غواړي خپلې مورنۍ ژبې ته خدمت وکړي د فاشیست او معتصب ټاپې پرې وهې چې ځینې پښتانه له دې ټاپې څخه دومره ډارېږي چې په کور کې هم په فارسي غږیږی چې نوی نسل یې فارسي ژبې شي د واک فونډیشن د سروې له مخې افغانستان کې نږدې نهه لس سلنه پښتانه فارسي ژبې شوي دي دشهید سردار محمد داود خان چې ځینو فارسي ژبې لیکوالانو د فاشیست او متعصب په نوم نومولی دی وه نه شو کولا ی چې پښتو رسمې ژبه کړی یوازی ملي ترانه چې د افغان او افغانیت نوم پکې کارول شوی دی هغه هم د شاعر لوړ احساس دی نه د شهید سردارمحمد داود . نور محمد ترکې هم خپل یو ناول په فارسي لیکلی وه، دهغه په وخت کې هم پښتو دفتر ته لاره پیدا نه کړه خو یو توپیر یې د پخوانۍ واکمنو سره دا وه چې ویناوې به یې په پښتو کولی او په لومړی ځل په ملګرو ملتونو هوانا کى کې په پښتو وینا وکړه . ببرک کارمل پښتو د دفتراو رسمیتو څخه لری وساتله او تعصب ته یې لمنه وهله د ډاکټر نجیت الله هم د پښتو ژبې د رسمي کولو ته کومه خاصه پاملرنه وه نه کړه خو دې دوهم واکمن وه چې ملګرو ملتونوکې په پښتو ژبه وینا وکړه خو دفتري ژبه یې نه کړه. د مجاهیدونو وخت کې شمال ټلوالې د پښتوژبې سره پوره تعصب ښکاره کړو ملي سرود یې هم په فارسي کړواو دفتر خو لا دپخوا څخه په فارسي وه غیر پښتنو ورنو ته ښه موقعه په لاس ورغلې وه چې دوې هم لکه د پخوانیو پاچاهانو چې پښتانه وه خو دفتر یې ټول په فارسي وه نو دوې که له تنګ نظری څخه کار نه وای اخستلې اودفتر یې په پښتو کړی وای نو پښتنو به فکرکاوه چې له پښتنو واکمنو څخه خو دوې ښه دې چې زموږ پښتو پالي خو دوې چې کله واکمن شو نو ویل یې چې د پښتنو څو سو کالوواکمني ته مو د پای ټکې کېښود دې ته وایې تعصب . د ظاهرشاه د واکمنۍ څخه تر ډاکټر اشرف غني پښتو ژبې ته یو څه خدمتونه هم شوی دي دا چې دفتر کې د فارسي سره په اڼدول برابره نه کارول کیږی خو په بانګ نوټونو لیکل کیږی ، ملي سرودونو په پښتو دي د پوهنې وزارت په نصابونو کې هم ځای لری .
د پښتو ژبې پرمختګ لارې چارې
1. لومړی باید په لر او بر کې پښتو د ضرورت ژبه شي یوه ژبه هغه وخت د ضرورت ژبه ګڼل کیږی چې د کار ژبه شی او روزګار ورسره وتړل شی او روزګار هغه وخت ورسره تړل کیږی چې د دولت او دفتر ژبه شی چې په  اداري کارونو کې ورته ضرورت وي .افغانستان کې یوازنی د ضرورت ژبه فارسي ده نو ځکه هر ترکمن ، اوزبک، پښتون ، پشیې ، نورستاني ، بلوڅ ، ټول مجبور دی چې فارسي زده کړی مګر فارسیوان مجبور نه دی ځکه چې  کار او اقتصاد فارسي ژبې  پوری تړلی دی. هر پښتون وزیر، معین، ریس ، مودیر اومامور لپاره اړینه ده چې خپله پښتوژبه  په حکومتي ادرو کې د کار ژبه کړی او که کوم پښتون حکومتی چاروکې دا کار نه کوی او د پښتوژبې د حق قرباني ورکوی باید دوهم ځل ورته پښتون ولس دکار موقع ورنه کړی.
2 . همداسې پښتونخوا کې د ضرورت او دفتر ژبه اوردو او انګلسي ده نوهلته  پښتانه مجبور دي چې اوردو او انګلسي  ژبوکې زدکړې  وکړي ځکه چې کار ورسره تړلی دی. که چیرې موږ پښتونخوا کې د دفتر ژبه پښتو کړو نو بیا به پښتتانه مور او پلار مجبور شی چې خپل اولادونه هغوښوونځيو ته ولیږي چې تدریس پکې په پښتو وي ځکه چې  دزکړود بشپړیدو وروسته به  دکار ژبه پښتو وي  نو ټول شخصي ښوونځي چې اوس تدریس په اوردواو  انګلسي ژبوکوي ډېر ژر به په پښتو شي اوس چې هرکال په میلونهاو پښتانه مورګانې او پلاران خپل اولادونو ته هر کال په میلیونو روپیوپه لګښت اوردو او انګلسي ژبو کتابونه اخلي نو ورته به د پښتوژبې کتابونو د نصاب په بیلا بیلو مضامینو کې پکار وي نو  د  پښتوژبې کتابونوته به د خرڅلاو لپاره ښه بازارپیدا شي  په رزګونو لیکوالان به په پښتو لیکلو پیل وکړي اوپښتوژبه  به له اداب او تاریخ سره سره د ساینس او ټیکنالوژی په ډګر کې  په ډېر لږ وخت کې چټک پرمختګ وکړی او د نوی عصر د غوښتنو سره سم به د پرمختیا په لورحرکت وکړی.

