For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
محمدظاهرشاه او ٧ لسيزي سياسي حضور
دخپریدو نیټه  2007-07-23  م  خپرندوی : عُمر واحديار چا پي بڼه

ليکوال: جمال الدين موسوي

ژباړن: عمرواحديار

 

محمدظاهرشاه هغه نوم دئ، چي د افغانستان په سياسي ډګر کي تر ٧٠ کاله ډېر مطرح و، هغه د ژوند په آخرو کلونو کي تر درو لسيزو وروسته د خپلو پلويانو په تاوده هرکلي افغانستان ته راستون سو. او د امريکا او د هغوى د متحدينو په ملاتړ يې لويه جرګه افتتاح کړه.

جرګې تر ٣٠ کلن جنګ او سياسي ګډوډيو وروسته حامد کرزى د افغانستان د انتقالي حکومت جمهور رئيس ونوماوه، وروسته ښاغلي کرزي انتخابات هم وګټل او د افغانستان جمهور رئيس غوره سو.

 

زېږېدنه:

محمدظاهر په ١٩١٤ ميلادي کال د لومړي نړيوال جنګ په درشل کي د افغانستان تر خپلواکۍ څو کاله دمخه په کابل کي وزېږېد.

هغه له بي بي سي سره په يوه مرکه کي د خپل ماشومتوب په اړه ويلي وه چي پر شاهي ژوند سربېره له سختيو او کړاوونو سره هم آشنا و، دا ځکه چي پلار يې محمدنادر تر واکمنۍ دمخه پوځي سپاسالار و او د کورنۍ په چارو کي سخت ګيره و.

ده وويل په دې کلونو کي يې د کورني ژوند سطحه د حکومت د يوه عادي مامور تر ژوند لوړه نه وه.

د محمدظاهر په وينا په ژوند کي يې محسوس بدلون په ځواني کي فرانسې ته تر سفر وروسته رامنځته سو.

((هغه وخت ډېر حيران سوم چي فرانسې ته د تګ پر مهال مي تونل، سمندر، کښتۍ او د ممبيى غوندي غټ ښارونه وليدل.

په فرانسه کي د هغه هيواد د پارلمان د وکيل په کور کي اوسېدم، چي هلته د ديموکراسۍ په ارزښت وپوهېدم، د اروپايي آثارو مطالعه مي شروع کړه او د فرانسې له خلګو، هنرمندانو او د دې هيواد له موسيقۍ سره روږد سوم)).

 

د پلار ځايناستئ:

محمدظاهر ١٩ کلن و چي پلار يې محمدنادرشاه ووژل سو، ده به ويل تر دې پېښي وروسته د ولس په غوښتنه د واک پر ګدۍ کښېناست، خو ځيني تاريخ ليکونکي وايي چي د محمدنادر وروڼو د خپل منځي اختلاف د مخنيوي په خاطر د محمدظاهر پر پاچاهۍ سلا سره وکړه.

همدا علت و چي محمدظاهر د افغانستان پاچا اعلان سو خو د هغه په ٤٠ کلنه واکمني کي پوره درې لسيزي اصلي واک د هغه د اکا ګانو محمدهاشم خان، شاه محمود خان او د اکا د زوى محمدداود خان په لاس کي و.

ځيني تاريخ ليکونکي وايي چي د ده د واکمنۍ ډېره برخه په داسي استبدادي نظامونو تېره سوه، چي د حکومت سيمه ايزو حاکمانو پر قومي او مذهبي لږکيو باندي ظلم او جبر يو دود ګرځولى و.

له دوهم نړيوال جنګ وروسته چي د سړې جګړې سياسي رقابتونو د افغانستان لمن ونيول په دې هيواد کي د چين او شوروي له کيڼ اړخو پلويانو رانيولې تر جمهوري غوښتونکو او سخت دريځو اسلامپالو پوري مختلفو ډلو سرونه را پورته کړل.

د کابل پوهنتون پخوانى استاد قاسم افضلي وايي هغه وخت چي د ظاهرشاه د اکا زوى محمدداود په ١٩٦٣ کال له صدارت څخه استعفاء وکړه د لومړي ځل دپاره پاچا د مملکت اداره په لاس کي واخيسته.

 

په حکومت کي د شاهي کورنۍ ونډه:

ښاغلى افضلي وايي: ((تر ١٩٦٣ کال وروسته د پخواني پاچا تګلاري تغير وکړ، د هغه يوه له تر ټولو عمده هڅو د شاهي کورنۍ او حکومت جلا کول وه. دا په دې معنا چي وروسته شاهي کورنۍ په سياسي چارو کي لږ لاس درلودئ.

