مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتين احتجاجونه؛ افغان ملاتړ ولې مهم دی؟

وحيدالله مصلح


وحيدالله مصلح
د معلم غبرګې پښې ماين ووهلې او پښتين چې د زرګونو ورکو پښتنو او زرګونو وژليو پښتنو غوسه او وير په کې راټول شوی وو نور يې د ماين دې قربانيانو ته خاموش نه شوای کتلی، هغه په يوه صبرناکه لاره تر اسلام اباده ورسېد، دغه تحريک چې په کوم لسګونو شمېر کې له کلي وتلی وو په زرګونو بدرګې اسلام اباد ته لاړ، هلته يې بيا پر ميدان د خپل درد زګيروي وکړل او نارې يې وکړې. نړۍ يې نارې واورېدې خو د پاکستان په خوب اچولې ميډيا همداسې خاموشه ترې تېره شوه.

افغانستان او کوزني پښتانه!
افغانستان چې د هند تر وېش وروسته د کوزو پښتنو د داعيو ملاتړ په کوم تسلسل په پاچاهيو، جمهوريت او کودتايي رژيمونو کې کې کړی، دا يو ځانګړی مبارزاتي فرهنګ او تسلسل وو چې د دغو ټولو نظامونو مشترکه ځانګړنه وه، خو دا تسلسل بيا د کابل له داخلي جګړو سره سم بند په بند مات شو، او ولې به نه ماتېده چې افغانستان په داخلي جګړو کې نړېده او د خپل وجود په اور کې سوځېده، او بيا له هغې مودې تر ننه افغانستان د سيال پر مقام نه دی درېدلی.
افغانستان په دا تېره اوږده موده کې داسې قيادت ونه مونده چې د ملي ارزښتونو او اصالتونو په ساتنې سره ځان د لويو قدرتونو سټراټيژيک ملګری کړي، په ځانګړي ډول په تېرو لسيزو او اوسني حالت کې افغانستان د يو سټراټيژيک ملګري پر ځای تر ډېره د مرسته اخېستونکي هېواد په توګه مطرح دی. که نه افغانستان د جيوپولېټېک موقعيت له نظره د دې وړتيا لري چې د سيمې او نړۍ د قدرتونو سټراټيژيک ملګری شي، خو له بده مرغه افغانستان تل د لويو قدرتونو تر منځ د حايل په توګه خپل مړ وجود ته وير کړی.

کوزني احتجاجونه او افغان ملاتړ!
افغانستان تر نزدې دوه نيمو لسيزو وروسته يو ځل بيا په نويو مصطلحاتو او ادبياتو کې د کوزنيو پښتنو قضيې ته ننوت، په دې مانا چې دا ځل (زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی) پر پرده نه و، دا ځل چې نړۍ بدله ده او حتی ملتپالې غوښتنې هم بدلې دي نو افغانستان د تره ګرۍ او ډيموکراټيکو ارزښتونو په پلمه د پښتنو قضيه حمايه کړه.
پوښتنه دا ده چې په دې حالاتو کې د کوزنيو پښتنو له مسئلو ننګه د افغانستان لپاره څومره منطقي ده؟ افغانستان چې په خپلو ستونزو او د خپلو زګېرويو په شور کې وران ايسار دی، ولې بايد په يوې بلې لويې قضيې کې خپله خبره ولري؟ او بيا چې دا خبره نه يوازې په پاکستان کې دقيقه تلل کېږي، بلکه دا هر څه پاکستان د خپلو هېواد په چارو کې څرګنده مداخله بولي!

