![]() |
![]() |
||
|
بېنوا داووم خپرنیز کال په درشل کې
بېنوا په انټرنیټي نړۍ کې د پښتو ژبي د پيژندګلوۍ وسیله ده
– کلات له هرڅه وړاندي درنو لوستونکو ته خپل سلامونه او د بېنوا د کلیزي له امله مبارکي او ژورې پیرزوینې وړاندي کوم له تېرو څو کلونو راهیسي د خداي په فضل د انټرنیټ په نړۍ کې پښتو هم ښه ځای نیولی اوس لسګونه حتی سلګونه پښتو انټرنیټ پاڼې او ویبلاګونه سته چې دا د تخنیک او بریښنا په نړۍ کې د پښتو او پښتنو لپاره یو ښه خبر او پرمختګ دي. په انټرنيټ کې پښتو پیل له بېنوا پاڼې څخه وسو چې وروسته بیا د بېنوا د ادارې په مرسته او په خپلواکه نورې پاڼې هم رامنځته سوې چې اره سرچینه يې بېنوا وه او ده، د بېنوا د مشر او زیارکښ ځوان خالد هادي په نه ستړکیدونکو هڅو او بېنوا د سیمه ایزو همکارانو د مرستو او همکاریو په نتیجه کې نن بېنوا د پښتنو لپاره یوه پراخه خبري، معلوماتي،دیني، مذهبي، کلتوري، ټولنیزه او هر اړخیزه پاڼه ګرځیدلې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میشت پښتانه ورڅخه زیاته ګټه اخلي. که څه هم د بېنوا هر برخه خپل ځانته لوستونکي او مینه وال لري خو زه پخپله د بېنوا د (نړیوالو مطبوعاتو ته کتنه) برخه ډیره لولم چې په زړه پوري او له مالوماتو ډک رپوټونه او ژباړې پکي خپریږي، همدارنګه د اسلامي مالوماتو برخه هم د خپلې دنیوي او اخرتي ښګیڼو لپاره لولم. بېنوا په رښتنې توګه پښتانه له حقایقو خبروي او تل يې د افغانستان او افغانانو له مذهبي او ملي ارزښتونو څخه پر وخت او مناسبه دفاع کړیده او کوي يي. په تیرو څوکلونو کي بېنوا ډیر داسي حقایق، دردونه او رازونه راسپړلي چي تردې مخکي يي هیڅکله هم چا د راسپړلو جراَئت نه وکړی. زما په نظر که د بېنوا مسوولین په پاڼه کې ږغیزې برخې ته خپل پاملرنه لږه زیاته کړه، د پاک قران او حدیثو د تفسیر، ترنم، د علماو، سیاست پوهانو او نورو مهمې او ګټورې ویناوې ته په پاڼه کې ځاي ورکړل سي نو ددې ترڅنګ چې د بېنوا لوستونکي به ډیر سي د لوستونکو او اوریدونکو لپاره بېنوا د یوه ږغیز ارشیف بڼه هم خپله کړي. له ټولو پښتنو او افغانانو څخه هیله من یم چې د بېنوا پاڼې په لا بډاینه کې خپلې مرستې ونه سپموي. بسم الله پښتون مل |