هغه هڅه کول چي د افغانانو په ګټه د منتخبو صدراعظمانو راتګ ته لاره هوراه کړي، چي تر دې مخکي به معمولاً صدراعظم له شاهي کورنۍ څخه ټاکل کېدئ)).

همدا علت و چي محمدظاهر د لومړي ځل دپاره له شاهي کورنۍ څخه دباندي کس ډاکټر محمديوسف د صدراعظم په توګه انتخاب کړ، تر هغه يو کال وروسته اساسي قانون تصويب سو، چي د پاچا او شاهي کورنۍ قدرت يې محدود کړ.

په دې کلونو کي افغانستان د سړې جګړې له دوو قدرتونو امريکا او شوروي سره په فرهنګي، سياسي او اجتماعي اړېکيو کي زياتي ستونزي درلودې.

که څه هم له ګاونډي هيواد اېران سره د هلمند د اوبو د وېش پر سر سل کلن اختلاف له اېراني لومړي وزير امير عباس هويدا سره حل سو، خو له پاکستان سره د پښتونستان شخړه هماغسي پاته سوه.

 

د پاچاهۍ پاى:

د ١٩٧٣ د جولاى پر ١٧مه چي محمدظاهر اېټاليا ته په سفر تللى و، د کابل راډيو د پخواني لومړي وزير محمدداود خان وينا له پوځي مارشونو سره يو ځاى داسي نشر کړه:

((ګرانو هيودوالو!  تاسو ته زېرئ درکوم چي نور په افغانستان کي شاهي نظام له منځه ولاړئ او پر ځاى يې جمهوري نظام چي د اسلام د مقدس دين يو اصل دئ رامنځته سو)).

په دې ډول په افغانستان کي ٢٠٠ کلن شاهي نظام په يوه سپينه کودتا بېله ويني تويوني پاى ته ورسېد او پر ځاى يې جمهوري نظام رامنځته سو.

محمدظاهر تر خپلي واکمنۍ وروسته پر افغانستان د نهو نورو واکمانانو د حکومتونو شاهد و، هغه هم داسي چي هر يوه له بل څخه په زوره حکومت اخيستئ، او په لږ وخت کي له هغوى ځني درو تنو د قدرت پر سر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ظاهرشاه په اېټاليا کي شاهي نظام لغوه کړ او هر وخت يې ويل چي د تاج او تخت د ترلاسه کولو نيت نه لرئ:

((زه په ډاګه وايم چي د شاهي نظام د رامنځته کولو په سوچ کي نه يم، او زما تر ټولو ستر ارمان افغان شريف ملت ته خدمت کول دي)).

 

 د ګډوډيو کلونه:

د ظاهرشاه تر سلطنت وروسته افغانانو له جمهوري څخه نيولې تر کمونيستي او په نړيواله کچه تر اسلامي بنيادګرايي نظامونو پوري د راز - راز حکومتونو ناکامي تجربې وکړې.

البته په ټولو کلونو کي چي پخوانى پاچا په روم کي و، د افغانستان سياسي حالات يې څارل او هر وخت يې د مختلفو پېښو په اړه اعلاميې صادرولې.

د شورويانو له وتلو وروسته چي مجاهدين د کابل د مرکزي دولت پر ضد جنګېدل محمدظاهر په افغانستان کي د لويي جرګې د جوړېدو وړانديز وکړ.

هغه وويل:

((د افغانسان د راتلونکي په اړه يوې داسي اضطراري لويي جرګې ته اړتيا ده چي د ټولو قومونه او سيمو ذهنيتونه تمثيل کړي، اميد دئ چي پخوانيو تجربو ته په پام سره له دې لاري د وينو تويوني او خپل منځي جګړو مخنيوى وسي)).

 

د طالبانو سقوط:

د ظاهرشاه پورتنى نظر په نړۍ کي تر دوو سياسي زلزلو (د شوروي اتحاد تر ړنګېدو او د سپټامبر د ١١مي تر پېښو) وروسته د توجه وړ وګرځېد. دا نو هغه وخت و چي امريکا د طالبانو حکومت د خپل ځان په وړاندي وليد.

آخر د طالب نظام تر ړنګېدو وروسته يو په بل پسې دواړي لويي جرګې د محمدظاهر شاه په وينا افتتاح سوې چي يوې يې انتقالي دولت ته رايه ورکړه او بلي نوى اساسي قانون تصويب کړ.

محمدظاهر شاه د خپل ژوند په وروستيو کلونو کي بيرته هغه ماڼۍ ته راوګرځېد چي ٣ لسيزي وړاندي ځني ايستل سوى و. هغه تر مرګه په داسي حال کي د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې سبا کړې چي په افغانستان کي د نوي انتخابي حکومت او د پارلمان تر جوړېدو وروسته، د تاريخ کي يو نوى باب پرانيستل سوى دئ.

 

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com