تېر کال ، ستونزې او د بېنوا د بري ا و غوړېدو کال
بېنوا په تېر يوه كال كې په ملي مسايلو كې د هېوادنيو ګټو د خونديتابه د مورچل په توګه رول ترسره كړى دى. هغوى، چې له دين، هېواد او ملي ګټو سره په ټكر كې واقع شوي، بېنوا يې پر وړاندې غبرګون ښوولى او په ولس كې يې شته جذبې را پارولې دي. بېنوا په تېر يوه كال كې د جنګي جنايتكارانو د بربنډتيا او محكمې ته د هغوى د را ايستنې په موخه يو لړ هڅې پيل كړې ....   نورتفصیل...

نذیر احمد سهار دبېنوا دکال غوره لیکوال

بېنوا انټرنیټ پاڼه دخپل مطبوعاتي یون دتیر کال په کاري بهیر کي د یوشمیر غوره لیکوالو او ددې پاڼي سره د څانګړي همکارانو دجملې څخه چي پروخت يې د خپل ملت د کړاونو په ژبه خپله ملي او وجداني دنده او مسؤلیت پرځای کړیدي تاند لیکوال او ژورنالیست نذیر احمد سهار د همدې کال غوره لیکوال نوموي ، سهار د بېنوا پاڼي د یو همیشني همکار په توګه  دهرډول کلتوري یرغل په وړاندي په خپل نوم او مستعارو نومو سلګونه لیکني کړي  او هم ئې دخپل ولس له دردونو،کړاونو او ستونزو ډک ږغ پروخت دبېنوا له لاري  په نړیواله کچه تر نورو رسولی دی. بېنوایان ښاغلي نذیر احمد سهار ته کوم مادي جایزه په لاس کي نه لري خو دمعنوي پلوه به ښاغلي سهارپه یو ستاینلیک ونازول شي . بېنوا انټرنیټ پاڼه هر کال دغوراوي لپاره د هیواد دژورنالیستانو ، لیکوالانو او فرهنګي فعالو څهرو څخه یو کس دکال دغوره لیکوال یا ژورنالیست په حیث غوره کوي تیر کال ددې پاڼي غوره لیکوال ښاغلي نعمان دوست و . (اداره )

ډاکتر عبدالجبار جبارخیل   د افغاني ځوانانو ټولنې له خوا د مبارکۍ پیغام
واقعآ چې پخپل تيرشپږكلن عمركي چې په علمي اوادبي لحاظ تاسودپښتنو اوپښتوژبې کوم خدمت کړی د ستایلو وړ دی . دا چې بینوا ویبپاڼه د بریښنايي رسنیوپه کتارکې یوغوره مقام لاس ته راوړی ستاسو د زیار او کوښښ نتیجه ده .
داودجبارخیل   دبينواويبپاڼي شپږم كليزي مومبارك شه
بينوا ويبپاڼي پخپل تيرشپږكلن عمركي خپلوټولوهيوادوالوته په هره برخه كي ريښتني معلومات وركړې بينوا وېبپاڼه داسې يوه بډايه وېبپاڼه ده چې هر افغان پرې فخر کوې دبینوا خدمت به هیڅ کله هم څوک هیر نکړی
محمد امین کټوازي   کلیزه مو نیکمرغه
نن زما د پاره بینواپاڼه د کور ورځپاڼه حیثت لري هر سهار چه کار ته ځم یو ځل بینوا ګورم او د افغانستان د تازه خبرو نه ځان خبره وم .تر ډیره پوری د کمپوټر ستونزي د بینوا له لاري له منځه وړم ، اسلامي نا حل سوالونه د بینوا په پاڼه کی لټوم
ډاکتر ثریا خادم   خالدجانه تاسو او ستاسو ټولو کارکونکو ته مبارکي
هیله منده یم اولوی څښتن ته ددعالاس پورته کوم چې دا د ټول پښتون ځلانده شمع تل تازه او نوره هم دومره وځلوې چې دټول لوی افغان بچي بچي اوکور کوریې په رڼاشی،
عبدالله جان ملتیار   دبېنواپاڼي دکاليزي مبارکي وايم
بېنواويپاڼه هراديب اوادب مينه وال يوه هنداره ګڼي ،اوپه ځانګړې توګه په جنوبي پښتونخواکښي خوبيادومره کتونکي اولېدونکي لري چي سړی تصورهم نشي کولای،او يقينآ چي داټول ستاسو نه ستړي کېدونکوهڅو اوپرله پسې کاراوزياربرکت دی
محمد داود وفا   د بېنوا ويب پاڼې کليزه مو مبارک شه
موږ پوهېږو چې بېنوا ويب پاڼه څومره د افغانانو په زړه کې ځاى لري هر کله اورم چې کتونکي تر ټولو تازه خبرونه په همدغه ويب پاڼه کې ګوري. خداى دې وکړي چې دا ويب پاڼه هماغسې چې ژمنه ده،
ګل رحيم نيازمن   په کندوز کي دپسرلي ادبي ټولني دمبارکي پیغام
بېنوا پښتو ويبپاڼه د هيواد او نړۍ په كچه د لر او بر پښتنو لپاره د معلوماتو، خبرونو او څيړنو يواځينۍ منبع ده، تر اوسه كوښښ شوى چې په دغه پاڼه كې د هيواد خبرونه او نورې څيړنيزې ليكنې د لوستونكو خدمت ته وړاندې شي،
حسن بيژن   !بينوا د افغان اولس د سپيڅلو ارمانونو او لاس ته راوړنو هندار
 دا افتخار اوس د بينوا ويب پاڼي ډيرو سرښندونکو چلوونکو ته په برخه دي چي د شپږو کلو راپدي خوا د بينوا د سپيڅلو ارمانونو په پلو پل ګږدي او په وياړ سره دافغان اولس په چوپړ کي شپه او ورځ کار او زيار ګالي.
جاويداحمدوفا   دبينواويبپاڼي دكليزي مومبارك سه .
بينوا ويبپاڼي پخپل تيرشپږكلن عمركي خپلوټولوهيوادوالوته په هره برخه كي ريښتني معلومات وركړي .دبيوزلوږغ يي ترمسؤلو چارواكوپوري رسولي .
احسان الله مومند   كليزه مو مبارك!
بينوا وېبپاڼه داسې يوه بډايه وېبپاڼه ده چې بايد هر افغان پرې فخر وكړي او هر افغان د خپل وس په اندازه مرسته او همكاري ورسره وكړي. د دې دپاره چې له دې فرهنگي ډگر سره مرسته له افغاني فرهنگ سره مرسته ده.