مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-05   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

د افغانستان پاکستان ستونزي حل نړيوال کنفرانس ته اړتيا لري .

حبيب الله غمخور
دډله ايزو رسنيو دخبر له مخې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي سبا جمعه د لومړي ځل لپاره په رسمي سفر کابل ته را ځي . سبا دهغه هيواد لمړی وزير کابل ته راځي چې نن یې پردانگان او پرون یې پر سرکاڼو تر ۳۰۰ ترزيات راکټونه فيرکړ ه . سرله اوسه وايم چي داسفر يو تشريفاتي اودتل پشان ناکام دي . زما له نظره دپاکستانی چارواکو تشريفاتي سفر زموږ ستونزه نسي حلولاي . سرله اوسه وايم چي داسفريوتشريفاتي اودتل پشان ناکام دي.داسي سفرونه زموږ اوپاکستان په اړېکو کي ډيرسوی،دکرزی شل سفره خو پر خپل ځاي پرېږدی،ولي پايله همدا يوه وه چي پاکستان دزبرځواکو په مټ کله مجاهد،کله طالب اودادی اوس یې داعيش را وړاندي کړي. پدې تگ اوراتگ زموږ تاريخي ستونزه نسي حل کېداې.که نړيواله ټولنه اوزبرځواک هيوادونه په رښتيا غواړي دترهگري اوانسان وژنې له افت نه خلا ص سي نو پاکستان ته بايد نۀ ووايي اودپاکستان سره دټولو اړېکو نه بايد لاس په سرشي . غيرله هغه دسيمې ټول اوسېدونکي چې شمير یې تر ۳۷۵ ميلونه اوړی داسي فکرکوي دا زبرځواک دی چې زموږ دښمن راته چاغوي ،مالي اومادي مرستی ورسره کوي ترڅوهغه دخپلو اودپردې شاته گټو ساتلو په موخه پدې اوهغه نوم داپروسه ژوندي وساتي.دنړی اوسيمي ټول اوسېدونکي پدې باوردي چې پاکستان يو څوک حمايه کوی ،ځکه خودټولو ناخوالو رېښه له هغه هيواد نه راټوکېږي. له نيوالو دولتی حاکمانونه دعام ولس غوښتنه داده چې دې دردونکی اوزورونکی سياست ته چې هره شپه مور اوماشوم په وينو لژند سهاروينو دپاي ټکي کښېږدي . دنړئ عام ولس داپوښتنه کوي ؟ ايا تاسو موږ ته دانسان په سترگه گورئ؟ موږ انسانان بولئ ؟ ستاسو پلاس ليک سوې اعلاميوچې نوم مو ورباندي دبشردحقوقو اعلاميه ،دماشوم نړيوال کنوانسيون ،دمور اوماشوم دساتنې نړيوال کنوانسيون اوداسي نور ايښی ،هغه ته درناوفی لرئ؟داڅوک دي چې ددې ټولو نړيوالو ميثاقونو اواعلاميو پرخلاف پوچی عمل کوي ؟؟؟ تاسو دملگروملتو دسازمان دويټو دحق لرونکي اوددې سازمان هر غړی بايد دنړۍ غوڅ اکثريت زورېدلی اوکړېدلي ولس ته چې شپه او ورځ کار کوی خو ارام ندي جواب وواياست .ايادبشرحقوقو ته درناوی پهمدې بڼه کېري ؟؟؟ بشريت دجگړو په اورکي سوځی خو چارواکي یې غولوي او ورته وايي صبر وکړه هرڅه به ښه سي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery