For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
حکمتيار دکابل پېښې ته پاڅون ويلي دى
دخپریدو نیټه  2006-06-01  م  خپرندوی : حقمل چا پي بڼه

د حزب اسلامى ګوند مشر حکمتيار له نامالوم ځاى څخه نن خبري رسنيوته د يوې ليکل شوې اعلاميې په استولوسره چې د نن ورځې نيټه پرې ليکل شوې ،کابل ښار کې د روان کال د غبرګولى مياشتې د اتمې نيټې د دوشنبې ترافيکى پېښې او تاتريخوالى ته د پاڅون نوم ورکړى اود اعلاميې له مخې يې (دامريکايى اشغالګرانو په ضديې د کابل مومن اوزړه ور ولس پاڅون ستاينه کړېده) . په اعلاميه کې راغلى ( چې صليبى اشغالګران څومره بېرحمه او وحشى دي ، وحشى او مستو امريکايانو ته دافغانانو وينې هيڅ ارزښت نه لري . په اعلاميه کې په ګوته شې ، (چې افغانان له اشغالګرو نه کرکه لري) .په اعلاميه کې ويل شوى (له اشغالګرو سره روغه جوړه نشى کيداى او نه دبهرنيو ځواکونو په شتوالى کې صلح او امنيت راتلى شي .)په اعلاميه کې د پاکستان ، ايران ، هند او دافغانستان د ننه يو شمير پېښوته هم ګوته نيول شوي او خپل دريځ يې د هغو په اړوند بيان کړي دي.

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com