دخپریدو نیټه : 2006-07-31 مخپرونکئ : عُمر واحديار
طالب وياند د بېلا بېلو وژنو ادعا كوي
د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف وايي تېره شپه يې
د بغلان هوايي ډګر په BM12 توغنديو ويشتلى دى، خو له مرګ ژوبلي يې ځان ناخبره ښيي.
نوموړى زياتوي چي تېره شپه د
پكتيكاولايت د وازي خوا او ډيله ولسواليو ترمنځ د دوى پر يو مركز د امريكايايي او افغان پوځيانو له خوا بريد
وسو، چي سخته جګړه رامنځته سوه. او د يو كومندان په شمول يې څلور طالبان مړه سوه، دى وايي چي په دې جګړه كي يې
دوه تنه افغان پوځيان هم وژلي دي. ډاكټر حنيف وايي چي د پكتيكا ولايت د وازي خوا او ډيله ولسواليو تر منځ يې د ام
ريكايانو يو موټر په ريموټ كنټرول بم الوزولى او پكښي سپاره عسكر يې ټول وژلي دي. خو د نوموړي د دې ادعاوو په
اړه تر اوسه دولتي چارواكو او ايتلافي ځواكونو څه نه دي ويلي.