محمد ظاهرشاه د افغانستان وروستى پاچا و، چې له ١٩٣٣ کال څخه يې تر ١٩٧٣ کال پورې واکمني کړې ده. محمد ظاهر د ١٩١٤ کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه د محمد نادرخان په کور کې و زېږېد. هغه ١٥ کلن و، چې پلار يې د حبيپ الله کلکاني( بچۀ سقاو) واکمني پاى ته ورسوله. د محمد ظاهر مور ماه پرور بېګم او مېرمن يې ملکه حميرا وه، چې پر ٢٠٠٢ کال په روم کې په حق ورسېده او مړى يې کابل ته راولېږدېد.
د پلارمړينه:
محمد نادرشاه د ١٩٣٣ زکال د نومبر په اتمه نېټه په کابل کې د فوټبال د يوې لوبډلې غړو ته د جايزو د وېش پرمهال د يوه هزاره توکمه زلمي عبدالخالق د تومانچې په ډزو ووژل شو. ظاهرشاه د خپل پلار د مړينې پرمهال ١٩ کلن و.
د پاچا واکمني:
محمد ظاهر د پلار تر مړينې وروسته د ١٩٣٣ کال د نومبر په اتمه نېټه د افغانستان د پاچاهۍ پر ګدۍ کښېناست. هغه دغه مهال ١٩ کلن و او د واک ډېرى چارې يې ترونو پر مخ بېولې. د ظاهره شاه د واکمنۍ پرمهال افغانستان سوکاله او غلى و، د تېرو او را وروسته کلونو په څېر په افغانستان کې هيڅ جګړه ونه نښته. په دوهمه نړيواله جګړه کې يې د افغانستان بې پريتوب وساته. ظاهرشاه پر ١٩٦٤ کال د هېواد نوى اساسي قانون خپور کړ. دغه قانون د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ٢٠٠١ ز کال کې د پاچاهۍ د اړوندو توکو په لرې کېدو سره د افغانستان لنډمهالى اساسي قانون وګڼلاى شو. ظاهرشاه د افغانستان د مډرنيزه تابه لپاره پر سياسي، اقتصادي اصلاحاتو، ډيموکراټيک قانون جوړوونکي سسټم، پرمختتلې پوهنې، ښځينه زده کړو او پوهنتون جوړونې لاس پورې کړ.
پر پاچا نيوکې:
په همدې ترڅ کې د محمد ظاهر شاه مخالفان د هغه نږدې ٤٠ کلنه واکمني تور پېر بولي او پخوانى پاچا په ناسم اقتصادي مديريت تورنوي. پر هغه دا نيوکې هم کيږي، چې پر واک يې منګولې تينګې کړې وې او مهمې څوکۍ يې د خپلې کورنۍ غړو ته ورکړې وې، خو دا هغه څه دي، چې د سياسي چارو ډېرى نور شنونکي يې د هغه د مثبتو چارو پر وړاندې کمزورې بولي.
د پاچا جلا وطني:
پر ١٩٧٣ کال،ظاهرشاه په ايټاليا کې و،چې لومړي وزير او دتره زوى يې (شهيد سردارمحمد داوودخان) سپينه کودتاپرې وکړه. پاچا بېواکه کړاى شو او د شاهي نظام په پاى ته رسولو يې د ولسمشرۍ اعلان وکړه. سوله خوښ ظاهرشاه دغه مهال په روم کې د خپلې سترګې درملنه کوله، خو خپله بېواکي يې ومنله. پخوانى پاچا ٢٩ کاله په ايټاليا کې په جلاوطنۍ کې تېر کړل او د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال يې افغانستان ته د راتګ اجازه نه درلوده. ظاهرشاه د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان جهاد پر مهال د محاذ او نجات ملي جبهې ملاتړ کاوه.
د پاچا راستنېدنه:
ظاهرشاه د ٢٠٠٢ کال په اګست مياشت کې د طالپانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته بېرته کابل ته راستون شو، چې د لنډمهالي حکومت لپاره پېړنۍ لويه جرګه پرانيزي. په لويه جرګه او د افغانستان په اساسي قانون کې هغه د ملت بابا ونومول شو او د عمر ترپايه يې د ولسمشرۍ ماڼۍ د استوګنځي په توګه په واک کې ورکړه. هغه په ټولو مهمو مراسمو، د ولسمشر د لوړې په مراسمو، پارلمان او .. کې يا پخپله ګډون کاوه او يا به يې پيغامونه ور استول. د ٢٠٠٧ کال په جنوري کې د هغه د ناروغۍ خبرونه خپاره شول او وروسته دا ګونګسي هم دېر شول، چې پاچا مړى شوى دى.
د پاچا مړينه:
نن د جولاى پر ٢٣ مه نېټه له ارګ نه د ملت د بابا محمد ظاهرشاه د مرګ خبر خپور شو. هغه له ډېرې مودې راهيسې ناروغ و او دغه ناروغي يې نن په مرګ پاى ته ورسېده. د پاچا مرګ د هغه د پلويانو لپاره ښايي بې اغيزې نه وي، خو په ټوله کې پاچا او ولس په دې څو لسيزو کې يوله بله سره لرې شوي وو. د ملت د بابا مرګ پر داسې مهال پېښيږي، چې په افغانستان کې حکومت ، جرګه او نظام ټينګ شوى او کومې تمې او هيلې ، چې په هغه پورې تړلې وې تر ډېره بريده پرځاى شوې دي. هغه په طبيعي مرګ وکوچېد او ښايي دغه کوچېدنه پر روان سياسي بهير دومره اغيز ونه کړي. (اروا يې ښاده )
دغه ليکنه له دري ويکيپديا نه په ګټه اخستنه چمتو شوې ده.