For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
كندهاريان د ملت د باباپه مړينه خواشيني دي (راپور)
دخپریدو نیټه  2007-07-23  م  خپرندوی : عُمر واحديار چا پي بڼه

 

داچي د ملت بابا تېره ورځ سهارله دې نړۍڅخه سترګي پټي كړې نو ورسره سم نه يوازي په دولتي كچه بلكي په ولسي كچه هم په ټول هيوادكي خلګوپه دې ملي ماتم كي ونډه اخيستې ده اوپه هرمجلس كي پر همدغه موضوع باندي خلګ خبري كوي اوخپل ځان په دې ماتم كي شريك بولي .
كندهاريان چي د ملت له باباسره ډېره مينه لري په دې اړه ډيره خواشيني دي اود ده مړينه د ټول هيواد لپاره نه جبرانېدونكې ضايعه بولي .

امان الله (اڅكزى) د كندهار يو تن سوداګر دى، نوموړي په دې اړه د خواشينۍڅرګندولو تر څنګ راته وويل:(( بابا زموږ يو مهربان پاچا ؤ د ده د واكنۍپرمهال په ټول هيوادكي كراره كراري وه او ټولوخلګوپه يوې ارامي اوكراري فضاءكي ژوندكاوه ،ترټولولادامهمه وه چي هيڅكله چانه سمت خبره كول اونه يې دژبي اورنګ په اړه څه ويل يعني په ټول هيوادكي ملي وحدت داسي ټينګ ؤچي اوس هغسي حال راوستل ډېروخت غواړي . ))

معلم عبدالكريم چي داوخت د كندهار په شپږمه ناحيه كي اوسي په دې اړه وايي: (( زه په هغه مهال كي هم ښوونكى وم خو تاسو باور وكړى چي يوه ښوونكي دونده درناوى درلودچي اوسمهال يې تصورهم ګران كاردى ځكه چي په هغه وخت كي د دولت ټولي ادارې جوړي اودولت پوهيدى چي يومعلم ،يوماموراويو…څونده قدرلري . ))

پينځوس كلن عبدالواحدكاكوچي اوس په شاه بازاركي دوكان كوي هم دهغه مهال كيسې كوي اووايي چي : (( زماښه په ياددي اوتكړه ځوان وم چي  دجشن په شپواوورځوكي به ترسهاره پوري ګرځيدودونده څوك نه ؤچي زموږڅخه دي پوښتنه وكړي چي ته چيري ځې ،ياڅه كوې ؟؟ اوس خوچي ماښام سي بياځان كورته رسوځكه بېريږو. دده په اندهغه وختونه دټولوافغانانولپاره يوطلايي وخت ؤ،الله دي دظاهربابا سره ښه وكړي خلګ يې پركراره كړي وو .)) ديادوني وړده چي : د افغانستان پخوانى پاچا محمدظاهرشاه پرون سهارپه کابل کي د ٩٣ کالو په عمر له نړۍ څخه په داسي حال كي وکوچېدى .چي دمړيني  دخبرپه اوريدوسره يې گڼ شميرافغانان خفه  اوخواشيني سول اود افغانستان له ډيرولري پرتوسيموڅخه د ملت دبابادجنازي په مراسوكي دګډون لپاره كابل ته ځانونه ورورسول .
اعليحضرت محمدظاهرشاه د اعليحضرت محمدنادرشاه زوى ؤ چي په ١٩٣٣ کال د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته د افغانستان پاچاسو او په ١٩٧٣ کال د يوې کودتا په واسطه له واک څخه ليري کړل سو.
محمدداود خان چي د محمدظاهرشاه د اکا زوى هم کېــــدئ هغه وخت د شاهي نظام د ړنګېدو او جمهوري نظام د رامنځته کېدو اعلان وکړ چي پاچا اېټاليا ته په سفر تللـــئ ؤ
په افغانستان کي د جمهوري نظام له راتګ وروسته ظاهرشاه په روم کي پاته سو او درې لسيزي وروسته په ٢٠٠٢ کال کي افغانستان ته راستون سو.
اوپه ١٣٨٢هجري لمريز کال کي د اساسي قانون له مخي د ملت د بابا لقب وركړل سو.
د نوموړي په اړه ويل کېږي چي د خپلي واکمنۍ پر مهال يې افغان ولس يو موټى ساتلــــئ و او د وينو له تويولو او وژنو څخه يې سخته کرکه درلوده.
د هغه د واکمنۍ پر مهال په افغانستان د تعليمي نظام پرمختګ يوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي او ويل کېږي چي د ښځو د آزادۍ او د هغوى د تعليم لپاره يې خدمتونه کړي دي.
كله چي پرون افغان ولسمشر حامد کرزي دملت دبابا د مړيني په اړه په يوه خبري غونډه کي د وينا پر مهال راڅرګندسونو دپخواپه پرتله خواراخواشيني ښكارېدى اووويل چي : 
((د ملت بابا نور زموږ په منځ کي نسته خو د خپلو کارنامو له مخي به تل ژوندئ وي))
ويل كيږي چي دملت دبابا اعليحضرت محمدظاهرشاه دجنازي اودفاتحې دمراسمولپاره افغان دولت ترټولوپه پراخه كچه امنيتي  ترتيبات نيولي دي .
دغه رازدملت دباباعليحضرت محمدظاهرشاه پرمړينه دخواشيني له امله دسعودي عربستان ،پاكستان ،عمان، بحرين . قطر.متحده عرب امارات ،سوډان ،سوريې .اوااجزاير پاچاهانواوولسمشرانوافغان ولسمشرحامدكرزي  اوافغان اولس ته دتسليت پيغامونه را ليږلي دي .ټاكل سوې ده چي دملت دباباعليحضرت محمدظاهرشاه جنازه به نن پردرې بجې دكابل له عيدګاه مسجدجامع څخه اخيستل كيږي اودخپل پلارنادرخان ترڅنګ به په كابل كي خاوروته سپارل كيږي

محمدابراهيم سپېڅلى   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com