3. اوس چې کومو میډیاو ته لاس رسی لرو باید له دې لارې پښتنوکې د پښتونولۍ شعور بیداره کړو چې خپله پښتو ژبه د پښتنو په سیمو حاکمه او د ضرورت ژبه کړي ګنې اوس چې کومو پښتنو افغانستان کې خپله ژبه پرېښې او فارسي ژبې شوي او پښتونخوا کې اوردو ، سرایکي او هینکي ژبې  شوي دي که دا لړۍ همداسې  دوام پیدا کړي نو پښتو به د پرمختګ پر ځای له نورو ژبو روسته پاتې شي.
دپښتو ژبې د لا پر مختیا په هیله .
زه  وایم پښتنو ته
څوک داسې راته وایي چې بورا شعرونه ولیکه
د حسن انځورګره په ښکلا شعرونه ولیکه
د جهل دې تیارو ته د رڼا  شعرونه  ولیکه
د مستو نازنینو په مسکا شعرونه ولیکه
دې لراوبر پښتون ته د پخلا شعرونه ولیکه
تر اټګه یو افغان ته رهنما شعرونه ولیکه

دا څنګ پښتون رهبر دی د پښتو ژبې سوداکوي
بس دی چې په قدرت وي نو د ژبې څه پرواکوي
زه  وایم پښتنو ته د پښتو ژبې ساتنه کړئ
لیکل په پښتو ژبه دفترو کې کاراونه کړئ
لرغوني پښتو ژبه نوې عصر کې شامله کړئ
نودغې په مونږحق دې لراو برکې یې پالنه کړئ
نصاب کې یې ورګده دې پښتو  ته پام لرنه کړئ
نوزدکړې په پښتو کړئ د پښتو ژبې ستاینه کړئ
ايا شته داسې پاچا چې یې پښتو ژبه پاللې وي
فامیل سره ویلې هم یې ارګ ته رسولې وي
ولې دا هیواد به زمونږ جوړ بیا ګلستان نه شي
نو څوک به د فطرت دې ښکلاګانو ته حیران نه شي
او څنګ به د سپرلي له هر یو ګل سره خندان نه شي
ښه څوک به د ګلونو  په وږمو پسې راوان نه شي
نو څنګه  د لیلا په يو نظر به  بندیوان نه شي
ښه څنګه دا بورا د پښتو ژبې غزل خوان نه شي
نو راشئ له امونه تر اټګه یو افغان شو مونږ
نوبیا به واریثان داحمدخان افغانستان شو مونږ

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery