دخپریدو نیټه : 2006-07-31 مخپرونکئ : عُمر واحديار
طالبانو د ننګرهار پر والي د بريد مسئوليت په غاړه واخيست
د طالبانو وياند ډاكټر محم
دحنيف بېنوا ته وويل چي د ننګرهار پر والي ګل آغا شيرزي باندي د نن ورځي بريد د دوى له خوا تر سره سوى دى. نوم
وړي وويل چي د احمدبصير په نامه يو طالب چي د كابل اوسېدونكى و پر شيرزي باندي يې ځانمرګى بريد وكړ، او وايي
چي په بريد كي ۱۵ تنه پوليس او عسكر ووژل سوي دي. خو د كورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزى بيا دا خبره نه م
ني او وايي چي دا خپله د پوليسو په موټر كي مخكي له مخكي چاودېدونكي موادځاى پر ځاى سوي وه.
دا چاودنه نن له
غرمې مخكي هغه وخت رامنځته سوې وه چي شېرزى په ننګرهار كي د پخواني جهادي مشر مولوي يونس خالص د فاتحې څخه د
اوتو په حال كي و.