د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نږدې راتلونکي کې د علامه استاد عبدالحى حبيبي د زوکړې د سلمې کاليزې په وياړ يوه علمي څيړنغونډه جوړوي .
ددغې څيړنغونډې په مناسبت به هم د خداى بښلي علامه حبيبي ځينې ناچاپ آثار چاپ شي او هم به د افغانستان د تاريخ ،ثقافت او ژبو په اړه يو لړ نور علمي څيړنيز آثار خپاره شي .
هغه پوهان او څيړونکي ،چې په دغو برخو کې ليکنې لري کولاى شي خپل آثار د ارزونې لپاره د سمينار د تدوير د کمېسيون په پته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو نړيوال مرکز ته را واستوي .
يا هم د بريښناليک پر دغه پته :
Hameed.nw@info.gov.af
hameednasry@yahoo.com