For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
د ولسى جرګې ناسته د تړلو دروازو شاته جوړه شوه
دخپریدو نیټه  2006-05-30  م  خپرندوی : حقمل چا پي بڼه

کابل کې د پرونيو ناراميو ا وتاوتريخوالى د اصلى جرړو د څيړلو او په دې هکله دولسى جرګې د استازو ددريځ په اوړند نن ددغې جرګې ناسته د تړلو دروازو شاته جوړه شوه . خبرى رسنيو ته اجازه ورنه کړل شوه چې استازى يې په ناسته کې گډون وکړي .د ولسى جرګى يو غړى اودکابل پخوانى والى ملا تاج محمد مجاهد تيره شپه د طلوع ټلويزيون سره په مرکه کې وويل ، چې نوموړى دولسى جرګې غړي ، خيرخانه کې د ترافيکې پېښې له واقعى انځور څخه خبر کړل . ده وويل ، چې د پېښې په مهال ، دى په همغه سيمه کې وو. پرونۍ پېښه کې درنه مرګ او ژوبله او ډير مالى تاوان رامينځ ته شو .پوليسو ونشو کړاى هرڅه ته خپل کنترول لاندې راولي . نن دکابل ښار په څلور لارو کې د ملى اردو ځواکونه ځاى په ځاى شوي دي او ټينګ امنيتى تدابير نيول شوي دي .

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com