کوزنی ملاتړ؛ تاريخي واقعيت او تسلسل!
د دې پوښتنو ځوابونه بايد په تاريخي واقعيتونو او ملي ګټو کې ولټول شي، د افغانستان تاريخي واقعيت دا دی چې دلته انګليس پر هند د خپلې واکمنۍ او پر افغانستان د يرغلونو په ټوله موده کې له افغانستانه زرخېزې زمکې او بحري لارې په زور غصب کړي، هغوی چې د ګندمک معاهده کوله او هغوی چې د ډېورنډ او وروسته بيا د پنډۍ تړون کاوه نو دا هر څه يې د هغه مهال اميرانو له مجبوريتونو استعماري ګټه اخېسته، کله په زور او کله په زر او رشوت د بې انډوله او ناسيالو حکومتونو تر منځ معاهدې کېدې او د افغانانو زمکې ترې شکېدې، په دې ډول نو افغانستان چې په تاريخي لحاظ يې زمکې پخوانيو باچاهانو انګليس ته پرېښودلې دا يې که د هغه مهال سخت مجبوريتونه وو، خو تاریخ يې په نهايت کې د يوه خيانت په توګه پسې ليکي. لويه بدمرغه دا هم وه، لويو قدرتونو چې افغانستان بفر او حايل منطقه کړه نو افغانستان په کې د انګليس او تزار او په بله مرحله کې د امريکا او شوروي تر منځ ايشېدلې سيمه شوه.
کله چې برېتانيه له هنده وتله او هند ويشل کېده نو افغانستان په کې د خپلې برخې تقاضا په خپلو حقوقي بنيادونو کې مطرح کړه. وروسته چې بيا کله د خان عبدالغفار خان تحريک په پاکستان کې ځپل کېده او هغوی به چې د هر تعدي وروسته افغانستان ته راتلل، نو دلته به هغوی مېلمانه نه وو بلکه هغوی به خپل کاله ته راتلل. سره له دې چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته کوزنيو قامپالو نه د لوی افغانستان او نه د ازاد دپښتونستان داعيه لرله، خو په همغه فدرالي سياليو او حقوقو کې افغانستان دوی حمايه کول.

احتجاجونه او زمونږ ملي ګټې!
د ملي ګټو په قضيه کې دا خورا مهمه ده چې د خپل تاريخي وجود له کوم حقه د ننګې موقع برابره شي، د بايللې خاورې او بحري لارو بنده غوټه په همدغسې قضيو کې پيېل شوې، افغانستان بايد د ملي ګټو په اډانه کې خپله تاريخي غوښتنه په نويو او مناسبو ادبياتو کې ژوندۍ وساتي، تر ټولو مهمه دا ده چې افغانستان به يو ورځ سيال شي، سيال افغانستان بيا کولای شي چې خپلې تاريخي دعوې څرنګه وګټي؟ که شته حکومتونه د سيال افغانستان تر مهاله لږ تر لږه ونه شي کړای چې خپلې دعوې تعميم کړي او بيدارې يې وساتي نو بيا خو به دا له خپل ماضي او خپلو ملي ګټو سره سخته ناځواني وي.
که افغانستان خپله تاريخي دعوه همداسې وړيا پرېږدي دا خو به خورا لوی تاوان وي، په وچه کې ايسار افغانستان خپلو سرچينو او خپلو اوبو ته رسېدل غواړي. کېدای شي يو وخت يو مسئول او پياوړی افغان حکومت په دې دعوه کې چنې ووهي او لاسته راوړنې ولري.
نو غني چې د کوزنيو پښتنو له احتجاجونو څرنګ ملاتړ وکړ، افغان ډيپلماټيکې سرچينې چې څرنګه په دې اړه فعالې شوې، زمونږ د هېواد د ولسي رايو او تقنين مرکزونو چې څرنګه د يووالي سرې خولۍ په سر کړې، او بېلابېلو سياسي او ټولنيزو شخصيتونو او بنسټونو چې څرنګه ملاتړ وښود، نو دې ټولو که په مقطعي لحاظ کوزني پرلتونه د پاکستان د رسنيو له خاموشۍ او ګوښېتوبه شور او عامېدنې ته راوويست او د نوي عصر د غوښتنو او حقونو په اډانه کې يې يوې قامي مسئلې ته نړيوال اورېدونکي او محراقونه پيدا کړل نو له بلې خوا يې د خپل هېواد تاريخي دعوه او ملي ګټه هم دغسې ورسره ژوندۍ وساتله.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery