مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-06-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملي شتمنیو پلورل دافغان ملت سره ستره جفا ده

انجينير سيد عبدالقادر

په افغانستان کی دامریکاواکداران غواړی چه یوه مصنوعی طبقه  جوړه اودهغي دلياری څخه د دولت څ خ په خپل لاس  کی ونیسی

انجينير سيد عبدالقادر
 که مو ږ دخپل    ګران هیو ادافغا نستا ن دځو سیز وتیرودولتو نوته ېعنی تر ١٩٩٢ کا ل پوری یو نظر واچووپه ښکا ره ډول معلو میږ   ې چه د ی دو لتو نو دخپلو% ٩٥ نا داروخلګو دښه ژوند ددجوړیدوپه نیت په اقتصا دی ستراتیژ ی کی ددولتی سکتور ودی اوانکشا ف ته دلم ړ ی توب حق ورکړ ی ؤو اوپد ی لیاره کی يي دخپلو خلګوپه ګټه ډیر ستر قد مونه اخستی و ه ځکه دادولتونه عملا دی  نتیجی ته رسید لی وه چه ددر یمی نړی هیوادونه تنها ددولتی سکتور دسالمی ودی اوانکشاف دلیار ی کولی سی چه دخپلو% ٩٥ ناداروخلګودژونداقتصادی سطحه لوړه اودهغوی دبیکاری اوبیکوری مشکلا ت حل اودښه ژوندامکانات ورته برابرکړی ولی دی دولتونوپه ځینوخاصوتولیدې، اقتصادی او تجارتی ساحوکی خصوصی سکتورونه ددولتی کریدیت ترو کولوپوری تشویقول چه په دی لیاره کی دولت دخلګوډیر رضایت ترلا سه کړیوو، ولی په نوروانکشافی لویواقتصادی تولیدی پروژوکی وخاریجی پانګوالوته تر%٤٩ ونډی اچولوپوری شرایط مساعدکړیوه اوترهغه ډیره يئ نه خارجی پانګوالو ته اونه هم داخلی سرمایدارانوته اجازه ورکول داځکه دولت په خپله٪٥١ونډه په دی پروژوکی اخیستله یعنی% ٥١ګټه  باید دمملکت عامه شتمنی ته تللیوای ددی سالم اقتصادی رشداوسالمی اقتصادی ستراتیژی له کبله دبډایواوناداروخلګوترمنځ داقتصادی فاصلی تفاوت مخ پرلږ یدوؤواوهم بایدوویل سی چه ددولتی اوخصوصی سکتو ونوترمنځ سالم اقتصادی رقابت هم خلګوته ا قتصادی اسانتیاوی داجناسوپه قیمتونوکی برابرولی چه ددی کبله دخلګورضایت ددولت څخه ورځ په ورځ مخ پرډیرېدوؤواوددولت توان مندی هم مخ پرډیریدووه ددولت په کلنی بودجه کی ددولتی سکتوردعایداتوونډه هم خاص ځای درلودلی اوددولت توان مندی قدم په قدم مخته تله مثلا د١٣٥٧کال دثوردم یاشتی د سیاسی تحول څخه دمخه دولت خپلوټولومامورینو،کارګرانو،اواجیرانوته دغذايئ موادودترلا سه کولودپا ه یوه کتابچه دکپون په نامه ورکول کیدل  چه ددی کوپون لرونکو کولا ی سوای چه په هره میاشت کی که ماموروی ٨سیره اوړه ٧kgغوړی - kg ٧بوره - یو kgچای اویومقدارصابون بیله پیسوواخلی ولی کارګرانواواجیرانودهمدغه مقدا نیم استحقاق درلودلی ولی د١٣٥٧کال دثوردسیاسی تحول څخه ورسته دمامورینواوکارګرانو،اجیرانودکوپون دم وادواستحقاق یودول سوو٠اوخلګوددولت ددی عمل څخه ډیره خوښی څرګنده کړه اوڅوکاله وروسته بیانورمواددهم دوغوکوپونی مغازودلاری څخه په ډیرتیت قیمت وهمدی مامورینو،اجیرانو،اوکارګرانوته عرضه کیدل چه دی عمل خپله دبازار د ټولو استهلا کی موادوپر قیمتونوخاص تاثیراچولی ؤوچه دا خپله ددولتی سکتوردعایداتویوه ثمره وه ٠چه دولت ته يئ دونه اقتصادی توان مندی ورکړی وه ٠چه دولت کولای سوای چه دونه پراخ اقتصادی کومکونه دخپلوخلګوس ه وکړی ولی دجامعی په مختلیفو عرصوکی هم دغسی دخلګوپه ګټه مؤثر قدمونه اخیستل کیدل ٠چه حتی په پرمخ تللوسرم ایۀ داری هیوادونوکی  هم وجود نلری که يئ قیصه ورته وکړی نه يئ قبلوی چه دولت دي دونه پراخ کومکو نه دخپلو خ ګوسره وکړی ٠ولی د١٣٥٧کال دثوردمیاشتی سیاسی تحول اودخلګوپه ګټه اقتصادی ژورتغیرات امریکااوغربی نړی داعمل دخپلوامپریالیستی ګټوسره په تضادکی ولیدی نويئ دشرمه ډکی مداخلی شروع کړی چه په نتیجه کي  يي زموږ په ارام ملک کی داورلمبی ولګولی اوافغانستان  دابرقدرتونودسیاسی سیالیودجنګ په میدان تبدیل سوچه په سل هاووز ه بی ګناه انسانان شهیدان ،دمملکت عامه شتمنی لوټ اوچپاول سول اوهغه ارام ژونديئ زموږدخلګوڅخه واخیست چه دالمبی تراوسه پوری په یوه اوبل شکل پاته دی اوزموږزوریدلی خلګ يئ قربانی کیږی ٠ولی په افغانستان کی د١١دسپتمبرڅخه ورسته امریکااوغربی نړی دطالبانودحاکمیت دچپه کولوسره سم دخپلوعصری قواووسره یوځای دغربی دموکراسی پاڼی هم زموږوګران وطن ته راوړی اوددی نوی دموکراسی مزایاوی هم زموږ خلګ ورځ په ورځ احساسوی اوبايدووايوچي په نړی کی د٢١قرن د ابر قدرتي دیوی نیمی لسییزی  خطرناکه وسعت طلبه چلنجو و ،  افغان روشنفک ان هم پر دروډلو تقسیم کړی دی ٠لمړی کټګوری هغه روشنفکران دی چه دې حالت سخت متا ثیر کړی اوخپله اصلی لیاره يي پری ایښی ترس اوویری اخستی چه مبادا دمقابل طرف سیاسی تاپه پر ونه لګیږی نويئ ځان ګوښه کړي اوتنها تماشا کوی چه په نړی او افغانستان کۍ څۀ تیریږی ولی بله کتګوری بيا هغه روشنفکران دی چه دښه ارام ژوند اودپیسو دلا سته راوړلو په منظور دسیا سی لوبی میدان ته ورداخل سوی دی ولی متا سفانه نه پوهیږی چه په دی بازی کی يئ وده ته څونه وخت ورکړی دی ٠دریمه کټګوری هغه روشنفکران دې چه دوی هم دنورو روشنفکرانو په څیر دخپل زوریدلی ملت په پیسو سواد زده کړی اومسلکی پوهه يي په لاس راوړی ده ولی نه غواړی دخپلوخلګواووطن په مقا بل کی نمک حرامی وکړی ځکۀ سعیه اوتلاش کوی چه خپلو خلګوته دهوښیاری اودقت څراغ ولګوی اوخلګ دجمعی رسا نيو دلاری په خپل تاریخی سالت پوه کړی چه دهمسایه مملکتونو دفریب اوچل په جالونوکی ځانونه بند نه کړی اوهم دنورودلاس آله نه سی هر څه باید دخپلوخلګو او وطن دپاره خوښ کړی اودهر خارجی مملکت سره دمتقا بل احترام اودوستی دلیاری دخپل مملکت سیاسی ،اقتصادی اواجتما عی پر مختګ ته پام واړوی ٠
