مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مسلمان تګلاره

(عبدالله وردک)

انګلستان - اپرېل - ۲۰۱۸

 ګرانو او محترمو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې روغ، جوړ، او د نېکو کارو په کولو بوخت وی.
ګرانو لوستونکو!
د مسلمان تګلاره، الله(ج) د لمر په شان واضح کړېده، او هغه د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د الله(ج) د احکامو منل، په مسنونه طریقه د هغوی عملي کول، او د الله(ج) د رضاء لاسته راوړل دي، او بس. ځنو مسلمانانو وروڼو او خویندو، خپلو ځانو ته پخپل لاس ډېرې ستونزې پیدا کړیدي، ځکه چې دوی د الله(ج) د خوښحالولو پرځای د بندګانو خوښحالۍ ته کلکه ملا تړلې ده. دغه ډول وروڼو او خویندو، خپل ژوند ډېر سرګردانه او لالهانده کړیدی، او دوی یوې خواه او بلې خواه ته منډې وهي، او د یوه نفر او بل نفر په خوښحالولو کې شپه او ورځ لګیا دي. دغه ډول وروڼو او خویندو، خپل کار پخپله ځانونو ته ډېر سخت او ناممکن کړیدی. د اسلام تر مبارک دین قربان شم، چې د یوه مسلمان دنیوی تګلاره یې څومره آسانه کړېده. الحمدالله، ثم الحمدالله، چې الله(ج) په مونږه ستر نعمت کړیدی، او مونږه یې مسلمانان پیدا کړي یو. د مسلمانانو مسىٔولیت ښه واضح دی، او هغه یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء لاسته راوړل دي، او بس.
ټولو مسلمانانو ته په ډېرو څرګندو ټکو، لارښوونه شوېده، چې هر نېک کار د محمّد(صلی الله علیه وسلم) په طریقه اداء کړي. د هغو مسلمانانو ژوند چې غواړي، د الله(ج) پرځای د الله(ج) بنده ګان خوښحاله کړي، ډېر له مشکلاتو او بد بختیو څخه ډک دی. په اوسني وخت کې دغه خبره د هر مسلمان له خولې څخه اورېدل کیږي، چې الحمدالله، د مسلمانانو نفوس په ټوله نړۍ کې له یوه میلیارد وګړو څخه زیات دی، نو د یوه میلیارد وګړو خوښحالول به ډېر ګران او له امکانه لرې کار وي. نن سبا هر مسلمان، رقم رقم خیالات او غوښتنې لري، او هغه د تغیر په حال کې هم دي، چې دغه حالت د هغه ډول مسلمانانو وظیفه نوره هم له سختۍ سره مخامخ کوي.
که چېرې مسلمانان، په خپلو خبرو او ټولو دنیوي مسىٔلو او معاملو کې، د الله(ج) خوښحالۍ ته د بنده تر خوښحالۍ اولیت ورکړي، نو بې له شکه، دغه ټولې اوسنۍ جګړې او جنجالونه به ان شاءالله پای ته ورسېږي.
هېره د نوي، چې د الله(ج) د امر منل به د یو میلیارد وګړو د امرونو د منلو څخه ډېر آسانه کار وي. د الله(ج) د امر منل په مسنونه طریقه به ان شاءالله هر مسلمان، دده آخري هدف ته چې جنت الفردوس دی، ورسوي. اما، د الله(ج) د امر پرځای، د بندګانو د امرونو منل به یو مسلمان خپل مطلوب هدف ته هېڅکله هم ونه رسوي.
دیادولو وړ ده چې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو معنٰی، د الله(ج) د احکامو منل او د هغه عملي کول د محمّد (صلی الله علیه و سلم) په طریقه ده، او هغه به ورځنی ژوند ډېر خوندور او په زړه پورې کړي. هلته به ناحقه وژنه، بې عیزتي، بې ناموسي، بې انصافي، بې عدالتي، او ځورونه، هېڅ وجود ونلري.
د مثال په توګه: د افغانستان اوسنی حالت باید هېڅ افغان ته د منلو وړ نوي. په اوسني افغانستان کې د هېچا ژوند، مال، عزت او ناموس خوندي ندی، او دغه حالت هېڅ افغان د زړه له کومی نه شي منلی. د دغه موجوده بد حالت یو اصلی علت دادی، چې ځنو افغانانو په خپلو خبرو او د ژوندانه په کارونو کې د الله(ج) د رضاء څخه، د الله(ج) د بندګانو رضاء ته اولیت ورکړیدی.
همدارنګه فرض کړئ چې د اففانانو په یوه مجلس کې د ډېرو مختلفو نظرونو خاوندان برخه ولري، او هر یو مختلف نظرونه د یوې موضوع او د یوه کار د سر ته رسولو په برخه کې وړاندې کړي، نو که د مجلس کوم نفر د یوه چا د خوښحالۍ په خاطر د هغوی غلط نظرونه تاىٔید کوي، نو هغه نفر د ښه پوه شي چې هغه پدغه ډول پالیسۍ کې ناکام او هم ىٔې خپل آخرت خراب کړی دی.
د پام وړ ټکی:
هغه څوک چې په هر دنیوي کار کې یوازې او یوازې، د الله(ج) رضاء لاسته راوړل غواړي، هغوی ډېر هوښیار او کامیاب خلک دي، او دوی د اصلي مسلمانانو نمایندګي کولای شي، او هغه څوک چې د الله(ج) د رضاء پرځای د بنده رضاء غواړي، هغوی به هم په دین او هم په دنیا کې شرمنده او ناکام وي. نو د یوه مسلمان د پاره لازمه ده چې هغه په ټولو خبرو او دنیوي کارونو کې د الله(ج) رضاء، د بنده تر رضاء غوره وګڼي. که چېرې زیاترو افغانانو د الله(ج) رضاء ته اولیت ورکړی وای، نو زمونږه ګران افغانستان به پدغه اوسني بد حالت کې تر اوسه نه وای پاته شوای.
په پای کې د الله(ج) د لوی او بښونکي دربار څخه هیله کوم چې الله(ج) د زمونږه ټولو د الله(ج) رضاء او خوښحالي په نصیب کړي، او الله(ج) د نور دغه ځورېدلی ملت د تل له پاره له دغه بد حالت څخه خلاص کړي. آمین. همدارنګه، یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ سره دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلح راشي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery