دخپریدو نیټه : 2006-07-28 مخپرونکئ : احمدجان ساحل
طالبان وايي۱۲ ائتلافي سرتيري يې وژلي
طارق نورزى
كه څه هم دائتلافي ځواكونو يوه ويانده تورن
جولي رابرج مني چي دهلمند په سنګين ولسوالۍ كي دوه ائتلافي سرتيرى ټپيان شوي . خو دطالبانو يو وياند قاري
يوسف احمدي د۱۲ ائتلافي سرتيرو دوژلو ادعاكوي .
قاري يوسف نن سهار بينوا ته وويل : طالبانوله يوه
پټن ځاي څه دائتلافي سرتيروپر ګزمې بريدوكړ چي په پايله كي يې ۱۲ برطانوي سرتيري ووژل شول اودوه دسورلۍ
موټر يې وسوځيدل .
قاري يوسف وړاندي زياته كړه چي دبرطانوي ځواكونو په ځوابي ډزو كي يو طالب هم وژل شوي
.