افغان دولت ته چه اوس ډیر داسی شرایط اماده دی چه خپلوخ ګو ته دهوسااوارام ژوند شرایط برابرکړی ولی متاسفانه داسی اقتصادی ستراتیژی يئ مخی ته ایښی ده چه دهغی له م خی يي دملت ټوله شتمنی پربازارکړې اودهغوخرڅلاوته يئ لاس وراچولی دی چه داهم دامریکا او غربی نړی دغوښتونو سره سمه اقتصادی پالیسی ده چه د٪٩٥خلګوهرڅه باید خارجی پانګوالویا داخلی په نامه سرمایه دارانوته دډیر لږ یمت په مقابل کی ورکړی اویايئ دڅولسیسزو دپاره په ډیر لږ قیمت په کرایه ورکړی چه په دی جمله کی صنعتی تولیدی فا بریکی ٠زراعتی فا رمونه د٠نفت اوګاز فابریکی ٠بانکونه معدنونه ٠هوټلونه اوبیا وروسته تحصیلی موسسات ٠بنداوانهار٠ لوی لیاری اوداسی نور هغه څه چه دملت شتمنی بلل کیږی باید پربازار شی چه په نتیجه کی به ٥٪سرم ایداره مصنوعی طبقه په وطن کی جوړه او٩٥٪خلګ به دهغو ترظلم اواستثمار لاندی ژوند کوی په داسی حال کی چه زموږ په مملکت کی دملګروملتوداحصايئ له مخی چه په ١٣٥٧کال کی خپره کړی وه تقریبا٩٠٠مختلیف معدنونه چه لاس ندی و وړل سوی وجودلری ،چه په دې جمله کی داسی معدنونه هم سته چه په  نړی کی سیارئ نلری لکه زمردو،الماسو اوهم ده مند دولایت دخانشین په ولسوالی کی په پراخه اندازه دیورانیمو معدن چه نن دنړی په بازار کی دډیر قیمت وړګ ځیدلی دی نوکه دافغانستان دولت دخپلی                                                           
اری څخه دخارجی کمپنیوسره قراردادونه وکړی مملکت به څونه پرمخ ولاړسی اودخلګو دژوند اقتصادی سطحه به څونه لوړه سی ولی متا سفانه چه دولت نن پر بله لاره روان دی اودافغانستان یو تعداد چارواکی ددی اقتصادی پالیسی یعنی ددولتی سکتورونو دپلورولو سره ډیره علاقه نیولی اوډیر ژرژرپه دې لاره کی قدمونه اخلی داځکه چه یو تعداد چارواکوته په پلو رلوکی دډیر رشوت اواختلاص زمینه برابره سویده اوخپل ځانونه په اقتصادی لحاظ پوره کوی نن چه رشوت اواختلاص دمملکت په هر ارګان کی دقضا په شمول یومعمولی کار ګرځیدلی دی نو ددولت ټول چارواکی اوملت ناری وهی چه ددولت په اداراتو کی رشوت اواختلاص جاري دی، ولی هیڅ څوک تر اوسه پوری دعدل اوقضاومیز ته دحسا ب په خاطر ندی درول سوي ځکه نوهغه یو متل دی چه غل هم ناری وهی چه غل دی اودکورخاوندهم ناری وهی چه غل دی ولی غل نه نیول کیږی ، نو داسی چارواکی به دې زوریدلی ملت ته څه خدمت وکړی ځکه هروزیر پرخپله چوکی نا ست،لوکس موټر ورته ولاړ، با ډی ګاردان يئ یو اوبل طرف ته تل ورسره ولا ړوی چه داحالت يئ په خوب هم نه ولیدلی  ، ولی نن يئ لکه باز چه پر اوږه کښینستلی وې هر څه يي په اختیارکی دې ولی د ې وزیرانو په پنځوکالوکی ونه کړای سوای حداقل خپل تشکیل اکمال اولږترلږه % ٥٠خپل پلا نونه عملی کړی..    دملی دفاع وزارت په ٥ کالوکی ونه کړای سوای% ٥٠ خپل اردو اکمال کړی پر افغانی زلمیا نودحربی پوهنتون ، هوايئ پوهنتون اوحربی ښوونځی دروازی تړ لی دی اوامریکا اوغربی نړی ته ګوری چه هغه څه هدایت ورکوی په دې پنځوکالوکی يي ونه کړای سوای چه دخپل مشرتابه امنیت ونیسی دوطن دفاع خولاه ته پریږده دبرق وزارت په ٥ کلونوکی حتی دکابل ښار ته ونه کړای سوای چه برق ورکړی نور ولایات خولاپریږده د ویولاروجوړولومربوطه وزارت په سوومیلونه ډالره مصرف کړی ولی ټولی لاری په غیر مسلکی ډول جوړی کړی دی هغه ازم سنجول سوی دموټرانوسرعت اودخارجی فشارپه مقا بل کی دمقاومت طاقتونه په نظر کی نه دی نیول سوی خکه نو ډیر ژر دموټر انو دسرعت او وزنی فشار په مقا بل کی داستفادې څخه وځی نوداسی معلومیږی چه په دې پروژوکی په میلیونونو ډالره رشوت او اختلاص سوی دی .
 دمعدن وزارت هم  په خپلو خیالو نو کی غرق دې چه وچاته کوم معدن ،نفت اوګاز و کړی دتحصیلاتو وزارت خو دنورو پوهنتونونو دافتتاح اعلانونه خپره وی ولی داستادانودرک يئ معلوم نه دی کتا بخانه اودرسی لوازم خو لاهلته پریږده، دتصدیولوی ریاست خو ونه لیدل سول چه په دی ٥کلونوکی څو فا بر یکی بیا فعاله اوڅو کا رګران پکښۍ کار کوی ولی تنها ددولتی تصدیو په فروشاتويئ ځانونه مصرف کړیدی چه اصلايئ نوم باید ددولتی تصدیو دفروشاتو ریاست وبولو، اوروچي ټول وزارتونه اولوی ریاستونه په یوه اواز ناری وهی چه کاری ظر فیت وجودنلری باید ټول دولتی سکتور ونه وخصوصی سکتورونویعنی په خارجی اوداخلی په (نامه سرمایه دارانو)وپلو و چه دوی ته هم دسووملینو استحقاق ورسیږی چه وروسته دوظیفی تر سرته رسولو بیرته خپل پخوانی ادرس ته ولاړشی اوخپلی چړچی وکړی اوداغریب ملت دی نور هم وځوریږی ددوی پروانشته ځکه متل دی مځکه هغه سوځی چه اور پر بل وی دکابل دښاروالی ریاست هم په یوه مصاحبه کی چي دبی بی سۍ رادیو سره چه دمی ١٢کی وکړه دی ریاست هم دنورو وزا تونوڅخه په نقل اخستلو دکابل دښارنظافت او پاکاری غواړی وخصوصی سکتور ته ورکړی ځکه ویل يي چه موږ دا مالی ام کانات نه لروچي دکابل دښار څخه باید هره ورځ ١٦٠٠ټنه کثافت  ټول اودښاردباندي وغورځوو،ولی ښاروالی تنها ٦٠٠ټنه کولای شی نور توان يئ نه لری اوهره ورځ ١٠٠٠ټنه پاته کیږی دوی ویل چه تنها سږکال  يي٦ملیونه ډالره دتنظیف دموټرانودپاره تخصیص راکړی دی چه داهم کفایت نه کوی اوژورنالست ورته وویل چه دنورمملکتودښاروا انوسره خبری وکړی چه هغه کومک درسره وکړی چه دکابل ښارپاک شی ویل يي موږ به کوښښ وکړوپه داسی حال کي چه داښا وال په کارپوه سړی و،ولی دلوړی خواڅخه همکاری نه ورسره کیږی، نوپه داسی حال کی چه دولت ټول لوړ پوړي چارواکی هم په کابل کی کار اوژوندکوی داسی یوحالت دی . اوس داسی سوال پیداکیږی چه دایوتعدادچارواکی مسلکی پوهه نلری که دوطن سره احساس نه لری اوپه خپلو شخصی معاملوباندی مصروف دی .
خوپه دې ټولوصورتوکی قربا نی زموږ زوریدلی خلګ دی په داسی حال کی چه خصوصی سکتورونه هم دهمدی کاری ظرفیت چه په مملکت کی موجوددی کار اخلی نودولت کولای نه سی چه ډیر افغانان دهمسایه ملکونوڅخه دعوت کړی ؟ ولی داکارتراوسه نه دی سوی ؟ ولی تنها وزیر صاحبان اوم عینان غوښتل سوی دی ؟ ولی نور تر اوسه نه دی دعوت سوی ؟ چه دیوه دقیق پلان له مخی داکارسوی وای اکثره وزیرصاح بان هم خپله ورورځ تیره وی اودخپل اینده ښه اقتصادی ژوند په فکر کی دی چه بايد ددغه چانس څخه ا عظمی استفاده وکړی اوددی زورید لی ملت شتمنی څنګه په نوی عصری ډول چوراوچپاول کړی چه ددوی ددی کړونوڅخه په استفاده دو ایاتوچارواکی هم داسی چور اوچپاول جوړکړیدی همداعلت دی چه د خلګواعتمادپردولت                                                                          
 اوبین الملی ټولنی باندی کرارکرارصفر ته تقرر کوی او ددلت یوتعدادچارواکی دخپل اعتماددډیریدو یاکمیدوپرواهم نه لری ځکه دخپل وطن دابادی اودخلګودهوسايئ احساس نلری اوس ټولو افغانانوته داښه ثابته سویده اوکوم تهمت هم نه دی اوس نوپه نتیجه کی داسی سوال پیدا کیږی چه دافغانستان دولت حق لری چه دملت شتمنی دی پر خارجی سرمایدارانواوداخلی په نامه سرمایدارانوباندی وپلوری  ؟حتی که اوس دټول پوښتنی دلاری هم داکار وسی په حقوقی اوشرعی لحاظ مشروعیت نلری ځکه په وطن کی امنیت وجود نلری په محلا تو کی اوس هم جنګ سالاران حکومت کوی اوخارجی قواوی هم شتون لری خ ګ خپل نظر نه سی بیانولای ٠ ځکه نو دافغان ملت دشتمنیو دافروش اوخریدهیڅ نوع حقوقی اوشرعی مجاز نلری دافغانستان اینده دخلګو نماینده دولتونه کولای سی دافروشات بیرته منسوخ اعلان اودملت دشتمنیوجز وګرځوی ٠ ځکه نو په دی هکله با ید ټول وطن پر سته حقوق پوهان اووطن پرسته روشنفکران خپل نظر یا ت د جمعی رسا نيو له لاري وخ ګو او دولت ته ورسوی اوهم دافغانستان هغه وطن پرسته وکیلان چه وخلګو ته يئ دکار او خدمت وعده ورکړی ده او په دی فروش اوخرید کی سهم نه لری باید ددی غیری حقوقی اوغیر شرعی فروش اوخرید مانع وګر ځی ٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery